د کابل بانک پیل او پای
31.01.2012 08:59که څه هم افغانان له کلونو راهیسې د بانکي چارو سره چندانې بلد نه وه او بانکي فعالیتونو د هیواد په څو لویو ښارونو کې متمرکز وه لیکن په هیواد کې د نړیوالۍ ټولنې په راتګ سره یو شمیر دولتي اوخصوصي بانکونو د پام وړ پرمختګونه وکړل چې شمیر یې اولس ته ورسیدو لس یې خصوصي درې دولتي او څلور یې د بهرنیو بانکونو څانګې دي. د دغو بانکونو ترمنځ سیالې ښې په درز کې روانې دي چې ددوی ترمنځ کابل بانک تر ټولو مخکښ بانک وه چې هیوادوالو ته ېې په عصري تکنالوژۍ بانکي چوپړتیاوې وړاندې کولاې د دې ترڅنګ د بعضو وزارتونو د منصبیونو معاشونه هم د کابل بانک له خوا ورکول کیدل کابل په لیسنس نمبر NO-12301 د 1383ه ش کال د چنګاښ د میاشتې په شپږمه نیټه د 250 میلونو افغانۍ پانکې په اندازه په فعالیت پیل وکړ او په ډیر لږ وخت کې وکولای شول چې په ټول هیواد کې 120 بانکي څانګې پرانیزي .کابل لا ښه په درز کې روان وه چې د 2010 لس کال د فبروري د میاشتې 22 نیټه د کابل په هکله واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو هر اړخیزه رپورټ خپور کړو چې تفصیل یې دا دی: واشنګټن پوست لیکي، د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک ( کابل بانک) چې د اسلامي نړۍ د پوکر لوبې د وتلې څیرې له خوا تمویلیږي خپله پینځمه کلیزه خپلو مشتریانو ته د لاتریو په اچولو سره د قصر پاریس په هوټل کې څه موده وړاندي ولمانځله.په دغه قره کشۍ کې نهه بابه آپارتمانونه او د یو ملیون ډالرو په ارزښت نورې نغدې جایزې شاملېوې کابل بانک په خپله دغه قره کشۍ سره په ټوله مرکزي آسیا کې د بانکي قره کشیو ریکاډ مات کړ او تر ټولو لویه جایزه یې ورکړه.د کابل بانک مالک (باس) چې ډیر لږ په عام محضر ، قره کشۍ او ډالیو د ورکولو په محفلونو کې تر سترګو کیږي چې د امریکا ملاتړ درلودونکي هیواد (افغانستان) کې د ده بانک له لوري په لاره اچول کیږي.واشنګټن پوست لیکي چې د کابل بانک او حامد کرزي تر منځ نږدې اړیکو دې ته لاره هواره کړې چې د ملیونونو ډالرو په ارزښت د کابل بانک پیسې د حامد کرزي د کورنیو د غړو او نورو ملګرو له لورې د دوبۍ د ښکلو او مستریحو کورونو په اخیستلو مصرف شوي.د کابل بانک او د کرزي د حلقې تر منځ نږدې اړیکې د افغانستان په څير یوه هیواد کې چې امریکا پکې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ملیارده امریکايي ډالر مصرف کړى او ۹۰۰ سرتیرې یې پکې وژل شوي، د طالبانو د پخواني ضعیف نظام او د راتلونکي ښه انځور ورکوي.یو صمیمي کپټلیزم د یوه حکومت داخلي کارکونکي له سیاسي پلوه سره نږدې کوي خو د عادي افغانانو په مینځ کې د ویرې د خپریدو سبب ګرځي.د کابل بانک بنسټ ایښودونکی شیرخان فرنود واشنګټن پوست ته وویل: (( هغه څه چې زه کوم مشخص ندي، په مشخصه توګه ندي معلوم چې زه څه کار کوم، خو دا افغانستان دی)).نوموړي په خپله هغه مرکه کې دغه څرګندونې وکړې چې ترینه پکې د دوبۍ د فارس خلیج د امارتي ځمکو د مدیریت د هغه راپور په اړه پوښتنې کیدې چې وایې د دغه مدیریت ډیر کورونه د شیرخان په نامه دي.واشنګټن پوست لیکي چې د شیرخان په څير ډیری کسان په دې لټه کې دي چې نومونه یې پټ پاتې شي.
واشنګټن پوست لیکي چې د افغانستان د قوانینو له مخې هيڅ څوک د دې حق نلري چې د هیواد د خلکو پورونه له هیواد څخه بحر پټ کړې او صریحا مکلف دي چې خپلې معاملې حکومت ته وښایي.
د افغانستان د بانکوالۍ د قوانینو له مخې هم هیڅ یو سوداګریز بانک نشي کولای چې د خلکو پورونه له سیاسي قلمرو څخه د باندې پټ او یا هم په نورو کاروبارونو کې بند کړي.واشنګټن پوست لیکي، هغه کسان چې د کابل بانک د مالک په څير د دوبۍ د پورونو په معاملو کې دخیل دي وایې چې د نغدو پیسو ګرم او نرم ګټل غیر معمول او ناقانونه کار ندی دا ځکه چې په پخواني عنعنوي سیستم کې هم د قوانینو په پرتله ګډون ته ډیر اهمیت ورکول کیده.یو نادره اوعجیب رول چې د کابل بانک د بي کتابه او ناقانونه مالکینو له خوا لوبیږي، اوداسي ارقام چې پخوا تر دې هیڅ کله هم د ځمکو او جایدادونو په اړه نه وو ورکړل شوي.له افغانستان څخه د دباندې د کابل بانک د مالک د جایدادونو په اړه را ټول شوي ارقام په مسکو، دوبۍ، ابو ظبى او کابل کې تر څيړنو وروسته را ټول شوي دي.واشنګټن پوست لیکي، د بیلګې په توګه د حامد کرزي مشر ورور او د هغه پخواني مرستیال دواړه د شیرخان فرنود تر راجستر لاندې په دوبۍ کې کورونه لري.د کابل بانک اجرایوې ریس بیا وایې د دوي د معاملو د ریکارډ په کتابونو کې هغو کسانو ته پورونه نه دي ورکړل شوي، ښکاري چې په دوبۍ کې د شیرخان فرنود په مالي معاملو کې دخیل دي او نه هم د دوي په کتابونو کې داسې صورت حسابونه لیدل کیږي چې د کرزي د کاکا د زامنو او همد راز د مارشال قسیم فهیم وروڼو ته پکې کورونه اخیستل شوي وي.په داسې حال کې چې واشنګټن په طالبانو باندې پوځي فشارونه زیاتوي خو د افغان بانکرانو پټ بیلانس شیتونه په دغه هیواد کې لویه مالي بي ثباتي څرګندوي چې کولای شي د جګړې د ډګر د پرمختګ مخه ډب کړي.
