په سپوږمۍ ورتوکــــــل
08.04.2012 19:32ژباړه
په سپوږمۍ د ورتوکولود سپوږمۍ رڼا نه کميږي او نه يې ښايښت ته کوم زيان رسيږي خو په ځمکه کې د هغه د نفرت په پايله کې فساد رامنځته کيداشي .
د امريکا پادرى ټيري جونز نعوذباالله من ذالک دقران کريم په بي حرمتۍ سره په اصل کې په سپوږمۍ ورتوکلې اود دغه ناوړه عمل د فساد فى الارض او ترهګرۍ په رمزه کې راځې د دغه دهشت ګردۍ لپاره نوموړي د امريکا يو چرچ ( کليسا) کارولي اود امريکا حکومت ونه شو کړاى چې دغه ناوړه او پارونکى عمل ودروي .
ملعون پادرى تيرکال په يولسم د ستمبرد ددغه ناوړه عمل د کولو اعلان کړي ؤ چې له اعلان روسته په ټوله اسلامي نړۍ کې بيلابيل سخت لاريونونه وشول چې وروسته د امريکا حکومت ټيري د قران مجيد له سپکاوى منع کړ، کانادا، المان اود فرانس حکومتونو د ټيري جونز د ناوړه عمل غندنه وکړه او ياد ملعون خپله اراده پريښوده .
مګر د مارچ په ١١ نيټه دغه کس قرانکريم وسوځاوه او وويل : چې ده خپل هغه حق استعمال کړ چې د امريکا هيواد قانون ورته ورکړى . يقيناً د امريکې په قانون کې د خپل نظر د اظهار لپاره حق موجود دى مګر د امريکا په قانون کې د اقليتونو د حقوقو د ساتنۍ لپاره آيا کوم ضمانت شته دى که يه ؟
دا هغه سوال دې چې د امريکې هيواد يې د پاکستان سره مطرح کوي اوله دي حقيقته هم انکار نه دي کول پکار چې په پاکستان کې هم د نورو اقليتونو سره د بي انصافۍ او زور زياتي پيښې کيږي.
مګر په پاکستان کې کله هم داسې نه دې شوې چې اعلان وشي ديوي مذهبي ډلې مقدس کتاب سوځول کيږي.........، ټيري جونز د قران عظيم الشان په سوځولو سره دا ناکام کوښښ کړى چې آيا که چيرته قران کريم واقعې مسلمانانو ته د الله جل جلاله لخوا کتاب وي نو الله ج ولي ونه کړاى شو چې خپل کتاب د سوځولو نه وژغورى . نعوذ باالله
د لعنتى ټيرى جونز پدي ناپاکه حرکت سره ډيرى مسيحې مشرانو هم دغه ناوړه عمل بللي او ويلې چې ددغه شرارت په وجه بايد مسلمانان نورو عيسويانو ته کوم زيان ونه رسوي .
مګر ددې پارونکى واقعي نه وروسته د امريکا هيواد څخه ډير سوالونه پيداشوي د امريکا حکومت په پاکستان او ټوله نړۍ کې مذهبي تودندروى اود ترهګرى غندنه کوي ليکن تراوسه اوباما او هيلري کلنټن د جونزدغه مذهبي تودندروى او ترهګري ولي ونه نوموله ؟
د ټيري جونز دغه ناوړه عمل ته د په پاکستان کې خلک په يوه بله زاويه ګوري کله چې پاکستاني حکومت په شرمونکې ډول د امريکا يو قاتل ريمنډ ډيوس په لاهور ښارکې د جيل څخه خلاص کړ پدغه کار باندې د يادهيواد عام وګړې ناخوښه ؤ ددغې قاتل قصاص او ديت د اسلامي طريق څخه د مقتولينو ورثاء ته د سپارلو روسته پريښودل شو ، د قانون مطابق ديت د قاتل لخوا ورکول کيږې . مګر دقاتل د خلاصيدو روسته سملاسې هلري کلنټن اعلان وکړ چې د امريکا هيواد هيچاته روپۍ نه دي ورکړي په دويمه معنى يې د اسلام د سپيڅلې دين يو قانون پوري خندنى وکړ چې دغه قانو ن يې د خپل ځان د خلاصولو لپاره استعمال کړ ..
او لدي وروسته يې په شمالى وزيرستان په دته خيلو سيمه کې په يو ه جرګه باندي ميزائيل وروتوغول چې لامله يې ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته . لدي څو ورځې روسته ملعون پادري په فلوريډا ايالت کې دقرانکريم سپکاوى وکړ.
د کفارو دغه ناوړه عملونه د پيړيو پيړيوڅخه را روان دي ، کفار د مسلمانانو د کمزورو ښودلو لپاره اکثر په قران مجيد باندې حملى کوي .
کله چې د پيغمرصلى الله عليه وسلم ته داسې خلک ورغلل او ورته يې وويل چې موږ ته د اسلام دين د ښوولو لپاره استادان راکړه نو هغه ورته دقرانکريم قاريان ( اصحاب صوفه رضى الله تعالى عنهم) د مقدس دين د ښوولو لپاره ورکړل او کارفرانو هغوى ټول په شهادت ورسول ،لدي وروسته هم پخيل ناړه عمل کې بريالى نه شوي نه دې دوى داسي ګمان کاوه چې پدي سره به اسلام دين ختم شي مګر د اسلام دين د نړۍ ګوډ ګوډ ته رسيدلې دي نن په نړۍ کې يو هم داسې ښار نشته چې په هغي اذان نه کيږي او قرانکريم د لکونو لکونو خلکو په زړونو کې پروت دى
مګر د قران کريم د ا هم يو اعجاز دى چې د مسلمانانو په ډيروالي کې په مسلسل ډول زياتوالى راځې .دبيلګې په توګه په تېر يوه کال کې ۵۲۰۰ برتانويان مسلمانان شوي . د مشهوري رسنۍ بي بي سي په وينا
د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې تر بريدونو وروسته د برتانيا په مطبوعاتو کې په اسلام پورې تړلې کابو ۳۲ ليکنې خپرې شوې او ټولې د اورپکۍ او بنسټ پالنې په اړه وې.
خو له دې سره سره په برتانيا کې زيات کسان له اسلام نه اغېزمن شوي او دغلته د اسلام د دين د قبلوونکو کچه سلوکې ۶۲ فيصدو ته رسېدلې.
يوي نوى څيړنى ښودلي چې کوم فصاحت ، بلاغت او استعار د عربي ژبې په قران کريم کې راغلي بل داسې هيڅ قسم کتاب په عربي ادب کې نه شته دي او نه به پيداشي چې دغه اقرار په عربو کې د وخت لويو لويو شاعرانو او پوهانو هم کړيدې ....پيژندل شوي ساينسپوه سلطان بشيرمحمود د قران کريم سائنسې تفسير ( کتاب زنده گى ) کې ليکلى چې په قران شريف کې موجود ډير الفاظ يودبل سره د حيرانتيا ترسرحده پوري مماثلت لرې د بيلګې په توګه .....
په قرانکريم کې د دنيا لفظ ١١٥ کرته راغلى همدغه شان د اخرت لفظ هم ١١٥ کرته راغلى ، دموت يادونه پکې ١٤٥ او د حيات يادونه هم ١٤٥ کرته راغلى ، د کفرلفظ ٢٥کرتي راغلي او د ايمان لفظ هم ٢٥ کرته راغلى ، د شيطين لفظ ٨٨ کرته او د ملائيکه لفظ هم ٨٨ کرته راغلى دى .
د شهر(مياشت ) ذکر پکې ١٢ کرته او يوم ذکر پکې ٣٦٥ کرته راغلي دى .
د آى اے ابراهيم اود محسن فارانى ښائيسته کتاب ( اسلام کى سچائى اور ساينس کى اعترافات ) داسلام ريښتنولۍ او دساينس اعترافات کتاب عقل حيرانوى دوى په دغه کتاب کې د ٣٠٠ ډير د قران کريم معجزى راټولي کړي ، موږ ټول داخبره منو چې زموږ پيغبرحضرت محمد صل الله عليه وسلم ويل او لوستل نه شوکولي مګر الله جل جلاله دغه قرانکريم لږلږ په ٢٣کلونوکې په ده نازل کړ چې ده هم ياد کړ او په سلګونو نورو اصحابوکراموته يې هم ياد کړ .
ه امي د نازل شوي کتاب په سورة المؤمنون کې يو نيم زرکاله مخکي د جنين ارتقاء څه داسې بيان کړى .
بي شکه ماانسان د خاورو څخه پيداکړاوبيا موږ دلره په يوه محفوظه قرارګاه
(دموررحم) د نطفى په ډول ځاي پرځاى کړ اوبيا مو ددغه نطفى نه د ويني يوه قطره جوړه کړه او د قطري نه مو کرپندى جوړکړ او کرپندوکى ته موغوښه واغوستله او بيا موږ دله يو صورت ورکړ چې ډير برکت واله دي الله تعالى او ښائيسته جوړونکى دى .
نوى ساينس دقران کريم ريښتنولۍ څرګنده وى اوله دى وجې اسلام په امريکا کې په ډير تيزۍ سره پيليږي د اسلام د رښتنولۍ څخه په ډاريدو تيري جونز داديو ترهګرو د مذهب په څيرښکاره کوى او حقيقت دادى چې تراوسه پوري په امريکا کې هيڅوک هم چا د ټوپک په زوراسلام نه دي قبول کړى ،
(ګرانو لوستونکيو پدي وخت کې د نړۍ څخه يو کلى جوړ شويدي که د نړۍ په هره برخه کې يو کار وشي په څودقيقوکې د نړۍ بل ګوډ ته د هغي خبر رسيږي د امريکاد متحده ايالا تونو پخوانى صدر چې کله وغوښتل قرانکريم ته زيړې يا کنځلې وکړي نود هغه ژبه خداى جلا جلاله سمدستې بنده کړي آن تردې چې په کنځلونه دي توانيدلې .او دغه ناپاکه اراده يې پريښې
.آيا دايو اعجاز نه دي ؟. چې داسې بې شميره بيلګې نوري هم شته دي
دثبوت لپاره خلک نيټ ته مراجعه کولې شي . آيا تراوسه پوري په عيسويانو داسې څوک شته چې نوم يې محمد يا عبدالرحمان وى په اسلام کې ددې کار بي شميره بيلګې شته لکه د عيسى نوم په مسلمانانو کې دى وغيره وغيره
چې داهم د اسلام د مقدس دين په ظرفيت دلالت کوي .
ترټولو لويه خبره داده چې د قرانکريم حفاظت د الله جل جلاله لخوا کيږي
اوبس ..............)
د تيري جونز خيالات د يو لسم د ستمبرنه مخکې هم د اسلام په خلاف ؤ او لدي ورسته هم دى يو لسم ستمبر د اسلام نه ندي پيداشوى بلکې د امريکې د تګلارى پيداشوى دى .
ليک : حامدمير
ورځپانه جنګ 05-05-2011
ژباړه . مسيح الله عصام
ايا اسلامي شرعيت له ښځو سره ظلم کړيدي؟
دهيڅ يو دين سره په دومره کچه دشمني نده شوي څومره چي داسلام سره داسلام دښمنانو کړيده څه په ډاګيزه توګه او څه په پټه اوسنو دشمنانو او مخکينو ،خو شکر الحمد لله چي ددوي کړني تر اوسه ددين اسلام مخکي خنډ ندي واقع شوي ډير کرت ددوي منظم فوجونه داسلام مقابلي ته راوتلي خو داسلام او مسلمانانو مقابله يي نده کړي خوبيا هم داددوي هڅه او هاند دي چي داسلام هر قسم مقابله وکړي کله په توره کله په مال او کله په خوله چي اسلام پسي پروپيګنډي کوي او پدي کړنو غواړي چي دا الهي نور او رڼا مړه کړي خو هيڅ کله به دوي پدي شومو اغراضو کي کامياب نه شي ځکه چي خداي پاک پخپله ددوي دي کړنو ته په خپل کتاب کي اشاره کوي ژباړه( دوي غواړي چي دا الهي نور ( دين اسلام ) په پوکو مړ کړي خو الله پاک پدي کار ندي راضي او هرومرو به خپل نور(دين) پوره او کامله وي اګر که کافران دا کار بد ګڼي). دتوبي سورت (٣٢) ايت
دغه کافران او داسلام ددين دشمنان نن دا پروپيګنډي کوي ګني اسلام دښځو سره زياتي کړي او ښځو ته يي دهغوي پوره حقوق ندي ورکړي چي په ګواهي کي يي دوه ښځي ديو سړي برابري کړي همدغه رنګ په ميراث کي سړي ته ددوه ښځو برابر ميراث ورکوي نو ايا دا ظلم او زياتي ندي ولي ښځه دسړي برابر نده، داددوي هغه باطل او بي ځايه اعتراضونه دي چي په دين اسلام باندي يي کوي.
ددي دپاره چي مسئله ښه څرګنده شي لګ مخکي ځو او د تاريخ پاڼو ته سر ورښکاره کوو چي چا داسلام نه زيات حقوق بغير دغوښتني ښځو ته ورکړي او څوک ښځو ته په انسانيت قائل دي بيابه لوستونکي پخپله فيصله وکړي چي چا ظلم او چا عدل کړي.
څو سوه کاله مخکي يونانيانو ښځه دومره سپکه ګڼله چي ديوي پليدي او مرداري خطاب يي ورته کاوه،ددوي په جامعه کي ښځه لکه ديو جنس په تور اخيستل او خرڅيده، دښځي ازادي سلب شوي وه، په ميراث کي ورته برخه نه ورکول کيده،دسړي او خاوند په مقابله کي دهغي هيڅ قسم خبره نه منل کيده څه چي به خاوند غوښتل هم هغه به کيدل ،هغه به پر زور هغه چاته وديدله چي دهغي به خوښ نه وه، ددوي په اند دښځي هيڅ يو مال خپل ندي ترڅو چي نارينه خپلوان يي ورته ورنکړي لکه ديو مريي او غلام استعماليده.
دروميانو په اند لور لپاره هيڅ يو ملکيت ثابت نه وو هر کله چي به هغي څه مال وګټه نو هغه به د ولي مال شمارلي شو، او ددوي په قانون کي دښځي او مريي يو هومره مرتبه او مقام وو دښځي هيڅ يو حق ثابت نه وو بلکي ديو متاع ( ناڅيزه شي ) په شان استعماليدله.
خو بيا هم درومي بادشاه (کونيان) په زمانه کي دښځي لګ څه وضعه ښه شوه چي روميان ورته په څه ناڅه قائل شوو خو دخپل مال او حق مالکه نشوه او نه ورته دانسان په نظر او کتل شوو.
دحمورابي په سلطنت کي ښځي ته څوک په انسانيت قائل نه وه بلکي د څارويو په شان يو مملوک ګڼلي شو.
همدغه راز دهندوانو په جامعه کي د ښځي هيڅ قدر او قيمت نه وو په ښځه لازم وو چي کله يي خاوند اومري دا بايد ورسره مړه شي او دخاوند سره ژوندي په يو وور کي او سوځولي شي خو بيا څه موده وروسته دا کار ددوي دعلماؤ لخوا بد وګڼل شو او بالاخره ددي بي رحمانه کار څخه لاس واخيست .
د يهوديانو ځينو ډلو به ښځو ته دخادم او نفر خدمت په سترګه کتل، او پلار له دا حق هم ورکاوه چي لور خور لکه دڅاروي په شان خرڅه کړي ، او ښځي ته به يي ډير بد کتل چي دا يو لعنتي څيز دي او ددوي په اند چي ويل به يي زمونږ نيکه ادم ع دښځي په وجه له جنته وويستل شو.
هر چي مسيحيان دي نو ددوي په جامعه کي دنورو قومونو په پرتله ددوي دخويندو څه ښه حال نه وو، په پنځمه پيړي کي دمسيحيانو ميکان په نامه جلسه دايره شوه چي دښځو په اړه يو متحد نظر ته سره ورسيږي بالاخر دا نظر يي ورکړ چي دايو جهنمي جسم دي چي سوزي به او جهنم ته به ځي ماسوا دعيسى ع دمور نه. تردي وروسته په زمانه دمحمد صلي الله عليه وسلم کي بيا مسيحيان سره راټول شو او دي فيصلي ته سره ورسيدل چي ښځه يو جسم دي چي دانسان په شکل کي پيدا شويدي چي دسړي ښه خدمت اوکړي او بس.
همدغه راز پنځمي او يولسمي صدي ترمينځ کلو کي په اروپا کي دا روا او حق وو چي يو سردار،اوروحاني مشر به دخپل زميندار او خادم ښځي سره د واده نه پس (٢٤) ساعته پوري همبستري کوي او وروسته به ښځه خاوند ته حواله کوي.
په (١٥٦٧) ميلادي کال کي دسکاټلينډ پارلمان يو پريکړه وکړه چي ښځه نشي کولي په يو شي ملکيت حاصل کړي نو دا مظلوم قشر پدي منځنو پيړو کي دډيرو کړاونو او بد بختياو سره مخ وو ان تردي چي دانګريز په قانون کي دا هم جائز وو چي خاوند کولي شي چي خپله ښځه په يو څو ټنګو خرڅه کړي او دا قانون د (١٨٠٥) ميلادي نه تر (١٩٣٨) ميلادي پوري د انګريز په قانون کي وو تردي چي دښځو دحقوقو په نامه قانون کي اصلاح وشوه او دظلم مادي تري ووتي.
دجاهليت په دور کي دعربو تر مينځ ښځه ان تردي هم ډيره ذليله وه چي دخپلي رايي او خوښي هم مالکه نه وه، دپلار په ميراث کي به يي لګ څه اخيستل چي نيشت ته به نږدي وو، دطلاق څخه وروسته دعدت لپاره يي وخت نه درلود سمدست به پري خپلو خپلوانو نکاح تړله که به دښځي خوښه وه او کنه او هر کله به چي څوک اومړ او اولاد او ښځي به تر پاتي شوي نو مشر ځوي به دښځو پر مخ څادر واچاوه چي دوي ما پر ميراث يوړي نو بيا يي خوښه وه دخپلي مور نه ماسوي نوري دپلار ښځي په نکاح اخلي او که په بل چا يي خرڅوي مهر به يي همدي اخلي او ښځي به څه اعتراض او شکايت نه کوي. بعضي عربي قبائلو به خپلي لوڼه ژوندي په خاورو منډلي او همدوي به خپلي وينځي په بدفعلي مجبوره ولي چي مال دولت پري پيدا کړي همدا راز نوري ګڼي بدبختۍ موجود وي چي په يادولو يي دانسان غوني راځيګ کيږي دا هغه ناوړه اعمال وو چي دښځو سره کيدل.
