د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملامته څوک دی؟

قدرت الله هېوادپال 09.01.2012 18:54

له هغې ورځې چې دا حکومت دی، دوی پاکستان پسې راخيستې ده، چې د هېواد ګډوډي د ISI او حقانيانو له لاسه ده، خو پوښتنه داده چې آيا پاکستان رښتيا هم همدومره ملامته دی او يا پاکستان دومره زړه له کوم کړ چې په دومره سپين سترګۍ دا هر څه وکړي؟.
دې کې هيڅ شک نه شته چې پاکستان تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده، او نن چې موږ دا بدبختئ وينو نو يو اساسي دليل يې همدا د پاکستان دی، خو دا لاسوهنې او سياستونه تل د پردې تر شا وو او په افغانستان کې يې لاسپوڅي لرل.
کله ورته دا خدمت دې جهادي مشرانو کاوه، چې بيا دا لاسپوڅي حکمتيار او په پای کې ملاعمر او حقاني ته پاتې شوه، خو پدې ټوله موده کې موږ د پاکستان مستقيمه لاسوهنه يا عسکر يا نور پدې هېواد کې ونه ليدل او نه يې زړه وکړ.
دې ملت چې د نړۍ امپراطورئ يې تل په مستقيمه جګړه کې راپه ګونډو کړي دي خو دا جګړه يې بيا د سياست په ډګر کې بايللې ده، انګرايزان چې افغانانو په دريو ځلو په ډېر شرم سره لدې هېواده وشړل خو همدا جګړه بيا سردار علي خان د امان الله خان په استازيتوب په راولپنډۍ کې د آزادۍ په خبرو اترو کې بايلوده.
روس مو رانسکور کړ، خو له تګ سره يې په دې هيواد کې د بې اتفاقۍ او بدبختۍ هغه تخم وکاره چې تر اوسه يې فصل شين دی، او همداسې په مستقيمه جګړه کې امريکا له لسو کالو راهيسې د ليونيو په څېر اخته ده خو تر اوسه يې د بريا يا په حيا د وتلو لاره ونه موندله او همدا وجه ده چې لکه د ليوني سپي کله يوه او کله بل ته خوله اچوي.
حقانيان چې امريکا او دولت يې دومره ملامتوي، د يو کارپوه په وينا د جهاد په موده کې دومره نران نه شو، چې خوست ونيسي چې د پاکستان له سرحده څو کيلومتره ليرې پروت وو، نو اوس څنګه دومره واک او توان يې پيدا کړ چې د افغانستان زړه ته ځان راورسوي. آن که سړې دا وهم مني چې په دې هر څه کې د حقاني شبکې لاس دی، نو دا بريد د پاکستان له سرحده نه کيږي بلکه دوی به له هغه ځايه راروانيږي مګر کانتيننتال هوټل، د امريکا سفارت، د ناټو مرکز، ارګ او نور په کابل کې پراته دي او راکټونه پرې نه دي راغورځيدلي بلکې ژوندي انسانان او سلاوې د پوليس او امنيت له څو تلاشيو راتېر او دلته رارسيدلي دي.
په نړۍ کې د هر هېواد په وړاندې تروريستي بريدونه او پلانونه جوړيږي، که څوک وايي چې زموږ هېواد يا پلانکې هيواد خوندي دی نو هغه په دې نه چې د هغې په وړاندې خطرونه نشته بلکې د هغوی امنيتي ارګانونه هغه له پيښيدو وړاندې خنثی کوي.
افغانستان تل دښمنان لرل او وبه يې لري، زموږ له آزادۍ وروسته تر ننه همدا ګاونډيان وو او همدا بد نيتونه يې وو، خو دا هېواد تر دې بدبختۍ نه وو رسيدلې، او که نن رسيږي نو هغه د دښمنانو کمال نه دی بلکه د دې حکومت بې کفايتي ده، او زما په وړاندې دواړو تر منځ توپير دی.