واشنګټن پوست لیکي چې د افغانانو تر ۵ سلمه کم خلک بانکي حسابونه لري.
ورځپاڼه وایي ډیری هغه کسان د پوځ سرتیري او یا پولیس دي چې په کابل بانک کې بانکي حسابونه لري او معاشونه یې له همدې لارې اجرا کیږي. یو امریکایی مقام چې د افغانستان د مالي نظام څارنه یې دنده ده د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط واشنګټن پوست ته وایې چې بانکونه ظاهراً د پیسوفریماني ښایې خو خپل حسابونه داسې وړاندې کوي چې له کړکیچ سره مخ وي.د کابل بانک اجرایوي ریس په یوه بیله مرکه کې په دوبۍ کې د دغه بانک د اکونټونو له لارې د اخیستل شویو کورنوپه اړه بیلا بیل ارقام وړاندې کړي وه.هغه وایې چې هغوی پور اخیستونکي وو، او په کابل بانک کې یې حسابونه درلودل.
د کابل بانک مالک شیرخان فرنود وایې چې ۶۰ فعالې څانګې په افغانستان کې لري او ډيرر ژر به ۲۵۰ نورې څانګي هم په افغانستان کې خلاصي کړي .نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې په اروپا کې د پوکر په قماري لوبه کې د ۱۲۰ زرو امریکايي ډالرو ګټونکی شو.
واشنګټن پوست لیکي چې شیرخان دغه پیسې د لندن په یوه قمارخانه کې وګټلي.
د کابل بانک د تفتیش مامور راجا ګوپال کریشنا وایې چې د پور پیسې مستقیماً له کابل بانک څخه دوبۍ ته نه راځي.نوموړی وایې چې دغه پیسې د شاهین صرافي له لارې چې د کابل بانک د ۱۶ ونډوالو له ډلې څخه د یوه له لورې اداره کیږي دوبۍ ته انتقالیږي او هر څه یې بیل دي.
د شاهین صرافي د کابل په سرای شهزاد کې په لومړي پوړ کې په ۱۶ نمبرهټې کې موقیعت لري چې په دوبۍ کې هم څانګه لري.واشنګټن پوست لیکي په ځینو ځایونو کې کابل بانک د یوه مثبت نوښت په توګه یادیږي او یادونه کیږي چې د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته څومره پرمختګ په دغه هیواد کې شوی دی.
په دغو ویناوو کې داهم ویل کیږي چې پخوا په افغانستان کې خصوصي بانکونه وه اوس شته، ونډه لرونکي نه وه اوس شته او داسې نور.د کابل بانک ریس وایې چې اوس دوي تقریبا یو ملیون فعال مشترکین لري چې یو ملیارد ډالر یې په بانک کې پانګه کړي دي.د افغانستان په څير یوه هیواد کې چې ډیری پیسې یې د کوکنارو له حاصلاتو او د بهرنیو مرستو څخه تر لاسه کیږي د کابل بانک په څير د یوه بانک شتون هغو کسانو ته زمینه برابروي چې دټولنې اقلیت جوړوي او ډیر بډایه دي خو د دغه ملک بي وزله اکثریت لا هم پسې ځپل کیږي.واشنګټن پوست لیکي د افغانستان ډیرې پیسې د اقلیت لاس ته لویږي، ځینې یې د ناقانونه کاروبار له لارې تر لاسه کوي او ځيني یې هم د حکومت په دننه کې له داسي چینلونو چې اوس پرې ټول خبر دي.
واشنګټن پوست د بیلګې په توګه د کابل بانک له خوا د پامیر هوايي شرکت ته اشاره کوي چې خپله شتمنې یې له لاسه ورکړي خو د کابل بانک په مالي ملاتړ بیرته په پښو ودرول شوه او دغه شرکت اوس په ورځ کې دری ځله د کابل او دوبۍ تر منځ پروازونه کوي.واشنګټن پوست لیکي د کابل بانک ریس دافغانستان په هغو له درغلیو ډکو ټاکنو کې چې د زمري د میاشتې په ۲۹مه تر سره شول د حامد کرزي مالي ملاتړ وکړ او د کابل بانک یو شریک د حامد کرزي مشر ورو محمود کرزی او بل شریک یې د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم ورور حسین فهیم دی.د کابل بانک مالک شیرخان فرنود چې د خپل ژوند ډیره استوګنه په دوبۍ کې کوي وایې چې دی غواړي په نورمال ډول سوداګرۍ وکړي او نه غواړي له چارواکو سره د اړیکو پر استناد د هغوي ترحم او مرسته تر لاسه کړي.