تردي چي اسلام دنيا ته راغي دانصاف يو تله يي کيښودله او دښځي کرامت يي ثابت کړه او هغي ته يي خپل پوره حق ورکړه او هغي ته يي خپل پوره دسړي هومره انسانيت ور اوباخه او دا هغه اسماني غږ وو چي په ټول مخلوق يي غږ وکړه چي په ښځه او سړي کي هيڅ فرق نشته او ټول ديو نفس نه پيدا شويدي الله ج فرمايي ژباړه( اي خلکو ويريږي درب ستاسو هغه نه چي تاسو يي ديو نفس نه پيدا کړي يي ) همدا راز ښځه او سړي يي يو شان په عبادت کولو مامور کړيدي که نيک عمل يي وکړه يو شان جنت او که بد عمل يي وکړه يو شان سزا ددواړو په سزا اوجزا کي هيڅ فرق نشته فرمايي ژباړه ( چاچي وکړه نيک عمل دنارينه او زنانه وو نه او دي مومن و نومونږ به ورته بهتره زندګي ورکړو او ښائسته او پوره بدله به ورله ورکړو دوجي دښه عمل نه چي دوي کوه) نحل(٩٧) همداراز الله ج شانه خلک ددي نه منع کړيدي ښځي په زور په ميراث کي واخلي ژباړه( اي دايمان والاو ندي روا ستاسو لپاره چي تاسو زنانه په زور اوناخوښي ميراث کي واخلي) نساء (١٩) دارنګ دلوڼو ژوندي خښه ول يي غندلي دي فرمايي ژباړه ( او هرکله چي به تپوس وکړي شي دژونديو خښي کړي شو نه چي په کومه ګناه وژلي شوي وي) تکوير(٨) همداراز دښځو دطلاق حد يي معلوم کړيدي او خلک يي ددي نه منعه کړيدي چي ښځو سره زور زياتي ونکړي فرمايي ژباړه ( هغه طلاق چي سړي پکي بيرته رجوع کولي شي ښځي ته دوه دي يو بل پسي نو پس د طلاقونه يا خو بيرته رجوع کول دي او ياخوشي کول دي دښځي په احسان سره چي زياتي به ورباندي نه کوي) بقره (٢٢٩) همدا راز الله ج شانه مسلمانان لدي نه منع کړيدي چي دپلار منکوحي سره نکاح مه کوي فرمائي ژباړه( په نکاح مه اخلي هغه زنانه چي ستاسو پلارانو په نکاح اخيستي وي ) نساء (٢٢) اسلام ښځو ته دميراث حق ورکړيدي څنګ چي وروڼه ميراث اخلي همدغه راز به خويندي ميراث اخلي الله رب العزت فرمايي ژباړه( سړو دپاره حصه ده دهغي نه چي مور پلاراو خپلوخپلوانو پريښي وي دميراث نه او دښځو لپاره حصه ده دهغي نه چي مور پلار او خپلو خپلوانو پريښي وي دميراث نه هغه ميراث چي کم وي او که زيات او دا حصي دي مقرري شوي ) دلته دا اعتراض ناسم دي چي ښځي ته ولي دسړي نيمه ورکولي شي او دا ظلم دي عرب وايي (فعل الحکيم لايخلو عن الحکمة) دحکيم يو کار دحکمت نه خالي نه وي او الله پاک دټولو حکماؤ نه زيات پوه دي هرکله چي ښځي ته دسړي برابر حصه ورکړل شوي وي نو دا به ظلم وو ځکه چي ښځه دوه حصي نوري هم لري يو دا چي دميړه په مال کي ميراث وړي دوهم داچي مهر اخلي نو که داسي شوي وي نو بيا به دا اعترا ض راتلو چي دښځي حصه زياته ده او دسړي کمه نو دا اعتراضونه هغه خلک کوي چي ددين نه پوره واقف نه وي.همدغه شان په ښځو دمړونو تابعداري چي څنګ لازم ده همهغومره يي حقوق دي په مړونو قرآن وايي ژباړه( اوددي ښځو هغومره حقوق دي څومره چي په دوي دخاوندانو دي په نيکه طريقه) بقره(٢٢٨) اسلام دښځو نفقه( خرچ وخوراک) په خاوندانو باندي ايخي ده چي خاوند به يي ګټي او ښځه به دملکي په شان په کور ناسته وي فرمايي ژباړه (په پلار باندي لازم دي چي دبچي مورته خوراک او جامي ورکړي په ښه طريقه ) بقره (٢٣٣) همدغه رنګ اسلام مسلمانان ددي نه منعه کړي چي ښځي په بدفعلي مجبوره نکړي فرمايي ژباړه( تاسو خپلي لوڼه په بدفعلي مه مجبوره کوي که چيري دوي نکاح کول غواړي نو په نکاح شرعي محمدي يي ورکړي ) نور (٣٣) همدغه رنګ رسول الله ص فرمايي ژباړه ( ښځي دنارينه و يو حصه ده) بيګانه ندي همدغه رنګ فرمايي ژباړه ( دښځو عزت نه کوي مګر عزتمند سړي او بي عزتي يي نه کوي مګر رذيل او بي عزته سړي ) معلومه دا شوه چي اسلام هغه سړي ته عزت ورکوي څوک چي ښځي ته عزت ورکوي دغه شان رسول الله ص فرمايي ژباړه ( دچاکره چي لور وي او ژوندي يي خښه نکړه او سپکه يي اونه ګڼله او خپل ځوي يي ورباندي بهتر او نه ګڼلو نو سړي به الله جنت ته داخل کړي ) نو ددي نه لويه نيک بختي چرته ده چي سړي جنت ته ولاړ شي ، رسول الله دمرګ نه يو څو ورځي مخکي په حجة الوداع کي په بيا بيا ددي خبري پخلي وکړه چي اي خلکه ګوا شي دښځو په اړه دخير نه کار واخلي شر او بده يي مه لټه وي نو دا داسلام دپيغمبر ص اخيري کلمات وو چي دښځو په باره کي يي کړي او مسلمانانو ته يي پري وصيت کړي بايد چي هره ښيګړه دښځو سره وشي، په اخر کي بايد ووايم چي اسلام څومره حقوق ښځو ته ورکړي بل هيڅ دين ندي ورکړي او لوستونکي دي په خپله فيصله وکړي چي څوک بر حق او څوک نا حق دي .
عن مجلة هدي الاسلام مسيح الله (عصام)
داسامه بن لادن ويره .
ترڅوچې هغه ژوندي ؤ د برتانيې پوځونو په زړونوکې دهغه ويره موجوده وه اودا هغه وخت ؤ چې دمسلمانانو په سيمو برتانوى قومونو پوځونو دشرمخانو په څيرراغونډ شوې ؤ په برصغير د دوى تسلط او قبضه ختمه شوې وه ، او د سر سيد احمد شهيدتحريک لاپدغه وخت کې په وړوکوالي کې ؤ ، د برتانيې پربادشاهۍ لمرنه پريوته ، مګر دغه د برتانيې وياړ دسوډان په ګرانو لارو کې د بغاوت چغه اوچته کړه ، هغه پرخپله خاوره دالله د بادشاهۍ او د خلافت الهيه نعره ووهله ترټولو مخکې هغه د باشاهانو په څيرحکومت کوونکو او تش په نوم د مصرد حکمرانانو سره وجنګيده اودا هغه بادشاهان ؤ چې دنړيوالو زورواکوپه مخ کې په ګونډو شوې ؤ پرهغود کاميابۍ باندې د برتانيې زورواکان ډير سخت غوصه شول اول يې په هغه ځاى کې راحصار مصرې پوځ راوويست ، اوبيايې په فرورې ١٨٨٤ کال کې جنرال ګورډن دغه کس ته د سبق او ناکامولو لپاره وليږه ، دغه شخص هم يوعجيب سړې ؤ په بيابان کې اوسيده نه قلانه کوم لوې دفتر مګر د فرنګ د استعمار خلاف جهاددده د ژوند موخه او ناسته پاسته وه . په مارچ ١٨٨٤ کال کې په اولني نړيوال جنګ کې د برتانيې پوځ سره اوږه په اوږه جنګيدونکى مصرې پوځ په ورو ورو د خپلو قومندانانو له امرونو څخه سرغړونه پيل کړه په ډيره سختۍ سره په سوډان کې شتون لرونکى ٢٥ سوه دبرتانيې وګړو په ويستلو بريالي شول ، دګورډن د مرستې لپاره ولزلې وليږل شوهغه پدغه وخت کې په مصرکې دبرتانوى پوځ مشر ؤ په بيابانونو او او ميدانونوکې جنګونه پيل شول چې ترخرطوم پورې ورسيدل مګر په جنورى ١٨٨٥ کال ددغه بياباني شخصيت پوځونه چې کله په ښارکې ورداخل شول نود برتانوى ټول لښکر لاشونه په سرکونواو د قلاپه پړويوشيندل شوې پراته ؤ د جنرال ګورډن پرى شوې سرد فټ بال په څير اويزان ؤ د مرستې لپاره راغلې د ولزلې پوځونو په تيښته د بريالې کيدو وروسته په سمندرې بيړيوکې ځانونه خوندې کړل چې د اور شغلې دهغوي په تعاقب کې وى .
لدې شرموونکى شکست نه وروسته دغه بيابانى مجاهد محمد احمد مهدى سوډانى شرعې قانون پلي کړ، او شرعى عدالتونه يې په عمل کې راوستل داهغه وخت وو چې په ټوله اسلامى نړۍ کې ناکام او مرعوبه مسلمانانو د لوديځ په مغربي تعليم او په مغربي لباس کې دخپلى پيژنګلوى په ورکولوکې دخپل ځان عافيت ګاڼه .
دمهدې سوډاني د بدنامولو لپاره د برتانيې بادارانوته وفه دارو موليانو په هغه د کفر فتوى ولګولې .
چې يوه يې داهم وه جهاد يواځې د وخت حکومت کولې شې ديوتن لپاره چې يو تنظيم جوړکړې د جهادکولو حق نشته .
دغه کس د وخت ترټولو ستر نړيوال طاقت د برتانيې د شکست خوب يې ليده په ٢٢ جون ١٨٨٥ کال باندې ددى فانى نړۍ سترګې پټي کړي چې څلورکاله وروسته د مارچ ١٨٨٩ کې لارډکيجزپه مشرۍ برتانوى پوځونو په سوډان قبضه وکړه .
مګر دمهدى سوډانى ويره تردې حده وه چې ترټولو لومړۍ يې د هغه قبرکودايې کړ ، دهغه لاش يې راوويست اود سوځولو وروسته يې دهغه ايره په رود نيل کې وشيندله چې سبا څوک ددغه شخص په مزار باندې د راټوليدو وروسته کوم مرکز جوړنه کړي اوياله دغه ځايه دسوډان خلک يوځل بيا د شرعې نظام دهڅې لپاره يوځاى نه شې د مهدې سوډانى ويرې ترننه پورې دلوديځ والو په زړونوکې قرار نيولې دې .
لدي وجې امريکا د ګردى نړۍ دنفوسو پروګرام پيل کړ اوله همدې وجې مسلمانانو ته يې وړيا د مانع حمل درمل ورکول پيل کړې او د جارج مارشل پلان مطابق سي آي اے او سټيټ ډيپارټمنټ دقومي سلامتۍ ياداشت نمبر NSSN200 کې ليکل شوې چې په تور پوستو افريقايې وګړو کې اسلام ته ميلان يو قدرتې او فطرتې کاردى ولې چې اسلام د ورورولۍ مذهب دى اوپه مغربي افريقه کې محمډن ازم يو لوې اجتهاد موجود دى چې له امله يې په ساحلې سيموکې تورپوستې په ډير تعدادسره اسلام قبلوى اولدې وجې دوى ويره لرې چې يوبل مهدې سوډانى پکې راڅرګندنه شې ، چې په وينايې دغه ټول وګړې يو قومي حکومت جوړولى شې چې د ٢٥ نه تر٣٠ ميليونو وګړو ټوله سياسې ډانچه ګډوډه ولې شې .
د دوى د مهدې سوډانى څخه دويرې کچه لدې معلوميږې کله چې يې د نوموړى قبرڅخه راوويستل شو نود هغه لاش يې وسوځاوه اولدې وروسته يې ايره ورله په سيند کې وروغورځوله ، اودهغه کوپړۍ څخه جنرال لارډ کيجز د مشوانۍ په څيرکارواخيست اوترخپلې ولکې لاندې سيمو موليان او د خرڅيدونکوليکوالانو په پلمه يې هغه د يو ورانکارې ، کافراود مرتد په ثابتولو کوښښونه وکړل ، چې ډيرلږ خلک داسې وو چې دهغه په دغه څير بې عزتۍ يې عکس العمل څرګند کړ ، علاوه دهغو کسانو نه چې هغه يې د برتانوى استعمار پرخلاف دالله جل جلاله د حاکميت ديو دعوه دار يادوه لدې وجې کله چې لارډکيجز په سمندرکې دغرق شونو دغو خلکو هغه پدې نړۍ کې د عذاب سره مشابه کړ .
نن د مهدې سوډانې د فوت کيدو ١٢٦ کاله کيږې او ويره ده چې دهغوى د دښمانانو له زړونو څخه نه وځې . مګر اسامه بن لادن چې دالله مخې ته ورغلې لږې ورځې کيږې اود دوى هم دغه دليل دى چې دهغه دمزار څخه کوم تحريک پيدانشې ، دکوم شخص د مړى ښودل چې هغوى دخپل سلامتۍ لپاره خطره ګڼې ددې ويره به د امريکايانو په زړونوکې ترڅومره وخته پورې ځاى ولرې کيداشې ترپيړيوپورې به دغه ويره د دوى په زړونوکې وى ؟
که مهدې سوډانى وى اوکه د جنوبې امريکا کاچې ګوويرا د دواړو د مړو بى عزتې شوې، دکاچې ګوويرا مړي د الوتکې څخه راځوړند کړي شوې ؤ په هغه وخت کې هغه خلکو له ويرې له امله شهيد ونه نوماوه ليکن نن د هغه انځورونه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې په ډير محبت سره اويزان دى اود مهدې سوډانې چې په کوم محبت او عزت سره نوم اخيستل کيږې په نړۍ کې سارې نه لرې .
اوتاريخ داهم وايې چې څوک په عزت سره او چاد ظلم او زورزياتې سره په مقابله کې د شهادت جام سکلې او څوک ؤ هغه وګړې چې د ظالمانو سره ولاړؤ چا فتوى ورکړې او چا ظلم ته جائز ويلې په هغه وخت کې داسې خلکو شتون درلود چې د برتانيې ظلم يې رواء ګاڼه چې هغوى د خپل وخت ډير لوى پوهان ګڼل کيده ،
نن په افغانستان ، عراق او فلسطين کې ظلم ، وحشت او حيوانيت ته د جوازورکولو واله پوهان ، روڼ اندې شتون لرې چې ددغه خلکو نومونه تاريخ له د پخوا څخه ناڅرګنده ردي ټوکرۍ ته ورغوځولې دى .
او ژوندي يې د هغه چا نوم ساتلې چې چا د استعمار خلاف کړې چې دهغه ويره نن هم په لويديځ کې اوسيدونکو ظالمانو خوبونه ورحرام کړې .
موږ هم عجيبه خلک يو چې د لاشونو او په قبرونوکې د پراتو خلکو څخه د ويريدونکو قومونو په مخکې سر ټيټه وو داسې چې ددې کائناتو مالک نعوذ بالله وسبحانه تعالى نه بلکې همدغه طاقتونه دى ؟
ژباړه م عصام
پوځې معاملات نن او دپيړيو مخکې
دحضرت عمررضى الله تعالى عنه څخه ډيرلږ احاديث مروى دى ديومشهور حديث چې د بخارى شريف اولنى حديث دى پکې وويل شوې د عملونو دارمدارپه نيت باندې دى ، چې ددې تفصيل موږ داسې کولې شو، د بيلګې په توګه که څوک دخپلې بهادرۍ په شوق له منځه ولاړنوهغه ته بهادرى مبآرک شه ، که څوک ديوى ښځې د مرعوب کولو لپاره خپل ځان ووژني هغه ته دغه ښځه مبآرک شه ، اوکه چاد الله تعالى د ذات او خوشحالولو لپاره خپل ځان وواژه هغه ته د الله جل جلاله خوشحالې مبارک شه لدې وجې څخه موږ په ښکاره توګه دا پريکړه نشوکولاى چې د خپل ځان ورکولو واله په کوم مقام فائزدى ياچې هغه ته د شهادت مرتبه حاصله ده اويانه .
مګر په کراچۍ کې د سمندرى قواو په سانحه کې چې کومو پاکستانيو خپل ژوند لاسه ورکړې نوتاسو پدې نړۍ کې دا فيصله وکړه چې کوم لوى چارواکې دى نو د هغه لپاره نشان حيدر اونوروچې پدغه ځاى کې خپل ژوند لاسه ورکړې مالوم نه دي چې هغوى څوک دى ، واړه شهيدان ګوټې دى اويانه . خداى دى دهوايې فيلوټ ياسرشهادت په خپل دربآرکې مقبول کړې مګر څوک چې پدغه سانحه کې نورهم مړه شويدې دهغوى معامله به څه خيل وى ....
آيا هغوى يواځې د پوځ د تنخوا خوړونکى ؤ ؟ آياد هغوى په کورونوکې مورپلار، ښځې او اولادونه نه ؤ ډيرو وګړو داهم پوښتلې چې شهادت يواځې د لوړپوړو چارواکو قبليږې چې د لوړو چوکيو مالکان وى د شهادت لپاره د اوچتو قبيلو وګړې کيدل ضرورى دى ، داسې بريښې چې زموږ د ټولنى په ذهنيت کې يوشان والي نشته ، دهوايې ځواک مشر ياسردمور،پلاراوخپلوانو غوښتنه يوبله خبره ده مګرزمونږ قومي مشران داهم نه پيژنې چې دټولنې هروګړې چې مسلمان برابر او يو شان دى هغه يواځې د يوتن لپاره ولې غمجنيږې اويواځې د هغه يو تن کورته ورځې چې له امله يې دنورو شهيدانو کورواله خفه کيږې او وايې چې له موږ سره زياتى کيږې.
يوه بله ستونزه داهم ده چې موږ خپل توازن ساتلې نه شو لدې وجې ددغې سانحې اصل قصوروار دسمندرې قواو اميرالبحر ؤ چې هغه دخپل ځان په باره کې دلياقت ، قابليت او ذهانت سره په اخبارونوکې يادونه کړې چې څوک ورباندې دنااهلۍ شک ونه کړې اوتردې مهاله پورې د دولت د ميليونو روپو په موټروکې ګرځې يواځې لدې وجې چې هغه د پوځ ديوې برخې مشردى . دهغه لپاره هره ګناه معاف اود قوم لپاره زهرقاتل يوپلو ته د هيواد دفاع او بل خواته د دولت يو ملازم چې د قوم د سلامتيا څخه ډير اهم دى . .
زموږ هغه جنرالانو چاچې د مسلمانانو د نوى رياست دفاع کړې چې دهغوى د جملې يوه بيلګه موږ يادولى شو .
