نری ملک : لنډ ه کیسه
28.03.2012 19:41نری ملک ریشتیا ملک نه و ، خو بس ا سې خلکو په دې نا مه مشهور کړی و . د وجود نه خو نری و، لیکین د ملکۍ نوم ورپورې ځکه خلکو
تړلی و چې په هرځا ی او هره پیښه کې به حا ضرو . غټې غټې خبرې به یې کولې . د جمې (خبرو) او منجړس وا ک به یې د ټکه خپلا وه او
بل چا ته به یې وا رنه ورکا وه . په هر وا د ه او ښه بد ه کې به یې چې یو ځل د خبرو نوبت ونیو بیا نوبل چا ته مجا ل نه وچې د کومې نوې
زړې په اړه خوله وخوځوي . بس یوا ځې هم د د ه خبرې به د کا ڼي کرښه وې . او د ا ځکه چې د منجړس اوقي به همد ې ونو . د هغه خبرې
به په تیره تیره د هروخت د حکومتونوپه پلوۍ وې . سیپتونه به یې ورله کول او په دې به ډ یرخوشا له وچې ولسوا ل یا قوما ند ا ن به ورنه
خبریږي ا و د ه ته به شا بسی وا یي . یوا ځې شا بسی نه ؛ بلکې که د چا د کا ر د پا ره وروا سطه شي نو زر به یې ورله خلا ص کړي او له هغه
سړي نه به د ی خپله لونګۍ مونګۍ هم وا خلي .
که د خبرو او چوتا رۍ له کبله یې د نري ملک لقب نه وي ګټلی نو ښا یي په کورنۍ کې به یې پخوا پخوا کوم ملک تیر شوی وي او کوم
سپین ږیري به ورله د هغه دغه د نیکینې میرا ثي نوم ور کړی وي . هرڅنګه چې وی ، وي به ، خو ا وس ا وس هغه نه یوا ځې چې په خپل
کلي کې په نري ملک مشهورد ی ؛ بلکې په ټوله سیمه کې یې خلک په همد ې نا مه پیژني ، خو خپل نوم یې « زرمحمد » و .
نری خو نری و ، لیکین د ونې نه هم لو ړ چینا ر و . بس هغه د چا خبره وه چې :
په ملا نری په کولمو چنګ ***** موریې د زا ړې غوا شو د ه ورکړي د ینه .
د ا په ملا نری په کولمو چنګ بس د خد ا ی تعا لی یو را نا زل شوی آ فت و آ فت . . . ، بلکل یو آ فت . . .
چې څنګه یې شونډ ه توره شوه او وخت ووا هه ، په بد ا خلا قۍ یې سر شو . په هر ګوډ او چنه به جینکو ته ښکته پورته کید و او د ښو ښو
کورنیو نومونه به یې بد ول . د ا چې د ه ته به په لا س څه ورتلل که نه ، خو د یوې درنې کورنۍ جینۍ به یې هو بهو په ډ یرو کتلو کتلو اوهروخت
څوکید و بد نا موله .
که د یوې خوا نه د کلي په کچه په یوه متبره کورنۍ کې پید ا شوی و ، نو د بلې خوا نه د مور د ریم څلورم زوي وچې د ورکوټیوا لي نه یې ښه په
نا زولتو ب کې را لوي کړی ؤ .
د کلي په سو یه یې د یوې بلې شتمنې کورنۍ د لور سره ورله واد ه وکړ چې د کلیوا لو په وړا ند ې (مقا بل کې) د د ې د وو کورنیو لا س یو شو .
ښځه خو یې د خد ا ی په بد رنګو بد رنګه او ښه غټه خړمبو وه ، لیکین د ه ورته د هغې د کورنۍ له برکته کومه « د و ړه د با ب » نه شوکولای
او ښه ګو زا ره یې ورسره کوله . د ا چې د کورنه با ر(بهر) به هغه څه کول ، یوا ځې خد ا ی ته ما لومه د ه .
*****
ډ یر کلونه تیر شول . نري ملک ته خد ا ی پس له یو پګړ(د رجن ـ ټولګي) نو ڼو نه یو زوي هم ورکړ . زوي یې زلمی شو ا و د پلا ر په شا ن یې
په بله متبره کورنۍکې وا د ه وشو . د هغه هم ا ووه ا ته نو ڼه وزیږ ید ې . د نري د ا نوسیا نې لکه د هغه د نو ڼو په څیر یو وخت وا ده شوې . د د وی
هم نو ڼه زا من وزیږ ید ل . نری ملک نن سبا د نوسو کړوسو خا وند او د کود و ( د کړوسو بچي ) په ا نتظا ر و . د خد ا ی کړه وو میرمن یې د
کړوسو ( د نوسوبچي ) د لید لو نه وروسته ، د ډ یرې ا و ږد ې نا روغتیا له کبله خپل پور پوره کړ .
نری ملک د میرمنې د مرګ نه لنډ ه مود ه ورو سته د بل وا ده په لټه کې شو . ا خوا د ې خوا ترور ترور ګرځید و را ګرځید و او د یوې نیمې زړې
سره به یې په ګوډ چنه پسپسي او بوڼبو ڼي هم کول . پخوا یې هم بل وا د ه ته ولي تخنید ل ، خو د خو ا ښې او سخر(خسر) له ویرې یې سر هم نه شو
خوځولا ی . اوس یې د مخې لوړې ژورې ا وارې او با نه يې جوړه شوه . نوسي کړوسي خو یې ډ یر وو او نورو اولا د ونو ته یې هیڅ ضرورت هم نه و ، لیکین د د ه شوق دې ته کید وچې د یوې پیغلې جینۍ سره د هغې د نا ویتوب جشن ولما نځي .
