د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا د ګيلې حق لرم که نه ؟؟؟؟

زهير شينواری 04.05.2012 09:41

 

 

                                             ايا د ګيلې حق لرم که نه ؟؟

تيره شپه د بلجيم هيواد نه يو تن افغان  د سکيپ له لارې راته  وويل :  په کندهار کې ستا د  ( د پلار له ويرې ) په کيسه تلويزوني فلم  په ( څلورو برخو) کې جوړ شوی چې د ملي تلويزون ( RTA) لوګو هم پرې لګيدلې ده خو ستا نوم يې ورسره نه دی ليکلی .

په بيړه  مې نيټ چالان کړ يوټيوب سرچ ته لاړم،  هغه  مې پيدا کړ دوه کاله د مخه يانې ٢٠١٠ کال مارچ مياشت  کې يو ټيوپ ته پورته شوې او څه ناڅه پنځه ويشت زرو کسانو کتلی و  خو له بده مرغه زه ورنه  تر اوسه خبر نه وم .

د تلويزوني فيلم د پيل په ټايټل د ليکوال د نوم پر ځای داسې ليکل شوي و: ډراماټيکه – وطنيار.  وروسته يې د لوبغاړو او کمره مين نومونه هم راوړل شوي وو . په زړه پورې خبره خو يې لا دا وه چې زما د کيسې د اتل ماشوم نوم ( انارګل ) دی په چې دوي په خپله خوښه هغه په  ( خيروګل ) بدل کړی دی .

(د پلار له ويرې ) زما دا کيسه څو کاله د مخه په ټول افغان کې زما په ( شمشاد ) ويبلوګ کې خپره شوې وه . له هغه ځايه بيا د سولې پيغام تکړه وياند ښاغلي قادرشا په ښکلي غږ د اډيو په بڼه واړوله او د سولې راډيو له لارې يې خپره کړه ، يو ه کاپي يې ماته د برښنا ليک له لارې هم راوليږله ، چې هغه وخت مې په ځواب کې ترې مننه وکړه . همدا اډيو بيا کوم چا يو ټيوب ته پورته کړې وه چې تر اوسه هلته  شته .  زما همدا کيسه زما د کيسو په چاپ شوی ټولګه( زما له مينې نه توبه ده )  کې هم راغلې  ده

نو اوس دا قضاوت تاسو ته سپارم،  ايا دا به  انصاف وي چې د يوه ليکوال له کيسې نه دې  ډيالوګ په ډيالوګ  او قدم په قدم په څلورو برخو کې ، ډرامه يا فلم جوړيږي خودليکوال  نوم دې ورسره نه ليکل کيږي ؟؟؟؟

په يو ټيوب کې د جوړې شوې ډرامې  لينک دادی : http://www.youtube.com/watch?v=C1Xrd8Qi4WQ&feature=share

زما د کيسې لينک دادی : 

http://shamshad.bloguna.tolafghan.com/posts/2408