د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رشوت، فساد اوبشري حقونه

طارق:څار 05.02.2012 10:38

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په دې ليکنه کي هڅه شوې ترڅوپه اوسنۍ واکمنه افغان اداره کي د داسي ناوړي پديدو(ښکارندو) د مخنيوي په اړه رغنده گامونه واخيستل شي چي د هغې په شتون سره موږ نه شو کولاى چي په سياسي ، اقتصادي او ټولنيز لحاظ پرمختگ وکړو اويا هم په نړۍ کښي په لوړو ستوگو ژوند وکړو ؛ چي هغه ناوړه پديدې دي فساد کول، رشوت اخيستل،بشري حقونه ترپښولاندي کول او له واک څخه ناوړه گټه پورته کول .

 موضوع پر اوو  برخو وېشل شوې

١ :  فساد ،او ډولونه يې.
٢ :د فساد دمخنيوي لپاره د اساسي قانون پرېکړي .
٣ : د پوليس او مامور دنده په ټولنه کي .
٤ : رشوت اوفساد داسلام له نظره .
٥ : بشري حقونه .
 ٦ : د فساد د مخنيوي لاري او څو رغنده وړانديزونه .
٧:رشوت اوفساد  د ادبياتو له مخي.

الف : د فساد معنوي پېژندنه  :

فساد دسياست په قاموس کي په لغوي لحاظ داسي مانا سوى دى .

١ : فساد ، ظلم او سيتم .

٢ : فساد ، شرارت او بدکاري.

٣ : فساد ، دتباهۍ عمل.

٤ : فساد ، فسق او فجور.

٥ : فساد ، کينه او دښمني .

٦: فساد ، د ريښِتنولۍ ناروغي .

٧ : فساد ، نابودي او بربادي .

٨ : او فساد ، کاملآ تباهي .

فسادي څوک دى ؟


فساد اچوونکى ، فساد راوړونکى ، فسادکوونکى ، فاسد فکر کوونکى ، فساد جوړونکى ، دفساد بنسټ ايښودونکى  او فسادکاره دا هريو په خپل وار فسادي دى .



 سياسي فساد ،په حقوقي لحاظ قانون تر پښو لاندي کول او له سياسي واک او

ځواک څخه  ناوړه گټه اخيستني ته سياسي فساد (يا پوليټکل کرپشن ) ويل کيږي .


د مثال په ډول :

١ : له ملي او دولتي شتمنۍ څخه د ځان په گټه کاراخيستل .

٢: د خپل صلاحيت څخه تجاوز اوتېرى .

٣ : په قضايي چارو کي د مامورينو او زورواکو غيري قانوني لاسوهنه .

٤ : خپله دنده او وظيفه په ښه توگه سرته نه رسول .
٥ : په خپل معاش سره قناعت نه کول او په نامشروع ډول پيسې لاس ته راوړل .

٦ : د هيواد او دندي سره وفا نه کول .

٧ : درشوت اخيستل .

٨ : په غيري قانوني توگه د اولسي و گړو روحي او فزيکي شکنجه .

٩ :



ب :د فساداو زورواکۍ په اړه د اساسي قانون پرېکړه :


١ : دافغانستان داساسي قانون د ( ٧٥ ) مادې دريم بند  له مخي دعامه نظم ټينگول او دهر راز اداري فساد له منځه وړل د پوليس دنده ده .

٢ : د اساسي په ( ٥٦ ) ماده کي راغلي د اساسي قانون د حکمونو پيروي ،د قوانينو اطاعت ، د عامه نظم ساتل او ټينگول د افغانستان د هر وگړي وجيبه ده او د قانون څخه بې خبري عذر نه گڼل کيږي .

٣ : د جزا قانون ( ٢٧٧ ماده ) : که دعامه خدمتونو گمارل شوى د خپلي دندي د صلاحيت څخه په گټه اخيستني سره دچاکور ته د هغه له اجازې او دهغه له خبرېدو پرته ننوزي په دوه کاله بند او ترڅلورويشت زره افغانيو پوري جريمه کيږي .
 
٤ : هيڅ نيول شوى بندي بايد ونه ځورول سي اونه يې هم سپکاوى وسي .

٥ : د اساسي قانون ( ٣٠ ماده ) ، هغه څرگندوني ، اقرار اوشاهدي چي دمتهم يا بل شخص څخه په زور اوشکنجه تر لاسه سي اعتبار نه لري .

٦ : پوليس هغه وخت وسلې څخه گټه پورته کولاى سي چي ځنډ دده اويا بل چا د مرگ لامل گرځي .







ج  :  د پوليس او مامور دنده په ټولنه کي :

١ : د کوم توکميز توپير پرته دافغانستان د ټولو وگړو د حقونو ساتنه .

٢ : دقانو رعايت او درناوى .

٣ : ټولني ته نږدې کېدل .

٤ : دهر ډول فساد په وړاندي مبارزه .


٥ : د جرم دمخنيوي لپاره وقايوي تدابير نيول .

٦ : پر وخت دجرمونو کشفول .

٧ : د شخصي او دولتي شتمنيو ساتنه .

