د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا یو ازاد شعر دی ( وم ولاړه هدیره کی )

محمد هارون ناصری 04.03.2012 11:53

انجلۍ ومه ماشومه
ددانیا له غمو لری
ګرځیدمه په کوڅو کی
له سحره ترماښامه
کله لوبی مو کولي
یا د سترکو پټپټوني
یا کوډۍ می کینولي
یا خوړل به مو ټالونه
بیابه څوک په کوڅه راغی
کړه مستې به ېی را خرابه
بیا به ما سره همزولو
دکوڅې په کوز یا برکی
تمبلونه ډبولو
بی پروا وه له دنیا نه
شپی دارنګ سبا کیدلی
خو یو ماښام هم داسی راغی
ناخبره یو ماتم شو
هر خوا ته شوه کردونه
زوړ او وړ منډې وهلي
لوپټي له ښځو پاتی
دوی سرتوره حغلیدلی
زه هم نورو سره یو ځای
شومه ورکه په ګردو کی
هر چا خپل کورته کړه منډه
زه هم خپل کورته راهی شوم
مګر نه می وه جنګړه
نه په ونو کی ټالونه
نه کوډی نه نه تمبلونه
دې وحشی او ځناورو
په کمان دترهګرو
په بمونو لولپه کړه
نه مې مور وه
نه می خور وه
نه می پلاروه
نه ورورکی
نه دکور وه کومه نښه
زه د شنه اسمان دې لاندی
په سلګو سلګو یواځی
بی اسری اوبی جونګړی
بس لوی څښتن په هیله
وم ولاړه هدیره کی


خاطره : دا یو ازاد شعرده چې ده زړه له درده مې ویل ده کله چې پردیو طیارو زمونږ د هیواد کلې بمبارکړل دا شعر می ذهن ته راغی او ومی لیکه

215 میوند قول اردو هلمند