د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هند کي د افغان محصلینو په وړاندي پروپاګنده

عبدالقهار کټوازی 10.04.2012 17:25

تیره ورځ مي یوه لیکنه ولیدله چي عنوان يي وو (افغان محصلین او په هند کي د نصرانیت دعوت)، خدای شته ډير مي زړه بد شو، د لیکني عنوان مجبور کړم چي لیکنه پوره ولولم ځکه عنوان يي ډير جالب وو، دا چي زه دلته هند ته د زده کړو لپاره راغلی یم ، او هغه لیکنه هم په هند کي د افغان محصلینو په اړه لیکله شوي وه نو ماته ډيره مهمه وه چي ځان مي په دي کیسه پوره خبر کړی وای ، په هر حال لیکنه مي له سر نه تر پایه ولوستله ډير څه راته پکښي نوي وو او داسي څه هم وو چی حقیقت يي نه درلود، د لیکني لیکوال لیکلي وو چي هغه افغانان چي د زده کړو لپاره هند ته ځي هلته یا هندویزم قبلوي او یا هم اسلام مبارک دین پریږدي او نورو ادیانو ته ځان ور اړوي ، خو داسي هیڅ شواهد به موجود نه وي چي په ښکاره ډول هغه محصلین چي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لخوا هند ته راځي او بیا دلته په داسي یو عمل لاس پوري کړي او د اسلام له مبین دین نه سرغړونه وکړي د بل دین پیرو وګرځي. همدا رنګه لیکوال لیکلي کله چي افغانستان ته د غربیانو نوي ډیموکراسي راغله نو نوي ځوانان يي دي ته وهڅول چي دا اسلام یو قید او بند دین دی باید د عیسویت او یا هم بل دین قبول کړي او حال دا چي افغانانو په هغه وخت کي د څو پیسو او بهرني پاسپورټ په بدل کي اسلام پریښي وو چي په هیواد کي داخلي جګړي او ور پسي د طالبانو حکومت راغی دا ځکه په افغانستان کي دننه ، جنګ وو د شمال خلکو په خاصه توګه د هزاره وروڼو لپاره په هیواد کي د اوسیدو ځای نه وو چي کله به پاکستان ته مهاجر شو هلته به د خارجي هیوادونو نمائنده ګۍ د افغانانو لپاره خلاصي وي، تر څو يي له دي غربت نه وژغوري هغه وو چي جنګ ځپلي له اسلام او علم نه ناخبره افغانان به د د غربت او ناپوهي له وجي په هغه ګمراه لار د بهرني پاسپورت لپاره رهي شو او د اسلام مبارک دین ته به یي شا کړه ، یاده دي وي چي دا به بعضي خلک یعني د ګوتو په شمیر خلک وو .
را به شو اصلي خبري ته ، دلته هند کي افغانان عیسویان هم شته او افغانان هندوان هم شته ، خو هغوی هغه خلک دي چي څلویښت کاله یا له دي نه هم ډير مخکي هند ته را مهاجر شوي نو د هغوی له جملي څخه یو څه تعداد افغانان شته چي ډير پخوا یعني څلویښت کاله مخکي او یا هم له دي نه زیات وخت مخکي د اسلام له مبین دین نه اوښتي وي خو د افغان محصلینو چي ددي نوي نظام په راتګ سره د هند هیواد ته د تحصیل لپاره راځي داسي هیڅوک مونږ ونه لیدو چي هغوی عیسویت ته اوښتي وي او یا يي هم په خبره نصرانیت ته دعوت کړی وي هیڅ یو داسي افغان محصل نشته او نه به یي څوک ثبوت پیدا کړي.او جالبه خو داده چي دا لیکوال دومره خپله کینه او بغض ښکاره کړی چي د نه مالوماتو له وجي يي په ټولو افغان محصلینو تور پوري کړی چي هغه محصلین چي هند ته د د زده کړو لپاره ځي ټول هلته د نصرانیت تبلیغ کوي ، دلته دوه خبري دي یا دا لیکوال پوهه او په دي اړه مالومات دومره کم وو او هر څه يي له خيټالوجي څخه لیکل چي څه په خوله ورتلل هغه يي لیکلي وو او یا هم دا د هغو کړیو کار دی چي هیڅ وخت نه غواړي چي افغانانو تعلیمي سطحه پورته لاړه شي او افغانستان په ټکناالوجي او ساینس خبر زلمیان ولري، او تل دوی (بهرنۍ کړۍ) دا کوشش کړی چي هره هغه پروسه چي د افغانستان دولت ، د افغانستان خلکو ته پکښي ګټه رسیږي له خنډ سره مخ کړي، چي دي هغوی له جملي څخه یوه هم د لوړو زده کړو پروسه ده چی هر کال تر اووه سوه زیات افغان محصلین هندوستان ته د د زده کړو لپاره راځي.
زه د یوه ځوان محصل په حیث ټولوهغو افغانانو ته چي دا خبره يي اوریدلي او یا چاته شک پیدا شوی چي ریښتیا هغه محصلین چي د زده کړو لپاره د هند هیواد ته ځي خدای دي نه کړي بیا هلته د دوی په خبره د نصرانیت ته دعوت کوي ډاډ درکوم چي داسي څه نشته او نه مونږ اوریدلي ، دلته الحمدالله محصلین غونډي لري ، جرګي او مرکي لري همفکري موجوده ده ، د یوه او بل له حال نه خبر یو په هرڅه ، هره خبره ، هره کیسه کي او په هر غم ښادي کي دلته محصلین سره شریک دي نو هیڅ داسي څوک به زمونږ له جملي څخه نه وي چي داسي په ښکاره ډول دومره ناوړه او ګمراه کار وکړي ، هو، لکه څنګه چي مو مخکي یاده کړي ډير پخواني افغان مهاجر چي هند ته راغلي وو هغوی بعضو اسلام پریښي خو نه محصلینو . دا خبره یوه پروپاګنده او د بهرنیو کړیو په خاصه د آی آیس آی په لاس جوړه شوي پروژه ده تر څو دا لړۍ چي هر کال په سلګونو افغانان د زده کړو لپاره هند ته ځي په مخ بنده او افغانان یوار بیا توري کندي ته چي بي تعلیمي ده ټیل وهي، نو له ګرانو هیوادوالو نه مي هیله ده چي اسلام زمونږ په رګو، زړه ،ژبه او مغزو کي ځای لري ، د دښمن په دي خبرو باید غلط نه شو هر هغه هیواد چي مونږ ته دا زمینه برابروي چي هلته زده کړي وکړو کار او تجارت وکړو خامخا به ځو درس به وایو کار به کوو او هر هغه څه به کوو چي د خپل مسلمان ، غریب ملت لپاره په درد وخوري،
د هغي ورځي په هیله چي په علم سمبال ملت ولرو