د هغه لوړغره نه اپلو
26.04.2012 00:55با با چې د لوړغره د څوکې د ختو نه نورستړی او ما یوسه شوی و نو د د ې ستر او تاریخي غره په لمنه کې یې د مه کړی وه . دغره د ځړوبو په یخو اوبو یې لمبلي وو او د د ې ځا ی د رنګا رنګه ګلونو ، الوتونکو او طبیعت تما شه یې کوله . دغره نه د اپلو د ښا پیریواو د کیسونه د ډ کو ښا رونو نه یې تمه غوڅه شوی وه . با با تل په دې ارما ن وچې یوځل دغره څوکې ته ختلا ی وای او دغره اخوا ته هرڅه یې په ډ یره خوښۍ کې لید لي وای ، خو څه وکړي نور یې په وجود کې پخوانی طا قت نه وپا تې . د ختیځ ګرمو با د ونو او دلوید یځ یخو سیلیو ورله دوجود مقا ومت او تکړه توب کمزوری کړی و او له بلې خوا لاره هم په غره با ند ې د ډ یرو واورو ، جا کړونو او سیلا بونو د کبله ورا ني جاړ شوی او کنډ و کپر شوې وه . نو هغه ځکه د غره د لمنې نه د کور د ستنید و په لور تکل کړی و. با با چې کورته مخ را ګرځا وه نو شاته یې لمسی ولاړو او د څیړۍ یوه کلکه ا مسأ ( کونټۍ ) یې ورته په لاس کې نیولې وه . با با اریا ن ( حیران ) شو چې لمسي یې ولې ا مسا ورته په لا س کې نیولې ده ؟ په داسې حا ل کې چې هغه خو ښکته د کور په لور خوځید لی او . . .
د حیرانتیا سره سره بیا هم د با با زړه ښه شو چې لمسي خویې ځا ن د ده ترځا یه را رسولی اوملا ته یې ټینګ ولاړدی .
با با څه ویل چې لمسي ( نوسي ) پې غږ وکړ : با با ستا زمز مې او سندرې مې واوریدې . ستا په مطلب پوره پوره پوه شوی یم . زه ډ یر له پخوا پخوا نه ستا په ارما ن پوهیږ م . ارما ن دې نیمګړی مه پریږد ه ! راتلونکي کولونه ( نسلونه ) به هم خپل کارکوي ، خوته که هرڅومره سیلیو او توپا نونو وهلی او سپین ږیری کړی یې ، بیا هم د دغه غره هسکې څوکې ته په ختلو اودغره نه د اپلو رازونو په پید ا کولو ، ته اوستا په شا ن نور سپین ږیري ښه پوهیږي .
واخله . . . واخله دا د څیړۍ لښته (ا مسأ) دې لا س کې ټینګه ونیسه او په ځمکه یې ښه ټینګه ټینګه لګوه . زه هم درسره یم . یوځا ی به پورته ځو . دهغې لرې هسکې څوکې په لور او د څوکې نه د اپلو رازونو د موند لو په لور . . .
تر څو چې دې توا ن وي خیژ وبه . . . او خیژ وبه . . اولا به پسې خیژو . که ستړی شوې نو لا س تر لاس به ونیسو . اوکه بیا هم ونه شوه نوته به په یوه لوي کمر د غره په یوه اوچته تړه راته کینې ا و له همد غه ځا یه به لا ر را ښیې .
سره د دې چې دغره څوکه لا تا هم تر اوسه پورې نه ده لید لې ، خوته ډ یر ښه پوهیږې چې زه دغره د کومې لمنې نه ، په کومه تړه ، په کوم نا و او په کومه لا ره ورپورته شم . کید ای شي چې زه لا رغلطه کړم ، خوته راته په امسأ اشاره کوه اوزه به درته ګورم اوبیا به نوزه په هما غه خوا قد م پورته کوم . لا ره خو رښتیا چې ډ یره زیاته سخته لاره ده . هرڅومره چې پورته خیژې هما غومره سختیږي . خټې ، ښویند ي ، کمرونه ، ځنکلونه ، اغزنې ونې او نور خنډونه په کې شته ، خوچې ته راسره وې او یا راته په دې لمنه کې نا ست وې نوزه به نه تیر وځم . زړور به خیژم او ډاډه به یم چې که تیر وتم نو ستا امسا به راته وښورول شي ا وبیا به زه هم زر لیاره بد له کړم . لمسي یې ورته دا هم وویل :
با با ! زه اوس پوهیږم چې په غره اوځنګل کې تګ څه ډ ول وي ؟ ما ته اوس ما لومه ده چې د خپلې لارې د طۍ کولو د پا ره د د ې ضرورت شته چې د ځنګل ونې اوڅا نګې پرې نه کړای شي ؛ بلکې لا ره ترې بچه شي . زه اوس پوهیږم چې که لاره کې لیوان او لیوني سپي مخې ته راغله نو په خپل لاس به هغوی نه را پا روم چې زما خواته یې را مخه شي او یا را با ندې یرغل وکړي . زه اوس پو هیږم که په یوه تړه ا و کمره نه شو م ختلا ی ، نوڅنګه بیا د بل اړخ نه خپلو پورته ختو ته د وام ورکړم ، خوچې څوکې ته لوری راته ته د امسأ په اشارو را وښیې .
با با چې د لمسي خبرې واورید ې نو دهغه زړه هم قوت واخیست اود کورته ګرځید و خیال یې بد ل کړ . سر یې و خوځا وه او نور څه یې ویل چې لمسي ورته په خندا خندا کې بیا وویل :
با با جا نه ! زه ستا سره دا لوز اوژمنه ( ژبه ) کوم چې په هرځا ی کې رانه ته پا تې شوې او نورنه شوې ختلا ی نو د غره د څوکې د فتحه کید ونه وروسته به زه تا په ځا نګو کې یوځل هلته ورسوم او دا ارمان به د ې پوره کړم .
با با بیا سروخوځا وه او بیله دې چې څه ووا یي ، له جيب نه یې شنه پټۍ را وویستله ، ملا یې پې ټینګه و تړله اوامسأ ته یې لاس وراوږد کړ .
با با په لاس اشاره وکړله . اشا ره یې دهغه لوړغره هسکې څوکې ته و ه . بیا یې په ډ ډ اواز وویل :
ځوبه . . . پورته به ځو که خیري . . . دواړه به د ټولوسره یو ځا ی ځو . . . تر هغې به ځو . . . تر هغې به خیژ و چې په وجود کې مې وینه جریا ن ولري .
هو ! بلکل سمه ده . دغره څوکې ته به یو ځا ی روانیږو . څوکې ته خو روا نیږو ، خو که زه درنه په لا ره کې مړ هم شم بیا هم پروا نه لري . ټول را تلونکی کول ( نسل ) به خبر وي چې د د ې غره د څوکې د مخ ته کید و په لاره کې مې دا ویاړ په برخه شو . تل ترتله به مې د دې غره با د په قبر لګیږي او روح به مې د دې اوچت اوچت غره د ګلونو وږمې بوی کوي . نو سیا نو ته به مې هم څوک دا پیغور نه ورکوي چې نیکه مو د غره د څوکې د ختو نه په نیمه لا ره کې را ګر ځید لا ی ؤ . « پا ی »

