آيا کبیر خان به بیا کامیاب شي؟
31.12.2011 19:30له څه مودې نه اورم چې دافغانستان کرکټ بورډ يو شمېر غړي په دې هڅه کې دي چې دافغانستان کرکټ لوبډلې دکوچېنګ یا روزنې له پاره يوځل بیا کبیرخان راولي. په دې کې شک نشته چې کبیر خان تر يوه بریده هغه لړۍ مخکې یوړله کومه چې دافغانستان کرکټ له پاره ښاغلي تاج ملوک عالم پېل کړې وه، مخکې له دې چې دکبیر خان په لاسته راوڼو وغږیږو دتاج ملوک یادونه ضروري بولم تاج ملوک هغه شخص وچې له ډيرو هلو ځلو ورسته یې دافغانستان هغه لوبډله چې دپېښور په کمپونو کې يې په خاورو کې خپل مخونه سپېره کړي وو ، نړیوال ډګر ته وباسه ، دا هغه لاسته راوڼه ده چې دافغانستان دکرکټ په تاریخ کې به همیشه په زرینو کرښو لیکل کيږي، له دې نه وروسته کله چې باید لوبډله خپلې تجربې پراخې کړي نو دکبیرخان غوندې یو کوچ ته اړتیا پېدا شوله او ترخپله اوسه او تر خپلې تجربې يې افغان ټيم لګ نور هم مخکې کړالبته په دې بیا هم ونه توانېد چې لومړي مقام ته یې ورسوي له څلورم او درېم وروسته له اول مقامه پاتې شو.
دلته باید په دې خبرې وکړو چې آيا ددې ټولو پرمختګونو تاج یواځې کبیرخان ته ورپه سر کولی شي کنه په دې کې په خپله دلوبډلې او لوبغاړو رول اتیا سلنه وو،
له لومړۍ ورځې چې افغان لوبغاړي ديوې لوبډلې په نوم سره راټول شو نو هغوي دهرې ورځې په تېرېدو سره دخپلو وړتیاو له مخې دپرمختګ ګامونه پورته کړل او تر ننه یې دا سفر مخ په بره روان دی.
سوال دادی چې ورسته له دې چې کبیرخان لرې کړی شو یا یې استعفی ورکړله ولې یوځل بیا دهغې دراتګ خبرې کيږي ، باید په دې هم خبر شو چې دکومو لاملونو له مخې کبیرخان لرې کړلی شو ؟
په خپله کرکټ لوبډله او دکرکټ بورډ زیات شمېر کارکونکي په دې اند دي چې کبیر خان دخپل ځان دبقا له پاره دلوبغاړو ترمنځ اختلاف ایجاد کړي واو یو شمېر لوبغاړي يې په څنګ کې نیولي وو او یو شمېر يې له وړتیاو سره سره له صحنې لرې کړل.او یو وخت خو یې کرکټ بورډ دې حد ته را ورسوه چې لوبغاړي او کارکونکي سره يو بل په بېټونو او ویکټو ووهي . همدا ټول صورتحال ددې لامل شو چې کبیرخان باید نور دافغان لوبډلې دروزونکي په حیث خپله دنده پای ته ورسوي، خو حیرانتیا په دې ده چې اخر داسې څه وشول چې یوځل بیا کبیر خان غوندې شخص دکرکټ بورډ انګڼ ته رادننه کړلی شي؟ آیا هغه کومه خاصه نوې معجزه له ځان سره راوړې ده چې زمونږ لوبډله به پرې لا پیاوړې کړي؟ او کنه یو ځل بیا دننه په کرکټ بورډ کې هغه دام غوړول کيږي دکومې له مخه چې یووخت دکرکټ بورډ دیو لوی ګواښ سره مخ و؟
کیدی شي یو شمېر خلک دا نظر ولري چې کبیرخان يو ښه کوچ دی خو زه به ترې دلیل وغواړم چې په څه ؟
راځۍ چې دلګې شېبې له پاره يې زمونږ دیو هیوادوال چې تجربه يې هم نه وه ښاغلي دولت احمدزي سره پرتله کړو، په دتېرو سیالیو کې چې افغانستان په کې اتلوله خپله کړله دولت احمدزی دافغان لوبډلې سره دروزنکي په حیث تللی وو او کبیرخان داماراتو دلوبډلې کوچ و، اوس تاسې ددې سیالیو تاریخ وګورۍ چې دکبیرخان لوبډلې لاسته راوړنې زیاتې وې که د دولت احمدزي. دکبیرخان لوبډله له سیالیو له شرمناکې ماتې سره له سیالیو بهر شوه او د دولت احمدزي لوبډلې اتلولي خپله کړله ، که کبیرخان په ریښتیا هم بهترین کوچ وای نو ولې یې داماراتو لوبډله بریالۍ نه کړله ؟ او دولت احمدزی چې دکرکټ په ډګر کې دکوچ کوم خاص تجربه او سابقه نه لري هغه خپله لوبډله اتله کړله آیا دا دسوچ ځای نه دی؟
