د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پیازو د چڼاسکو ناروغی

سید منتظرشاه 17.05.2012 18:16

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د پیازو نرمی چڼاسکی د نړۍ په ډیرو هیوادونو کی پیازد یرغل لاندی نیسی. نوموړی ناروغی د پیازو په کروندوکی لومړی د پاڼو دپاسنۍ برخی له پاسه لیدل کیږی، چی وروسته د پیازوتخم، تنه اوهغه پیازچی د تخم دلاسته راوړلوله پاره کارول کیږی په ناروغۍ اخته کوی.یرغل هغه وخت ډیرګړندی، شدید او تباه کوونکی وی چی هوا سره او لمده بل زیات وی. نوموړی ناروغی نه یوازی داچی په پیازو حمله کوی بلکی ددی کورنۍ نورغړی لکه هوږه اوګندنه هم تریرغل لاندی نیسی. د ناروغۍ نښی نښانی دغوایی او غبرګولی په میاشتوکی په روښانه ډول معلومیږی. چی دلته دوه لاملونه شتون لری، لومړی داچی پیازد چټکی ودی په پړاو کی وی اوله بله پلوه د ناروغۍ د ودی له پاره اقلیمی شرایط په زړه پوری وی چی که چیری په دی پړاوکی د پیازو د کروندو په اړه په غور سره پاملرنه ونه شی نوبزګرخپل کلنی عواید په ټوله کی له لاسه ورکوی.
د پیازو چناسکی له ډیرو خطرناکو ناروغیو څخه ګڼل کیږی، چی د هیواد په ځینوولایتونوکی تر دی دمه لیدل کیږی اود پیازو محصولاتو ته هسی زیان اړوی چی بزګریی بیا د کال په اوږدوکی له باره نه شی وتلای.

د ناروغۍ عامل:
دصنف Phycomycetes دی چی د Peronosporea destructor د ناروغۍ عامل یو فنګس دی چی علمی نوم یی
پوری تړاولری.

: (Symptoms) د ناروغۍ نښی

ددی فنګسی ناروغۍ د ودی له پاره ښه شرایېط هله برابریږی چی د هوا لمده بل زیات اومناسبه تودوخه د سانتیګراد له ۴ څخه تر۲۵ درجو پوری ورسیږی. ناروغی لومړی د پاڼی له پاسنی برخی څخه پیل کوی، سپورونه د سهارله خوا په اسانۍ سره لیدل کیږی یانی د پیازو د پاڼوپاسنۍ برخه بخملی اوبانجانی- خاورینوداغونوپه توګه لیدل کیږی. په نبات کی د ناروغۍ له کبله راغلی ټپونه لومړی پیکه شانتی شنوته ورته وی چی وروسته بیا ژړیږی، په ناروغۍ اخته پاڼی وچیږی. د ناروغۍ د پرمختګ په صورت کی پورتنی داغونه ورو ورو پراخیږی.چی د ناروغۍ فنګس په همدی داغونوکی فعالیت کوی. کله چی لمده بل زیات شی د لمده بل سره سم د داغونو لویوالی زیاتیږی اوناروغی خطرناک پړاو ته ننوزی.
وروسته د پیازود چڼاسکود ناروغۍ بیلګی پیکه شنی، ژیړته ورته او یا نصواری ته ورته ګرځی، د پیازو د پاڼو په ناروغې سطحی د ناروغۍ اغیز د بیضوی اوسلنډ ری ګردو داغونوپه بڼه وی. ناروغه سطحه د نسجونو د ژیړو او شنومتبادلوطبقولروونکی وی. نومیږی، نوموړی کڅوړه سپورونه تولیدوی، چی د پاڼودسطحی، تخم اوتنی یاسټی(Sporangia) د چڼاسکو یوه کڅوړه چی سپورنجیه
له پاسه پرته وی.
د سپورونونوموړی کتله په لومړیوکی روښانه خاورین رنګ ته ورته وی چی ډیره ژرپه بنفش اوړی. د نبات په کومه پاڼه چی چڼاسکوځای نیولی وی د ملاوستنی په شان راتاویږی اورا لویږی، مړې پاڼی سوکه ښکاری اود پيازو په کرونده کی ناروغه سیمه له ورایه بریښی. د مړو پاڼونسجونه په چټکۍ سره په بانجانی داغونواو ټپونواوړی چی رنګ یی تورتیاره وی. چڼاسکی کله ناکله پیاز په بشپړه توګه وژنی، زیاتره وخت ټول پیازله منځه نه وړی خو یوازی د ګنډی وده کمزوری کیږی، لیکن د پیاز دهغی برخی نسجونه چی د ځمکی سره نښتی دی اسفنجی اونرم ګرځوی اوګنډه خپل کیفیت له لاسه ورکوی.
نوموړی ناروغی په هغوکرنځایونوکی چی کرنیزتناوب نه مراعتیږی اوهلته پیازسرپه سرکرل کیږی، ډیره لیدل کیږی.
د ناروغۍ دعامل هګۍ (تخم) ډیری ژرله یوی سیمی څخه وبلی سیمی ته لیږدول کیږی. کله کله د ناروغۍ د زیاتوالی په صورت کی نبات له منځه ځی، یا یی وده کمزوری کیږی چی له دی سره سم د پیازو په کمیت او کیفیت کی لږوال میځ ته راځی.

