د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملت او ملت جوړونې اساسي مفهوم

محمد نظيم سمون 26.04.2012 10:18

د ملت له کليمې نه ډول ډول تعبيرونو او انګېرونو ددغې کليمې اساسي مفهوم يو څه ستونزمن کړى دى. په يو شمېر هېوادونو کې د ملت له کليمې څخه په سنتي یا دودیزه توګه تعبیرکيږي، له بل پلوه مسلمانان بيا د ملت له کليمې څخه مذهبي او آيډيالوژيک برداشت لري. په داسې حال کې چې په سياسي ادبياتو کې دا ډول انګېرنې د ملت له اساسي مفهوم سره هېڅ اړخ نه لګوي.
په هر حال، وړاندې له دې چې په خپل اصلي بحث یعنې ملت او ملت جوړنې وغږېږو، ښه به وي چې د ملت (nation) د سياسي مفهوم د تکامل پر تاریخي بهیر لږ څه تم شو.
د ملت کلیمه د نوي عصر زېږنده ده او په اولسمه پېړۍ کې د نوي ملي دولت (nation-state) او د فرانسې بورژوازي انقلاب په رامنځته کېدو، د اروپا لویې وچې په یو شمېر هېوادونو کې دود شوه. د روم د امپراتورۍ تر ړنګېدو وروسته د انسان ټولنیز او سیاسي ژوند بشپړ بدلون وموند، په اروپا کې د منځنۍ پېړۍ سیاسي نظام، فیوډالیزم ژورې ریښې وغځولې او هغو قومونو چې پخوا یې د روم تر امپراتورۍ لاندې ژوند کاوه، فیوډالیزم په بېلابېلو قبیلو او طبقو ووېشه.
دغه قبیلې او قومونه د ټولنیز ژوندانه په لومړنیو پړاوونو کې وې او د یوې غښتلې مرکزي واکمنۍ تصور نه کېده، ځکه خو له خلکو سره په معنوي لحاظ د ملي دولت مفکورې شتون نه درلود، په فیوډالي نظام کې سیاسي اقتدار له ځمکې سره تړلی و او له ځمکې سره د فرد اړیکې د هغه حقوق او سیاسي مکلفیتونه ټاکل، طبقاتي نظام حاکم و.
امپراتور، روحانیون او اشراف د ټولنې مقتدر خلک و او ددوی له خوا به پر کارګرې طبقې سخت ظلمونه کېدل، فیوډالیزم ډېر وخت دوام ونه کړ او د فرانسې بورژوازي انقلاب یې د زوال لامل وګرځېد.
د صنعتي او اصلاحي اوښتونونو ( انقلابونو) بریالي کېدا او د فیوډاليسټی نظام ړنګېدا د نوي او ملي دولت منځته راتګ لارهواره کړه. د معاصرونو دولتونو (دولت- ملت) په راپنځېدو سره د ملت مفهوم په سیاسي لحاظ خپل ځانګړی ارزښت پیدا کړ؛ ځکه د ځمکوالۍ یا فیوډالیستي نظام له ړنګېدو سره سم عامه ګټو وده وکړه، د معاصرو دولتونو جغرافیاوي پولې تثبیت او وټاکل شوې همدارنګه په پنځلسمې او شپاړسمې زېږدیزې پېړیو کې لاتیني ژبې د سیمه ییزو ژبو ځای ونیوه او دې کار د ملت او ملیت احساس لا پسې غښتلی کړ، په خلکو کې ملي پوهاوي وده وکړه او تر هرڅه وړاندې د یو قوي مرکزي حکومت شتون ته اړتیا ولیدل شوه.(۱)
په همدې پېر کې ښارونو وده وکړه، د خلکو ترمنځ سوداګري دود شوه او همدغه راز د لویو ښارونو ترمنځ د لېږد رالېږد سیسټم رامنځته شو. په فرانسې، انګلستان او هسپانیا کې د لومړي ځل لپاره ملي دولتونه رامنځته شول، چې دا د ملت او ملت جوړونې په برخه کې لویه لاسته راوړنه وه.
لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه د ملت او ملت جوړنې مفاهیم د نوي عصر زېږنده او لاسته راوړنه ده چې اوسمهال په سیاسي او انساني علومو کې یو ډېره ارزښتناکه او د پام وړ موضوع ګرځېدلې، په همدې تړاو، په دې لیکنه کې هڅه شوې چې دملت او ملت جوړونې مفاهیم سره په ښه توګه وڅېړل شي.
که څه هم د ملت (Nation) د کلیمې لپاره داسې کوم اکاډمیک او منل شوی ټولیز تعریف نشته چې ټولو پوهانو پرې توافق کړی وي، بلکې هغو یو شمېر پوهانو چې په دې هکله خپل نظریات وړاندې کړي ، هغه یوازې د ملت د مفهوم پر تیوریک اړخ تکیه کوي.
د ملت په هکله موضوع ډېره پېچلې ده او د ملت مفهوم یو ثابت مفهوم نه دی، په ۱۹ پېړۍ کې پوهانو هڅه وکړه چې د ملت لپاره یو واحد تعریف ولټوي خو کومې هوکړې ته پرې سره ونه رسېدل. دوی تر ډېره د ملت پر دوديزو مفهوم ( قوم، ژبې، کولتور، مذهب او تاریخ ) باندې تکیه کوله، خو تاریخ دا په ډاګه کړه چې ګډه ژبه، ګډ کولتور او مذهب د ملتوالي اساسي عناصر نه شي جوړولای، بلکې هغه څه چې په ریښتوني توګه د ملت اصلي مفهوم تعریفوي هغه د نېشن سټېټ یا دولت- ملت سیاسي او اقتصادي جوړښت دی، یانې دا چې متوازنه ټولنیزه او اقتصادي وده د ملت جوړونې اساسي ستنې جوړوي.
غربي پوهان باور لري چې ګډه ژبه، ګډ کولتور ګډ دین او ګډ نژاد د ملت اساسي عناصر جوړوي او ډېر ځله دغه مشترکات ملتونه زیږوي. دا سمه ده چې ګډه ژبه، ګډ کولتور او ... د ملت په جوړښت اساسي رول لوبوي، خو پورتني فکټورونه هېڅکله په سیاسي ادبیاتو کې د ملت مفهوم نه شي افاده کولای.
انګلیسی عالم (Alfred zimmern) په خپل کتاب (nationality and government) کې ملت داسې تعریفوي:(ملت، له مینې، لېوالتیا او غرور څخه له خپل هېواد سره د ګډو او شریکو احساساتو یوه بېګله ده).
د ملت او ملت جوړونې د مفاهیمو په هکله ددغو پوهانو بېلابېل نظریات او ارزونې ښايي زیات عوامل له ځانه سره ولري، ځیني پوهان د ملت له کليمې نه کولتوري برداشت لري، آلمانى عالم (نوفاليس) په دې باور دى چې کولتوري او ژبني عوامل دملت اصلي سرچينه ګڼل کيږي، دده له نظره بشريت د طبيعت د اوامرو پربنسټ د ملتونو ترمنځ وېشل شوې ښکارنده (پدیده) ده، نه د دولتونو د اوامرو له مخې.(٢) خو د ملت په هکله بله وړاندې شوې نظریه چې سیاسي لیدلوری لري داسې وايي: هغه وګړي چې له قبيلې پورته د يوه سياسي نظم او تشکيل په چوکاټ کې ژوند کوي، يو ملت دى او د ددولت او سياسي سازمان مفهوم، نظر تاريخي مفهوم ته لومړيتوب لري.
د ملت په اړه درېيمه او وروستۍ نظريه د وخت ځواب ويونکې ده، دغه نظريه د ملي ګډ روح رامنځته کول د یو ملت په منځته راتګ کې اړين عنصر ګڼي، ددغې نظريې پلويان ټینګار کوي چې موږ بايد د ملت ځانګړتيا په قومي او کولتوري هويت کې ونه لټوو، که څه هم د قومي پېژندګلوۍ لپاره کولتوري او فرهنګي ځانګړتيا اړينه ده ، خو ملي هويت نظر قومي- فرهنګي هویت ته غوره والی او لومړیتوب لري، همدارنګه فرانسوى عالم ارنسټ رېنان (Ernst Renan) هم د ملت په هکله پر قومي- فرهنګي تيورۍ نيوکه کوي، د هغه له نظره د ولسونو ګډ ژوند او ګډ ملی روح د ملي هويت او ملت بنسټ تشکيلوي.