راځئ هغه وګرو ....
هغه د خپل پوځ يو لوړ قومندان ؤ دهغه لپاره د غفلت هيڅ ډول ګنجائش نه وو بلخوا د الله جل جلاله توره حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه په باره کې ترټولو لوى قومندان خليفة المسلمين حضرت عمر رضى الله تعالى عنه دخالد بن وليد رضى الله تعالى عنه څخه په کومه خبره ډير ناخوښ شو چې د يوروايت په بنياد حضرت خالد بن وليد يو شاعر ته د شعرپه ويلوسره انعام ورکړ کوم چې ناروا وو او ډيرو مؤرخينو دا ګمان کاوه چې مسلمانانو د حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه په بآره کې چې ګنې دهغه جنرالې او قومندانې د فتحې يو ضمانت دى چې داسې يو بوي پکې وو چې يعنې الله جل جلاله نه دى او خالد رضى الله تعالى عنه فتح ورکولوواله دى چې دا د اسلام د بنيادې اصولو خلاف خبره وه دغه راز د جاهليت په زمانه کې ديوى کشتۍ حواله هم ورکړې شوې وه چې په هغې کې حضرت خالد رضى الله تعالى عنه حضرت عمر رضى الله تعالى عنه ته ماتې ورکړې وه چې دغه واقعه مؤرخين اصل وجه هيڅکله نه تسليمه وى اونه ده بهرحال لوى قومندان (سپريم کمانډر)داسلامى تاريخ ترټولو لوى جنرال د برطرفه کولو پريکړه وکړه چې په ډيره سختۍ سره يې امر ورکړ، حضرت عبيده رضى الله تعالى عنه يې په دمشق کې د پوځ قومندان وټاکه او ويې ليږه هغه ته يې څو سخت هدايات وکړه چې حضرت خالد رضى الله تعالى عنه به د ټول لښکر په محضرکې په يو لوړ ځاي باندې پداسې حال کې ودروئ چې دواړه لاسونه يې تړل شوې وى او دابه ترې وپوښتئ فلانکې شاعر ته چې تاکوم انعاو ورکړې دى هغه که د بيت المال څخه وى نو ناروا اوکه چيرته دذاتې پيسوڅخه دى ورکړې نودا ديو سپه سالار لپاره اسراف او ځان ښودنه ده چې سزا
په دواړو صورتونوکې د جنرالۍ څخه برطرفى وه حضرت خالد بن وليد رضى الله عنه کوم چاته چې په محفل رسول عيله السلام کې د الله جل جلاله د تورې لقب ورکړي شوې وو اسدالله ، سيف الاسلام کومې يادګارې فتحې اود کاميابيو ټول تاريخ دده په نوم دى ډيرڅه وو خو د حضرت عمر رضى الله عنه په مخکې داهيڅ هم نه ؤ چې حضرت خالد د خپلې دندې نه فارغ کړې حضرت خالد رضى الله عنه مدينې ته روان ؤ په يو ځاى کې يې د خوب لپاره ودريده او نورو خلکو ته يې د خپلى برطرفۍ او د پوځ څخه د محرومۍ شکايت وکړد نوموړى ژبه په قدرتې ډول لګه سخته وه نو يو پوځې ورته وويل مشره ستاد خبروڅخه د بغاوت بوى راځې په ځواب کې د غه فاتح وايې ترڅوچې عمر رضى الله عنه وى بغاوت نه شې کيدايې چې ددې وخت په اصطلاح ورته مارشل لاء ويلې شو لدې وجې څخه چې د وخت حاکم د پاک او صاف اود ډيرلوړ کردار خاوند ؤ عام وګړو پرهغه باندې پوره بروسه کوله اوکه کوم دولتي ملازم که چيرته خپله جنرال هم وى او هغه هم هغه جنرال چې دخالد رضى الله عنه په څيروى دهغه هم دامجال نه ؤ چې د بغاوت ټکې استعمال کړې ولې چې د وخت حاکم د بي داغه کردار خاوند او مدبرؤ .
لدې وجې تاسو هم اندازه لګولې شئ چې مارشل لاء ولې لګيږې اوپدغه عمل عوام هم بآهر نه راوځې عوام د چاه لپاره بهر راوځې .
نن د سمندري قواو مشر سرلوړى په سمندرکې قرارلرې اود کوم ولسمشراو يالومړي وزيرمجال شته چې په هغه څه وکړې .
لدې وجې دغه حاکمان او دغه نور ديوې طبقې سره تعلق لرې ، د طبقې اشرافيه سره چې دغه طبقه د هيواد لپاره تباه کوونکى ثابته شوې
آياهغه وخت راوسيده
دانسانيت د محسن حضرت محمدصلى الله عيله وسلم ديوارشاد مطابق د دجال به مخکې يو څوکلونه د دوکې او فريب وې چې اوسنۍ نړۍ سره ډېر سمون خورې ،ددغې دوکې اوفريب ګاړى دمېډيا ( رسنيو ) په زوربآندې خپل سفرپه وړاندې بيايې . چې ددجال قوتونو سره په راتلونکې وخت کې د زمينې برابرولو سربېره په يوه تګلاره راجمعه کوې ، ددغې ايجنډا ( تګلارې ) صورت احوال هم دنبې کريم ص هغه حديث څخه او ددنننې وخت د مرګونو څخه نورهم ښکلاره کېږې هغوې فرمايلې : په علماء کرامو بۀ ښامخا داسې زمانه وخت راځې چې هغوې به داسې وژل کېږې څنګه چې غله وژل کېږې ( التقريب الميزان ) حضر ت ابوهريره رضى الله فرمايلې : په موليانو به داسې وخت ضرور راځې کله چې دهغوې وژل به دسرو زرو نه هم ډېرخوښ وگڼلې شې ( مستدرک حاکم ) .
اوسمهال څلورپلوه که چيرته دغائرپه نظروکتل شې دنړۍ والو رسنيو څخه نېولې دخپل هيواد دبېلابېلو اخبارونو او رسايلو پورې اوپه په ټېلې وژنونو نظروکړاى شې ، نوتاسوته به دنفرت دعلامى په څيريوازې اويوازې داسې خلک دجوړيدو وروسته ښکارول کېږې چې له ورايه يې مخ او حليه اود ديندارۍ له پلوه هم دنيک نامۍ يوسمبول ورته په په تيرو وختونوکې ويل کيده ، دپوليسود حوضو څخه واخله دنړۍ په ټولو هيوادونوکې په هوايې مېدانونو کې ، مهمو ودانيو اوپولوباندې بدمعاش ، شراب خور ، اود بې دينه حليې واله وګړې نه ودرول کېږې مګر هغه خلک چې له ورايه دشکل او صورت سره دالله ج سره تړاو له امله پيژندل کېږي هغوې د غلو ، ډاکه مارانو اوياهم د يو ترهګر په څيرد ذلت اورسوايئ سولوک ورسره کېږي ، اوياهم ورسره مخامخ دى .
په تېرو لسوکلونوکې يونيم ميليون وګروچې په افغانستان او عراق شهيدان کړاى شويدې ، که مهالويش جوړشې په هغوې کې به يوهم داسې وګړې ونه موندل شې چې دشرابودهټۍ ، د جوارۍ داډي ، دښځوچلولو والا په زور اوزياتى سره دمال جمعه کولو والا ، په زوره دښځواوماشومانو سره د زنا او لواطت اوياهم د مخدره توکو نړيوال قاچاقبرترسترګوشې ، بلکې په هغوې کې ډيرى هغه خلک شهيدان شوې دکوموخلکو چې ورځ اوشپې دالله ج په وېره کې تېريدلې اوپه الله ج يې توکل لره د کومو خلکوتوکل چې په قرون اولى دمسلمانانو په الله ج توکل درلود .
سره ددې چې ټوله نړۍ دخپل مادې قوت سره پرهغوې راټوله شوې مګر هغوې د حق کلمه اوچته کړې دغه ډله ټول پنځلس لکه خلک نه القاعده ، نه طالبان اونه ترهګر ؤ چې دغلو ،ډاکه اچونکو اوبدمعاشانو په څيرووژل شول ، نن په ګرده نړۍ کې دهغوې په حق څوک هم کليمه خيرووايې نوهغه خوياد القاعدې او ياهم د طالبانووګړې اوياهم ورته د ترهګرو ملګرى ويل کيږې ، چې پدغه ډول دسرورکائنات وړاندوينه رښتياکېږې اوموږ په هغه وخت کې ساه اخلوچې سراسردوکه او فريکارۍ ده په کوم وخت کې چې موږ دالله ج سره د تړاو لرلو واله خلک ( علماء کرام ) دغلو په څيروژل کېږي .
لدي سربيره ددغې زمانې اود دجال دښکاره کيدو ترمنځ وخت به دواړو لورو ته تورتم وى دجال پلوه ځواکونو قوتونه به خپل نظام او ځانونه مستحکم کړي ، کله چې هغه راوځې نودهغوې په جوړشوې نظام به نړۍ کې خپله تګلاره نافذ( پېل کړې ) دهغوې مقابل کې مزاحمت کونکى ځواکونه به خپل ځانونه مستحکم اوپياوړې کړې
رسول الله صلى الله عليه وسلم ددغو دواړو نظامونودپاوړي کيدو په اړه واضح کړې هغوې فرمايلې کله چې خلک په دوه خېمو وويشل شې ...
يوه دايمان والاو خيمه چې په هغوې کې به نفاق نه وى ، دوهمه دمنافقانو خېمه چې په هغوې کې به دايمان والا دسره نه وې . کله چې ، د ايمان والايوخوا او منافقان بلخوا شې نوپرغه وخت کې ددجال انتظارکوه چې نن اويا سبا به راوځې ( اوبوداود ، مستدرک حاکم الفتن نعيم بن حماد )
اوراځئ وګورو چې د ايمان والاو خېمه چرته ده ، اوپه کومه خاوره کې ده چې دهغې په اړه هم ويل شوې چې دهغې ځايه څخه دسرقربانيو راووځې اود د جال قوت مقابله به کوې که چې به د امام مهدې دلښکرپوځيان وې ددغسې سيمې په هکله سرورکائنات په وضاحت سره ويلې : چې دتورو بيرغونو والاد مشرق لخوا راووځې نوهغوې به څوک هم بندنه کړاى شې تردى چې دوى به په ايليا ( بيت المقدس ) کې خپل بيرغونه نصب کړې ( مسنداحمد ، ترمذې ) په نوروضاحت سره يې فرمايلې : چې ته کله وګورې د تورو بېرغونو والا خلک دخراسان له خوا راغلل نوپه هغې کې ګډون وکړه چې په هغوې کې به دالله ج خليفه مهدې ع وې ،(مسنداحمد، مشکوة ) .
په بل حديث کې حضرت علې کرم الله وجهه څخه روايت کوى چې ، نيک بخته خلک د طالقان دې چې په هغوې کې دالله خزانې دى مګر دغه خزانې به دسرواوسپينو زرو نه وې بلکې په هغوکې به داسې خلک وې چې هغوې به الله وپيژنې چې د پيژندلو حق به ورسره وې اوهغوې به د مهدي اخرزمان مدد کونکى کې وې (کنزالعمال ) .
دحضرت على کرم الله وجهه په روايت کې درسول الله څخه ديوې بلې نږدې سيمې په ړه ويل شوې ، رسول الله فرمايلې چې ، ديوکس به د ماوراء النهر څخه روان شې هغه د حارث ( بزګر) په نوم سره رابلل کېږې اودده د لښکر په اولنۍ برخه کې به د منصورپه نوم يوکس وې کوم به چې د ال محمد ص لپاره لارهواره اويا مظبوته کړې ، ( ابوداود)
يادې درې واړه سېمې خراسان ، تالقان ، او ماوراء النهر کوم ځآى کې دې درسول الله په زمانه کې دخراسان حدود د دريا امو څخه تر دريا سند پورې ؤ ، په کوم کې چې دافغانستان سرحدې سيمه دپاکستان مغربې او جنوبې برخه ګډون لرې دغه را ز صوبه سيستان اوبلوچستان هم په خراسان کې شمېرل کيدل ، طالقان خوسوچه د پښتنوسېمه ده ، ماوراء النهر په سيمه کې ازبکستان ، تاجکستان ، ترکمستان آزربايجان اوچيچنيا ګډون لرې ، دايمان دخاوندانو د خيمې دحدونو اندازه خپله لګولې شو . داهغه څوک دى چې دوخت ترټولولويو امتحانونو څخه تيرشوېدي که دنړۍ په هرپوځې کتابونو کې دتربيت له اړخه وګورو نوهمدغه د ماوارء النهر ، تالقان اود خراسان وګړې دډېرو لويولويو ازميښتونو ځينې تېرشوې دي ، اوبياهغه خلک چې دنړۍ دپېل څخه يې ترپايه ترټولو سترجنګ هم کوونکى دي ( په راتلونکى دلوي جنګ کوونکى دي ) پدې هکله هم سرورکائنات عليه السلام فرمايلې دى چې هيڅ يوداسې پيغبرنه دى تيرشوې مګرهغه خپل امت د دجال دفتنې څخه امان غوښتې دى .
اوهمداسې جنګ کې دجنګ کولووالا همداسې ترينګ کولې شې اودهمدغه سختوپلونوڅخه د ازميښت په څيرتيرولى شې اوديادو سيمووګړې په ټوليزډول له دغو ازميښتونو څخه د تيريدو په حال کې دى .
کله کله سړى ددغو بي آب ګيا سېمومحرومو خلکوته حيرانيږې دهغى کره والي او معصوميت ته په کتلو سره سړى د حيرانتيا تراخرې حده پورې حيرانيږې او الله ج همداسې خلکوته په پرمختللى وسائلود هيوادونو خلکو باندې بريا ورکوې .
دسادګۍ يوڅوبېلګې دطالبانو يواهم وزيرامريکاسره دمزاکراتو لپاره شرطونه دهغوې په سادګۍ اوکره والې باندې دلالت کوى ،
چې زموږ امارت اسلامى افغانستان تسليم کړاى شې .
زموږ امارت اسلامې بايددټول امت مسلمه لپاره خلافت تسليم کړاي شې
موږ په ملل متحده کې د ويټوحق راکړاى شې .
موږ اتومې هيواد تسليم کړاى شو
داسې سادګى او کره والې دامريکاپه څېر طاقت اودهغې د ٤٨ دوست هېوادونو لپاره ويرې سربيره يولړزونکى ويره وه دنيوزويک په يوه تازه شماره کې هغه دطالبانو قومندانانو څخه يوه انټرويو کړې چې ډېره حيرانوونکى ده ،
له دوى څخه پوښتل شوې چې دوى به ترکومه پورې جنګ کوې په ځواب کې ورته ويل شوې چې وخت ورته مقررشوى نه دى که هغه نه وى دهغه زوى اوکه هغه هم نه وى دهغه لمسى به جنګ کوې چې دداسې جنګ لوديځوال سوچ هم نه شې کولاى ، که خپه ترې په جنګ کې جلاشې په ګوډه خپه مورچل ته ورځې اونړۍو الو ته وايې چې تاسو سره تکنالوژى اودهغوى سره وخت دى . الوقت سيف قاطع
وخت يوه پريکونکى توره ده
(دروژى په مياشت کې عمره اود نړۍ ترټولو ستردرستخوان)
د ډيرى نيک بخته کورنيو وګړې د روژى په مبارکه مياشت کې عمري کوي سږکال په ٢٨/٥/١٣٩٠ کې سعودي عربستان ته د عمرى په نيت دورغلو وګړو شميره د تيرو کلنو په پرتله خورازياته وه ( بلکې په تيرو وختونو کې هيڅکله هم دومره په زياته کچه خلک نه ؤ ورغلې ، په مسلمانانو چې کله هم مصيبتونه ، افتونه راشې د لوى خداي جل جلاله خواته رجوع کوى په اوسني وخت کې هم ټوله اسلامى نړۍ باالعموم او عربي نړۍ باالخصوص د امنيت د مسائلو سربيره دبيلابيلو ستونزو سره مخ دي ، سوډان هيواد تقسيم شو فلسطين ، ليبيا ، يمن ، بحرين ، مصر ، افغانستان ، پاکستان اوداسې نورو ځايونو کې مسلمانان په ټوليزه توګه د امنيت او بيلابيلو مسائلو سره مخ دي ، په يادو هيوادونو کې په زرګونو خلک وژل شوي او تردى ډيرنور ژوبل شويدې .
له همدې امله سږ کال په رمضان المبارک کې د نړۍ څخه دوه نيم ميليونه وګړي دعمرى د اداء کولو په نيت د اسلامي نړۍ زړه ( سعودى هيواد) ته ورغلي وو او د مسلمانانو دايقين دى چې خداي تعالى به د اسلامى نړۍ يادي ستونزى حلوي او الله ج دي وکړي چې مسئلې يې حل شې ، تيره جمعة المبارک ٢٨ اسد ١٣٩٠ لمريز کال کې د عمري لپاره په راغلو کسانو باندې داسې ګومان کيده چې خلک د حج د مبارکې فريضې لپاره راغلې دي اوپه همدغه جمعه کې د ځاي د نه شتون له امله دحرم شريف دروازى دسهار په لسو بجو وتړل شوې چې ډيرو خلکو خپل لمونځ د حرم شريف څخه د باندي وکړ هرکال د حج او د عمرى کونکو په شميرکې په مسلسل ډول ډيروالي راځي په بيت الله شريف او مسجد نبوي کې هرکال د ځاي د پراخوالي سربيره د ځاي دکموالي مسئله رامنځته کيږې يوځل بيا خادم الحرمين الشرفين په مسجد الحرام کې د ځاي د پراخوالي ديوي پروسي بنياد ايښي چي تقريباً ١١٠ ميليونه ډالره لګښت پري کيږې د مسجدالحرام شمال خواته څلور لکه مربع ميتر زمکه باندي دنوو ودانيو د جوړيدو وروسته به په حرم شريف کې د دوه ميليونو مونځ کونکو لپاره ځاي برابرشي په سږنۍ روژه کې د حرم شريف دننه او په اطرافوکې چې د روژه ماتي لپاره کوم درستخوان خوره ولي شې دنړۍ ترټولو اوږد درستخوان شمارلي شې چې اوږدوالي يې د ١٢ کيلو ميترو څخه ډير دى په ياد درستخوان باندې پريوه وخت ديونيم ميليونو څخه ډير روژه خلک روژه ماتى کوي ، دحرم شريف د ځانګړو کارکونکو په وينا په ياد روژه ماتي کې تقريبا ًپنځوس لکه کجوري او شل لکه د زم زم د اوبو بوتلي شتون لري چې ورځنۍ مصرف يې يو ميليون سعودي ريال کيږې او د روژه ماتى څخه لس دقيقې وروسته د بيت الله طواف بيرته په منظمه توګه پيليږي چې ددغه ځاي د نظم يو ځانګړي بيلګه ده اويادکارد انسان د وس کارنشويادولى له دي سربيره په حرمينو شريفينو کې دهر وګړى دا کوښښ وي چې روژه دار د هغه په درستخوان بآندې روژه ماته کړي په درستخوان يې دکجورو ، مستو او شين چاي سربيره د نړۍ بيلابيل نعمتونه شتون لري .
