ژاړم به ولې نه !
25.12.2011 12:12وطن مې شو سور اور سرو لمبو ته ژاړم
ځوانان مې شول په ګور جنازو ته ژاړم
کوڅه کې د جانان پل ایښودی نه شم
ربه دا څه وشول ، قسمتو ته ژاړم
پسرليه څه غواړې دغه کلي نه
بلبلان دې خاورې شول قبرو ته ژاړم
اسمانه عجب د غم توپان دې راووست
کور دې زما ړنګ کړ کنډوالو ته ژاړم
هر يو جنګ کې بچی زما مړ کيږي
پښتون په خون تودو سنګرو ته ژاړم
نور څه پاتې نه دي د ګودر پر غاړه
زه اوس سوځېدلو چنارو ته ژاړم
ساقي واخله خم لاړ شه له دې چمه
نن له وينو اوښکو ډک جامو ته ژاړم