د ژوند دوران:

(Dormant Period) ۱. د ناروغۍ د استراحت دوره

د څیړونکوپرعقیده اوڅیړنه چی د چڼاسکی فنګس ژمی په هغو ناروغو پیازو کی چی په کرونده کی پاتی شوی وی، چیرته چی په توګه تیروی. (Mycelium)پیاز کوټه، چاڼ او یا لویدلو اوچټلوپاڼو کی د نریوتارونوپا مایسیلیم همدارنګه د ناروغۍ عامل د ژمی له خوا په کورونو کی په زیرمه تونونو، په کورونواوباغچوکی کرل شوو پیازو کی د ژوند دوره په پورتنی ډول تیروی. ګمان کیږی چی د ناروغۍ هغه سپورونه چی په خاوروکی پاته کیږی ممکن په مستقیمه توګه د پیازنیله په ناروغۍ اخته کړی. دا نباتات په سیستماتیکه توګه د پیازو سوداګریزه کرونده په ناروغۍ اخته کوی. د پسرلی په لومړیو ورځوکی چی د تودوخی اولمده بل شرایط ورته برابرشی بیرته په فعالیت پیل کوی. لکه څنګه چی تجربو ښودلی ده د ناروغۍ هګۍ یاسپورونه ګرمو ورځو، سړو او لمدو شپوته اړتیا لری.

(Primary Spread) ۲. د ناروغۍ لومړنۍ خپریدنه

کله چی فنګس ته په زړه پوری چاپیریال برابرشوهغه مایسیلیم چی ژمی یی د پیازو په بدنی سیستم، پاڼو او نورو کی تیرکړی دی سپورتولیدوی. په هوا کی د سپورد خپریدو وروسته، نوموړی سپورونه په تولیدی کرونده کی د پیازو پاڼی اخته کوی.سپورونه هله جوړیږی چی لمده بل لوړ او د تودوخی درجه د سانتیګیراد د۴-۲۵ درجو ته ورسیږی.کله چی د تودوخی درجه د ۱۳ درجی د سانتیګراد ته ورسیده سپورونه سهاروختی پخیږی او د ورځی خپریږی، ترڅلورو ورځو پوری سپورونه ژوندی پاتی کیږی. کله چی د تودوخی درجه د سانتیګراد ۱-۲۸ درجو (۳۴-۸۲ درجو دفارنهایت) ته ورسیږی سپورونه راشنه کیږی چی د سپورونو راشنه کیدل اوبو او باران ته اړتیا نه لری.
:
(Secondary Spread) ۳. د ناروغۍ دخپریدنی دوهم پړاو

په دی پړاوکی په تولیدی کروندو کی په چڼاسکو اخته پیازو پاڼوکی د ناروغۍ مایسلیم نوی سپورونه تولیدوی چی کونیډیا نومیږی تقریبا د ۱۱-۱۵ ورځو په جریان کی منځ ته راخی ، په دی پړاوکی کونیډیا د پاڼی پاسنۍ برخه وژلی وی. (Conidia)
چی له دی وروسته په دی حساس دوران کی ناروغی، د نبات د پاڼوښکتنۍ برخه اخته کوی. همداسی دا دوران څوځلی تکراریږی ترهغی چی د نبات پاڼه په بشپړه توګه ووژنی، داسی حالات هله منځ ته راځی چی فنګس ته په زړه پوری چاپیریال برابر شی، چی دا حالت د ناروغۍ اپیډیمیک پړاو دی.

مخنیوی:
د ناروغی مخنیوی دلاندینیوکړنوله مخی ترسره کیدای شی:

۱. د پیازوکرونده باید له ناګڼلووښواونباتاتو(هرزه ګیاوو) څخه پاکه شی او په دی ډول له ناروغۍ وژغورل شی.
۲. کرنیز تناوب باید په نظرکی ونیول شی یانی په هغه ځمکه کی چی پیاز کرل شوی وی تر دریو کالو دپه کی نور نباتات چی ددی کورنۍ پوری تړاو ونه لری وکرل شی.
۳. په هغوځایونوکی چی پیازچاڼ او زیرمه شوی وی، د پیازو له پاتی شوونوڅخه دی پاک شی.

کنټرول:

د ناروغۍ د څرګندیدو په صورت کی لازم بریښی چی لاندینی درمل وکارول شی، د یادونی وړده چی فنجی وژوونکی په سړه اولمده هوا کی وکارول شی :
۱. په یولیټراوبوکی څلورګرامه کاپراوکسی کلوراید واچوئ اود پیازو په کرونده کی یی استعمال کړئ.
۲. یاپه یولیټراوبوکی ۲-۳ ګرامه لونا کول واچوئ اود پیازو په کرونده یی وشیندئ.
نوموړی محلولونه هغه مهال وکاروئ چی د ناروغۍ نښی په پیازو کی ولیدل شی. درمل شیندنه دی په ۱۵ ورځوکی یوځل بیاترسره شی.
له یاده باید ونه ووځی چی نوموړی درمل دی دیوکارپوه اومتخصص شخص له کتنې وروسته وکارول شی.