نوموړی وایې چې ده ځکه په دوبۍ کې د کابل بانک په پیسو په خپل نامه جایدادونه اخیستي چې دا وښایې چې د خلکو پیسې د دوبۍ د جایدادونو په بازارنو کې خوندي او محفوظي دي.نوموړی وایې چې که څوک له کابل بانک څخه خپله نغده وغواړي دی به یې ژر تر ژره ورته برابره کړي.
واشنګټن پوست لیکي چې د دوبۍ د ملیکتونو د ثبت په دیتا بیس کې دا هم راغلي چې فرنود او د هغه د بانک شریکانو د دوبۍ په ریل ستیت کې ۱۵۰ ملیونه امریکايي ډالره په کورنو او سوداګریزو ودانیو پانګه کړي دي.
واشنګټن پوست لیکي چې په دغو پیسو په پلم جمیره ټاپو کې کورنه اخیستل شوي دي.
پلم جمیره هغه ټاپو دی چې د یوه کس له لورې د خرما د ونې په څير جوړ شوی او د ارزانترین کور بیه پکې ۲ ملیونه امریکایې ډالره ته رسیږي. د شیرخان فرنود د رقیب بانک، عزیزي بانک بنسټ ایښودونکی میرویس عزیزي هم د بانک ډیرې پیسې د دوبۍ ریل ستیت ته انتقال کړي او راتلونکي یې هم نامعلومه ده.
میرویس عزیزي په دوبۍ کې د عزیزی انوسمینټ په نامه د یوې کمپنۍ مشري هم کوي چې د دوبۍ په جبیل علي کې یې د جایدادونو پر سر ډیره پانګونه کړي ده.
واشنګټن پوست لیکي چې د دوي خبریالانو غوښتل له میرویس عزیزي څخه هم د افغانانو د هغو پیسو د حرکت په اړه پوښتنه وکړي چې په افغانستان کې دننه د عزیزي بانک له لوري ټولې شوی او د دوبۍ په جبیل علي کې په کورونو او لوړ پوړیزو ودانیو بندي دي، خو د میرویس عزیزي زوی فرهاد ورځپاڼې ته ویلي چې پلار یې ډیر مصروف دی.
د بانکونو د معاملو څارل او تعقیب په افغانستان کې د مرکزي بانک کار دی .
(د افغانستان بانک) دنده لري چې د خصوصي بانکونو د شتمنیو څیړنه او پلټنه وکړي.
واشنګټن پوست لیکي چې د امریکا متحده ایالتونو په ملیونونو ډالره مصرف کړل تر څو د دغه بانک سیستمونه ور نوې کړي خو لا هم مرکزي بانک په سیاسي پیچلو لوبو کې ګیر دی.
د افغانستان د مرکزي بانک دافغانستان بانک ریس عبدالقدیر فطرت وایې چې زمونږ مامورینو په ډیره دقیقه توګه د هغه څه په اړه چې مونږ ورته په دوبۍ کې د خصوصي بانکونو له لورې د پانګونۍ آوازې وایو پلټنې وکړې خو له بده مرغه چې تر اوسه زمونږ ټیمونو هیڅ هم ندي موندلي.
فطرت چې په واشنګټن کې ژوند کوي وایې چې تیره میاشت یې یو کاري ټیم کابل بانک ته واستاوه تر څو د بانک اکونټونه چک کړې خو دی وایې چې د افغاني پورونو څيړل ډیر ستونزمن کار دی ځکه چې مونږ نه پوهیږو چې چا څه پور کړي دي.
د حامد کرزي له ورور محمود کرزي سره د کابل بانک د مرستې معامله دا پوښتنه را پیدا کوې چې ولې داسي مرسته؟
محمود کرزی چې د امریکا په بالتیمور کې د یوه رسټورانټ مالک دی په خپله یوه مرکه کې ویلي چې ده د دوبۍ په پام جمیره کې یو داسي کور چې پینځه نیم ملیونه امریکايی ډالره ارزښت لري په کرایه نیولی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای هلته ژوند کوي.
خو وروسته بیا هغه وویل چې دی له کابل بانک سره د کور یو غیر رسمي قرار داد لري چې دی مکلف دی هره میاشت دغه بانک ته ۷۰۰۰ ډالره سود ورکړي.واشنګټن پوست لیکي له محمود کرزي څخه په نکل لیکي چې وایې دا عجیب او غریب حالت دی، او په دې خبر پوهیدل ګران دي دا ځکه چې دا د سوداګرۍ هغه معمولي لاره نده.
خلیل فیروزي چې دمګړۍ په افغانستان کې د کابل بانک مشري کوي او پخوا د قیمتي ډبرو سوداګر وو وایې چې کابل بانک یو قوي هیکله صحت مند بانک دی، ګټه کوي، او ۴۰۰ ملیونه امریکایې ډالره امانات د افغانستان له مرکزي بانک او نورو ادارو سره لري.فیروزي وایې چې کابل بانک د غوړیدو په حال کې دی، مونږ اوس کابل بانک ته نوی مرکزي ودانۍ جوړوو، دیرش ملیونه امریکایې ډالره یې لګښت دی، د مرمۍ ضد خیښې به لري، یو داسي جګ برج به لري چې څراغاونه به یې شپه او ورځ په اتوماتیک ډوله مړه او روښانه کیږي.واشنګټن پوست لیکي چې کابل بانک دمګړۍ په ملیونونو ډالر په خپلو امنیتي چارو لګوي چې د خراسان په نامه د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ له لورې پر مخ بیول کیږي او د کورنیو چارو په وزارت کې ثبت شوي اسناد ښایې چې د دغې امنیتي کمپنۍ جواز هم د فیروزي په نوم دی او اوس د خراسان امنیتي کمپنۍ مشري د فیروزي ورور کوي. اشنګټن پوست لیکي چې د کابل بانک اصلي ریښې بیرته پخوانی شوروي ته ځي ، خلیل فیروزي او شیرخان فرمود دواړه د مسکو د دوران انډیوالان او د قمار د محافلو شریکان وه .واشنګټن پوست وړاندې لیکي چې محمود کرزي ویلي چې ده د کابل بانک اوه اعشاریه څلور فیصده ونډه په هغو پينځو ملیونو ډالرو اخیستی چې له همدغه بانک څخه یې په پور اخیستي خو د بانک د څار د څانګي چارواکی ګوپال کریشنا بیا وایې چې د دوي په کتابچو کې داسي حساب نشته چې وښایې د حامد کرزي ورور د له بانک څخه پور اخیستی وي.واشنګټن پوست لیکي چې د دوبۍ په پام جمیره کې یو بل کور د کابل بانک له پیسو څخه احمد ضیا مسعود ته په دوه اعشاریه درې ملیونه ډالره د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې واخیستل شو چې لومړی دغه کور د مسعود د میرمنې په نوم ثبت شو خو وروسته بیرته د کابل بانک د مالک شیرخان فرنود د جایدادونو لیست ته واړول شو.