د ميلمستيا اود روژه دار عزت او اکرام کولو دغه دستور ( پل ) د انسانيت محسن حضرت محمد صلى الله عيله وسلم اود اصحابو کرامو رضى الله تعالى عنهم له زماني را روان دى چې دغه کار د اهل عربو وسني نسلونه په ډيره ښه توګه پوره کوي پدغه وخت کې اسلامي ورورولي مينه محبت يوله بل سره په ډيره کچه ليدل کيږې .
ارمان چې په دغه څير محبت او ورورولى موږ د روژى سربيره په نورو مياشتواو ورځوکې هم کولې چې له امله يې دنړۍ د مسلمانانو ټولو مسئلو او ستونزوته د پاي ټکى کيښودلاي شو .
ليک مسيح الله عصام
دسلطان محمود غزنوى پرهندوستان بريدونه
دنن څخه شاوخوايوزرولس وړاندې په ( ١٠٠١ ) عيسوې کال سلطان محمود غزنوى رحمه الله عليه د سليمان غره څخه د وتلو وروسته ، پيښورته نږدې دلاهور بادشاه ( راجه جے پال ) باندې بريد وکړاوهغه ته دماتې ورکولو وروسته مخ په واړندې لاړ، د دريا سلتج نه پوريواته ، او دبټنډو دفتح کولو وروسته بېرته غرنې ته ستون شه ، دجے پال دمرګ وروسته انندپال دلاهور راجه ( بادشاه ) جوړشه .
په ١٠٠٣ ع کال کې انندپال دمحمود غزنوى لخوا دټاکل شوې دامن دشرائطو په مکمله توګه درناوى کوه مګر چې کومه معاعده ورسره شوې په هغې کې ديوې برخې مشر راجه بهټاليه دټکس ورکولو ( جزيې ) څخه انکاروکړ، پرهغه عزنوى بريد وکړاو ماتې يې ورکړه ، ( د انف سټن دې هسټرې آف انډيا) لنډن ١٨٦٦ ع په مطابق محمود دوهمه حمله ٢٠٠٤ ع کې کړيده .
په ١٠٠٥ ع کال په ملتان کې افغان سردارعبدالفتح لودهې بغاوت وکړمحمودغزنوى دغه بغاوت هم ختم کړاو ټکس ( جزيه ) يې ورباندې مقررکړه په غزنې کې دمحمود دنه شتون له امله ايلک خان په دريا جيحون ورتېرشو اود تاتاريانو ديولوې فوځې لښکرسره يې پر خراسان بريدوکړ، محمود غزنوې دهندوستانې فيلانوسره دغزنې څخه خراسان ته ورسيده ، او ايلک خان يې بېرته په شاتګ ته اړکړو اوهغه بخارا ته په تښتيدلو بريالى شو .
په ١٠٠٨ ع کال انندپال دهندو بادشاهانو (راجه ګانو) په مرستې سره دمحمود غزنوى سره د جنګ کولو لپاره يوډېرلوى لښکر جوړکړ، په دغه جګړه کې هندولښکرو ډېره سختۍسره مقابله وکړه مګر دنورو وختونوپه څير مېدان بالاخره دمحمودغزنوى په بريا پاى ته ورسيده ، بت شکن په نګرکوټ درمثال کې بوتان ړنک کړه .
اوپه ١٠١٠ ع کال کې محمود غزنوى دغوربادشاهى فتح کړه چې په دغه ځآى کې افغانان په ډيرکچه سره مېشت وو .
په ١٠١٠ ع کال سلطان محمد غزنوى په ملتان يوه بله حمله وکړه ، چې عبدالفتح لودهې يې د قېدى په څېر غزنې ته له ځانه سره بوتلو.
په ١٠١١ ع کال محمود دريا جمنا په غاړه اباد تهانيسرباندې بريدوکړه اوله دى مخکې چې هندو مشران خپل پوځونه راټول کړې د جنګ لپاره هغه د مال اودولت څخه ډک درمثال باندې قبضه وکړه ، په ١٠١٣ – ١٠١٤کلونو دوه پرلپسي بريدونه په کشميرباندې وکړل ، چې موخه يې دپوځ د کارونو ساتنه او مال غنيمت وو .
ايلک خان مړشو ١٠١٦ ع کال محمود غزنوى بخارا او ثمرقند اوپه ١٠١٧ کال کې د ماوراء النهر سېمې په خپله کنترول کې راوستلې .
په ١٠١٧ ع کال باندې يو ډيرلوى پوځې لښکر په مخ کې تللوچې دپيښور په لاره دکشمېرخواته ورسيد، اودريايې جمنا ته يې مخه کړه اوپرهغې د پورې وتلو وروسته دقنوج پخوانى ښآر ته ورسېدل له کومې جګړى سربېره يې يادښار په خپله ولکه کې راوستلو، له دغه ځاى څخه محمود متهرا ته ولاړاوهغه يې دزمکې سره يوځاى کړ.
دمهاون او منج دبريدونو وروسته دتللولارخپله کړه ، په ١٠٢٢ ع کال د قنوج واکدارد محمودغزنوى اطاعت کړي ؤ چې له دغې وجې هغه هندوانو هغه شړلى ؤ ، محمود ددغه بادشاه دمرستې لپاره يوځل بيا په هندوستان بريدوکړ، چې ديو بريدله امله دلاهورښآر په ټولنيزډول وران شو.
په ١٠٢٤ زکال باندې پرسومنات بريد دمحمود غزنوى اخري کړنه وه ،چې هغه دغزنى څخه ملتان ته ورسيده اوبياد سندد دښتوڅخه د تيريدو وروسته دګجرات سيمې ته داخل شو.
راجدهانى ان بلواړه باندې يې قبضه وکړه په دغه مهم کې محمود غزنوى دراجه اجميرسيمې په خپله ولکه کې راوستلې ، دسومنات بوت باندې يې بريدوکړد راجپوت پوځيانوډېره سخته مقابله وکړه مګر دنورکله په څيرمحمودغزنوى په مندرپه قبضې باندې بريالى شو ، محمود غزنوى بېرته ان بلواړه ته راغى ، دغه ځايه کې محمود تريوکال پورې پاتې شو ،او غزنى ته د تللوسفريې په دښته کې ډيرتباکونکوى ثابت شو .................
په ١٠٢٧ کال کې دترکي قوم سلجوق بغاوت وکړ چې محمود ډيرپه تيزۍ سره دهغوې بغاوت پاى ته ورساوه ، په ١٠٢٨ ع کال هغه ايراني عراق يو ځل بيافتح کړچې په هغې سره محمود ټول ايران ترخپلى ولکى لاندې راوسته .
په ٢٩ اپريل ١٠٣٠ ع کال باندې سلطان محمود غزنوى ومړ، مشهور فردوسې شاعر ددغه درباره سره تړاو لره ، دمحمود غزنوى ډيرى پوځ په مملوک يعنې مريانوباندې مشتمل ؤ دغه مملوک ترک جګړه کونونکى غلامان ؤ کوم چې د ايرانيانو غلامان ياديدل ، په دغو کې تارتارى قوم هم شتون لره ، دشرفاء نفوس داعلى طبقي ترډېره پورى دعربوقومونوبآندې مشتمل ؤ په عدالتى او په پوځې کارونوکې دهغوى په ټولېزه توګه دخوښۍ خاوندان ؤ ، دښارې مشرانو اکثريت داېرانې نسل خاوندان ؤ .
دمحمود غزنوى درى زامن ؤ محمد ، مسعود او عبدالرشيد ، سلطان محمود غزنوې رح مرګ څخه وړاندې دلوى زوى محمد دپادشاه جوړيدلو وصيت کړي ؤ .
مسعود په پوځ کې ډېرمقبول ؤ هغه په ١٠٣٠ ع کال باندې خپله مشر ورور ونېوه او دړندولو وروسته کې په زندان کې واچوه ، اوخپله د غزنى په تخت کيناسته.
د ١٠٣٠ څخه تر١٠٤١ ع کال د سلطان محمود اول داقتدار په زمانه کې سلجوقى ترکانو د دريا جيحون هاغاړه بغاوت وکړ، مسعود هغوې بيرته خپلو سيموته په شاتللوته اړکړل .
په ١٠٣٤ ع کال په لاهور کې پېل شوى بغاوت دختمولو لپاره سلطان مسعود اول هندوستان ته مخه کړه او په مسلسل ډول دسلجوقيانو سره په جنګ جګړو مصروف شو .
ذنديقوقوم دمرد په مقام مسعود د ډېرسخت جنګ سره مخامخ کړ، اوله هندوستان څخه وتلوته اړکړاى شو ، لدي سربېره دغزنى پوځ مشرانوبغاوت وکړ، اوپه تخت يې دمحمد زوى احمد کيناوه.
په ١٠٤١ کال باندې سلطان احمد دخپل تره پسې روان شو اوهغه يې دنيولو وروسته قتل کړ.
د وژلې شوې سلطان محمد زوى مودود دبلخ څخه راغى اود لمغان په سيمه کې يې پراحمد بريد وکړاوهغه ته يې ماتى ورکړه
سلطان محمداودهغه ټول خاندان ( فاميل ) يې ووژل اومودود خپله سلطان شو .
مسيح الله (عصام)
په ملت کې ورګډ شئ
په جولايې ١٩٢٠ ز کال په يو سهارکله چې د امت مسلمه په مرکزيت او خلافت لپاره اولنۍ نړيوال جنګ پرمهال ټول اتحاديان په خلافت عثمانيه باندې راټول شول ، اوپدغه ورځ په دمشق هم د وى فتح کړ فرانسيسې جنرال هنرى ګوراوډ پدغه ښآرورننوت او نيغ د اميه جوات په ترڅ کې موجود د صلاح الدين ايوبې قبرته ورسيد ، هغه پخپلو پوځې بوټانو په زور سره دهغه قبروواهه ، اوپه لوړاوازيې وويل ، صلاح الدين ايوبې پاڅه موږ بياراغلو ، اوزما پدي ځاى کې شتون د صليب بيرغ د فتح علامت دى ، له قبرڅخه دباندې تورې خوځونکو د برتانيې پوځ قومندان ايډمنډايلن وويل ، نن د مقدس صليبې جنګ کوونکو ارمانونه پوره شول ، دې وروسته دابله خبره ده چې د اروپاد منافقت د ښوودلو کې ١٣ کاله وروسته دغه قومندان په يوه خبرې ناسته کې وويل چې يروشلم موم په يو جغرافيايې اهميت له وجې فتح کړې . چې په وينا يې پدې کې کومه د مذهبې جذبه او انتقام اخيستل نه وو ، مګرددغې زمانى برطانوى ورځ پاڼه تراوسه د ريکارډ په څير د موزيمونو رونق جوړشوې . چې په هغې يو کارټون پ ډيرمقبول شوې چه په هغې کې د دوى په وينا د زمرې د زړه واله رچرډ ، کوم چې د صلاح الدين ايوبې په ماتې خوړلى وه ، په يوغره باندې د هغې مجسمه ودرولى شوې او يروشلم ته ګورې ، چې پدغه کارټون يې ليکې اول او اخرزما خوب پوره ، صليبې جنګونه تقريباً ٢٠٠ کاله دوام کړي ؤ ، چې په ١٠٦٠ عيسوى کال پيل او ورستۍ نهم جنګ ١٢٧٢ کال پاى ته رسيدلې ، اوپدغه جنګونوکې مسلمانانو ته مسلمانان نه بلکې سارسين Sarcen) ) به د دوى په وينا وويل کيده چې دا لفظ په اصل کې پخوانى رومى سلطنت کې په دشتوکې اوسيدونکو ته وويل کيده ، او ورسته همدغه لفظ په عربو پورى دوى خاص کړي ؤ مګر په صليبې جنګونوکې دغه دوى ټولو مسلمانانو ته ويل دغه لفظ داسې خطرناک ؤ لکه پدې وخت کې چې ترهګر ، القاعده او طالبان عامه شوي ده مسلمانانو سره دغه صليبې جنګونه يواځې عيسايانو نه بلکې زموږ پيغمبر صل الله عيله وسلم په قول کفر يو ملت دى الکفرملت واحدة وويل شوې په ٤ د سپټمبر ١٢٧١ عيسوې کال کې د برتانيې شهزاده ايډورډ نهم د صليبې جنګونولپاره په دپوځونوسره په قبرص کې شتون لره ¸ هغه په ايران باندې قابض د منګول بادشاه آباغا ته د مرستې اواز وکړ هغه هم د مرستې او مدد لپاره په اکتوبر ١٢٧١ زکال دهغه پوځونه د شهزاده ايډورډ مرستې ته ور ورسيدل ، چې په يوځاى کيدو يې په مسلمانانو بريد وکړ چې هغوى ته دوى په خپلو ژبوکې سارسين وويل مګر ماتې او شکست ددغه متحده پوځونو په نصيب کې ؤ پدغو ټولو وختونوکې او تاريخونوکې اروپاته مسيحې اروپا وويل کيده ، دمسيحې اروپا همدغه نقشه چې اوسمهال ورته يورپې يونين وويل کيږې ددې ټولې نقشې څخه هغه سيمې باهر دى چې د تورو اوياشربتې سترګوواله او دسروويښتانو او سپينو رنګونو والا خپل ژوند کاوه .
ليک : مسيح الله عصام
ايمان تازه کونکى منظره .
لږه موده وړاندى مي يو ډيراهم تحرير تر سترګوشو چې په لوستلو يې حيرانونکى مالومات په لاس راغله .
سلمان پاک نومى ځاى دپلازمينې بغداد څخه څلويښت ميله واټن کى پروت دى اودا هغه مقدس ځاى دى چې پکې ډيرى اصحاب کرام رضى الله تعالى عنهم واليان (ګورنران) تيرشويدى چې پخوانى نوم يې مدائن ؤ ترډيره وخته پوري عراق د عمجو دارالسلطنت پاتى شويدى چې د ډيرو وګړو واله ښار همدغه مدائن چې د دجلې په مغربي خوا کې اباد وو په امارت فاروقي کې حضرت سعدبن ابى وقاص رضى الله عنه په مشرۍ پوځونه د دجلى چپ طرف خواته ورسيدل ، پدغه مهال کې په دجله درياب باندي دپوريوتلو اوبيا دبريد کولو سوال راپيداشو اوداهم مالومه شوه چې د يزد ګرد په امرسره پل سوځول شوي او ايراني محافظين په کشتيوکې دناستي وروسته تښتيدلي دى .
اسلامى پوځ ديته اړشو چې د دجلې په يو طرف کې وديريږې ، د مدائن ښارسره د خپل ښائيست او لوي والي د دوى په مخ کې وو . نيمه شپه تيره شوي وه او د دجلې په منيځ کې تيزو چپو د اسلامي پوځونو مخه ډب کړي وه او مخامخ بل طرف ته د نوشيروان عادل قلعه په سپينه سپوږمى کې يادلښکر ته د ورتللو دعوت ورکاوه .
دډير سوچ وروسته حضرت سعد رضى الله عنه د الله جل جلاله په امداد ، تائيد او توکل سره د دعا غوښتلو وروسته ټول لښکر په درياب کې ورښکته شول د درياب ټوله ساحه د اسلام د غازيانو څخه سراسر ډکه شوه چې تاحد نظر ټول اسونه او خلک ليدل کيدل ، دوى ټولو په اوبوکې داسې خبري کولې چې څه ډول يې په وچه زمکه کې کولي په درياب کې دحضرت سعد رضى الله عنه سره حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه هم وو چې حضرت سعد وويل په الله جل جلاله قسم چې الله به خپل دين غالب کوى اوخپلو دښمنانو ته به شکست ورکوي پدي شرط چې په لښکر کې داسي ګناه نه وي چې د ددې نيکې برباد او ضائع کړي ، حضرت سلمان فارسي ورته په ځواب کې وويل : په خداي قسم : چې مسلمانان به د زمکې په څير درياب هم پامال کړي ، قسم دى په هغه ذات چې د سلمان ساه دهغه په اخيتار کې ده ، چې کوم ډول هغوى په درياب کې ښکته شوې هم په هغه ډول به د درياب څخه روغ او سلامت ووځي .
اسلامي پوځونه روغ رمټ له دريابه رواوښتل ، ايرانيانو چې دا وليدل حيران او وارخطاشول ، په خپله ژبه فارسى کې يې يوبل ته چغې ووهلې ديوان امدند ، ديوان امدند ديوان راغلل ديوان راغلل او ټول وتښتيدل .
دمدائـن همدغه تاريخې ښآر چې د وخت په تيريدلو سره اوس مهال تري يوه وړه سيمه جوړه شويده ، دنوشيروان عادل د محلونو اثارو سربيره پکې طاق کسرى هم ګډون لري چې د ليدو لپاره يې ډيرى وخت دلرو سيمو څخه ليدونکى ( سياح ) ورځې اوپه دغه ځاى کې يو څو د چاي دوکانونه اويوه بي ساري هديره هم ده چې د يوى ګبدى لاندې دحضرت سلمان فارسي مزار( قبر) دى او ووسره د په دوو ملحقوبيلابيلو اطاقونو چې په نوى بڼه جوړدى دحذيفه اوجابربن عبدالله انصاري رضى الله تعالى عنهماد رسول عليه السلام د اصحابو قبرونه ( مزارونه ) هم دى چپ خواته په يوه اندازه واټن کې درياب دجله په يو عجيب ډول بهيږې ، په پورته ډول ياد شوو اصحاب کرامو مزارونه ( قبرونه ) دشاه فيصل اول په زمانه کې په دويم ځل د تدفين وروسته جوړشوې .
مخکې ددغو دواړو اصحابوکراموقبرونه د سلمان پاک څخه د دوو فرلانګو په واټن کې په يوغيراباد ځاى کې دفن ؤ چې کله کله به څوک د فاتحې لپاره ورتلل يواځى دومره مالوم ؤ چې دغه د اصحاب کرامو قبرونه دى .
ددغه اصحاب کرامو د دريم ځل خښولو کې يوه ډيره په حيرت کې اچونکى واقعي پدې مضمون ليکلو اړکړي يو چې د لوستونکو لپاره دغه ايمان تازه کونکى واقعي منظر ديوليک په وسيله تاسو ته هم انځور کړو اوپخپله حيرانتيا ، خوشحالۍ اوپه تازه والي د ايمان کې تاسو هم راسره ګډون وکړئ .
