خواجه معین الدین چشتي څوک ؤ؟
06.05.2012 11:06د صوفیانو ستوری ، سلطان هندوستان سرتاج اولیا سلطان العارفین خواجه خواجه ګان حضرت معین الدین چشتي سنجري المعروف په خواجه غریب نواز (رح) د سیستان د یو بزرګ ، عابد ، دهقان حضرت سید غوث الدین حسن په کور کې زیږیدلی دی چې شجره نسب ئې حضرت امام حسین (رض) ته رسیږي خواجه چشتي اجمیري په ورکوټوالي کې د غیر معمولي صفاتو او خویونو خاوند ؤ، چې په پنځلس کلنۍ کې د پلار له مینې محروم او یتیم شو وايي چې هغه مبارک به د پلار د مرګ څخه وروسته د خپلو ځمکو او باغونو پالنه کوله د نیکه مرغه حضرت ابراهیم کندوزي (رح) چې یو فنا في الله عاشق ؤ په دغه لار تیریده چې د حضرت چشتي اجمیري سترګې پرې ولږیدې او دعوت ئې ورکړ ، هغه هم دعوت قبول کړ او په باغ کې کښیناست ، خواجه خواجه ګان د انګور څو خوشې په ډیر احترام هغه ته کیښودې هغه مبارک څه انګور وخوړل او په نورو ئې توکاڼې (لاړې) ورتو کړې او د خواجه په خوله کې ئې په زوره ورومنډلې ، کله چې خواجه خواجه ګان دغه انګور وخوړل حال ئې بدل شو هغه ترې لاړ خو دا هم نور پاتې نه شو خپل ټول جایداد ئې خرچ کړ په غریبانو ئې تقسیم کړ او د یو لوي ژوند د اختیارولو لپاره ئې د ظاهري علم د حاصلولو په موخه ثمرقند ته لاړ او د هغه ځایه وروسته بخارا ته لاړ او هلته ئې د قرانکریم حفظ ، تفسیر او علم فقه ئې حاصل کړ او وروسته ئې دخراسان او نشاپور خواته مخه کړه د شاه پور په هارون نومي کلي کې د حضرت خواجه عثماني هاروني (رح) په خدمت کې حاضر شو او د باطني علم د حاصلولو لپاره ئې د هغوي بیعت او لاس نیوی وکړ پیر او مرشد دواړه په روحاني دنیا کې ډير څه ولیدل او بیا دواړه یو ځای بیت الله شریف ته تشریف یوړ او په کعبه شریفه کې ئې خواجه غریب نواز ته د خلافت درجه عطا کړه او د هغه د مقبولیت او پرمختګ لپاره ئې د خدای(جل جلاله) حضور ته د دعا لاسونه اوچت کړل او د هغه ځایه ئې مدینې منورې ته تشریف یوړ په مدینې منوره کې خواجه معین الدین چشتي ته په روحاني دنیا کې حضور اقدس(صل الله علیه وسلم) بشارت او هدایت وکړ چې هندوستان ته لاړ شي چیرته چې د جهالت تورې پردې د هر چا په سترګو خورې شوې دي او د حق لاره هیچا ته نه ښکاري د دغه روحاني هدایت په اساس هندوستان ته لاړ او په اجمیر شریف کې په یوه جونګړه کې دیره شو او خپل فیوضات ئې ورو ورو په خورولو کړل په داسې حالاتو کې چې ټوله سیمه ګمراهۍ کې ډوبه وه ، کفر ، شرک ، بت پرستي ، توهم پرستي ، اخلاقي کمزوري ، ذهني بیماري او غیر یقیني صورت حال کې ډیر مشکل ؤ چې یو جلا وطنه مسافر ، بې څوکه دې په داسې حالاتو کې اسلامي حکومت او اسلامي نظام قایم کړي هغه هم یو سالک زاهد او فقیر اسلامي دعوت قوي عزم او عالي جرائت غواړي هغه مبارک به ډیر ساده ژوند تیرولو په هندوستان کې د یو روحاني او اسلامي انقلاب راوستونکی د خپل عبادت ، ریاضت لپاره همدا ځای انتخاب او د اخره پورې هملته پاتې شو ، هغه به اکثره وخت روژه ؤ ، دوه درې ورځې وروسته به ئې څه وخوړل ، د هغوي په سترګو کې لوي خدای(جل جلاله) دومره اثر ایښی ؤ چې هر ګناه ګار کافر او غیر دین ته به ئې وکتل نو په خپلو ټولو کړو به پښيمان ؤ او د هغه په لاس به ئې بیعت وکړ.
د دغه نُور رڼا نه په زرګونو د علم او عرفان ډیوې بلې شوې دغه شاهي جونګړه دومره لوي دربار شو چې هر وخت به پکې په سوونو د چشتیه لارې پيروان ناست وو ، ذکر به کیده ، فکر به کیده او سماع هم پکې کیدله ، دا روحاني پاچاهي دومره پراخه شوه چې په اسیا کې ټول ملکونه په دې روحاني قلمرو کې شامل شول او تر نننه ئې په لکونو د دې لارې پيرویان شته او وي به ، خواجه معین الدین چشتي خواجه خواجه ګان د فیض نه په میلیونو انسانانو د حقیقت لار موندلې او اوس هم بې شمیره لارویان د هغوي د لارې لاروي دي ، خواجه غریب نواز په (۶۳۶) هجري لمریز کال کې دې فاني دنیا څخه پرده پوش شو او د اخرت سفر ئې اختیار کړی دی چې د هغوي په هدایت او روحاني لارښوونه په لکونو انسانانو د روحانیت لار موندلې او دا روحاني فیضوات لا دوام لري د هغوي د مرګ په وخت کې د هغوي په تندي مبارک په واضحو ټکو لیکل شوي وو چې ډيرو خلکو ولیدل چې دا د الله(جل جلاله) دوست دی او د الله(جل جلاله) په محبت کې له دنیا رخصت شو په هغه وخت کې ډیرو بزرګانو او عالمانو لیکلي وو چې په دغه شپه مونږ خوب کې ولیدل چې حضرت محمد (صل الله علیه وسلم) په روحاني حالات راغی چې ویلې ئې (معین الدین د الله دوست وفات شوی دی او مونږ استقبال ته راغلي یو ) هر کال په همدې ورځو کې په هندوستان په اجمیر شریف کې د هغه مبارک عرس ترسره کیږي چې د دنیا د ګوټ ګوټ څخه د هغه عاشقان په عرس کې شریک کیږي چې سږ کال د پاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري هم مزار ته ورغلی ؤ ، په پاکستان کې دا عرس لمانځل کیږي خو په پيښور کې دا عرس هر کال د پير مستان شاه حق بابا سرکار لخوا د هغوي په لګښت په ټمبر پوره شریف د رحمانیه چشتیه دار العلوم د مدرسې به سبزه زار کې لمانځل کیږي چې د پاکستان او هندوستان څخه ورته په زرګونه د روحانیت عاشقان ، علمأء کرام ، اولیا عزام ، نعت خوانان ، پيران او مشهور قوالیان راځي چې دا عرس درې ورځې او درې شپې دوام کوي چې په پيل او اخره کې پير صیب دعا کوي او اخرنی لنګر پخپله د پير صیب په حضور تقسیمیږي .