احمد ضیا مسعود ویلي چې فرنود د دغه کور مالک دی خو په دې خاطر چې فرنود ده ملګری دی نو یو دوه کاله به د ده کورنۍ پکې ژوند وکړي.مسعود وایې: (( مونږ به په ګډه فوټبال کاوه، هغه زما نږدې ملګری دی)).خو واشنګټن پوست له شیرخان فرنود څخه په نکل کاږي چې د دوبۍ کور په اصل کې د احمد ضیا مسعود دی خو یوازي زما په نامه ثبت دی.واشنګتڼ پوست لیکي چې د کابل بانک یو بل ګټه خور د مارشال فهیم ورور حسین فهیم دی.نوموړي هم له شیرخان څخه په دوبۍ کې د یوه کور د اخیستلولپاره ۶ ملیونه ډالر د مرستې په توګه تر لاسه کړي دي او اخیستی کور یې هم په خپل نامه دی.واشنګټن پوست لیکي چې حسین فهیم په ملیونونو نور ډالر هم له کابل بانک څخه پور کړي چې په افغانستان کې پرې خپل نور کاروبارونه جاري وساتي.د کابل بانک اجرایوي ریس چې هره ورځ د بانک عملیات څارې وایې چې دی نه پوهیږي چې کابل بانک څومره پیسې دوبۍ ته انتقال کړی دي.نوموړی وایې: (( که د کرزي خپلوانو او نورو خلکو په دوبۍ، جرمني، امریکا............... کې کورونه اخیستي وي دا د هغوي شخصي کار دی خو بانک چا ته مشخصاً د دوبۍ لپاره پور ندی ورکړی)).
واشنګټن پوست لیکي چې د کابل بانک ریښې د مسکو کاروبار ته رسیږي.ورځپاڼه لیکي چې شیرخان د تحصیل لپاره د کمونستانو په دوران کې مسکو ته واستول شو او هغه وروسته وروسته د کابل او مسکو تر منځ د پیسو د انتقال ( حوالو) کاروبار شروع کړ او هغه ته یې بریالۍ وده ورکړه.د روسیې د محاکمو اسناد ښایې چې په ۱۹۹۸ کال کې د شیرخان فرنود لس تنه کارکونکي د ناقانونه بانکي فعالیتونو په جرم په مسکو کې ونیول شول.ورځپاڼه کاږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیلیدو سره شیرخان دوبۍ ته مخه کړه او د کاروبار لوری یې هم د دوبۍ په خوا ور وګرځاوه.په ۲۰۰۴ کال کې هغه په کابل کې د بانک د فعالیت جواز تر لاسه کړه.
په دوبۍ کې د شاهین په نامه د صرافي د جواز په مټ هغه وتوانید چې د په کابل کې د کابل بانک له حسابونو څخه په ملیونونو ډالر دوبۍ ته ولیږي.
د کابل بانک د څار چارواکي ویلي چې یوازې تیر کال دوي له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملیونه پورې امریکايي ډالر دوبۍ ته انتقال کړي دي.حسین فهیم ویلي چې د ده دوو کمپنیو له کابل بانک څخه ۷۰ ملیونه امریکایي ډالر پور کړی دي.واشنګټن پوست لیکي چې کابل بانک اوس د پامیر په نامه د یوه هوايي خصوصي شرکت چارې هم په لاس کې اخیستي او دغه شرکت ته یې دد ۴۶ ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت څلور مستعملې بوینګ الوتکې را نیولي دي.
په دغه کاروبار کې شیرخان فرنود، خلیل فیروزي او حسین فهیم شریکان دي.د ورځپاڼي په لیکنه چې د دغه شرکت د مشاوریت لپاره دغو کسانو د حشمت کرزي په نامه د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ مالک او د حامد کرزي د تره زوی حشمت کرزی د سپینو زرو د اسپرنګ په توګه مقرر کړی دی.
د سپینو زرو اسپرنګ د اوسپنې د سپرنګ په پرتله ښه کار ورکولای شي او ښایې حشمت کرزی هم د پامیر هوايي شرکت چارې د خپلې کورنۍ له سیاسي نفوذ څخه په ګټې اخیستلو سره ښې پر مخ بوزي.د دافغانستان بانک پخواني ریس نور الله دلاوري چې د ماموریت پر مهال یې کابل بانک د فعالیت جواز تر لاسه کړی وایې چې شیرخان دوي د وحشي اسانو په څیر دي څوک یې په حساب نه پوهیږي خو دومره ویلای شم چې زه هم یو کور په دوبۍ کې لرم چې په ۲ لکه ډالره مې اخیستی خو دا پیسې ما ته کابل بانک ندي راکړي دا مې په خپلو پیسو را نیولی دی.