واقعه څه پدي ډول ده چې حضرت حذيفه ايماني په خوب کې ملک شاه فيصل عراقي څخه داسي خواهش ظاهر کړ چې موږ دواړه د اصل ځاي نه اوباسه او دريايې دجلي څخه مو په لږ واټن کې خښ کړه ، ولي چه زما په قبرکې اوبه اود حضرت جابربن عبدالله رضى تعالى عنه په قبرکې نم راتلل پيل شويدې ، د بادشاهۍ د کارونو دمصررفيت له وجې ملک فيصل دغه خوب هيرکړ په دوهمه شپه يې بياخوب وليد اوبادشاه يوځل بيا خوب هيرکړ ، په دريمه شپه حذيفه ايمانى دعراق مفتى اعظم ته په خوب کې هدايت وکړ چې اودايې هم ورته وويل د تيرو دوو ورځوڅخه هغه بادشاه ته دغه ډول ويلې مګر هغه يې د مصروفيت له وجې هيره وى او دا اوس ستا فرض دى چې هغه متوجي کړي ، چې موږ دخپلو قبرونو څخه بل ځايه ته انتقال کړي ، دغه راز مفتي اعظم عراق ددغه وخت لومړى وزير نوري السعيد سره تماس ونيو، چې زه له تاسره ليدل غواړم هغه دغه ټوله واقعه نوري السعيد ته وويله لومړى وزير دبادشاه سره سملاسې د ملاقات انتظام وکړ ، مفتې چې کله خوب بيان کړ، نو بادشاه وويل چې بلي زه دغه خوب دتيرو دوو شپو څخه ونيم اوتيره شپه هم ماته په خوب کې يو ځل بيا وويل شو ، بادشاه مفتي ته وويل اوس تاسو ووايئ چې څه بايد وشې مفتې بادشاه ته وويل هغوى په ښکاره ټکو وايې چې دوى له دغه ځاى څخه اوباسئ او درياب سره يې په لږه فاصله کې دفن کړئ ، شاه فيصل وويل د احتياط په ډول بايد دا تصديق وکړل شي چې د درياب اوبه راځې هم اوکه نه .
مفتي هم ورسره خبره ومنله لدي وروسته د عراق د تعميراتي ادارې لوړپوړى انجنرته شاهى فرمان صادرشو ، چې دقبرونو څخه د درياب پوري په سورنګ کولوسره مالومه کړي چې قبرونو اوبه اونم ورځي اوکنه .
چې د ټولي کدايې څخه وروسته د اوبو کوم اثار ونه ليدل شو چې مفتي اعظم ټول وخت همدغه ځاى موجود او ټوله کړنه يې په خپلو سترګو ليدله اوترماښامه بادشاه ته ددغه څه خبر ورکړل شو ، مګر دغه شپه هم حذيفه ايمانى رض په ډير تاکيد سره وويل چې بيړه وکړئ زموږ قبرونو کې اوبه جمعه کيدل پيل شوي او همدغه خوب يوځل بيا مفتي هم وليد مفتي سهار وختي حيران او پريشان بادشاه ته ورسيد او بادشاه ته يې خپل خوب ياد کړ ، بادشاه په ځواب کې ورته وويل چې اوس زه څه کولي شم دزمکى د ماهرينو راپور راغلى اوته هم ګواه ياست ، مفتى ورته په ځواب کې وويل که څه هم وى تاسو قبرونه وسپړئ دعراق بادشاه ورته وويل . ډيره ښه ده تاسو فتوى ورکړئ مفتى همدغه ځاى کې فتوى ورکړه ،
فتوى اود بادشاه فرمان په رسنيو کې خپاره شول دنړۍ سربيره په ګرده اسلامى نړۍ کې ياد خبرډيرژر پيل شو چې د غټ اخترپه ورځ د ماسپخين وروسته به د محترمو اصحابه کرامو قبرونه پرانستل کيږې پردغه وخت کې عراقي حکومت په ځانګړى توګه د کسټم او دروپو او پيسو ناغي ماتى کړي تردى چې د پاسپورت نه شتون هم څه خبره نه وه مطلب داچې پدغه لسو ورځو کې ډيرو نيک بختو خلکوته ددغو پاکو هستيو زيارت ورپه برخه شو او ډير خلک د بيلابيلو سيمو څخه دغه ځاى کې راټول شول .
د دوشنبي په ورځ د ١٢ بجو وروسته د لکونو خلکو په محضرکې قبرونه پرانستل شول مالومه شوه چې د حضرت حذيفه په قبرمبارک کې اوبه داخلي شويدى اود حضرت جابربن عبدالله انصاري په قبرکې نمى راغلي ده ، اعلى حضرت شاه فيصل د عراقى پارليمانى غړو په ګډون سره اول د حذيفه لاش مبارک دکرين په وسيله داشي اوچت کړي شو چې لاش په کرين بآندى نصب چپرکټ (اسټريچر) باندي پخپله ځاى پرځاى شو او لاش مبارکه ته لوړپوړو شخصيتونو اوږه ورکړه او د شيشې په تابوت کې کيښودل شو.
دغه رازد جابربن عبدالله انصاري لاش مبارک دمزار مبارکه څخه راويستل شو په لاش مبآرک باندي کفن هم ؤ او د ږيري مبآرکې ويښته مبارک يې هم په خپل حالت کې وو لاشونو ته په کتلو سره داسې مالوميدل چې دوى څو ساعته مخکى ساه ورکړي چې په حقيقت کې پري ديارلس سوه کاله تيرشويدى .
ددغه پاکو نفسونو اوپاکو جسدونو د ښودلو لپاره جرمنى هيواد لوى لوى پردى ( پراجيکتوري) نصب کړي وى پدغه سانحه کې بي شميره خلک د اسلام په سپيڅلى دين مشرف شول ، دغه سانحه په ټي وي هم وښودل شوه اولدي سربيره پري د الوتکو څخه ګلان هم شيندل کيدل .
ليک : مسيح الله عصام
آياديوال چين دخلاڅخه ترسترګوکيږې ؟؟
دنفوس په کچه دنړۍ ترټولو لوى هيواد سربېره د چين هيواد پيژندګلوى يوشميرنورې ځانګړتياوې هم لرې ، چې يو يې ديوال چين هم ياديږې او د نړۍ په ٦ عجائبوکې هم شيمرل کيږې د ٤٥٠٠ ميله څخه زيات اوږد دغه د انسانانو پرلاسونو جوړشوي ديوال چې پيل يې ٥ پيړۍ وړاندې قبل مسيح عليه السلام څخ د ١٦ پيړۍ پورې د بېلابېلو مرحلو څخه تيرشوې او اوسنى شکل يې اختيارکړې ، دديوال په چين په اړه داسې ويل کيده چې ، په کره يې زمکه واحد شئ دى ، چې انسانى سترګه يې بغيرد کومې آلې څخه اوآن ترسپوږمۍ څخه ليدل کيږې. .
مګر ساينسپوهانو دغه خبره ناسمه بللې او حقيقت دادى چې ، ياد ديوال يوازې هغه وخت ليدل کيږې کله چې ، دلمرسترګى رڼا په خاص ډول پرديوال پريوزې ، اوپه دغه وخت کې چې کره ارض موسم هم په يو خاص کيفيت کې وى ( هغه ځاى چې دزمکې دسطحې څخه ١٦٠ کيلوميترو نه تر ٢٠٠٠ کيلو ميترو پورې لوړدى ) وخت وى او په زړه پورې خبره داده ددې ديوال په مقابله کې يو ډيرغيراهم شيان ترستوګيږې ، دبيلګې په توګه په دښتوکې جوړشوې اوږده سرکونه دخلاء څخه ليدل کيږې .
دديوال چين په اړه اول ځل بحث په ١٩٣٢ هغه وخت مخې ته راغى کله چې ، مشهور کارټون Riple's Believe lt or Not کې داسې وانګيرل شوه چې ، د انسانانو په لاس جوړشوى ديوال د سپوږمۍ څخه ليدل کيږې Riple's Believe lt or Not له امله ياده خبره ومنل شوه د خلايې دور په پېل کې هم د ديوال چين په دغه (اعزاز ) چاهم شکونه نه کول ، مګر ددې لوى ديوال په هکله شکونه اوشبهات هغه مهال پيداشو کله چې ، په ١٩٦٩ کال دسپوږ مۍ څخه راغلې نيل آرم سټروګ څخه بيابيا وپوښتل شول چې ، ددغې سيارى څخه ديوال چين څه ډول ښکاريده ؟
نيل چې ، کوم ځواب ورکړ، کوم چې ، اوس مهال د ناساد جانسن سپيس سنټرپه تړاو يو پروګرام يوځل بيانشرکړاى شو ، نيل ويلې ؤ چې ، هغه د سپوږمۍ څخه ضرور براعظم ليدلې او داسې د اوبو حوضونه يې ليدلې ، مګرهغه د ٢٣٠٠٠٠ ميله څخه لري دانسانانوپه لاس جوړشوې کوم شي ليدلوباندې نه دې بريالې شوې ، سوال داپيداکيږې چې زمکې د سطحې څخه اوچتي خلاء څخه ديوال چين څه ډول او څنګه ښکاريږې ؟
ددې سوال ځواب دناسا مخکنې خلاباز جيفرې هوفمين ورکړې کوم چې ، ١٩٨٥ نه تر ١٩٨٩ ع کلونوکې د خلاته تلونکيو پنځه واړه سپيس شټل ميشنونوکې يې برخه درلوده ، هغه ويلې پردغه مهال سپيس شټل څو وارې د ديوال چين د پاسه تللې مګر زما سترګو د ديوال چين د ليدلو څخه محرومه وې ، اصل مشکل دادې چې انسانې سترګو ته هغه شي په ښکاره ډول ليدل کيږې ، دکوم شيانو رنګونه چې د شاوخوا شيانوسره توپيرولرې په ديوال چين کې دسياحت کونکو لپاره څوځايونه بيارغول شوې ، مګر دهغې ډيرى برخې زړې شوې لدې سربيره دهغې په جوړلو کې ډيرې ډبرې کاريدلې چې له هغې وجې څخه د انسانې سترګې لپاره دخلا څخه ديوال اود هغې د شاوخوا څخه توپيرکول ډېر ستونزمن او ناشونې دې ، لدې وجې ، هوفمين چې اوس مهال د ميساچوسټس انسټيټيوټ آف تکنالوژې کې د ايرو سپيس انجينرنک پرفيسردې ويلې د ديوال چين په څيرد فراعنه مصرد اهرامونو دليدو څخه هم محروم شوې ، مګر هغه وايې چې، هوايې ميدانونوکې دالوتکولپاره سرکونه او نهرونه چې ، دهغې د شاوخوا ځايونوڅخه ،توپير ولرې په اسانۍ سره پيژندلى شې ، ځينو امريکايې خلابازانو په ځانګړې Eugehe Cemah او Ed Lu ويلې ، دې چې هغوې دخلا څخه ديوال چين ليدلې مګر داپه هغه وخت ترسترګوکيږې ، کله چې ، لمرسترګه راخيژې اوياهم ډوبيږې ولې چې دغه وخت درڼا له امله د ديوال چين سيورې ډير اوږد وې چې د شاه خوا څخه يې توپيرکيږې اودوى ديوال ليدلې .
٢٠٠٤ ع امريکايې خلاباز Leroy Chiao دبين الاقوامې خلائې سټيشن بيجنګ څخه ٢٠٠ ميله لرې د شمالې منګوليادپراخې سيمې دهغه وخت يو انځور اخيستې کله چې ، د لمرسترګه د ديوال چين په حق کې وه ، او وروسته دناسا ځينوپوهانو ددې خبرې پخلې او تصديق کړې چې ، په انځورکې دديوال چين په څير يو خړانځورپه سترګوکيږې ، انسانې سترګې په پرتله ماشينونه ډيرښه کارکوې په خلاء کې تاويدونکى مصنوعې سيارو باندې داسې آلات نصب شويدې چې ، د خړوالې او وريځواخوا د ليدو صلاحيت لرې ، مګر دسترګو لپاره ددغو حايلوشيانو څخه اخوا کتل ناشونې خبره ده ، ځينې مصنوعې سيارې د بيلګې په توګه امريکايې جيولوجيکل د سروى سټيلائټ Landsat کوم چې د زمکې څخه ٤٣٨ ميله لوړ په خلاکې دى ، يوازې په ځانګړې موسمې صورت حال کې انځورونه اخيستلاى شې ، امريکايې جيوجيګل سروى د(( لينډ ريموټ سينسک پروګرام )) دانفارميشن اسپشليسټ رونالډ بيک ويلې ، له موږ سره داسې انځورونه دې چې په هغې د ديوال چين شاوخوا له واورى څخه ډک ښکارې چې ، له امله يې دغه په انسانې لاسونو جوړ ديوال ترسترګوکيږي .
چينې وګړو ډيره زمانه پدې خبره فخرکاوه چې ، دخلاڅخه په سترګوکيدو يواځنۍ شي چې په انسانې لاسونو جوړ دې ديوال دهغوې په هيواد کې شتون لرې .
په ٢٠٠٣ ع کال کې چې ، کله د چين اولنۍ خلاته تلونکى Yahy Liwei دزمکې د مدار د چکر راستون شو هغه د ا انکشاف وکړچې ، دخلاڅخه د ديوال چين د ليدولو څخه محرومه دى ، نو په چينايانو کې د نااميدۍ خبرې رامنځته شوې ،په دغه وخت کې په چين هيواد کې د ديوال چين د خلاڅخه په نظرراتلو اونه راتلو په اړه بحثونه پيل شوچې ، تر ننه پورې دوام لرې .
مګر چينې عوام لا څه کوې د چين اکيډمې آف سائنسز د انسټيټيوټ آف ريموټ سينسګ ايپلي کيشينز پروفيسر Wei Chengjie وايې موږ ته اوسمهال دلاډيرو تجربو کولو اود خلابازانو لپاره په نوې بڼه کارکولو ته اړتياده ، مګر ددې خبرې دامطلب نه دې چې د هغه خبره سل فيصده صحې ده اوداهم ويل کيږې چې سپيس شټل دومره په تيزۍ سره تګ کوې چې ، په کوم ځاى بآندې د سترګو د نظرودريدل ناشونې دى
/ /5/2005 ډيلې ايکپرسي نيوز
ژ: مسيح الله عصام
په مصرکې د مملوکينوسلطنت
پرعراق او شام دقبضې وروسته منګوليانو دمصرخواته مخه کړه ، په دغه وخت کې پرمصرباندې ، د مملوکينو حکومت ؤ ، اګرچې د منګوليانو رعب او دبدبې پرټوله آسيااو اروپا باندې شتون لره ، کوم بادشاه هم دهغوې د مقابلې جرئت نه شوکولاى ، او همدغو د مملوکينو بادشاهانو په صليبې جنګونوکې مسيحيانو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړې ؤ ، ډير دهمت والا خلک ؤ ، هغوې په ډير زړورتوب سره د منګوليانو مقابله وکړه ، پدغه جنګونوکې د منګوليانو د سردار کوم چې د هلاکوخان د ځانګړى سردارانو څخه ؤ ووژل شو ، هغوې په وروسته ولاړ او بيرته شام ته وتښتيدل ، مګر سلطان بيبرس هغوې هلته هم په قلاره پرينښودل اوټول شام يې دمنګوليانو څخه خالې کړ، ددغه ډول جنګ وروسته د مملوکينو رعب او دبدبه هرې خواته خوره شوه ، په دوى کې ترټولو ډېر نامې يې سلطان بيبرس ؤ هغې مسيحيان د شام څخه ويستل اود آرمينيا فتح کولو وروسته تر اناطوليا پورې ورسيدل ، له هغه ځاى چې راستون شه هغې ته تاتارى قوم او مغل څو وارې دهغې د مقابلې لپاره راغله مګر شکست او ماتې خوړولو سره پرشاه وتښتيدل ، يوځل د هلاکوخان زوى اباقاخان يولوې لښکرپرهغوې راوښوت ، مګر د بيبرس دپوځيانو په مخکې يې قدم ټينګ نه شو اوبيرته پرشاه وتښتيدل ، د سلطان بيبرس دپوځې چلونو سره خورا زياته مېنه وه ، هغه به د شهزادګانو او اميرانو سره يوځاى دجنګ ميدان ته تللو ، نيزه بازى او د شهسوارۍ مقابلې به يې کولې ، کوموکې به چې سلطان بيبرس پخپله برخه اخيستله ، کومو خلکو به چې ، هغې مقابله کې برخه اخيستله هغوې ته به انعام ورکيداى شو ، دهغوې به په ټولنه کې ډېرعزت کيدلو ، مخکنيو بادشاهانو چې کوم ناجائز محصول يا ټکس د خلکو څخه سلطان بيبرس هغه ټول لرې کړو اوپه شرابو يې بنديز ولګاوه ، سلطان بيبرس د اتلسو کلونو حکومت کولو وروسته ومړ، دياد بادشاه پروخت کې اهمه واقعه دا وشوه چې د عباسې شهزادګانوڅخه يوتن ابوالقاسم احمد قاهرې ته راورسيده ، سلطان بيبرس دهغه په ډير عزت او تکريم سره استقبال وکړ ، اوهغه يې د مستنصرباالله په لقب ونوماوه او خليفه يې کړ.