٨ : د نشئ توکو دکرلو او قاچاق په وړاندي مبارزه .

٩ : د سازمان شوو جرمنو مخنيوى .

١٠ : له دولتي ادارو سره همکاري .

١١ : د ترافيکي چارو سمبالول.

١٢ : د پيښو او ناڅاپي حالاتو په وړاندي د مبارزي لپاره تدابير نيول او لازم گامونه پورته کول.

١٣ : د طبيعي پېښو اوآفتونو له امله له ځپل سوو کسانو سره لازمه مرسته .

١٤ : وقايوي اومجادلوي فعاليتونو ته د عامه همکارۍ جلبول .

١٥ : د سرحدونو ساتنه او څارنه .

١٦ : له سرحدونو او هوايي ډگرونو څخه د تېريدونکو کسانو کنټرولول.

١٧ :د مالونو دقاچاق مخنيوى .

١٨ : د ملي حاکميت ضد تحريکونو پر مهال مناسب او ضروري گامونه پورته کول .

١٩ : د سرحدي ترافيکو خونديتوب .

٢٠ : د گاونډيو هيوادونو له سرحدي پوليسو سره همکاري او اړيکه ټينگول .

٢١ : له بيري ، شکنجې اوتهديد څخه د خلاصون حق .

٢٢ : فکري خپلواکۍ ته درناوى .

٢٣ : د ښځو او ماشومان بايد په شخصي اوعمومي ژوند کي له فزيکي او روحي تاوتريخوالي څخه و ژغوري .

٢٤ له مشکوکو او تورنو ښځينه سره بايد ښځينه پوليسي دتحقيق له پاره وړاندي شي .

٢٥ : پوليس بايد تر اتلس کلنۍ لاندي مجرمينو ته ځانگړى پام وکړي او د هيواد داساسي قانون له مخي ورسره مناسب چلند وکړي .

٢٧ : له زور، واک او وسلې څخه گټه پورته کول بايد له قانون سره سمه ، مناسبه او ضروري وي .

٢٨ : د افغانستان د اساسي قانون لومړي فصل او دوهمي مادې پر اساس د نورو اديانو پيروان د خپل دين په پيروي او دخپلو ديني مراسمو په اجرا کي د قانو د حکمونو په حدود کي آزاد دي .

٢٩ : پوليس بايد ټول قوانين ومني او پلي يې کړي .  


د : فساد او رشوت د اسلام له نظره :

د اسلامي اقتصاد له بنسټونو څخه يوهم د رشوت د ناوړه پديدې پر ضد مبارزه ده  چي د اسلامي قانون له مخي رشوت اخيستونکي ، رشوت ورکوونکي ته ددوږخ د اور سزا اورول شوې ده .او هغه پيسې چي له دي لاري لاس ته راځي حرامي او ناروا بلل سوي دي .
خو يوې لويي بلا چي له لرغونو زمانو څخه دبشر لمن نيولې ده او لا نن هم په شدت سره مخ ته ځي همدا رشوت دى .
همدا رشوت دى چي د ټولنيز عدالت مخه يې ډب کړې ده ، او دقانون واک د زورواکو په گټه څرخي ، زورواکي او واسطه لرونکي توانيږي چي د قانون له سترگو څخه خپل جرايم پټ وساتي  اوقانون دځان په گټه استعمال کړي ، دلته نو د قانون يوازي نوم اوسمبول پاته کيږي نور څه نه .
د فساد په اړه زموږ ستر لارښود حضرت محمد ( ص ) سپېڅلى حديث دى :

ژباړه : الله ج پر رشوت اخيستونکي ، رشوت ورکونکي او ددوى تر منځ پر اړيکه ټينگونکي لعنت ويلى دى ( ابن ماجه ، ٢٣٠٤ ) .
قاضي ته ځکه بازار ته د تللو جواز نه دى ورکړل شوى چي نه ويل کيږي د خرڅوونکى له بيري قاضي ته په خپله بيه کي تخفيف او ټيټوالى راولي .


ر :د  بشري حقونو ساتنه :

١ :  د افغانستان د اساسي قانون په (٢٢) ماده کي راغلي ، د افغانستان وگړي نارينه دي اود که ښځينه د قانون په وړاندي مساوي حقونه او دندي لري .

٢ : دبشري حقونو تضمين په افغانستان اونړيوالو نافذه قوانينو کي سوى دى .

٣ : د افغانستان د اساسي قانون د ( ٢٩ ) مادې له مخي د انسان په عذابول ممنوع دي .

٤ : هر څوک بايد ديو انسان  په توگه د خپلو ټولو بشري حقونو برخمن سي .

٥ : هرڅوک د انسان په توگه دانساني کرامت څښتن دي .

٦ : د بشري حقونو موخه د هغو ناقانونه کړونو د مخنيوي څخه عبارت ده چي په فردي او ټولنيز لحاظ د يو چا په خپلواکۍ او بشري وقار تېرى کيږى .

٧ : د خوړو ، سرپنا ، جامو ، د زده کړي ، روغتيا ، کار او عادلانه محکمې ته لاس رسى .

٨ : د پنا اخيستلو او هيواد ته د تگ را تگ حق .

