د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی !

ډاکتر رحمت ربی زیرکیار 02.05.2012 16:22

«جلات چپن» به د خپل پلار پوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي؟!

 ما زیرکیار دغه چغه ( بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی) نـږدې ۱۹ کلونه وړاندې د ۱۹۹۳ په شاوخوا کې ویستلې وه او په پیښور کې  د کـره پښتـو د ښـوواند  محمد آصف صمیم له خوا په ټیـنګار سره  منل شـوې وه  او د نـورو سـره یې  شـریکه کړې وه
په افغانستان کی دشاهي دوری په وروستني اساسي قانون کې (تله ۱۳۴۳لمریز= اکتوبر۱۹۶۴م) راغلي ووچی دافغانستان دنورو ژبوله منځ نه«پښتواودري رسمي ژبې» دي. (دریمه ماده). دهمدغه اساسی قانون په پنځه دېرشمه ماده کې پښتوملي ژبه ګڼل شوې وه اودولت موظف شوی وچې دهغې دپالنې، پرمختیااوزیات استعمال لپاره «اغیزمن» پروګرام راوباسي اوعملي یې کړي. له دینه یوکال وروسته(تله ۱۳۴۴یانی اکتوبر ۱۹۶۵) پارلمان ته دهغه مهال لومړی وزیرډاکټرمحمدیوسف ورغی. دحامد کرزي پلارعبدالاحدکرزي چې د ولسي جرګې غړی وپه ډاکټریوسف نیوکه وکړه چې ولې  یې داساسي قانون د پنځه دیرشمې مادې سره دملي ژبې پښتودپرمختیا او ترویج لپاره پروګرام نه وجوړکړی. ډاکترمحمدیوسف ورغبرګه کړه چې دژبو قانون به جوړکړي اوپارلمان ته به یې ولیـږي.
د ۲۰۰۱ زییز په اکتوبر کې  د امریکې په مشرۍ  د لویدیزې امپریالیستي نړۍ جنګي سازمان ناټو په افغانستان یرغل وکړ او خپله وحشي تنده یې د ټول( لر او بر) پښتون په وینه ، ژبه او سیاسي کلتور ماته کړه.د امریکې مرکزي استخبارات(سي.آی.أی) د هر کال په جولای کې «د نړۍ د معلوماتو کتاب» خپروي. د ۱۹۹۱زییز(۱۳۷۰ لمریز) پورې، د مرکزي استخباراتوپه دغه کتاب کې پښتنو د افغانستان د وګړیو پنځوس سلنې(۵۰٪)جوړولولې او د پښتو ژبې برخه هم پکې پنځوس سلنې ښودل شوې وه.خو یوکال وروسته ،د  سي آې أئ په ذکر شوي کتاب کې( ۱۹۹۲م=۱۳۷۱ل)  د پښتنو شمیر آته دېرش سلنې(۳۸٪)او  د پښتو ژبې برخه یې پنځه دېرش سلنې(۳۵٪)معرفي کړل.له دېنه دوه میاشتې وړاندې(اپریل ۱۹۹۲=ثور ۱۳۷۱)شمالي ټلوالې او پرچمیانو په کابل کې سړک الطوایفي پیل کړې وه. یانې د پښتنو او پښتو ژبې شمیرنې د سي آی أی په کتاب کې  د هغه کال په جولای میاشت کې ټیټې وښودل شوې چې د اپریل په  میاشت کې یې د مسعود- رباني- پرچم  دوهــمه سقـاوي رامنځته شـوې وه.  دغه ډول شمیرنې په څه نا څه بدلون سره لا تر اوسه(۲۹۱۰) چلن لري.  د ۹۱۱ بخولې سره جوخت، له اکتوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکې د روسیې، ایران او پاکستان د خوښۍ لپاره ټول پښتون اود پښتو ژبه ژوبل کړل،او  د افغانستان په  استعماري اساسي قانون کې یې د ډیورنډ لیکې وویستلې. پرون (۱ می ۲۰۱۲)  حامد کرزي په کابل کې د امریکې ولسمشر بارک اوباما ته خپله رسمي وینا په فارسي کې واوروله، نه په خپله پلارنئ ژبه پښتو کې . اوس پوښتنه داده چې جلالت چـپن حامد کرزی به د خپل پلارپوښتـنـې ته ( چې له صدر اعظم  ډاکټر محمد یوسف نه یې کړې وه) څـه ډول ځواب ووایي؟!ــ


جوابیۀ نوشتۀ برادر نهایت محترم ،دانمشمند داکتر زیرکیار صاحب
برادر نهایت بزرگوار نوشتۀ پر محتوی شما را خواندم ولی تعجب کردم که چطور شما با اینهمه فهم و درایتی که دارید از دادن بیانیۀ رییس جمهور، جناب کرزی صاحب  به زبان فارسی شاکی شده اید؟  شما که حیثیت استاد را دارید و مطالب و نوشته های تان تاریکترین زوایای سیاسی را روشنی می اندازد چطور مطلبی را که به روشنی آفتاب است  برای تان روشن نبوده وشما را متاثر ساخته. من فکر میکنم که شما تجاهل عارفانه میکنید.  از روزیکه امریکا – ناتو حکومت جناب کرزی صاحب را پی ریزی و سیستم گزاری کردند همه چیز را ،حتی لباس رییس جمهور ما را هم دیزاین کردند!  چپن،کلاه،پیراهن تنبان وواسکت.  قرار معلوم هر بخش از لباس شان بیانگر کلتور اقوام مختلف افغانستان است !!. کلاه شان منسوب به یک قوم، چپن به قوم دیگری، پیراهن تنبان به قوم دیگر، وواسکت به قوم دیگری چون در کنفرانس اول بن اییتلاف شمال منحیث پارتنر اصلی با امریکا-ناتو عرض اندام نمودند بناً زبان کرزی صاحب در اختیار و سهمیۀ اییتلاف شمال قرار داده شد.
ضربالمثل معروفی است : ژیره زما او واکی دملا. حال درست است که زبان از کرزی صاحب است مگر واک(اختیار) ان از اییتلاف شمال است ! همچنان گفته اند:  هر که را چند روز دورانی بود. برادر محترم زیاد شکوه نکنید . دوران زبان کرزی صاحب و اییتلاف شمال انشالله به پایان رسیده و حق به حقدار خواهد رسید . اگر شک دارید لطفاً به تظاهرات و تقاضاهای جوانان افغانستان طی چند روز گذشته نظزی بیاندازید.
با عرض حرمت
خواهر تان / صوفیه عمر