دغه ډول عباسې خلافت په مصرکې په نوى توګه شتون ولره ، لدې وروسته يو بل عباسې شهزاده حاکم بامرالله په لقب سره خليفه مقرر شو اود هغوې اولادونو کې هم دغه د خلافت سلسله جارې وه ، خو يوازى په نوم خليفه ګان ول ، دسلطلنت په کارونوکې هغوې چندان علاقه نه درلوده اودهغوې په اولادونو کې هم دغه د خلافت سلسله جارې وه ، هغوې يوازې تش په نوم خلفاء ياديده ، اوپه مصرکې د مملوکينو حکومت ٢٧٥ پورې شتون لره پردغه وخت کې يوازې د دوه قومونو خلکوپرمصربادشاهې کړيده ، يوقوم دهغه ترک غلامانوکوم چې ، تاتاريانو او منګوليانو په زما کې د دښتواو کوه قاف څخه اسلامې هيوادونوته راغلې ؤ ، دوهم قوم دکرغيزترکيانو کوم چې د سائبيريا او بېکال خوانه راغلې ؤ ، اود دغو مملوکينو حکومت د عثمانې ترکانو د لاسونو خڅه ماتې وخوړه او بربادشول ، کوم چې د قسطنطنيه د رومې سلطنت په ماته ولوسره ځواکمن شوې ؤ ، اومشرق خواته روان ؤ د مملوکينو سره ترډېر وخته پورې هغوې واړه ، واړه جنګونه وکړل او په پاى کې د سلطان سليم پر مصرباندې بريد وکړ اوهغه يې فتح کړ ، اوپدې ډول مصردعثمانې حکومت يو ولايت جوړشو، پدغه وخت کې په مصرکې د اخرې بادشاه متوکل ؤ کوم چې د سليم د خپل ځان سره بوتلو او هغه ته يې وظېفه مقرر کړه ، ددغو مملوکينو ( مريانو ) سلطنت ډير طاقتور ؤ شام ، مصر، آرمينيا ، فلسطين عراق او نوبيا دهغوې په ولکه کې ؤ هغوې چې منګوليانو او مسيحيانو په مقابله کې کومې برياوي لاسته راووړې وې ، چې لامله يې د آسيا په ټولو هيوادونوباندې رعب او دبدبه قايمه وه ، دمصرد عباسي حکومت له وجې ډيرې فايدې وشوې يعنې د عبآسې خلافت له وجې څوکټې اوفايدې لاسته ورغلې ، دنورو هيوادونو دخلکو په سترګو کې د مصرعزت ډېر زيات شو ، پدغه ډول دمصرهيواد د مسلمانانو تهذيب ، کلتور او فرهنګ او د علم فن يولوې مرکز بدل شو ، مملوکينو په مصرهيواد کې څو ودانۍ دخپل يادګار له پلوه پريښې چې په هغې کې دوه مملوکينو بادشاهانو قابت بايې اود برقوق مقبرې ډيرې ځلانده دې ،
اګر چې ملنګوليانو د مسلمانانو په ختمولوکې کوم کمې نه دې پريښودې مګر کله چې ، هغوې خپلې تورې په نيامونو کې کيښودې اود هيواد د نظام پلوه توجووکړه نو خپل ځانونه يې يوازې محسوس کړل ، چې دمسلمانانو څخه يې د مدد اخيستلو بله چاره نه وه ، او ډيرى ترک او ايرانې کوم چې ، دسلطنت په چارو کې مهارت اوپوهه لرله په لويو ، لويو څوکيو کيناستل اود منګوليانو په زمانه کې فارسۍ ژبى ډير پرمختګ وکړ، اوپه همدې ژبه احکام جارى شول ، د مغلو د حکومت ډيرى قوانين او آيين خودچنګيزخان پورې تړاو لره يعنې هغه پيل کړي ؤ ، مګرهغوې په سلطنت کې ډيرى ادب اوقوانين هم اختيار کړه کوم چې د مسلمانانو د بادشاهانو دوخت يادګارؤ ، او ددې سره دهغوې په غوږونو داسلامې عقيدې سره هم اشنا شول ، دهلاکوخان څخه وروسته دهغه په پاتې شويووګړو کې هم ډېر جنګونه وشول ، خو په پاى کې دهلاکو زوى اباقاخان پرټولو بريا ومونده ، دهغه د مړينې وروسته دهغه وررو نکودار دبادشاهۍ په تخت کيناست دغې بادشاه ته د اسلام سادګي ډيره غوره مالومه شوه چې هغه دخپل پلاراو نيکه دين چې د بودا مذهب کوم چې د منځنۍ اسياد مخکنيو رواجونو اوعقيدو مجموعه ده پريښود اود اسلام په مقدس دين مشرف شو اوخپل نوم يې د نکودار پرځاى احمدخان کيښود .
ليک : مسيح الله (عصام)
دامريکا ٥٣ ولايت..... پاکستان ؟؟؟
لوبه موږ ټولو په ښکاره توګه وليده چې په هغې کې په لومړۍ ځل داخبره دلمر د سترګى په څيرښکاره شوې ، چې ديادهيواد په سياست کې سترځواک ترهغه پورې ورغلى چې که ورته دهغې ٥٣ رياست ( ولايت ) وويلې شې نود کومې حيرانتيا خبره نه ده ، ديولسم د سپټمبرڅخه وړاندې دهغې هيواد شنونکود امريکا په اړه نيک جذبات لرل ، اوپه ځانګړى توګه په ١٩٧٩ ع کال چې ، کله دسره لښکر ټانکونه په افغانستان کې ورننه وتل ، اودهغې په پلمه امريکاپه خپله مشرولۍ د اسلامى جهادپيل وکړاوهغه يې دثواب کار ګڼه ، امريکا يادومجاهدينو ته دخپلو خزانواو وسلو دروازى برسيره کړې ، دجنرال ضياء الحق په مشرولۍ اودهغې د ملګرو جنرالانو په ملګرتيا په افغانستان کې جهاد په ډيره ښه توګه پرمخ وړه ، اودهغې په مهربانۍ اوبرکتونو سره دپاکستان د اوچتو چوکيوچارواکې ميليونران شول ، او دورغ به ګردن راوى ، دځينوخلکوپه وينا ځينونورو پوځى چارواکو اوافسرانو هم لدې وخت څخه په ګټه اخيستنى سره په ميلياردونو روپۍ ووهلى ، اود چالپاره دا خبره ناشونى وه ، چې دامريکا د ايسټنګرميزائيلو په څيرپرمختللى وسلې حساب ورکړى يا يې وغواړي .
پدغه وخت کې چاچې دهغوى په مخ کې د حق خبره کړى چې دا داسلام او کفرجنګ نه دى هغوى په دغه وخت کې د اسلام څخه وتلى ياد شوې چې يوه بېلګه يې مشهور کمونيسټ مشرحسن ناصرکوم چې په ډيره بى رحمۍ سره دتشدد له امله خپل ژوندله لاسه ورکړ.
ځينې نور بيا د اوږد وخت لپاره په جيلونوکې بنديان شوې کله خداى خدمتګار فخرافغان خان عبدالغفار خان بابا ، خان عبدالولى خان ، حيدر بخش جتوى ، او جې ايم سيد اوداسې نور............
ديولسم سپټمبر وروسته پرويز مشرف دخپلى حکمرانۍ د اوږدوالې لپاره کوم چې په څه ډول د طالبانو په اړه خپله تګلاره بدله کړه ، او آن تردى چې د ټولو سفارتى ادابو څخه يې سرغړونه وکړه او په پاکستان کې يې د طالبانوسفير ملاضعيف صاحب خپلو بادارانو ته په لاس ورکړ، اوخپله خاوره يې د هغوې په خدمت کې ورکړه ، چې له امله يې د يادهيواد عام وګړې ډيرقهرجن کړل ، دهغوى په بېلابيلو مسئلو د نظراختلاف کيداشو ، مګر هغوى داسې سوچ هم نه شوکولاى چې په دهغوى په هيوادکې به دافغانانو دخرڅولومنډه يې پيل کيږي ، اود پښتو ژبى ويلو ،اودلوى ږيري کوم شخص چې يې حکومت ته په ګوتو ورغلى هغه يې ترهګر بللې اود زرګونو ډالرو په بدله کې يې په امريکايانو خرڅ کړي .
له دغې وخت وروسته په هيواد کې يې پرويزي وخت پيل شوې د درميانروۍ ،روڼ فکرۍ په نوم توندروي پيل شوي ، مالومه نه ده چې کله به ترى بريامومو ، دامريکا په هکله نه خوښيدونکى جذبو زور واخيست اوورسته بيا په ٩ مارچ ٢٠٠٧ پيښه رامنځته شوه، چې په وينايې له هغې وروسته امريکا دپاکستان په بيلابېلو ادارو کې لاس وهنه دهغوى ترجرړو ورسيده ، قاضى القضاة افتخار محمدچودرى هغوى نه غوښتل چې خپله دنده پرمخ بوځې اوپه هرحال يې غوښتل چې مشرف د پنځو نورو کلونولپاره دولسمشرپه چوکۍ کينوى .
همدارنګه :١ دمۍ مياشت ١٩٤٧ ع کال ورځ وه ، په بمبۍ ښارکې بانې پاکستان سره دوه لوړپوړو امريکايې چارواکو ليدنه وکړه چې نومونه يې Thomas E Weil او Raymohd H.Hare ؤ دپاکستان جوړونکى د وزارت خارجه دغې دواړو چارواکو ته يقين ورکړ ، چې پاکستان نامې يومسلم رياست جوړيدل په د امريکايانو دګټولپاره ډير ګټور وې ، اودنړۍ دټولومسلمانو هيوادونو په مشرولۍ به د پاکستان په امر دهغه دمقابل لورې يعنې د روس په مخنوى کې به خپله دنده سرته رسوې ، چې په وينا يې موږ په سيمه کې دامريکاد ګټو دساتلو وړانديزدخپل پيدائښت څخه وړاندې کړيدى ، اودپاکستان دجوړيدو څخه درى مياشتې وروسته موږ دخپل زمکنې پوځ لپاره ١٧ کروړډالره ، هوائې پوځ لپاره ٧ نيم کروړه ډالره ، اودسمندرى پوځ لپاره د ٩ کروړه ډالرو غوښتنه وکړه .
٨ اکتوبر ١٩٤٧ ع په امريکا کې دپاکستان لومړنۍ سفير اصفهانى امريکايې ولسمشر ته خپل سفارتي اسناد وړاندې کړل ، نو پردغه مهال هغه په خپل تقرير( بيان ) کې وويل :پاکستان دهغه لويو هندوستانى بادشاهانو وارث دى کوم چې د منځنۍ آسيا اود کوه قاف دغرونو سره تړاولره ، پدغه وخت کې هغه دا هم ويلې چې دکوه قاف دغرونو سره تړاو لرونکى زموږ پلرونه او نيکونه اود امريکايانو پلرونه اونيکونه په اصل کې ديونسل څخه ؤ .
دامريکا ولسمشر دخپلو پلرونو اونيکونوپه اړه د پاکستانى سفيرپه مالوماتو باندې پټه خوله پاتى شو ، مګرهغه دا ښامخا وويل چې موږ به دپاکستان هرهغه مرسته کوو چې د دواړو هيوادونو د ګټولپاره وې لدې سملاسې وروسته په ١٩٤٧ کال کې موږد امريکايانو څخه د ٢ اربه ډالرو دقرض وړانديز وکړ، چې په ليدلو سره يې خپله په امريکايانو بآندې هم سرتاو شو ،پردغه مهال موږ داهم ويلې ، چې پاکستانى حکومت دمتحده ايالاتونو لدې مملکت په خپل معاشې ( اقتصادى ) او دفاعې معاملاتو کې ديوبادار په حيث تسليموو .
يوغريب اونوى ازادشوې هيواد اوپه بيلابيلو مسائلو کې ډوب پاکستان هيواد د عذابونوپيل د ١٩٤٧ کال څخه پيل شوې دى ، کله چې موږ ديو لوى نړيوال ځواک پروړاندې خپل کچکول نيولى ؤ ، اودخپلو خلکوته ديوى مړى دپيداکولو په پرځاى اوهغوى ته د کارد زمينې دبرابرولو پرځاى دوسلو د څلو جوړيدل پيل کړه ، موږ نن مشرف ، ضياء ، يحيى ، او ايوب اود ځينو نورو جنرالانو څخه داپوښتنه اړين دى چې ولى دپاکستان لومړني سفير دامريکا ولسمشرټروين په مخکې خپل او امريکايې قوم د يونسل کول باندې ټينګارکاوه ؟
اوداسوال هم روڼول اړين دى چې موږ ولى په ١٩٥٤ ع کال کې
Mutual Dafence Assitanse Agreement
باندې ولې لاسليک کړيدى ،اوسمهال رښتيا خبره داده موږ خپل ازاد روح ١٩٤٧ کال کې په خپلوبادارانوباندې پلرولى هغه اوس دخپلو ورکړو روپو په عوض کې زمونږ دازادى د ورکولو وخت رارسيدلى دى ،هغه به امرکوى چې موږ به څه کوو اوڅه نه کوو داد هغه کاردى موږ په يوازى کول کوو اوبس .
ليک : زاهده حنا
اخيستنه : ډيلې ايکپريس اردو تاريخ ١٢ مۍ ٢٠٠٧
ژ: مسيح الله (عصام )
HYPERLINK "mailto:Masihullah_asam@yahoo.co" Masihullah_asam@yahoo.co
دمعتصم په زمانه کې ظلم اوامام احمدبن حنبل رحمه الله عليه
د دريمې پيړۍ پيل شوې ؤ د دوهمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې دهارون الرشيد په ژوندکې چيف جسټس ( قاضى القضاة ) امام ابويوسف وفات شوې ؤ ،دهارون الرشيد دتخت د سمباولوواله امين الرشيد يوازى د پنځه کلونو وروسته ومړ ،دامين پرځآى دهغه وړوکى ورورمامون الرشيد دخلافت عباسيه اوم بآدشاه ؤ چې پرتخت کيناست ، د ٨١٣ ع کال څخه تر ٨٣٣ ع کال پورې خلافت وځليد اوډيرښه پرمختګ يې وکړ ، پدهمدغه وخت کې د مذهبى بحثونوپيل وشو او معتزله او جهميه ډلو ډيرپرمختګ وکړ ، دمامون پرتخت کيناستلو څخه ٦ کاله وروسته امام شافعى رحمه االله تعالى عنه وفات شو، چې پرځاى دعلم فقي پرځاى ناستې بآندې امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه کيناستلو ، لدې څه موده وروسته مامون الرشيد په وقفې ، وقفې سره د خلافت اسلاميه ټولو واليانوته درى خطونه ليږل پيل کړه ، چې پکې ليکل شوې ؤ چې قران کريم مخلوق دى او ددې عقيدي چې څوک مخالفت وکړې هغه وګړې ناقص ، ګواهې يې هم نه قبليږي ، ورباندې اعتبار نه شې کيدلې ، اوددې امت شريان دى لدې امله دهغه حکومتي ملازمانو ، قاضيانو ،علماء کرامو ، ليکوالانو او کومو شنونکو چې ديادې عقيدې سره اختلاف درلود هغوې له دندو څخه منفک او لري شول ، دخليفه دفرمان وروسته کوموخلکو چې قران يې دالله ج کتاب دمخلوق ګڼلو پرځاى هغه ته کلام الله ويل ووژل شو، مامون الرشيد په طوس ښارکې ناست اوپربغداد يې خپله توجو مرکوزه کړي وه ، هغه دبغداد والې اسحاق بن ابراهيم ته کوم دريم خط ليکلې ؤ دهغې نقلونه ټولوواليانو ته ليږل شوې ؤ په يادفرمان کې ټولو حکومتې کارکونکو ، لوړپوړو چارواکو اود قاضيانو دخولې بيانونه اخيستل او ځوابونه يې خليفه ته د ورليږلو لارښونه شوى وه ، خليفه دوه علماء کرام بشربن الوليد او د ابراهيم بن المهدى دوژلو حکم کړې ؤ اودغه علماکرام وژل شوي ؤ اوس دخليفه فرمان ؤ چې دپاتې نور خلک هم په ياده عقيده بآندې مجبورشې چې قران کريم ته دکلام الله پرځاى مخلوق وويل شې اوڅوک چې په خپله راى باندې ولاړوى دهغوې په لاسونوکې اوخپوکې رنځيرونه واچوى اود خليفه مخې ته يې راولې ، په ټول خلافت اسلاميه کې دامام احمد بن حنبل رحمه االله تعالى عنه په ګډون ١٩ علماء کراموپه لاسونوکې زلونى اوپه خپوکې بيړۍ واچول شوې اود طوس ښآرطرف ته روان کړاى شو خليفه د ملامته يادو قيديانو قافله چې کله د الرقه ځاى ته ورسيدل نوپردغه مهال دخليفه مامون د مرګ خبر ورته ورسيده ، دمامون يوبل ورور معتصم دهغه پرځاى خليفه وټاکل شو خليفه بدل شو مګر دخلق قران کريم مسئله دياد هيواد دچارواکو عقيده او نظريه پرخپل ځاى باندې پاتى وه ، اوس نوي خليفه اودهغه قاضى القضاة ابن ابى داود پر وړاندې امام احمدبن حنبل يوازى پاتې شو ، نوى خليفه چې په تخت کيناسته نوسملاسې دامام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه بيرته د بغداد ښارته وغوښتل شو ، د الرقه څخه بيرته د تللو پرمهال د باب البستان ځاى کې امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه ته سورلۍ واوستل شوه ، اودهغه په خپومبارکوکې درانه زنځيرونه پراته ؤ هغه وويل شو چې بى له کوم چا د مرستې پرته په خپوکې د پرتودرنوبيړيو سره خپلى سورلۍ ته اوچت شې ، امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه سورلۍ ته د ورختلو په کوښښ کې څو وارى د پرمخې غورځيدو څخه خپل ځان وژغوره اوپه پاى کې سورلۍ ته اوچت شو ، اونېمه شپه بغداد ته ورسيدل ، هغه دخليفه په محل کې يوه تنګه ، توره کوټه کې قيد کړاى شو ، په کوم ځاى کې چې هغه ته دهواء د ورتګ هم ناشونې ؤ په ياد ځاى کې امام رحمه االله تعالى عنه په لاسونوکې زلونى اوپه خپوکې بيړيوسره دصبا دراختلو انتظار کوى په سبا ورځ هغه د خليفه په دربار کې وړاندې کړاى شو دخليفه يوخواته د قاضى القضاة ابن ابى داود چوکى کيښودل شوې وه دهغې په خواکې د د وزير او مشاورينو نورى چوکى هم ايښودل شوې وي ، داد خليفه معصتم دربارؤ ؟
يادقاضى القضاة محکمه وه ؟ ياپه بغداد کې دايتنهز ،روم اوياپه قاهره کې دشاهانو د محکمومنظره وه ؟ هرڅه د امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه پروړاندې ؤ خليفه د امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه دويره ولو لپاره دهغه پروړاندې دوه تنه ووژل ، پدغه محکمه کې قانون ، اخلاق ، اجماع ، قياس ، استنباط استخراج اواجتهاد هرڅه د خليفه معصتم اود هغه د قاضى القضاة په واک کې ؤ ، مدعې و استغاثه ،وکيل ،عدل ،محکمه ،منصف اوقانون يوخوا او يوازى ٥٤ کلن امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه بل خوا ...... امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه دخپل موقف پرخلاف دالله دکتاب اودهغه درسول کريم صل الله عليه وسلم يوازى د يو واضحه دليل غوښتنه کوې .... مګر خلافت ،دوخت په محکموکې ضدکونکو اودرباريانو يوازى پر ضد سره په خپل موقف صحې ګڼه اوپرخپل ضد،عناد ولاړؤ خليفه دامام احمدبن حنبل په دلائيلو اوريدو سره لږنرم شو ،مګر قاضى القضاة هغه په ضداو عناد کې راوستلو ورته وويل چې خلک به څه وايې چې معتصم دخپل ورور اود مخکنې خليفه اميرالمؤمنين هارون الرشيد د مسلک څخه واوښتى تردرى ورځوپورې محکمه روانه وه ، په محکمه کې دروڼ او قاطعو دلا ئيلو پرځاى بآندې د فلسفيانو دخبرو قيصې بيانيدلې .
امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه وايې چې په دريمه ورځ مايوه جامه راوغوښته اوهغه مې دخپلو پرتو بيړيو څخه لاندې واغوستله که چيرته سخت وخت راشې او عورت مي ښکاره نه شې ، په دريمه ورځ چې امام صاحب رحمه االله تعالى عنه دربار ته راوستل کيده نوپه لاره کې دځينې خلک د تورو سره ولاړ ؤ دچاپه لاسونوکې کوړى وي اود خليفه دربار له خلکوڅخه ډک ؤ مګر په دربارکې نوى خلک ډير ؤ په تيرو دوه ورځوکې دامام صاحب د دلائيلو اوريدونکو وګړو څخه ډير کم خلک دربار ته پريخودل شول ، امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه ليکې چې زما اواز په ټولو خلکوبآندې غټ ؤ مناظره کونکو بحثونه کول او امام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه يوازى يو واضح قرانې او ياهم د حديثوپه رڼاکې يودليل غوښته ، خليفه معصتم يوځل بيا نرم شو چې په هغې سره يو وار بيا ابن ابى داود معتصم په غيرت او عناد کې راوست اوترى وى پوښتل آيا ته دمامون دمسلک څخه وروسته کيږي ، چې په اوردو سره خليفه معتصم ډيرغوصه شو اود خولې څخه يې داسې ټکي ووتل ، هغه ونيسئ ، رايښکئ ، او دهغه لاس را اباسئ خليفه پدي ويلو سره پخپله چوکۍ کېناست ، لدې وروسته د کوړى ورکولو واله راوغوښتل شو ، يوتن به په ډير زور سره امام احمد رحمه االله تعالى عنه ته دوه کوړى ورکولې اوپرځاى به يې بل د کوړى وهلو واله راته ، دهرى کوړى وهلو سره وروسته به خليفه دامام احمدبن حنبل رحمه االله تعالى عنه څخه د دخلق قران دعقيدي په اړه پوښتنه کوله اومام صاحب رحمه االله تعالى عنه به دالله دکتاب اود حديث يوازى يودليل غوښتنه کوله ، دهغې په ځواب کې به خليفه جلاد ته امرکوه چې په ټول طاقت ورته کوړى ورکړه ، پردغه مهال امام احمد بن حنبل رحمه االله تعالى عنه بيښوده شو، په دغه حالت کې يې هغه په پړمخې وغورځاوه اوپه ډيره بى رحمۍ سره يې په خپوباندې ومږه ( په خپوورباندې وخښل ) .
محمدبن اسماعيل وايې چې امام احمد بن حنبل ته داسې کوړې ورکړې شوې که هغه کوړې فيلانوته هم ورکړاى شوې وايى نوهغې به بغارې کړى واى ، په کومه ورځ چې امام احمدبن حنبل وهل کيده نوپدغه ورځ هغه روژه په خوله ؤ يوداسې روايت هم راغلې دى چې هغه ٨٠ کوړى ورکړل شوې اوتر ٢٨ مياشتوپورې قيدى کړاى شو ،نوبيا څه وشو داسې وشول له معتصم څخه وروسته دهغه ورور واثق په وخت کې هم دغه ظلم روان ؤ مګرکله چې دمعتصم زوى متوکل خليفه شو نوهغه دقران کريم دمخلوق د ګڼولو پرحکم بنديز ولګاوه چې پدغه ډول د امام احمدبن حنيل دکلک عزم پروړاندې معتصم ، اودهغه قاضى القضاة ابن ابى داود کړنې د تاريخ په باطل دانى کې وروغوځوله ...
امام احمد بن حنيل دخپلې زمآنى ترټولو لويوبادشاهانوسره په يوازى توګه مقابله وکړه او سرلوړى شو .
اوازه خليل ، تعــــــميرکعبه نيســــــــت
مشهور شد ازان که درآتش نکونشست
ليک : مسيح الله (عصام)
جنګونه اوافغانستان
دنړ ۍ ډيرى هيوادونه دتاريخې جنګونو، واقعاتو ، برياو اودشکستونو څخه ډک پراته دى ، اګرچه هرقوم اوټولنه په خپلو قومې برياو باندې فخرکوي ، مګرداشکست دې چې په تواريخوکې د ټولنوپه فکرونوکې نه هيريدونکى او تکليف ورکونکى تاثيرات پريږدې چې ، له امله يې دتل لپاره د ذلت او رسوائى داغ پخپلو لمنو ايښودل کيږې ، په ځينو وختونوکې بيا دبى شميره شکستونو وروسته يوه ښه بريا ديوقوم په تاريخ کې يوښکولې ځاى ګڼل کيږې ، دنپولين د بى شميره برياو وروسته کله چې ، هغه په روس باندې په بريد کې شکست ورپه برخه شونو تاريخ بدل شو ، له هغې وروسته دبلجيم هيواد په واټرلو کې ډيوک آف ولينکټن په لاسونو په مکمله توګه شکست او ناکامۍ سره مخامخ شو ،ونيول شو اوپه سينټ هيلنيا نومې ټاپوزمه کې دقيد ژوند يې تيرکړ اوومړ .
دغه رازد ايډولف هټلر ټولى لوي ،لوي برياوى د لينن ګراډ څخه د شکست په واسطه له خاورو سره پيوسته شو دپوځ پرخپل ځان باور پاى ته ورسيده ، فيلډ مارشال پاؤټسن وسله وغورځوله او ډيرژر د هټلر پوځونو ته پرځاى کې شکست سره مخامخ شو چې ، په نتيجه يې روسې پوځونو پربرلن باندې قبضه وکړه ، اوهټلردشرم او رسوائى له امله ځان وژنه وکړه چې ، نه هم فرانسوى اونه هم المانى عوام دخپل تاريخ خواشينونکى شکستونه هيرولى شې .
همدغه ډول په اول نړۍ وال جنګ کې د اتحاديانو دبى شميره برياو سره د ګلى پولې پرځاى دترکيانو څخه شکست اود شاوخوا سل زره فوځيانو وژل کيدو له امله دهغوى په برياو باندې دهغوې په ټولنوکې د غمونو ماتمونه پيل شول ، ددغې برعکس د انګريزانو د بى شميره خواشينونکو شکستونو وروسته په دوهم نړيوال جنګ کې د فيلډ مارشال منټګمرى د جرمن فيلد مارشال روميل ته په مصرکې د الامين پرځاى باندې بريا د ټولو شکستونو لعنتونه او رسوايانى پريمنځلې .
دغه ډول د منګوليانو بى شميره ځليدونکى او ډيرې ظالمانه برياو باندې دترک مملوک سلطان ملک الظهير بيبرس څخه په چينه جالوت ( اردن ) اود مشرقې ترکې پرځايونو کې ځواکمنه شکستونه ورکړل چې له امله بې بيا د منګوليانو خپى په ميدان جنګ کې ټينګې نه شولې .
لدې سربيره روس هيواد چې په بمونوکې يې تردې مهاله پورې بيلګه نه ليدل کيږې اودهغه هغه ارمان چې کوم د زار بادشاهانو يې خوبونه ليدل او ډيرى اسلامى هيوادونه يې د خپو لاندې کړى ؤ اوپرهغوى يې د ډيرو ظلمونو سربيره دهغوې په اسلام ډوله نومونو پرځاى هغوى کوف ، وف او نوف وغيره ته اړکړى ؤ په افغانستان بريد وکړ چې له امله افغان وګړو له هغوى سره په روسته پاتې وسلو تبرونو ، کودالو او نيزو سره دهغوې پروړاندې مقاومت پيل کړ و اوميليونونه افغانانو د اسلامى ناموس دساتلو لپاره بيلابيلو هيوادونو ته هجرتونه وکړل ، دهجرت په اولنيو کلونوکې که څه هم افغانانو سره بيلابيلې مرستې شوې په ١٩٨٠ کال کې دافغان مهاجرو کيمپونو يويې ددې مضمون ليکونکى هم شتون لره ، هغه خپلې چاچۍ دملک عبدالله ،جنرال ضياء الحق اود اطريش د بادشاه سربيره دبيلابيلو هيوادونو لويو چارواکې له ډير نږدې څخه ليدلې له نن څخه ٣١کاله وړاندې کله چې زه ٧ کلن ماشوم وم پرهغه مهال د يوکيلو غنمو قيمت څلورانى ؤ ( ديوى پاکستانى روپۍ څلورمه برخه ) له موږسره د مهاجرت په وخت بيلابيلې مرستې کيدلې چې په هغې کې نقدې روپۍ ، غنم ، تيل ، غوړې ، وريجې ، شهد ، کمپلې ، خيمې ، ترپالونه ، دوايانې اوداسې نور اړين توکې يوه اهمه خبره بايد چې وويل شې زموږ مشرانو پلارانو پدې نيت هجرت کړې ؤ چې اسلامى هيواد يې سرو لښکرو يرغل کړې ؤ اوهغوې داسلام د ختمولو لپاره په افغانستان هيواد بريد کړې ؤ دافغانستان غيرتمندو وګړو داکار نه شو زغملې اودهغوې په خپل ګران هيواد افغانستان کې دې کافران او د اسلام د سپيڅلې دين ختمونکى اووسيږې ، زموږ مشرانو له هغوې سره په ګران هيوادافغانستان کې مقاومت غوښتل مګر د وخت د حکمرانان دسرو لښکرو سره يوځاى شوې ؤ لدې امله موږ او زموږ مشران هجرت کولو ته اړشوې ؤ .
دپښتو متل دى چې پيشو د خداى لپاره موږک نه نيسې هغه مهال چې امريکايانو غوښتل خپل مقال ځواک ته په يوشکل نه په شکل ماتى ورکړې اوافغانستان کې يې په منصوبه بندۍ ښکيل کړ او دهغوله عواموسره يې په بيلابيلو برخوکې مرستې کولې اوافغانانو دهغوى په مرسته سور لښکر په ١٩٩٢ ع کال اړکړ اوهغه دېته مجبوره شو چې له افغانستان څخه خپل ټغرورټول کړې ، دټوليدو سملاسې وروسته هغه اسلامې هيوادونه چې روس ورباندې د ٧٢ کلونو په خپله قبضه ساتلى وه ازاد شول اونړۍ سوپرځواک په صفربدل شو ،له هغې مخکې دخپل وخت يوبل نړيوال ځواک چې پرخاوره يې لمرنه ډوبيده هم په افغانستان کې شرمناک شکست سره مخامخ شوې ؤ .
دتاريخ ترټولو لوى سبق دا ياديږې چې له تاريخ څخه څوک عبرت نه اخلى پرون پدې خاوره کې روس له ماتې سره مخامخ شو او نن يوبل چې خپل ځان دنړۍ سترځواک ګڼې له ماتې سره مخامخ ښکارې او لينګي يې رپيدلې دى او چاړه ورته په اوبوکې ښکاره شويده ، په افغانستان کې يې ډير بوږنونکى ظلمونه وکړل له څو ورځو د ماشوم څخه واخله ترسل کلنووګړو پورې يې په وحشيانه بريدونو افغانان شهيدان کړيدى اودشاوخوا لسو کلونو څخه خپل تندې د افغانستان له غرونوسره جنګوى اوڅه په لاس نه ورځې دشکست په احساس کولو چې مخې ته يې ولاړدى اقرار نه کوې او وخت به پريکړه وکړې چې څوک بريا او څوک شکست سره مخامخ کيږې .
ليک : مسيح الله (عصام)
بى خونده خربوزه
که موږ شکر وويستو زموږ په رزق کې به پراخوالې راشې اوکه مو ناشکرې وکړه نود الله عذاب ډيرلوې دى .
موږ په ژوند کې په کراتو ، کراتو دداسې حالت سره مخامخ کيږو او موږ ته پدغې حالت کې دنړۍ هروګړى له خپل ځان څخه د ښه نصيب او اسوده مالوميږي ، موږ داسمان طرف ته ګورو او الله ج څخه سوال کوو ، چې اى خدايه دازما سره يوازې ولې داسې کيږي ؟
اولدې وروسته موږ خپل ځان د نړۍ ترټولو مظلوم شخص ګڼو ، موږ بريا دتل لپاره دخپلوګاونډيانو ، هم صنفيانو او ملګرو په منځ کې ايښودلو سره ګورو ، زموږ ګاونډيان ، دوستان او همصنفيان کلهچې له موږ څخه مخکې تللې دې نو موږ خپل ځان ناکام ګڼو ، اوکله چې ، موږ هغوې وروسته پريږدو نو موږ خپل ځان کامياب ګڼو ، موږ کله هم د خپل نن په مقابل کې دپرون سره نه کوو ، موږ که کله نن د تيرشوې پرون مخامخ خپل ځان ته رامخته کړو ، نوزما دايقين دې چې موږ به کله هم اسمان طرف ته سر اوچت نه کړو ، اودالله څخه به ګيله ونکړو چې يوازې له ماسره ولې داسې کيږې ؟
موټرسايکل دنړۍ څومره لوې نعمت دى اوياموټر يا درې يادوه بسوې کوردالله تعالى څومره لوې کرم او نعمت دى اويوازې د غاښ ، پوزې ، او ياد غوږنو درد څه ډول مالومې تکليف دې ددې اندازې موږ کولو لپاه ته يوازې يوه ورځ خپل موټرسايکل ، موټرخپل کور کې پريږده اوټوله ورځ دکرايه په موټرو ياملى بسونو کې سفرکولو سره ليدى شو ، ترماښام پورې ددغې معمولې نعمت اندازه موږ ته کيدلې شې ، ته خپل دوه بسوې کورته قلف ولګوه اويوه مياشت دکرايه په کورکې تيرکړه اووګوره اوتهيو ساعت د سرطان ، تبرکلوز اوياددغه ډول مريضانو سره کينه او وګوره ته ته به د خپله بيمارې ، اوکوچنې کور دالله ج يو لوې کرم او نعمت مالوم شې .
لدې امله موږ ته دالله راکړاى شوې نعموته کوچنې ښکارې او موږ هره ورځ وايو چې يوازې له ماسره داسې ولې کيږې ؟
پدې ډول له موږ څخه الله ناراضه کيږې موږ هغه نعموته هيره ؤ کوم چې الله موږ ته د نورو وګړو په پرتله په ډېرمقدار سره راکړېدې ، اودهغه نعمتونه دې چې دهغې لپاره ډير ګړې محتاج او ورته فسخيږې .
يوچلوونکى دخپل بادار غوښتنه وکړه چې زما زوى لس ، لس ساعتونه ويده وې تاسو مهربانى وکړئ هغوې ته دنده ورکړئ چې په کوم روزګار پيل وکړې ، بادار ورته په ډيرې حيرانتيا وکتل او وى ويل ماشاء الله ستازوى څومره د ښه بخت خاوند دې چې لس ساعته اوده وى زه هره ورځ دوه ،دوه ګولۍ اچووم مګر له هغې سره هم ماته خوب نه راځې ، ته وګوره يوتند خپل اوده زوى په ليدو سره وايې چې يوازې له ماسره ولې داسې کيږي ؟
يعنې ګيله کوى اوبل دغې خامۍ ته په فسخيدوليدل کيږې که کوم ډاکټر ددغې مالداره سړى ته د لس ساعتونو لپاره خوب ورولې کيداشې ددې نعمت وروسته ډاکتر ته کرړونه روپۍ ورکړې ، لهذا ددريور دزوى د خامۍ قيمت کرړونه روپۍ دى مګر دپلارد زوى دخامۍ نعمت ته ناکامې وايې .
زه هم ډيرى وخت له دغې کيفيت سره مخامخ کيږم کله چې زه ، د نورو ليکوالانو ليکنې دخپلو ليکنو څخه ښې ووينم يا هغوى بى شميره روپۍ په يوه ورځ کې په ګتلو ووينم چې هغوې د له ماڅخه ډير با اثره ووينم اويا خلک د هغوى ډير صفتونه کوې ، يازموږ پر وړاندې ځينې ژورنالستان دولسمشر ، دجنرالانو ،لوړپوړو چارواکو په شميرو تر پنځلودقيقو پورې خبرې کوې له ماسره اول خويا د هغوې شميرې نه وې اوکه وې هم کيداشې هغوې زما شميرې ته ځواب ونه وايې اويا کيداشې له ماسره دولسمشر شميره هم وې که موږ له هغه سره اړيکه ټينګه کړو نوکيداشې هغه هم انسان دى هغوې ترې څه بل مطلب وانخلې بهرحال ويريږم چې کومه ستونزه راته پيښه نه شې خيرخبره موکوله دخداى دنعمتونو او په منځ کې يې جمله معترضه راغله
نوزما په زړه کې يوځل بيا راغلل چې ياالله دازما سره يوازې داسې ولې کيږې ؟
مګر د ګيلې څخه دوه نيمې لحظې وروسته ماته حضرت لقمان په ياد کې راځې ، زه خپل سر ټيټ کړم اود الله ج لکونه ، لکونه وارې شکر اداء کوم اوپه لوى اواز وخنديږم دژوند په نعمتونو ،دالله ج په مهربانۍ اوپه خپلو برياو چکچکې وکړم چې حضرت لقمان زما محسن دى ، هغه زه له ګيلې څخه وژغورلم ،
لوستونکيه ته هم دا واقعه وليکۀ اود ځان مخې ته يې کيږده ، که چيرته تاته کله هم خپلې برياوې ، دخپلې برخې نعمتونه ، دخپلو همصنفيانو دملګرو او خپلو ګاونډيانو په پرتله نعموته کوچنې محسوس شې نوته چې وايې يوازې له ماسره داسې ولې کيږې لدې دوه نيمې لحظې مخکې دغه واقعه را وباسه او وى لوله ، زما باوردې تاته به خپله نيمګړتيا اوخپله ناکامې ډيره معمولې ښکاره شې .