٩ : د هيواد پر ټولو وگړو هغه که زور واکى وي که کم  واکى په مساوي توگه د قانون پلي کېدل .

١٠ : له ځورېدني ، ناقانونه جزا او سپکاوي څخه د خونديتوب حق .

١١ : د اساسي قانون ( ٣٠ ) ماده هغه څرگندوني ، اقرار او شاهدي چي له متهم يا بل شخص څخه په زوره تر لاسه سي اعتبار نه لري .

١٢ : پوليس هغه وخت له وسلې څخه کار اخيستلاى سي چي ځنډ دده او يا د بل چا د مرگ لامل گرځي .   


س : دفساد ،رشوت د مخنيوي لاري او څو رغنده وړانديزونه :

١ : داسلامي اساساتو او ارزښتونو په پام کي نيولو سره له فساد څخه پرهيز

:٢ : د عادلانه نظام لار خپلول .

٣ : خپل وجدان په شعوري توگه قاضي کول .

٤ : د ملي ارزښتونو له زاويې څخه خپل شخصي گټو ته راتلل .

٥ : خپل اولاد په حلال رزق لويول ، په حرامو باندي لوى سوي اولاد په ټولنه کي ډېر بد خطابيږي .

٦ : د رشوت د ډيري ناوړي پديدې(ښکارندي) څخه په ټينگه پرهيز چي همدا رشوت په نړۍ کي زموږ د هيواد د سرټيټي سبب سوى دى .

٧ : د اداري فساد مخنيوي ته د نړيوالو پام او همکاري .

٨ : کوم نهادونه چي د اداري فساد سره په مبارزه کي دي د هغو ارزول چي ولي تاثير لرونکي نه دي .

٩ : د اداري فساد دناروغۍ د قيق معاينات او بيا ورته لازم درمل او حل لاره لټول .

١٠ : پوليسو ته په روزنه کي ډېر  پام  د فساد ضد تبليغاتو باندي .

١١ : فساد کوونکي او فساد ورکونکي ته قانوني جزا ، اود معافيت دود له منځه وړل .

١٢ :د  ځايي مطبوعات او رسنيو څخه همکاري  و فساد ضد کړنو ته  راجلبول .

١٣ : د فساد ضد تبليغاتي پوسټرونه په ښارونو او کليو کي ځړول .

١٢ : په ښوونځيو کي زده کوونکو ته د فساد او رشوت د غندلو منظم تدريس .   

رشوت دادبياتو له مخي :


رشوت دگل پاچا الفت په نثري طنزکي

:رسمي رشوت:  هغه رشوت چي حاکمان ،ماموران،قاضيان اومنصبداران يې اخلي. ١
٢:غيري رسمي رشوت:  هغه چي خان،ملک،ناظراونورو ته ورکول کيږي.
٣:معنوي رشوت :  تملق،مخامخ صفتونه او داسي نور.
٤:دپاک نفسورشوت : دايک ،دحقوقو پيسې،خدمتونه او مېلمستيا
٥:دظالمانو رشوت:  چي حق باطل اوبطل حق کړي.
دهوښيارانو رشوت:   چي کارله حق او اصولو سره سم وکړي خو رشوت پکي واخلي.
٦:افراطي رشوت:  چي دبانکونو دسهامو داخستلو لپاره وي.
٧:غيري افراطي رشوت:   چي دنس مړولو او تن پټولو لپاره وي.
٨:درياکارانو رشوت:  لږشى ردول اوپهد مجلوسونوکي يادول اوپه ډيروباندي غلى کېدل.
٩:  دفاسقانو رشوت پيمخي
١٠:داحمقانو رشوت درشوت په طمع او اميد له حق اوقانوڅخه تېرېدل.
١١: دمحطاطو رشوت :ديوه اوبل لحاظونه اومراعتونه.


دايې هم بله بېلگه:


رشوت خوره ! ته را په ياد شوې

چاوويل ټنډيږي  ،  مگر مړيږي نه،ماته سمدلاسه ته راپه يادشوې.
بل وويل گېډه خو يې مړه ده ،  مګرسترگي يې وږي دي بيا ته راپه ياد شوې.
يوه وويل قصاب نه دى ، مگرخلک يې بې تېغه حلال کړي دي،دلته هم ته راپه يادشوې.
هغه بل ويل منگولي اوپنجې يې دليوانو نه دي،  خو خونخواري دي،داځل هم ته راپه يادشوې.
بې گناه خلک مي په زندان کي وليدل ، ته راپياد شوې.
هغه ورځ چاپوښتنه وکړه چي،  په غلو زهير ،دمجرمينو طرفدار ،دمظلومانو دښمن ،دناحقۍ ملگرى ،دقاتلانو ساتونکى څوک دى؟
ماته ته راپه يادشوې.

درشوت اوفساد اړوند طنزيه څلوريزه:

تا له رشوت وساتم که ها له رشوت وساتم
زه په دې فساد کي څوک دچا له رشوت وساتم
لوړ رانه رشوت غواړي ټيټ هم رانه رشوت غواړي
څوک به دمامور اودقضا له رشوت وساتم
(سميع)

پاى