حکومت د سولې خبرې کوي، د سولې په شورا کې يې هغه خلک راغونډ کړي چې همدې ولس ورته د هغوی په وړاندې طالبانو ته ښه راغلاست ويلی وو، لدې سره دوی طالب يا نور جنګيالي کومې سولې ته راغواړي، په هېواد کې بيکاري له ۵۰٪ اوښتې ده، ګراني تر اسمانه رسيدلې ده، رشوت او فساد د ورځې معمول دی، نو که هغه مخالف سلا کيږدي نو څه ته راشي، داسې کوم کمال ورته دولت ورکوي چې په هغې وکولای شي خپل اولاد ته روزي پیدا کړي او هغوی چې سولې ته مخ کوي د دښمنانو لخوا قصداً وژل کيږي تر څو نورو ته يې مثال کړي، او حکومت خو له هغه پيسو هم غلا کوي چې له نړيوالو يې د دې سولې په نامه اخيستي دي، ښاغلې رباني له مرګه وروسته اوس هم له ډېر لوړ معاش برخمن دی.
که جنوبي او ختيځ ولايتونه دولت پدې ملامتوي چې هلته سوله نشته او کار پکې نه کړي، نو په شمالي او سوله ييزو ولايتونو کې يې له کومه دومره تورې کړي دي، اته کلنې ماشومې زموږ لور ته لاس اچول کيږي خو مسؤلين يې آزاد ګرځي، واليان په ميليونو روپۍ رشتونه اخلي او ملي ځمکې غصبې کړي دي، د پخوا جنايتکاران نن په ماشين شوو ږيرو او نيکټايانو کې يې د پرمختګ او سولې خبرې کوي، څه او کوم شي او سولې ته دوی غواړي چې خلک راجذب کړي.
که دا هېواد د دولت په وينا ښه دی نو هغه يوازې هغه محدودې طايفې لپاره دی چې يا په دولت کې رشتونه اخلي او يا له همدې دولته او امريکايانو ګران قراردادونه رانيسي، د حقيقت موندنې لپاره يوه ورځ پدې ښار يا هېواد کې همداسې سړې وګرځي نو له هرڅه خبريږي.
نن که دولت او امريکايان پاکستان ملامتوي نو هغه زما او ستا له غمه نه دی بلکه دوی غواړي خپله ناکامي او پاتې والی په يوه چا وتپي پاکستان به تل په افغانستان کې لاسوهنه کوي تل به يې د دې وطن بربادۍ او نابودۍ پسې راخيستې وي زه له پاکستانه هيڅکله دا تمه نه ساتم چې سم دې شي ځکه که دا افغانستان په پښو ودرېد نو لومړئ پوښتنې او حساب به له پاکستان سره کيږي او لکه چې روس ونه غوښتل په افغانستان کې سوله راشي تر څو چې د کرزي حکومت راغی آن د دې حکومت راتللو سره روس دپاسه پر موږ احسان ږدي چې ټول پورونه مې در معاف کړل سره لدې چې د دې ټولې بدبختۍ لامل همدا کمونستان او روسان دي.
افغانستان په دښمنانو کې راګېر دی، نن موږ پاکستان ملامتوو، خو ايران، او روس هم له هغې کم نه دي ټول زموږ په هېواد کې دخيل دي، او امريکا هم همداسې حالت له خدايه غواړي، ځکه چې د دې ټولې بدبختۍ يو لوی عامل همدا امريکا ده.
زه کله کله دې ته حيران شم چې موږ ولې امريکا د خپل پلار زامن ګڼو، چې زموږ د غمه مړه او هر څه زموږ له پاره کوي، همدا امريکايان دي چې د خلکو په کورونو ورننوځي، بېګناه ماشومان، ميندې، خويندې وژني ودونه جنازې جماتونه هيڅ د دوی له کبرجنې او جاهلانه بمباريو او کړنو په امن نه دي. نن که امريکا پاکستان ملامتوي نو هغه يوازې او يوازې پدې دليل چې په افغانستان کې يې سرخوړلې دی او دې قبلولو ته تياره نه ده چې يو څو بېسواده پر کوچنۍ وسلې سمبال نامنظمه جنګيالي دي د دوی د بې پلارو عسکرو اردو لدومره پرمختللې سلاح سره ماته کړي.