په شلمې پېړۍ کې په جرمني او فرانسه کې د ملت د مفهوم لپاره دوه جلا تیوریګانې کارېدلې، د جرمنۍ تیورۍ پربنسټ پر ټولو هغو عواملو سربېره چې د ملت په جوړښت کې مهم ګڼل کیږي، د نژاد او وینې عوامل تر ټولو رغنده رول لري، ددې نظریې پلویانو باور درلود چې سپین آریايي نژاد چې په سرکې یې جرمنیان راځي، د نړۍ تر ټولو غوره نژاد دی؛ ښايي همدغه موضوع په شلمه پېړۍ کې د آلمان فاشیست نازي ګوند د رامنځته کېدو لامل شوي وي، خو فرانسوي تیوري د آلماني تیوري برعکس نظر څرګندوي، چې دغه تیوري تر ډېره د فرانسوي لیکوال ارنسټ له نظریې سره ورته والی لري.
فرانسوي تیوري وايي: له شک پرته چې ژبه، کولتور او دین د ملت جوړونې پر تاریخي بهیر مثبت اغېز لري، خو له دې ټولو سره سره ګډې اقتصادې ګټې، سوله، جګړه، بریالیتونه، غم، ښادي او په یو ټاکلي جغرافیاوي قلمرو کې ګډه استوګنه او ګډ ملي روح هغه څه دي چې ولسونه د ملي پیوستون لوري ته هڅوي او بالاخره د ملي هویت پربنسټ یو واحد ملت زیږوي.
ملت جوړونه کومه آسماني پديده نه ده او نه هم یو ملت په ناڅاپي توګه هست کېدلى شي، بلکې دولتونه دي چې خلک او ولسونه سره یو ځای کوي او له دوی څخه د ملي هویت پربنیاد یو واحد ملت جوړوي چې دا کار کولای شي د یو هېواد هر اړخیز، سیاسي او اقتصادي ثبات تضمین کړي.
ملت جوړونه یوه اوږده تاریخي ډیالټیکي پروسه ده چې مودې په بر کې نیسي، یو شمېر هېوادونه اوس هم شته چې د ملت جوړونې له بحران سره مخ دي.
د ملت جوړونې بهیر د نړۍ په ګن شمېر هېوادونو کې یوشان وده او پرمختګ نه دی کړی او یا هم په ځینو هېوادونو کې دا پروسه لا بشپړه شوې نه ده چې دغه هېوادونه د ملت جوړونې له یو ستر بحران سره لاس وګرېوان دي. د ساري په توګه په فرانسې کې د ملت جوړونې بهیر نظر هسپانیې ته ډېر توپیر لري، فرانسه په جغرافیاوي لحاظ یوې شپږ ضلعي ته ورته سیمه ده چې ګڼې پرګنې په کې اوسیږي، نن ورځ پاریس د اقتصاد ، ټولنیزې همغږۍ ، زده کړې او ژبې پربنسټ ټولو وګړو ته د فرانسویت احساس وربښي (۳) یا هم دې ورته د امریکا متحده ایالاتونه چې د بېلابېلو ژبو، کلتورونو او مذهبونو یو غیر متجانس یا ګڼ قومیزه هېواد دی خو دولت یې د کلونو په اوږدو په خلکو کې د ملت والي احساس روزلی دی، خو ددې برعکس نن ورځ په هسپانیې کې د ملت والي احساس ډېر کمزوری ښکاري په هسپانیې کې مېشتې پرګنې ځانونه هسپانویان نه ګڼي، د هسپانیې د وخت واکمنانو هڅه وکړه چې له فرانسې څخه په تقلید یو واحد هسپانوی ملت جوړ کړي او ټولو ته د هسپانویت واحد احساس ورکړي خو بریالي نشول.(۴)
هغه عمده او لویې ستونزې چې د ملت جوړونې پروسه یې ټکنۍ کړې ده، لومړۍ هغه یې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د اروپا استعماري سیاستونه وو، د وخت لویو استعماري قدرتونو(فرانسې او انګلستان) ګڼ شمېر آسیایي او افریقايي هېوادونه ښکېل کړل او هلته یې د خپلو سیاسي ګټو پربنسټ د سیمې اتنیکي طبیعي جوړښتونه له منځه یوړل، دې پېښې په هغو هېوادونو کې چې د ملت جوړونې بهیر یو څه تاریخي پړاوونه وهلي وو لا پسې ستونزمن کړ او یا یې د تل لپاره د ملت جوړونې پروسه له خنډ سره مخ کړه.
