د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کل مسکر و مفتر حرام

یوسف ظریفي (فقیرزی) 06.04.2012 21:03

د پښتو ژبې نومیالی شاعر لیکوال او د تورې او قلم څښتن خوشحال خان خټک بابا په خپل کتاب (دستار نامه ) کې د ښه ځوانان تر عنوان لاندې داسې کښلي دي :(جهان په دوه توکه انتظام او قیام لري .
په علم او توره : که توره نه وي ، علم بې قوته دی قوت ئې توره ده ، د علم څښتن محتاج د تورې د څښتن دی د تورې څښتن محتاج د علم د څښتن دی.
ښه ځوانان هغه دي چې دا دواړه توکه ولري په یوه لاس کې کتاب په بل لاس توره .)
دا څه وخت کیدای شي ؟
چې ځوانان د علم په ګاڼه ځانونه سمبال کړي او دا هله کیدای شي چې ځوانان د نشه يي توکو له استعمال څخه ځان وژغوري ځکه چې مخدره مواد هغه توکي دي چې د بدن په فعالیتونو باندې ډول ډول بدې اغیزې کوي او د دغو فعالیتونو د کمزورتیا سبب ګرځي .
په نشه یي توکو د روږدو خلکو د بدن مقاومت ضعیف وي او تل ناروغه کیږي .
نو راځئ چې د نشې د مخنیوي په اړوند خپل دیني ، اخلاقي او ټولنیز مکلفیت سرته ورسوو ، ځکه چې نشه د بدمرغۍ پيلامه ده همدا نشه ده چې د ماینونو په څیر انسانان معیوبوي او لمنځه يي وړي .
د نشه يي توکو ( شراب ، چرس ، سګرټ ، اپين ، کوکین ، مورپين ، هیروین ......) دې ته ورته د نورو ناوړه اعمالو رواجول ، پلورل او دیته لارې برابرول حرامه کړنه ده ترینه باید ځان ساتنه فرض وګڼل شي او ځان ساتونکی ئې د کامیابۍ او د الله (ج) د رضامندۍ وړ دي ځکه خو د نړۍ ستر واکدار بښونکي او پالونکي خدای (ج) فرمایلي دي : ( ژباړه : ای مومنانو ! بیشکه چې شراب ، قمار ، بتان او غشي پلیت دي او دا د شیطان کار دی نو ځان ترینه وساتئ د دې لپاره چې نجات ومومئ )
الله تعالی خپل بنده ګان د خپلو اوامرو څخه اطاعت کولو او له نواحیو څخه ځان ساتلو ته رابولي او ورته امر کوي چې شراب مه څښئ ، ځکه عقل ګډوډوي ، له منځه ئې وړي او د سالم فکر کولو څخه ئې اړوي .
همدا شان د الله تعالی محبوب پيغمبر او د مسلمانانو ستر لارښود حضرت محمد (ص) هم د نشه يي توکو منع کړېده او داسې ئې فرمايلي دي :
(کل مسکر و مفتر حرام ) الحدیث
ژباړه : هر نشه کوونکی او سست کوونکی څیز حرام دی .
په دې پوهیږئ چې نشه له څه شي څخه پيلیږي ، هوکی ! نشه له امتحانولو او څکلواو د خرابو خلکو سره د ناستې او ملګرتوب څخه پيلیږي ، نو مونږ هیڅکله باید داسې عمل ونه کړو چې بیا ترې پښیمانه یو چې بیا به پښیماني هیڅ ګټه ونه کړي .
نو راځئ چې خپل راتلونکی په خپله وسنجو او د نشه يي توکو څخه ځان وژغورو ځکه چې په نشه يي توکو د روږدو خلکو د بدن مقاومت ضعیف وي او تل ناروغه کیږي .
نور خپلې خبرې رالنډوم او په اخیره کې ټولو انسانانو ، افغانانو او په ځانګړي توګه ځوانانو ته د پیغام په ډول وړاندیز کوم چې نشه د ژوند تباهي ده ، راځئ چې خپل ژوند له تباهۍ وژغورو .