واشنګټن پوست لیکي، کله چې په افغانستان کې ټاکنیز کمپاینونه پیل شول خلیل فیروزي د حامد کرزي له ډلې سره یو ځای شو او شیرخان فرنود په دوبۍ کې کرزي ته پیسو د را ټولولو کار پیل کړ او دغو دوو کسانو د حامد کرزي له ورور محمود کرزي سره د دوبۍ په پام جمیره کې د محمود کرزي په کور کې د دغه پروګرام د انسجام لپاره غونډه هم جوړه کړي وه.
. دا په داسي حال کې ده چې د نوامبر په میاشت کې حامد کرزي د خپل تحلیف د مراسمو څخه وروسته د ادارې فساد پر ضد په جوړه شوې غونډه کې اعتراف وکړ چې دا د تعجب وړ خبره ده چې افغان لوړ پوړي مامورین له یوه او دوو کلونو ماموریت وروسته په دوبۍ کې ګرانه بها کورونه اخلي او دا ادارې فساد ندی نو څه ده.د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې د کابل بانک د پانګې کچه ۴۳ ملیاردو افغانیو یا شاوخوا یو ملیارد ډالرو ته رسیده، چې اوس دا اندازه دوه نیم ملیاردو ډالرو ته رسېږي.د کابل بانک د سترو ونډه لرونكو په ډله کې شېرخان فرنود او مېرمن یی د ۳۴ ونډو په لرلو په سر سر کې راځي، په ورپسې کسانو کې بیا د حاجی حسین، خلیل فیروزی او محمود کرزي نومونه یادولای شو.دا، چې د کابل بانک ډېره پیسه د همدوی په واک کې وه، خو په ناپوهیدلي ډول د خپلو ځینو بي موردو سپارښتنو او د اړیکو او اشنايي له مخې د کسانو په ګمارلو د دغه بانک کاري کیفیت یی له منځه ویوړ.د بانک ډېری پیسې یې د حاجی حسین او د ولسمشر د لومړي مرستیال قسیم فهیم ورور په څېر زورواکو ته په پور ورکړې، سربېره پر دې ۱۴۰ تنو لوړپوړو دولتي چارواکو ته یی د سوغات په توګه هم ډېرې پیسې ورکړل شوې او بیا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي د کمپاین لپاره یی ۶ ملیونه ډالره ډالۍ کړې وې.خو کله، چې د لومړي ځل لپاره امریکایان د کابل بانک دې حالت ته ځیر شول، نو جنرال پېټریوس ولسمشر کرزي ته خبرداری ورکړی، چې که د کابل بانک غم ونخوري، نو خپله امریکایان به رامیدان ته شي. له دې اعلان سره سم، په ټوله کې د خلکو باور نه یوازې پر کابل بانک بلکې پر ټولو بانکونو کم شو او هماغه وو، چې مشتریانو په اوږدو لیکو کې د خپلو پیسو د ویستلو لړۍ پیل کړه او له یوې میاشتې په کمه موده کې له کابل بانکه ۳۰۰ ملیونه. که څه د مرکزي بانک مشر لا څو میاشتې وړاندې د خصوصي بانکونو په تېره بیا د کابل بانک د کارونو له روڼوالي رضایت وښود، خو په کابل بانک کې د فساد په اړه د هغه دا سملاسي اعلان، پر مرکزي بانک او نورو خصوصي بانکونو د مرکزي بانک د څارنې په اړه د خلکو باور زیانمن کړ.سره له دې، چې د مرکزي بانک چارواکو پرله پسې ویل، چې تللي پورونه یی بیرته ترلاسه کړي او د پوروړو کسانو د شتمنیو لست یی هم برابر کړی، خو تر دې دمه دې پوروړو بانک ته ډېرې لږې پیسې هم نه دي ورکړي او دا چې د مرکزي بانک وسه پر دغو خانداني پوروړو نه رسیږي، نو ویل کیږي چې د کابل بانک تاوان خپله دولت ورکوي او دا چاره د دولت بیکفاتیي او فساد لا ډاګیزوي.د کابل بانک په باره کې تحقیقاتو ښودلې ده چې کابو یو میلیارد ډالره پکې داسې پور ورکړ شوی دی چې تر لاسه کیدل یې مشکل دي. دغه پور تر ډیره حده د نظام غټانو او د بانک غټانو ته ورکړ شوی دی.تحقیقات ښیي چې پورونه په غیر اصولي ډول ورکړه شوي دي. منظور دا چې یا پور اخیستونکو د پور د اخیستلو شرایط نه لرل، یا په پور باندې سود مبهم او ګډوډ دی، یا د پور د ورکړې وخت مبهم دی او یا دغه درې واړه مشکلات پکې شته. له تحقیقاتو سره سم، د بانک لوی پوره وړي دوه سوه اووه کسان دي. په دغو کسانو کې د کابینې غړي او د ولسي جرګې ګڼ غړي شامل دي. دا کسان څوک دي؟ د دغو کسانو نومونه ولې پټ ساتل کیږي؟ که څه هم کابو یو میلیارد ډالره تالاترغۍ شوې دي خو تر اوسه پورې حتی یو کس هم ورباندې نیول شوی او بندي شوی نه دی. د ځینو شناندو په نظر، حکومت ځکه د کابل بانک پخواني مشر شیرخان فرنود او پخواني اجراییه رییس خلیل الله فیروزي ته څه نه شي ویلای او محاکمې ته یې نه شي راکښولای چې دوی به د محاکمې په وخت له ګڼو غټانو سره خپلې غیرقانونی معاملې افشا کړي. په دغو معاملو کې له انتخاباتي مرستو رانیولې په دوبۍ کې د کابل بانک تر ویلاګانو پورې چې د ولسي جرګې د ګڼو غړیو په شمول یو شمیر غټانو ورنه شخصي استفادې کړي او د عیش محفلونه یې پکې جوړ کړي دي، مختلفې معاملې شاملې دي. د ګارډین ورځپاڼې له یوه تازه راپور سره سم، کابل بانک د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې څلور میلیونه ډالر ولګول او په مقابل کې یې له دولت څخه د مامورینو څلورلکه دیرش زره اکاونټه واخیستل چې بانک ته یې د میاشتې څلور میلیونه ګټه لرله.دلته سوال پیدا کیږي چې دولت د خپلو پولیسو، عسکرو، ښوونکو او مامورینو معاشات ولې د پخوا غوندې د دولتي بانکونو له لارې نه اجرا کول چې په میلونونو ډالرو ګټه دولتي بانکونو ته رسیدلې وای؟ ایا دغو دولتي بانکونو په لسګونو کلونو دا کار نه تر سره کاوه؟ د نظام غټانو ته به یقینا د دغو سوالونو او لسګونو نورو سوالونو ځواب مشکل وي.افغان حکومت په تیرو لسو میاشتو کې چې د کابل بانک د بحران له افشا کیدو تیریږي، د ستونزې د اواري لپاره او یا که لا دقیق ووایو د ستونزې د پټولو لپاره مختلف تلاشونه کړي دي. د دې لپاره چې عام ولس جنجال جوړ نه کړي ، د افغانستان بانک لخوا په سلګونو میلونه ډالر کابل بانک ته ورکړه شول او د دې لپاره چې بانک نور هم حمایه شي، د روان کال په بودیجه کې یې بانک ته د نورو درې اویا میلیونو ډالرو ورکړه وړاندیز کړه چې ولسي جرګې ورسره ونه منله. دغه راز د بانک نوم بدل شو او ډاکتر لودین ته دنده وسپارله شوه چې د بانک چارې تفتیش کړي. خو د تفتیش نتیجو ته ځکه خلک ډیر خوشبین نه دي چې تر اوسه پورې محترمو مفتشانو حتی دا جرات نه دی کړی چې دغه شاوخوا دوه سوه کسه چې له کابل بانکه یې ډیر پورونه اخیستي او دغه بانک یې د افغانستان د مالي نظام لپاره په یوې فاجعې بدل کړی دی، رسنیو ته وروپیژني. دا نومونه ولې پټ ساتل کیږي؟ دغه محاکمه ولې نه پیل کیږي؟ ایا تاوان باید د افغانستان عام ولس ورکړي او د غټانو د ګټو لپاره د دنیا د دغه مظلوم هیواد انکشافي بهیر ټکنی شي؟ که حکومت د کابل بانک د قضیې ټول عاملان د قانون منګولو ته ونه سپاري نو معنا یې دا ده چې دا د درغلیو کیسې به روانې وي او نړیوال لوري به ورځ په ورځ په افغانستان باندې مرستې بندوي او کموي. چې یوې نړیوالې رسنۍ رپوټ خپور کړ چې د بانک ځینو ونډه والو له دغه بانک څخه تر ۹۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډیرې پیسې په ناقانونه توګه ایستلې دي.
له ادارې فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزیزالله لودین هم ددې پخواکې چې د کابل بانک په کړکیچ کې د دې بانک د رییس او مرستیالانو په ګډون د ځینو لوړ پوړ و دولتي چارواکو د ښکیلتیا پخلی کوي وايي ، دکابل بانک له ځینوهغو ونډه والو څخه یې چې ددغه بانک پوره وړې دي تر ۶۰ میلیون ډالرو پورې پیسې بیرته راټولې کړیدې.
(دکابل بانک له ۹۱۲ میلیونو ډالرو له شمیرې څخه چې په ناقانونه توګه ایستل شویدې موږ ۶۰ میلیون ډالره بیرته بانک ته راستانه کړل ، د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت مو دبانک د ځینو پوروړیو جایدادونه د ضمانت په توګه اخیستې دي ، هیله من یو چې په ټولیزه توګه به تر ۳۴۷ میلیونو ډالرو پورې بیرته بانک ته ستانه کړو ،یوازې ۴۶۷ میلیونه ډالره چې سندونه نه لري او ډیرو بانفوذو کسانوته ورکړل شویدې دهغوی سندونه مو لوې څارنوالۍ ته سپارلې ترڅو له هغوی وپوښتې چې دا پیسې یې څه ډول ترلاسه کړیدې.له کابل بانک څخه د ځينو پور اخيستونکو نومونه په ډاګه شول،د افغانستان بانک مشر د يو شمېر هغو کسانو نومونه په ډاګه کړل، چې له کابل بانک څخه د ناقانونه پورونو په تر لاسه کولو تورن دي او ويې ويل، چې خپل ژوند ته د خطر په منلو سره يې د کابل بانک د ستونزې د حل لپاره اقدام کړى دى.