حضرت لقمان يو مريې ( غلام ) ؤ هغه دکوم تاجر خدمت کاوه ، هغه تاجردهغه د خدمت ، ايماندارۍ ، اوپوهې څخه ډير متاثره شوې ؤ ، بلکې تاجردهغه په عشق کې مبتلاشوې ؤ ، يعنې پرهغه مئين ؤ تاجر دهغه ډير عزت کاوه او محبت يې هم ورسره کاوه ، دتاجردا معمول ؤ چې کله به هم ډوډۍ ته کنياسته اول به يې په خپلو لاسونو دهغه په خوله کې ډوډۍ ورکوله ، اوله هغې وروسته به يې خپله ډوډۍ خوړله ، تاجريوه ورځ په درستخوان ناست ؤ دهغه په مخکې خربوزې ترتې وى يادې خربوزې ډير ګرانې او خوږې وې ، تاجر خربوزه اوچته کړه او غوڅه يې کړه او تره يې دحضرت لقمان دخولې ته نږ دې کړه حضرت لقمان تره په خوند سره وخوړه ، تاجر ترې وپوښتل چې لقمانه خربوزه څنګه ده ، حضرت لقمان وفرمايل : آقا الحمد لله ستاسو په لاس د راکړاى شوى نعمت څنګه بى خونده کيدلاى شې ،تاجر خوشحاله شو هغه دوهمه چاپه ( تره ) هم غوڅه کړه اود حضرت لقمان دخولې ترڅنګ يې کړه لقمان هغه تره هم په ډير خوند سره وخوړه ، تاجردريمه تره هم غوڅه کړه او په حضرت لقمان يې وخوړه لدې وورسته تاجرترى غوڅولې اوحضرت لقمان به هغه خوړلې تردې چې اخرې يوه تره پاتى شوه ، تاجرهغه تره پاکه کړه اوخوله يې کړه کله چې دترې يوه برخه د تاجرپه خوله کې وراغله نوهغه سملاسې له خولې دباندې وغورځوله خربوزه ترډيره حده بى وه دهغې خوړل تقريباً ناشونې ؤ تاجر هغه ته په ډيرغمجن حالت کې د حضرت لقمان طرف ته وکتل او وى ويل : دا خربوزه خو دزهرو په څيرترخه وه مګرتا هغه په ډيرې مزې سره وخوړله ، تاماته ولې ونه ويل :
حضرت لقمان خپل سرټيټ او ډير قلاره اوازيې وويل : باداره ماستاسو د لاسونوڅخه دنړۍ لوى لوې نعمتونه خوړلې دى دا لومړۍ نعمت ؤ کوم چې لږ بى خونده ؤ زما غيرت داسې ښه ونه ګڼل چې زه ديوداسې شخص څخه دهغه دبى خوندۍ ګيله وکړم کوم چې ماته دتل لپاره اعلى نعمتونه په خپلو لاسونو دخپل ځان څخه مخکې راکړيدې ، حضرت لقمان وويل اقا زه ستاددغه مهربان لاسونو داحترام په وجه زهر هم خورم داخويوازې ترخه خربوزه ده دحضرت لقمان د بادار په سترګوکې اوښکې راغلې زه چې کله دا واقعه ياده کړم نوزما په سترګوکې هم اوښکې راشې .
زه فکر کوم چې زه دالله تعالى په مالولې تکليف په ژوند کې دلږ تريخوالې ګيله کوم ، کوم چې زموږ لپاره يوزرو څلورسوه اونوى رنګونو دنعمت څخه برخمن کړې يو ، کوم چې موږ ته په نړۍکې شپږ زره اوه سوه اتلس خوشبوګانو څخه برخمن کړي يو ، کوم چې زموږ د ذهن د تيزوالې لپاره هره ورځ لمر سترګه راليږې او ماښام يې بيره ستنه وې ، اوپه مخلوق کې عزت راپه برخه شوې دې کوم چاچې زه تعبيدار زوى ، مهربان پلار جوړکړې يم ، کوم چې ماته دخندلو حوصله اود ژوند په سختيو کې د مقابلې جرئت راکړي دى ، چاچې زه په خپلو خپو درولې يم ، اوزما سترګوته يې د کتلو مهلت ورکړى دى ، چاچې زما لپاره زما ژوند مهربان جوړکړيدى .زه ددغې الله ج پر وړاندې ګيله کوم
اوزه به هغه ته وايم چې دايوازې له ماسره ولې داسې کيږې ؟ آيا ماته به شرم نه راځې لدې ګيلې څخه وروسته دالله د ورتللو اوهغه هم په کومه خوله ؟
اولدې سره زموږ په ژوندکې ټولى بى خونده خربوزې ، خوندناکې کيږې ازوه دالله تعالى په لکونو ، لکونو وارې شکرونه اداء کوم اوتاسو يې هم شکر اداء کړئ .
ليک : مسيح الله (عصام)
HYPERLINK "mailto:Masihullah_asam@yahoo.com" Masihullah_asam@yahoo.com
دپيغبرانو دنده ( تبليغې جماعت )
په خوله باندې دالله جل جلاله يادول ، په سترګوکې دبى خوبۍ آثار، په تندو باندې دسجدو نښانى ، پراوږو باندې د بستره ، په يو لاس کې اړين توکې په بل لاس کې تسبيح بې شميره ډلى په خپل ځانګړى توګه ډول اوترتيب سره نن په ټوله نړۍ کې په بيلابيلو هيوادونو ، ښارونو ،کلو او بانډو کې داسلام د سپېڅلې دين د رواجولو او خورولو لپاره د الله جل جلاله په لاره کې په ډېر غمجن ډول سره خپل قدمونه په ګرد غباروهلو سره اود اسلامى امت د هريو وګړى په دروازه باندې ټک ، ټک ولو باندې تر سترګوکيږي ، دغو قافلو ته په عرف عام کې تبليغې جماعت وايې ، وويل کيږي چې په څلورويشت ساعتونو کې کوم داسې وخت يا لحظه نه تيريږي ، چه په هغې کې د تبليغې جماعت نقل و حرکت په ګرده نړۍ کې په يوه نه يو ځاى کې جارې وي . ........
په رائيونډ کې کيدونکى اجتماع له حج څخه وروسته دمسلمانانو دوهمه لوه اجتماع ياديږي ، چې په هغې کې دګردي نړۍ څخه په لکونو مسلمانان ګډون کوې ، چې هرکال د نومبرپه ١٧ ، ١٨ او ١٩ تاريخ باندې کيږي ، نن چې ، کوم د تبليغې تحريک په نړۍ کې کوم اواز اوچتيږي ، دهغې بنيادايښودو نکى حضرت مولانا محمد الياس رحمة الله عيله دى ، دهغه دکوښښونو او اخلاص له امله دياد تحريک پيل شويدى ، هغه د شيخ الهند مولانا محمود الحسن په څيرمجاهد عالم څخه د دين زده کړې کړيدى ، بل پلوه ته هغه د خپل وخت قطب الاقطاب حضرت مولانا رشيداحمد ګنګوهې په لاسونو بيعب کړيدى ،يوځل مولانا محمد الياس دخپل استاد محترم ته وفرمايل : زه په خپل زړه باندې بوج محسوموم ، حضرت ګنګوهې ددې خبرې په اوريدولو سره فکرمند شو او وى وويل : يوځل مولاناقاسم نانوتوى رح دخپل استاد حضرت حاجې امداد الله مهاجر مکى څخه دغه ډول شکايت کړې ؤ .
چې حاجې امداد الله صاحب ورته په ځواب کې ويلې ؤ چې الله تعالى به له هغه څخه کارواخلې .
کله چې د تبليغې جماعت بنياد ايښودونکى حضرت مولانا محمد الياس دخپل ځان شاوخوا په غورسره وکتل هرې خواته له دين څخه لرى والې ، دعقائدو خرابوالې اود اعمالو او عقيدو کې يې خرابوالې وليدچې ،خلک په شرک ، بدعت اود بى لاروۍ په تورو تيارو کې پراته دى ، چې له امله يې حضرت مولانامحمد الياس په زړه کې دير غمجن شو، اوامت محمديه ض د اصلاح په سلسه کې فکرمند او پريشان شو ، هغه محسوس کړه کومه ديندارۍ چې له وړاندې يې شتون لره دامهال پاى ته رسيدلې ده ،او نوره هم خپله لمن پراخه وې ، هغه وغوښتل چې په عام وګړو کې اسلام او دينداري پيداشې په هغوى کې ددين يادول ، اوبل ته دښودلو شوق او جذبه يوځل بيا ژوندى شې .
دمولانا حضرت محمد الياس ددين لپاره غمجنې ، بى قراري ، دردمنيدلو د کموالې پرځاى لا ډير والې راغې ، کله به د دين لپاره درمن ، فکرمنداو په بستره باندې به يې اړخونه بدلول رابدلول ، چې بى قرارى يې نوره هم ډيره شوه ، نوپه شپو شپوبه فکرمند ؤ خوب به نه ورتلو، يوه شپه دهغه بى بى محترمې له هغه څخه وپوښتل څه خبره ده چې خوب نه درځې ؟ له څو ورځو څخه ستاسو دغه حالت وينم ، په ځواب کې حضرت ورته وفرمايل ، څه درته ووايم ، که تاته هم هغه خبره مالومه شې ، نو دشپي روڼه ولو واله به يونه بلکې دوه شې ، دهغه د زړه د درد کچه هرهغه شخص په ډيره اسانۍ سره مالومولې شوه کوم خلک چې له هغه سره کيناستل او پاڅيدل ، اودهغه خبرې به يې اوريدلې ، دهغه وس نه کيدو چې د ټولو خلکو په زړونوکې هغه درد چوپ کړې په کوم درد هغه له ډيرې مودې څخه اخته ؤ ، او بيا مولانا محمد الياس رح له سرڅخه د خپو پورې د دعوت تبليغ کارپيل کړ، په ډير زړه خوګاوي سره په هره سيمه کې وګرځيد ، هرڅوک له لمنې څخه ونيول ، هرکور ، کوردروازه يې وټکوله ، په څو څو ورځى ورته خوراک ونه رسيده ، له ګرمۍ او يخنۍ دپرواکولو سربيره يې د دين يعنى دعوت تبليغ ګشتونه وکړل ، اوکله چې ، د هغه د خواهش سره سم خلکو دهغه په اواز باندې لبيک ونه وايو ، هغه مبارک ډير بى قراره شو او په شپو کې به يې د الله جل جلاله په حضور اقدس ژړل اود ټول امت داصلاح لپاره به يې دعاکوله .............
اوبيابه يې خپل همت ، طاقت ، مال ودولت اوهرڅه ددغې کار لپاره قربان اود تبليغ په کار واچول ، حضرت محمد الياس خپله د خپل تحريک په اړه ويلې دي ، چې خلک زما موخه او مقصدنه اوري ، خلک داسې ګڼې چې دا تحريک لمونځ دى ( تحريک صلوة ) دې
مګر زه په قسم خوړلو سره وايم دغه تحريک لمونځ نه دې بلکې زموږ جماعت اوتحريک يوه ځانګړى موخه داده چې ، ټول مسلمانان دحضرت محمد صل الله عليه وسلم راوړې دين ټول په ټوله ياد کړې ، اودا زموږ د تحريک موخه ده چې د تبليغې قافلو ، تګ راتګ دا ددې مقصد لپاه اولنۍ وسيله ده ، او کلمه طيبه اولمونځ زموږ د ټول نصاب الف ، ب ، ت دى .
مولانا محمد الياس ددغې دعوة تبليغ واله کار او طريقه اود شپږ و اصولو سربيره ځينې مطالبى او دينې تقاضې ( اړتياوى ) هم مقرر کړي دى مولا نا الياس ددغه دعوتې سفر او نقل و حرکت دورځو يو مکمل نظام الاوقات ( مهالويش ) جوړ کړيدى ، چې دهغې دلاندې دغه تبليغې جماعتونه خپل وخت تيره وى ، په يو وخت کې ، يووخت کې اجتماع ،په يوه وخت کې تعليم او بياددې ټولو کارونو ترتيب او تنظيم ګوندې دغه تبليغې جماعت يو ګرځيدونکى عبادت خانه ( ګرځيدونکى دينې مدرسه ) اخلاقې او دينې تربيت ورکونکى ځاى دى .
نن په ټوله نړۍ کې تبليغې جماعت دغه د دعوت تبليغ کار په ټول محنت ، اخلاص اوپه نظم سره کوي ، ورځ او شپه دالله تعالى په نافرمانۍ ، ګناهونو ، فسق و فجورو کې ژوند تيره ولو واله لکونه وګړې ددغې جماعت په وسله تهجد کونکى متقيان ، پرهيزګاران اود دين خواته وربلونکى ترسترګوکيږي .
د دعوت تبليغ په څير دکار بېلګه د ګردى نړۍ دکوم مذهب والو سره نشته دى .
هغه لحظې کومې چې دالله واله په ملګرتيا کې تيرې شې هغه لحظې ډيرې قيمتې وې ، په لږ ژوند دنړۍ کې دبريالى ژوند تيرولو واله اوپه اخرت کې د برياو يوه وسيله جوړيږي .
وماعلينا الا البلاغ
ليک مسيح الله عصام
دعبرت ځاى دى تماشه نه ده .
په ليبيا هيوادکې د څلورولسيزو ډيرې بادشاهى کولو وروسته قذافى دخپلو هيوادوالو په لاسونو په ډيره بى رحمۍ سر ووژل شو اوباغيانودهغه مړى په سرکونو کش کړ ،اوهغه يې په ټرک لدى لپاره کيښودچې دخلکولپاره يوه نښانه وى ، دهغه په مرګ عامه وګړو خوشالى څرګنده کړه کومو خلکوچې د ٤٢ کلونو پوري خپل مشر ټاکلى ؤ دهغوى په اندهغه په ډيرسپک مرګ ووژل شو، له اتومياشتوپه خپل منځي جنګ جګړو کې له ديرشو څخه ترپنځه ديرشو پورې کسان وژل شوې دى ، ترټولو دردونکى ځاى دادې چې دوژلو واله هم مسلمان دى او وژل کيدونکى هم مسلمان دى اود اسلام دښمانانوته هم داسلام پورې دخندنى موقع په لاس ورغلى ، اودهغوى هغه الزام ته مضبوط والى په برخه شويدې ، چې دهغوى په اندمسلمانان ديوبل وينى بهوې ، انتقام ، وحشت اود وينى بهولو دهغوى پخوانى عمل يا روايت دى ، په پايله کې اسلام بدناميږې ، قذافى يوسوچه بادشاه ؤ چې دجمهورې نظام يومخالف ياديده ، په اولنو پيړيوکې د مسلمانانو هيوادونوچې کوم حکومتونه ؤ خليفه ، بادشاه اوشيوخ به بادشاهان ؤ په اسلام کې د جمهوريت لپاره کوم ځاى نه نشته ، په جمهوريت کې خلک شميرل کيږې او تلل کيږي نه ، که حکمرانان دعامو وګړو خيال وساتى دعامه وګړو دخدمت دجذبى په کچه برابر وى چې په شپوکې ګشتونه وکړې ، دکونډو او يتيمانو دغم د درد لپاره به ټکورشې چې په خپله اوږه باندې دخوړلو توکې دهغوى ترکوره ورسوې ، چې هغوى خنديلې نه وي ترهغې پورې دهغوى لخوا ولاړ نه شې ښه او نيک عمل که غيرمسلم هم وکړې پدې نړۍ کې خپله برخه ورته رسيږې ، جنرال ډيکال هم په فرانس باندې ٤٠ کاله حکومت کولو وروسته ولاړ، خلکو وويل باغې اديب سارترولى نه نيولې ډيکال وويل ايا فرانس ونيسم ؟
ډيکال دفرانسې دډيرى وګړو دخوښي حکمران ؤ دجنوبى افريقا مشر نيلسن منډيلا دخپل هيواد د ازادى لپاره ٢٧ کاله زندان تيرکړه ، دچونى په کان يامعدن کې دکار کولو په وجه يې ديوى سترګې ديد هم له لاسه ورکړې ، مګرد سمت حکومت درڼا څخه د ژغورلولپاره عينکى هم نه دى ورکړى هغه ليکلې دى ته چې په زندان کې دهغه دميرمنى خط د هغه لپاره په ګرم بيابان کې داوبوديوڅاڅکى په څيرؤ ٢٧ کاله وروسته هغه ته ازادى ورپه برخه شوه ، نود ولسمشرۍ ماڼى ته د ورداخليدو پرځاى د ميزرى د چت واله کورته ولاړ ، دوه کاله وروسته ولسمشرشو اوله هغې وروسته يې په خپله خوښه تقاعد واخيست او حکومت يې عواموته پريښود، نيلسن منډيلا نړۍ وال اتل دى برتانيې ته ولاړ او په پارليمان کې د مهمان خصوصى اعزاز واخيست ، موخه داچې هرکه خدمت کرداد خدمت شد ، قذافى هم ځينې ښه کارونه کړي ؤ ، دتيلو د دولت څخه يې که ذاتې فائده اوچته کړې ده نودعوامو لپاره يې ټولګټې پروژې هم سرته رسولې ، دليبيا هيواد مخه يې بدله کړې ، په سواحلوکې يې د سمندرې بيړيو او جهازونو آډې اود الوتکو لپاره يې هوايې ميدانونه ،سرکونه او پولونه هم جوړکړيدې ، په صحرا( بيابان ) کې دصبا په نوم درى ښارونه هم ابادکړيدې ، بريښنا ، ګازاودابولپاره يې پايپونه نم غزولې او ترټولو لوى کاريې دا کړې چې ، حرص کونکو ، امريکا ، فرانسه او برتانيه ته يې دليبيا دتيلو څخه په واټن کې ساتلى اوهغوى ته يې اجازه نه ده ورکړې چې دهغوې تيل هړپ ( چې شخوندپرې ونه وهې ) کړي لدې امله يادو هيوادونو باغيانو سره ډيره مرسته وکړه ، د ناټو هوايې الوتکو بمونه وورول ، په ١٩٨٤ کال کې په اسکاټ ليند کې يوه هوايې الوتکه دويشتلووروسته رانسکوره کړاى شوه ، نو لويدزوالو اوپه ځانګړى ډول امريکا کې ډيره غوغاپيل شوه ، دامريکاولسمشر رونالډريګن دقذافى پرخلاف سپکه لهجه وکاروله قذافى هم ورته غاښ ماتونکى ځواب ورکړ ، چې يوفلمې ايکټردې خپل اوقات نه هيروې ، روښانه دې وې ريګن په پيل کې يو فلمې ستورى ؤ ، افسوس خودادى چې ، نه مسيحيان په خپلو منځوکې جنګيږې نه يهود وهنود نه نصارى نه اسرائيل په پخپلو کې جنګيږې په هرځاى کې مسلمانان په خپلومنځوکې سره جنګونه کوې ، په شام کې بغاوت خوردى ، دافغانستان ټول تاريخ د جنګونو ډګ پروت دى ،سردار محمد داود ووژل شو ، بادشاه غازى امان الله خان ، ملکه ثريا اوظاهرشاه دجلاوطنۍ ژوندتيرکړاوله دنيا څخه ولاړل ، نن چې څه کيږې هغه دنړۍ په مخ کې دې ، په عراق کې د صدام حسين سره څه وشول ، جردان اوپه کويت هرځاى کې مسلمانان په خپلو کې جنګونه کوې ددې يوازنۍ وجه داده چې په دوى کې دتعليم کچه کمه ده ، علم انسان ته انسانيت ورښايې ، زموږ په هغه نعموتونو کې کوم چې وموږ په ځمکوکې ، دريابونو ، غرونو اوسمندرونوکې خواره کړې چې ته دهغوې څخه فائدې واخلې ، او زموږ شکرپرځاى کړې .......؟؟
دمسلمانانو غميزه داده چې ، ايډيسن د بريښنا بلپ ايجاد کړاوتوره شپه يې په ورځ بدله کړه ، ميډم کيورې ريډم ايجاد کړ اوپه کرړونو دسرطان مريضانوعلاج يې وکړ ، فليمنګ انسولين ايجاد کړ اوپه کرړونو بلکې په کهربونو دشکر مريضانو ژوند يې وژغوره ، او مسلمانان دې چې دعلم ساينس ويلوباندې دکفرفتواوى صادروې اوهغوې د ايجادونو څخه خپلې فايدې اوچته وې .

