د ټس بدل ټس
17.05.2012 18:58په پخوا زمانو کې یوه سیمه کې یو لوي ځنګل ؤ په ځنګل کې ډیر ځناور اوسیدل خو پنځه هغه ئې ډير مشهور وو ، زمري ، پړانګان ، شرمخان ، ګیدړان ، او لیوان ئې ډیر مشهور وو .
د دوي له ډلې زمری بیا هغه ځناور وو چې تل به د همدې ځنګل پاچاهي د همدوي په لاس کې وه خو د دوي به خپلو کې تل په مشرۍ باندې لانجې وې نورو ډلو ته خو ئې بیخي د ځنګل د پاچاهۍ واک نه ورکاوه خو دوي به خپلو کې هم په جګړه وو .
د وختونو نه یو وخت وو یو پاچا چې په هره برخه ئې خپل بچي او نور خپل واکداران کړي وو یو بل زمری ئې خپل معاون وټاکه ؛ معاون هم نا مردي ونکړه له خپل مقام نه ئې غلته استفاده وکړه او زمری پاچا ئې له واکه لرې کړ او خپله ئې ځان د ځنګل نوی پاچا کړ .
له همهغې ورځې وروسته په ځنګل کې د ځانځانۍ اورونه بل شول د ځنګل نورو ځناورو که پاچاهي نه شوه کولای نو زمریان ئې هم قرار نه پریښودل په یو او بل نوم ئې ټکول خپلو کې ئې په جنګ اچول او په لانجو ئې سر کړي وو .
وخت تیریده د زمرو یوه نوې ډله راپيدا شوه چې په ټول ځنګل ئې پاچاهي پيل کړه ؛ دغې ډلې ځانونه ببر کړي وو او ټولو ځناورو ته ئې همدا امر وکړ چې ځانونه دې له دوي سره برابر کړي که نه نو دوي به ئې د وهلو ټکولو سربیره ووهي .
د ځنګل ډیری ځناور چې داسې ئې نه شوای کولای ځنګل پریښود او نورو ځنګلونو ته کډه شول خو بیا هم زمریان پاتې وو ځکه چې دا ټول په همدې قیافه کې وو یو نیم د پړانګانو ، شرمخانو ، ګیدړانو ، او لیوانو له ډلې هم پاتې وو خو ډیر ئې نورو ځنګلونو ته تللي وو.
څه وخت تیریده چې د زمرو ، پړانګانو ، شرمخانو ، ګیدړانو ، او لیوانو یوه ډله ډیر لرې په یوه بله سیمه کې یو ځنګل ته لاړل هلته ئې له نورو ځناورو سره خبرې وکړې او هغوي د دوي په ځنګل حمله وکړه او په ځنګل واکدار ځناور ئې څه مړه ، څه بندیان ، څه فراري او ځینو ئې ځانونه پردو ځناورو ته چې د دې ځنګل ځیني بې ایمانه ځناور هم ورسره وو تسلیم کړ او له همدوي سره یو ځای شول .
په ځنګل کې د لرې ځنګل د واک لاندې د ځنګل د ټولو ځناورو شریکه پاچاهي منځته راغله خو بیا هم یو زمری پاچاه شو خو زمری دا ځل تش په نوم زمری وو د یو ګیدړ هومره واک ئې هم نه درلود او له یو ګیدړ نه هم ډاریده .
په دې وخت کې فراري ځناورو په ځنګل له هرې خوانه حمله شروع کړې ، پټې حملې به ئې کولې ، د واک ګدۍ داسې خوند ورکړی و چې له ځانه تیر وو او بس یوازې واک ته د رسیدو سوچونه به ئې کول له هر څه تیر وو کله نا کله خو به له پيمانه هم ورسره تیر شول ځکه ډیر داسې غریب ځناور به ئې ووژل چې بیچاره ګان به په هیڅ کې هم نه وو .
فراري زمري د ځنګل اوسیدونکو ته یو خطر شو ، د بل تر واک لاندې په واک ناستو ځناورو خپلو کې مشورې پيل کړې چې څه باید وشي چې له دې درد سر نه ځان خلاص کړو ، پاچا زمري اعلان وکړ چې فراري زمریان کولای شي چې د نورو ځناورو سره یو ځای شي او له جنګ جګړو لاس واخلي .
