زه څوک يم ؟؟؟
02.01.2012 16:30
څه فکر کوی زه به څوک يم ؟
اتلس کاله کيږي هره ورځ د عجيبه پيښو په ګرداب کې ژوند تيروم ،
- کله ټوپک ته لاس کړم ، ګيټ کش کړم په يوه شيه کې يو مظلوم په سرو وينو کې ولبوم اوبيا په خپل قتل په ډير غرور کټ کټ وخاندم .
شيبه وروسته د همغه مقتول سرته ته کينم ، ژاړم ، کوکې وهم او سوې ساندې وايم .
- په يوه شيبه کې ماشوم شم په لومړي ټولګي کې کينم ( ا، ب ، ت ... ) زده کوم . په بله شيبه کې معلم يم نورو ماشومانو ته سبق زده کوم .
- په يوه شيبه کې غل شم غلا کوم ، په بله شيبه کې ملا شم د جومات د منبر په سر ناست يم ، نورو ته د غلا په اړه وعظ او نصحت کوم.
- په يوه شيبه کې هم پوليس يم هم قاچاقبر
- په يوه شيبه کې هم ناروغ يم ، هم ډاکټر
- په يوه شيبه کې هم پلار يم هم زوي
- په يوه شيبه کې هم دهقان يم هم د کرنې متخصص
- په يوه شيبه کې هم خان يم هم نوکر
- په يوه شيبه کې دوه تنه هم په جنګ اچوم او هم يې بيرته ديو مشر او مصلح په توګه د هغوي ترمنځ روغه جوړه کوم
- په يوه شيبه کې هم شپون يم په غرو رغونو کې شپيلۍ غږوم او خپلې ميږې پيايم ، په يوه شيبه کې بيا وترنر شم ، د ميږو علاج کوم .
- په يوه شيبه کې دبشر حقوق تر پښو لاندې کوم ، په بله شيبه کې د هغو مدافع وکيل يم .
- په يوه شيبه هم ملک يم ، هم ژرنده کړی ، هم خټګر، هم درزي ، هم د کلي دوکاندار ، هم مشتري ....
نو څه فکر کوی چې زه به څوک يم ؟؟؟؟؟؟؟؟
که تاسو يې په ځواب نه پوهيږی زه به يې درته ووايم . زه ډرامه ليکوال يم
( نوی کور، نوی ژوند )