دولت بايد په خپل ګريوان کې وګوري د دې په ځای چې هر دولتي چارواکي ساتنې لپاره په سلګونه عسکر مامور او د کور سرکونه يې د ولس په وړاندې بند کړي، ځان سم کړي، هره ورځ خلک له دولته نوره کرکه پیدا کوي، د خپلو چارو حلولو لپاره قانون په لاس کې اخلي، نن خلک دې ته ډېر خوښ دي چې يو څوک پیدا کړي او پيسې ورکړي چې له دولت سره د دوی معامله خلاصه کړي نه دا چې کومې دولتي ادارې ته پخپله ولاړ شي او د څليښو ډنډ ته ځان وغورځوي، او دا هر څه له پورته خراب دي. که چيرې د دولت په لوړو چوکيو کې رشتونه او بې قانونه او غېرې اسلامي حرامې ګټې نه وای نو خلکو به دولتي چوکيو حاصلولو لپاره په ميليونونو افغانۍ رشتونه د دې دولت لوړپوړو مامورينو او سلاکارانو ته نه ورکولای.
د دې ټولو ستونزو لنډ او آسان حل نشته چې سړی ووايی داسې بايد وشي، خو موږ کولای شو په کراره او ګام په ګام د خپلواکۍ، سولې او پرمختګ په لور ولاړ شو، تر ټولو وړاندې بايد افغانان آزاد او پر ملي ګټو ولاړ فکر وکړي ځکه چې اوس دا بې شماره راډيوګانې، ټلويزونونه، تبصرې او خپرونې تر ډېر حده د امريکا پر ګټه دي تر اوسه افغاني شوي نه دي، او دا د هر افغان وجيبه ده چې دا هېواد دا ملت خپل وګڼي او له دولته يا نړيوالې ټولنې دا تمه ونه ساتي چې دا هېواد راسم کړي.
د يوه افغان په حيث موږ بايد له خپلو مليتي، سيمه يي، ژبني او قومي محدوديتونو راوځو د يوه افغان په حيث فکر وکړو، ځکه دا کور د ټولو دی او تر څو چې موږ د يو بل حق ته قانع نه شو، مسؤليت قبول نه کړو، خپل حقوق ونه پيژنو او دا ونه منو چې دا هېواد نه د کرزي دی او نه يوازې د دې دولت دی دا د هر افغان دی، دا کړکيچونه به همداسې روان وي. که دولت ځان ته دا حق ورکوي چې له هر افغان له پوښتنې پرته ماليه واخلي نو دا ملت هم دا حق لري چې له همدې چارواکو پوښتنه وکړي او بې ځايه سرزوريو مخه يې ونيسي.
د ملت لدې ځان ويښتابه سره موږ د دولت اصلاح په لور ځو، اوسنې حکومت خو داسې وګڼئ چې یوازې دې ته ناست دی چې امريکا ته د خټو پزه کيږدي چې دې هېواد کې افغانان واکمن دی، او امريکا مستقيمه مستعمره نه ده، خو واقيعت ټولو ته معلوم دی چې د حکم مرجع چيرې ده، خو په دې هېواد ډير حکومتونه تلي او راغلي دي، موږ بايد له مجبورۍ د امريکا او نورې نړيوالې ټولنې له ناوړه دودو سره ګوزاره وکړو ځکه هغه مينه او مسؤليت چې موږ د دې خاورې په وړاندې لرو هغه موږ د دې زهرو ګوټ څښلو ته مجبوروي.