خو فراري ځناورو د پاچاهۍ نشه لیدلې وه د بل چا اختیار خوند نه ورکاوه خو په واک ناستو هم همدا خوند لیدلی وو تل به په دې سوچ کې وو چې څنګه همداسې پاتې شي نو بیا ئې مشورې پيل کړې ، دا ځل ئې د ټولو ځناورو په ګډون یوه لویه شورا جوړه کړه چې فراري زمرو ته به ئې د یوځای کیدو ننواتې او زارۍ کولې هغوي هم ځینو ورسره منله خو ځینو ئې بیا مخالفت خوده .
د لوې شورا مشر یو پړانګ وو نور ډیر غړي ئې زمریان وو نورو ځناورو ته ئې هم پکې لږه لږه برخه ورکړې وه ؛ پړانګ د فراري زمریانو د یوځای کیدو لپاره ډیرې منډې تړې وکړې خو کومه لویه نتیجه ئې ورنکړه ، هغه که څه هم عمر خوړلی وو خو بیا ئې هم خپلې هڅې کولې او قرار نه کیناست ځکه د ځنګل ځناورو ورته دنده سپارلې وه ، پړانګ هم یو وخت د ځنګل د پاچاهۍ شپږ خوند او مزه لیدلې خو دا ځل ئې عمر خوړلی و چا پرې اعتماد نه کاوه همدا ئې هم ډیره وه چې د نورو پړانګانو لپاره ئې کار کړی وی تر څو د ځنګل پاچاهي ورپه برخه شي .
زوړ پړانګ هم د زمریانو له دوهکې سره مخ شو یو زمری چې له ډيرې مودې راهسې ئې د پخلا کیدو خبرې کولې دوي هم ورته ننواتې ډیرې کړې خو هغه داسې کار ورسره وکړ چې د زوړ پړانګ ژوند ئې واخیست ، یوه ورځ ئې د زمري پاچا په ډاډګیرنه له فراري زمري سره وکتل خو دا کتل د دواړو ( زوړ پړانګ او فراري زمري) وروستي کتل ؤ ، هم په خپل منځ کې او هم له دنیا سره ، فراري زمری چې له زوړ پړانګ سره مخ شو په سر ئې داسې ډغره ورکړه چې دواړه ځای پر ځای ووژل شول .
دې خبرې په ټول ځنګل کې یوه نوې ډرامه جوړه کړه هریخوا د زوړ پړانګ د وژل کیدو خبره خوره شوه زوړ پړانګ په ډیر درنښت خاورو ته وسپارل شو خو د زمري چا پوښتنه هم ونکړه چې څه شو او څه نه .
دا خبره تیره نه وه چې په ځنګل کې یوه بله اوازه خوره شوه چې د وژل شوي زوړ پړانګ ځای ناستی ټاکل کیږي .
سره لدې چې د ځنګل پاچاهي میراثي نه وه پاچا هم نه شوکولای چې تر مرګ وروسته ئې ځوي ځای ناستی وی خو پړانګانو دا وخت دومره زور د زمرو په پاچاهۍ کې پيدا کړی وو چې د لوې شورا مشر ئې د زوړ پړانګ زوي ځوان پړانګ وټاکه .
ځوان پړانګ که څه هم په نورو ځنګلونو کې د دې ځنګل د یو استازي وظیفه کړې وه خو د پخلاینې په کار کې بلد نه ؤ بیا هم خبره زمرو ته پاتې شوه ځکه چې په لویه شورا کې ډیر زمریان وو ، زمرو بیا د پخلاینې لپاره بډې راونغاړلې او فراري زمریانو سره ئې خبرې شروع کړې خو پړانګانو هم زمریانو ته په زړه کې اچولې وه وخت تیریده یوه ورځ سهار وختي و یو زمری له خپل غار نه راووته کله چې په لاره روان شو نو یو چا پرې پټه حمله وکړه د ټس ځواب ئې په ټس ورکړ خو د هغې ټس ټسمار ښکاره شو او د دې ټس ټسمار را تر اوسه همداسې پټ دی .
Yousafzarifi200@gmail.com