د « ګلي » ما ما سره یې ما رچه ( د سود ا کولو معا مله ) ووهله . د هغه د مشر زوي د لو رسره یې کوژد ن وکړه او خپله یوه نوسۍ یې د
ګلي ما ما یوه بل زوي ته په بد ل کې ورکړه .
د ګلي مشر زوي توکل خا ن د نري ملک د زوي نه ډ یر کشرو ، خو یره : لور یې په کلي کې د ښا یست بله سیا له نه لرله . نري چې د ګلي
نوسۍ کوژد ن کړه نو د کلي لویو وړو پې د نا لتونوبا را ن جوړ کړ . هغوی به و یل :
ــ د د ه د څه کموت و ؟ څه ضرورت یې لا ره چې په د ې سپین ږ یر توب کې د نوسۍ کړوسۍ په څیر یوه وړه جینۍ ود وي . پښه یې د ګور په غا ړه د ه . ځینو به ویل چې :
ــ پیسه یې ډ یره شوه . له هرې خوا ورته را روا نه د ه نو څه پې وکړي ؟ یو سړی د ی او . . .
بل به په کې را ود نګل :
ــ یره : چې پیسې یې ډ یرې شوې نو جوما ت د ې جوړ کړي ، سرک د ې ورغوي ، روغتون سره د ې مرسته و کړي ، د ښوونځي و د ا نۍ د ې ابا ده کړي ، د خد ا ی د نا مې خیرا تونه دې ورکړي او . . . نه د ا چې د پرد ۍ ما شومه لور د نا وې په جا مو کې کورته را ولي او بیا هغه کمبخته ا سې لا س تر زنې نا سته وي . په هغې یې هم غا ړه بند یږي . ــ بل به ویل : نری اوس د ا تیا د وه کم ا تیا کا لو سړی دی . سبا به مړوي او د ا وړه ما شومه چې را وا د ه کړي نو ځوا نه جا نه به کونډ ه شي . د هغې سپیرې د خولې نه لا د شود و بوی ځي .
ــ بل به په کې را وغورځید و . یره : ستا سویې پې څه ؟ وا یي چې « نه کا ر ، هلته څه کا ر » ؟ نری ملک پوشه او ګلی ما ما او د د وی د ا نوی « ما رچه » . *****
نري ملک ښه په ډ نګه ډ ونګه « سره » ډ ولۍ کورته یو ړه . خد ا ی دې لري( نا م خد ا ) نوڼه او لمسیا نې یې ډ یرې وې . زیا تو کلیوا لو پې بد ویل ، خو ځینو ځینو اړو کسا نوبه ورته شا ترغې او خوشا مند ې هم کولې . په متا زۍ متا زۍ او غوړه ما لۍ سره به یې ورته ویل : د ا نوی وا د ه د ې مبا رک شه . خد ا ی به ډ یر زر نر زوي د رکړي . مونږ لاسونه لپه کړي د ي .
*****
د وا د ه څو ورځې تیرې شوې . د خلکو پا م هم بلې خوا ته وا ووښت . نر ی ملک د کوره چند ا نې نه راوتو او که را وبه وتو هم ، غړند غړند به ګر ځید و . ډ بې چنې ته خو هډ و نه را نیژ د ې کید و ، لیکین په جوما ت کې به کله کله د ما نځه په وخت کې را ښکا ره شو . د ورځونه یوه ورځ
نری د هغه شل کا ري ( ا رکا ره ) ملا سره چې د د ه ډ یر نیژ د ې د وست ا و ټول را زونه یې ورته ما لوم وو ، مخا مخ شو . د ې د ملا په جا مه ملا به پخوا تل د هغه د پا ره په جینکو کوډ ې او تا ویزونه هم کول . کله چې په جوما ت کې د واړه غوږ په غوږ شول نو په پسپسو (پسپسکو) یې پيل وکړ .
ملا صیب ته یې د تیرو څو ورځو ټول پټ پټ را زونه وو یل . هغه ورته د واره د خپل علم په برکت هرڅه ټکي په ټکې بیا ن کړل . ملا ورته وویل :
ملک صیب د ا چې د وا د ه په لومړۍ شپه د ر با ند ې کټ ما ت شو او د وا ړه ښځه ـ میړه په ځمکه پریوتلئ او بیا د ا د ومره ورځې ستا په وجود کې د د ې شیمه پید ا نه شوه چې تا د دغې تنکۍ پیغلې چې د جنت حورې او د اومو شود و پیروي ته ورته ده ، د ښځیتوب حق ور ا د ا نه کړ نو ما ته د اسې ښکا ري چې په تا با ند ې چا کوډ ې او تا ویزونه کړي د ي . په سیما نو یې ښه ټینګ ګنډ لی یې !
زه به د رله د د ې ټولو چا ره ولټو م او یو د اسې پو خ تا ویز به د رته که خد ا ی کول ښکل کړم ( ولیکم ) چې ډ یر زر د یو زوي خا وند شې .
ملا صیب ورله ډ یره مود ه ، تا ویزونه څښتونه وکړل ، خو نري ملک د دغې تنکۍ پیغلې د ښځیتوب حق پوره نه کړا ی شو . « پري » خو لا په پیغلو کې هم نه شمیرل کید ه . ځکه چې لا ترد غې د مګړۍ پو رې ا تلس کلنۍ ته نه وه رسید لې . او چې د د غسې تنکۍ پیغلې څښتن ا تیا کلنۍ ته نیژ دې وي نو ګــــــــــــــــــــــــر سره په د رو او د رملو لا هم نه را پا ریږ ي . « پا ی »