بله پرته ستونزه دیني او مذهبي اړخ لري، په هغو هېوادونو کې چې عامه افکار پر دیني او ټولنیزو اعتقاداتو ولاړ دي یا دا چې د ولس افکار سیاسي یا سکولاریز شوي نه دي، هلته د ملت له کلیمې سره آیډیالوژیک چلند شوى، همدارنګه په نولسمې او شلمې پېړۍ کې چې د ملت جوړونې بهير په غوړېدو و د يو شمېر مذهبي او سياسي آيډيالوژيو تر بريد لاندې راغى. مارکسيستانو او کمونستانو د ملت پر اوسني سياسي مفهوم باور نه درلود، بلکې دوى پر ټولنيزو طبقاتو باور درلود او د انټرناسيونال د روحيې او انګېزې پربنسټ يې د نړۍ په هرګوټ کې سوسياليستي کارګران خپل ملت ګڼلو، ځکه خو دغو لاملونو د ملت جوړونې بهیر تر یوه بریده ټکنی او یا هم په ټپه ودراوه.
یو څه چې د یادونې وړ ده هغه داده چې ، په ملت جوړونه کې دا شرط نه ده چې یو هېواد دې خامخا متجانس قومي جوړښت ولري، په نړۍ کې ډېر لږ داسې ملتونه پیداکیږي چې متجانس قومي جوړښتونه لري خو زیات شمېر یې غیرمتجانس قومي جوړښتونه دي چې د ملت جوړونې د اوږد مهاله پروسې تر ځانګړو شرایطو لاندې سره integrated ) ګډ( شوي دي. په ملت جوړونه کې قومي، نژادي او مذهبي دودیز هویتونه او جوړښتونه ماتیږي او ددغې پروسې له مخې پرقومي معنوي ملي هویت کې مدغم کیږي.
لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، اقتصادي او سیاسي پرمختګ د ملت جوړونې پروسه بشپړوي، هغه هېوادونه چې هلته دا پروسه بشپړه شوې ده، هغه اوس په اقتصادي او سیاسي لحاظ د نړۍ پیاوړي هېوادونه ګڼل کیږي . افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د ملت جوړونې بهیر ته په تېرو څو کلونو کې هېڅ کار نه دی شوی، په افغانستان کې د ملت جوړونې بهیر اتلسمې پیړۍ یانې د احمد شاه بابا د واکمنۍ پېر ته ورګرځي، ځکه لوی احمد شاه بابا د یو ملي دولت لپاره تر هرڅه وړاندې د خپل مدبرانه سیاسي بصیرت له مخې د ملي هویت پربنسټ له ګڼو پرګنو څخه د افغان واحد ملت رامنځته کړ چې تر دې وړاندې نه و، احمد شاه بابا په ډېر لږ وخت کې ددې هېواد (افغانستان) سیاسي او حماسي تاریخ جوړ، منظم پوځ او اداري سیستم یې رامنځته کړ چې د افغانستان ټولو قومونو په کې برخه لرله.

اخځونه:
(1) عبدالرحمان عالم (بنیاد های علم سیاست)
(2) آموزش دانش سیاسی( حسین بشیریه)
political science an introduction- Michael G. Roskin (3 )
(4) هماغه اثر
Wikipedia-
- افغان ملت جريده .( ډاکتر عبدالحی نیازی ).
- nationality and government(Alfred zimmern)