د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار پوهنتون کتابتون ته د کتابونو د راټولولو کمپاین

احمدسیر کاکړ 29.04.2012 20:02

درنو او په ولس مینو هیوادوالو !!
غواړو له تیارو راووځو او د هیلو او مرستو دغه سپیڅلی کاروان چی له هر ډول سیاسي غرض څخه پاک دی او یواځی د الله تعالی رضا او د ولس خدمت یې موخه ده خپل مرام ته ورسوو،
نو له تاسو درنو هیله کووچي په دی برخه راسره مرسته وکړی، له یوه کتابه نیولی تر هر څو کتابونو مو چی وسه کیږی راولیږی چی د یوی پرتمینی غونډی په ترڅ که به ننګرهار پوهنتون ته ډالی شی.
د کمپاین وروستی نیټه د می 2012 ، 20 نیټه ده .
په ټوله ، علمي، اسلامي او افغاني مینه
په هیواد او ولس مین ځوانان
په لاندی شمیره اړیکه ونیسی تر څو تاسو ته وویل شي چي کتاب چاته او چیرته ور وسپاری
کابل،
0774463400
siar.kakar@yahoo.com
ننګرهار
0786384857
fazalrabi1@yahoo.com