د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ادیسې ادبي ټولنې پسرلنۍ مشاعره ترتیب کړه

هلمند پردیس 17.04.2012 13:11

د اوکراین جمهوریت ادیسی په ښار کی ( ادیسی ادبی ټولنی ) ځوانو شاعرانونن (۱۶۰۴۰۲۰۱۲) د ښاغلی شاعر امان الله ( پرتم ) په حجره کښی پسرلنۍ مشاعره ترتیب کړه .
د غونډی په لومړی برخه کښی یی د ادبی ناستی په اړه خپل نظرونه سره شریک کړل ، او د مشاعری په دوهمه برخه کښی چی د شعرونو لوستلو ته ورکړل شوی وه ، ښاغلو او مسافرو شاعرانو خپل شعرونه د پردیسۍ په دیار کښی زمزمه کړل .
او د مشاعری اخیری برخه یی خپل ګران وطن ( افغانستان ) ته د سولی او امن په دوعا پای ته ورسوله .


ادیسی ادبی ټولنی مشرتابه شورا