دا څرګندونې د افغانستان بانک عمومي مشر عبدالقدير فطرت د غوايي په ٧ مه د ولسي جرګې په هغې غونډه کې وکړې، چې دى او د کابل بانک چارواکي د کابل بانک د موضوع په اړه د وضاحت ورکولو په موخه وربلل شوي وو،تېر کال د وږي په مياشت کې د کابل بانک، چې يو خصوصى بانک دى، په اړه د سلګونو ميليونه ډالرو د تاوان راپورونه خپاره شول،وروسته بيا د دغه بانک دوه مشران او ستر سهم لرونکي (شېرخان فرنود او خليل الله فيروزي) له دندو ګوښه او چارې يې د افغانستان بانک تر کنټرول لاندې راوستل شوې.خو څو ورځې مخکې د افغانستان بانک اعلان وکړ، چې د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت د خزاينو رياست ته سپارل شوې او بله برخه يې تر تصفيې لاندې ده
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نوي کابل بانک مشر مسعود غازي وويل، چې شېرخان فرنود ٥٠٤ ميليونه امريکايي ډالر، خليل الله فروزي ٦٦،٩ ميليونه ډالر، محمد حسين فهيم ٧٨ ميليونه ډالر، محمود کرزي ٢٢ ميليونه ډالر، ګلبهار حبيبي ٣٩،٧ ميليونه ډالر، عبدالغفار داوي ٣٧ ميليونه ډالر، د هېوادوال د شرکت مشر حاجى محمد ابراهيم ٩ ميليونه ډالر، صوفى نثار ١٤ ميليونه ډالر او طاهر ظاهر ١١ ميليونه امريکايي ډالر پور اخيستى دى
ده وويل، چې له يادو پورونو څخه يواځې ٤٩ ميليونه امريکايي ډالر تر لاسه شوي او د ٤٥٠ ميليونه ډالرو تضمين ترلاسه شوى دى،غازي وويل، چې د مالي منازعاتو د حل د کمېسيون له خوا په ترتيب شوي نوملړ کې، چې له دغه بانک څخه يې پورونه اخيستي، شرکتونه او سياسي شخصيتونه شامل دي، چې د تصفيې لړۍ يې روانه ده.نوموړي د يادو کسانو او شرکتونو نومونه ياد نه کړل او ويې ويل، چې له کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي،فطرت د ولسي جرګې په ياده ناسته کې وويل، چې تېر کال د وږې په مياشت کې د امريکا د سفارت د يوې استخباراتي ډلې له خوا ورته راپور ورسېد، چې د کابل بانک سهم لرونکيو په دوبۍ کې ملکيتونه اخيستي دي.دى وايي، په دغه راپور کې دا هم راغلي و، چې د کابل بانک سهم لرونکيو په افغانستان کې په پاميرهوايي، ګاز ګروپ، کابل نفت او ذخيره شرکتونو او د ګلبهار سنټر او ګلبهار ټاورز په سوداګريزو مرکزونو کې هم پانګونې کړې دي،د ده په وينا، د دغه راپور له تر لاسه کولو سره سم يې د دې لپاره، چې د خلکو له امانتونو څخه ناسمه ګټه پورته نه شي، د کابل بانک مشران له دندې ګوښه او دغه بانک يې د افغانستان بانک تر کنټرول لاندې راووست،فطرت په داسې حالې کې، چې ويل يې، دى د کابل بانک د ستونزې د حل په برخه کې له يوې سترې خطرناکې ډلې سره مخ دى او زياته يې کړه: ما د خپل ځان په خطر سره د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړد سرچينې د څرګندونو له مخې، د کابل بانک سهم لرونکي، شېرخان فرنود، خليل الله فيروزي، محمد حسين فهيم، محمود کرزى، ګلبهار حبيبي، عبدالغفار داوى، حاجي محمد ابراهيم، صوفى نثار، طاهر ظاهر، داوود نسيم او داسې نور تورن دي، چې د هېواد د بانکدارۍ د قانون د ٣٤مې مادې خلاف يې په کابل بانک کې د خلکو له امانتونو څخه ناسمه ګټه پورته کړې او پورونه يې اخيستي دي.
هغه زياته کړه، چې ده په دې برخه کې د تورنو کسانو د محاکمې لپاره د علني محاکمې او د هغوى د ملکيتونو د ضبط لپاره د ځانګړې محکمې غوښتنه کړې ده،فطرت د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې د يادو کسانو له ډلې څخه ډېرو يې له کابل بانک څخه د پور په اخيستو اعتراف کړى او د يادو کسانو له ډلې د ځينو شتمنۍ کنګل شوې او له هېواد څخه پر وتلو يې هم بنديز لګول شوى دى.ده د هغو ټولو نومونه ياد نه کړل، خو ويې ويل، چې پر شېرخان فرنود او خليل الله فيروزى له هېواد څخه پر وتو بنديز لګول شوى او تر څارنې لاندې ديپه نننۍ ناسته کې يو شمېر وکيلانو ټينګار کاوه، چې د ټولو هغو کسانو نومونه دې څرګند شي، چې له ياد بانک څخه يې پورونه اخيستي دي،په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريې بارکزۍ وويل، چې له کابل بانګ څخه د پور اخيستونکيو شمېره ٢٠٠تنو ته رسي، چې ١٠٣ يي د ولسي جرګې غړي او يو شمېر يې د کابينې غړي دي.
