د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لغمان ولايت کې مطبوعاتي غونډه وشوه

سباوون ساحل 26.03.2012 19:02

په لغمان ولايت کې د افغان دولت او يو سايډي له لوري د پلي شو پروژو د عامه ښيګڼو تر عنوان لاندي د اطلاعاتو کلتور رياست له لوري د سيار مطبوعاتې دفتر په ګډه همکاري  مطبوعاتي غونډه وشوه.
په ياده غونډه کې د لغمان والي محمد اقبال عزيزي د اطلاعاتو او کلتور رئيس فيضان الله پټان او يو شمير قومي سپين روبو ګډون کړي وه.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه او وروسته له تلاوت څخه د لغمان  داطلاعاتو او کلتور رئيس فيضان الله پټان د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست د ويلو سربيره پرانستونکې وينا واوروله .
د اطلاعات او کلتور رئيس له خبرو ورستو د لغمان والي محمد اقبال عزيزي د غوڼدي ګډونوالو ته خبري وکړي او په لغمان ولايت کې يې د يو سايډي له لوري پلې شو پروژو په ارزښت رڼا واچوله.
 نوموړې ټول هغه پروژي چې په دغه ولايت کې د يو سايډ له لوري پلې شوې دي اړيني وبللي او د يو سايډي له اداري يې مننه وکړه.
له والي وروسته د لغمان ولايت يو تن قومې مشر امين الدين رسولي هم خبري وکړي او د لغمان ولايت د يو اوسيدونکي په توګه يې هغه ټولي پروژي د لغمانيانو لپاره ګټوري وبللي کومي چې تر دي دمه په دغه ولايت کې پلې شوي دي .
قومي مشر رسولي له افغان دولت نه مننه وکړه چې په دغه ولايت کې د يو سايډي په مټ ګڼي ټولګټي پروژي پلي کړي او د ځاي ميشتو ګڼي ستونزي پري هواري کړي دي
د غونډي په دوران کې د ژورنالستانو مشر شاه ولي نيازي د سياري له مطبوعاتې دفتر څخه هم مننه وکړه چې د دغي غونډي په جوړولو کې ډيرزيار ګاللي وه .
د غونډي په ورستي برخه کې د سياري دفتر له لوري ترتيب شوي ډالي د غونډي په ګډونوالو وويشل شوي او د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري چې قومه لونګي د ډالي په توګه برابره شوي وه د لغمان والي محمد اقبال عزيزي له لوري په ختيځ کې د سياري مطبوعاتي دفتر مشر مجيب الرحمن ته ورپه سر شوه
له دي وروسته د قاري روح الله فياض په دعا سره دغه غونډه پاي ته ورسيده.