په اصل کې زه دا خبره په ډاډه زړه کوم چې دافغانستان دکرکټ لوبډلې ټول پرمختګونو دلوبغاړو په خپلې وړتیا او همت تر لاسه کړي دي چې بیا یې هم زه یوه بېلګه همدا تېرې سیالۍ ګڼم، په لوبډله کې دهر لوبغاړي تجربه او کاري سابقه له دولت احمدزي نه ښه ده ، نو داحمدزي تګ او نه تګ ورسره یو برابر و،
په دې به انشاالله قانع شوي يې راځۍ دې ته ځیر شو کبیرخان ولې زړه ښه کوي چې بیا افغانستان ته راشي؟ اصل کې کبیرخان داماراتو له لوبغاړو توقعات نه لري او نه هم دهغې لوبډلې سره دده نوم کیدلی شي تاسې وګورۍ له کله چې کبیرخان له افغانستانه تلی دی آيا دهغه نوم چرته په کومې نړیوالې رسنۍ کې دهغه یادونه وشوله ؟ نه ځکه چې کومه خاصه لاسته راوړنه یې نه لرله نو که یو کال نور پرې تېر شي نو بیا به يې څوک په تورو توتانو هم نه اخلي ،
خو بل لورې ته زمونږ کرکټ بورډ بیا ښاغلی کبیر خان یوځل بیا ددقیقو معلوماتو پر اساس په لس زره ډالره میاشتني معاش دکوچ په حیث راولي، او دسفرپرمهال به دورځې سل ډالره سفري ورکوي، ولې داسې کيږي په کوم بنیاد کبیرخان ته دومره امتیازات ورکول کيږي آیا دا دنړۍ کوم ډير مهم او مشهور او تجربه لرونکی کوچ دی؟
راځۍ له یوې بلې مو خبر کړم ډيف واټموراسټرالوي کوچ چې دکرکټ په نړۍ کې ډير شهرت لري په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې یې دسریلانکا ټيم ته نړیوال جام ګټلی دی ، دبنګلدیش ټیم یې هم داسې روزلی دی چې یو وخت یې په خپله داسټرلیا لوبډله هم راګېره کړې ده او همدا اوس په هند کې دشارخان دکلکتې ټيم کوچ دی ، پاکستان ورته وړاندیز کړی دی چې دکوچ په حیث دپاکستان لوبډلې ته راشي، هغه همدا مهال پاکستان ته تلی دی څو دپاکستان کرکټ بورډ سره په یو لړ مهمو نکتو خبرې وکړي ، ددې نړیوال شهرت لرونکي کوچ غوښتنه دپاکستان له کرکټ بورډه داده چې اتلس زره امریکايي ډالره به تنخوا ورکوي ،
نو اوس تاسې ووایې چې کبیرخان ته لس زره ډالر مونږ ولې ورکړو؟ آیا کرکټ بورډ سره پېسې ډيرې شوي دي ؟ که داسې وي نو بیا دې لوبغاړو ته یو سل سل ډالر معاش پورته کړي چې دهغوي بېچاراګانو پرې یو دم دوا شي، خو داسې نه ده او یواځې دیوې معاملې له مخې کبیرخان راوستل کيږي چې ټول واک به يې هم دافغانستان دکرکټ ورکړی وي او بیا به یواځې په خپله خوښه کبیرخان لوبغاړي ټاکي، او ټیلیڼټ ته به ارزښت نه ورکوي چې دا دافغانستان دکرکټ له پاره يوه غټ ګواښ دی او باید کرکټ بورډ او ښاغلی دانش هم له دې خبر وي او دکرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی عمر زاخیلوال دې هم خبر وي چې دکرکټ بورډ دې په زوره د بربادۍ کوهي ته نه ورغورځوي ، او دا ځای دې یاد وي چې که داسې یې وکړل نو سبا به پخښېمانه هم وي او د افغانستان دکرکټ دبربادۍ مسول به هم وي ، چې دا زورېدلی ملت به يې کله هم بیا ونه بخښي.دا یواځې هغه څه وو چې زه يې له اوسه وینم او که چا ونه منله نو دوه میاشتې وروسته به ورته ووایم
چې اوس خپلې پوزې پرې کړۍ
یواځې دافغانستان دسرلوړۍ په هیله