نوموړې ټينګار وکړ، چې د يادو ټولو کسانو نومونه بايد څرګند شي،.همدراز دې وويل، چې پخوا يي د يادې موضوع په اړه د افغانستان بانک له چارواکيو سره خبرې کړې وې او ترې غوښتې يي وو، چې د کابل بانک د چارو د تنظيم په اړه دې اړين اقدامات وکړي
خو د کابل بانک رييس وويل، چې د هغوى نومونه به، د موضوع په اړه تر نورو پلټنو وروسته څرګند شي په ننۍ ناسته کې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د افغانستان بانک رييس له دې امله، چې د يو شمېر کسانو نومونه يې ياد کړل وستايه او ملاتړ يې ورڅخه اعلان کړ، خو ځينو نورو د افغانستان بانک چارواکي د کابل بانک په قضيه کې په لاس لرلو تورنول.په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقيوم سجادي د افغانستان بانک مشر ته په خطاب کې وويل له تانه ډېره مننه، چې د يادو کسانو د نومونو د اخيستلو جرئت دې وکړپه ولسي جرګه کې د کابل استازي شېرولي وردګ وويل: دا چې دغه جرئت دې وکړ، چې د دغو کسانو نومونه واخلئ، د امنيت په ساتلو کې موږ ټول د ولسي جرګې غړي له تا سره يوخو د يادې جرګې غړيو رمضان بشردوست او محمد نعيم لالي دعوه وکړه، چې د افغانستان بانک رييس په دې قضيه کې لاس لري،بشردوست د افغانستان بانک رييس ته وويل: ته ديکتې شوى يې، چې دغه نومونه دې واخيستل، ته مستقيم په دغه قضيه کې لاس لرې او په دې مه وېرېږه، چې تا به څوک مړ کړي، ځکه ته د هغوى لپاره د شېدو غوا يې او د شېدو غوا څوک نه حلالوي،د بشردوست دغو څرګندونو د جرګې د يو شمېر غړو غوسه راوپاروله او له رييس څخه يې غوښتنه وکړه، چې پر نوموړي دې د ولسي جرګې له داخلي دندو سره سم انضباطې تدابير عملي کړي،وروسته بشردوست د ولسي جرګې د امنيتي مسوولينو له خوا د جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په امر له تالار څخه وويستل شو،ولسمشر حامد کرزي د وري په ٢٢مه ويلي و، چې د بهرنيانو ناسمې مشورې د کابل بانک د بحران له لاملونو څخه دي..دغه راز هغه ياده کړې وه، که د دغه بانک هغه سهم لرونکي، چې په ناقانونه توګه يې له بانک څخه پيسې وېستې، په يوه مياشت کې خپل حسابونه تصفيه نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.کرزى وايي، چې کابل بانک د بې احتياطى، غلاوو او د بهرنيو مشاورينو د غلطو مشورو او په فساد کې د لاس لرلو له امله له بحران سره مخ شو.له بله پلوه د لوی څارنوالي چارواکي وایي د افغانستان بانک د ټولو ریس عبدالقدیر فطرت هم د کابل بانک په کړکیچ کې لاس لري نوموړي فطرت پر دې تورنوي چې فطرت د خپلې دندې څخه په ناوړه استفادې د کابل بانک د کړنو پرده پورته نه کړه چې دهغې په مقابل کې17میلونو ډالره تر لاسه کړي دي.
د افغانستان ملي امنيت اداره وايي چې د کابل بانک دوه تنه پخواني مشران او ونډه وال شيرخان فرنود او خليل الله فروزي يې تر نيولو وروسته د افغانستان لويې څارنوالۍ ته وسپارل.
پر دغو کسانو تور دی چې له ياد شوي بانک څخه يې سلگونه ميليونه ډالر په نا قانونه توگه ويستي دي،چې دې چارې ياد شوى بانک له کړکيچ سره مخامخ کړ.ملي امنيت اداره وايي له څلورو مياشتو يانې له هغه مهال راهيسې چې کابل بانک له کړکيچ سره مخامخ شو د ياد شوي بانک پخوانى عمومي مشر شير خان فرنود او خليل الله فروزي د ملي امنيت د کارکونکو تر څار لاندې وود شير خان فرنود او خليل الله فروزي نومونه هغه مهال په رسنيو کې راغلل چې کابل بانک له کړکيچ سره مخامخ شو.وروسته بيا د افغانستان بانک پخواني مشر عبدلقدير فطرت وويل چې له کابل بانک څخه ٩١٠ ميلونه ډالر د ناقانونه پورونو په توگه ايستل شوي دي .د ښاغلي فطرت وينا وه چې دغه پورونه د ٢٠٧ کسانو له خوا اخستل شوي دي،چې د ښاغلي فرنود له خوا د اخستل شوي نا قانونه پور کچه ٥٠٤ ميلونه ډالره وه او ښاغلي فروزي ٦٦،٩ ميلونه ډالره ناقانونه پور اخستى دى.خو اوس د افغانستان لويې څارنوالۍ د افغانستان بانک پخوانى مشر عبدالقدير فطرت هم د کابل بانک په ادعا شوي فساد کې ښکيل بللى او د هغه د نيولو حکم يې کړې،خو ښاغلى فطرت امريکا ته په رسيدو بريالى شوى دى.د کړکيچ له رامنځ ته کيدو وروسته کابل بانک د افغانستان بانک تر کنترول لاندې راغى. د کابل بانک د کړکیچ سره سم د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم پر افغانسان د خپلې مرستې درولي دي .
د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال د پیسو په نړیوال وجهي صندوق تور لګولی دی چې هسې پلمې کوي او له افغانستان سره د مالي مرستو مخه نیسي. ده ویلي دي چې د پیسو وجهي صندوق، دوی بې حوصلې کړي دي او داسې احساس کوي چې له دې ادارې سره خبرې هسې د وخت ضیاع ده. د 1390ه ش د وري د میاشتې په 17 نیته د افغانستان بانک بالاخره د کابل بانک په لانجمنې او ځنډنۍ موضوع خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه او دغه بانک یې په دوو برخو وویشه، یوه هغه برخه چې د ښه بانک په نوم یې یاد کړی او بله هغه برخه چې د بد بانک په نوم یې نومولی دی، د افغانستان بانک رئیس عبدالقدیر فطرت نن د نوي کابل بانک جواز ددې بانک نوي رئیس ته چې د ماليي د وزارت د خزاینو رئیس هم دی ورکړ.
عبدالقدیر فطرت، د افغانستان بانک رئیس: "دا د ښه کابل بانک جواز دی، کابل بانک چې سر له سبا به خپلو مشتریانو ته ښه خدمات وړاندې کړي زه ددې بانک جواز د ماليي وزارت د خزاینو رئیس جناب محمد اقا ته ورکوم او د کابل بانک د ملکیت مبارکي ورکوم."
د افغانستان بانک رئیس عبدالقدیر فطرت وویل چې د نوي کابل بانک ملکیت به د ماليي وزارت سره د درېیو نه تر شپږو میاشتو پورې وي او بیا له هغې وروسته بېرته خصوصي شي. چې ورسره د کابل بانک دلنډ اوو کلن عمر پای ته ورسید.

