د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شکر دی چې زه نشوم ریس کنه اوس به مړ وای استاد سياف

شبيراحمد 21.09.2011 16:48

د سولي عالي شوری ریس او پخوانی جمهور ریس استاد برهان الدین رباني په خپل کور کې د ځانمرګي برید له امله ووژل شو. ویل کیږي چې یو تن رحمت الله واحد یار او معصوم ستانکزي (دسولي عالي شوری د دارالانشأ ریس) ته ځان د طالبانو استازی ښودلی ؤ او ویلي یې ؤ چې د طالبانو لخوا ځانګړی او مهم پیغام د سولي عالي شوری ریس استاد برهان الدین رباني ته لرم. غواړم چې پیغام پخپله ورته ورسوم.
رحمت الله واحد یار چې د طالبانو د واکمني پرمهال هم پیږندل شوی او د طالبانو په لیکو کې له نفوذه ډکه څیره وه په خاص ډول سره د مولوي منصور صاحب لارویانو یې زیات احترام درلود. داچې د طالبانو د نظام له ړنګیدو وروسته یوه ډله کسان چې ډیر په تیرو ټولو نظامونو کې د خاص واک او قدرت لرونکي ځواکمن خلک پاتي شویدی یو هم له همدي ډلي څخه واحدیار دی، ددغي ډلي معنوي ، سیاسي او تجارتي مشرتوب مولوي ارسلان رحماني کوي، چې اوس هم د سولي عالي شوری غړی دی. نو د پورته څرګندوني په نظر کې نیولو سره ویلای شو چې کیدای شي واحد یار اوسمهال هم له ځینو طالبانو سره اړیکې لرلي.
داچې د استاد رباني د وژلو پلان کوونکو هم ژور فکر کړی دی او داسي پلان یې جوړ کړی چې دولت ته مطرح او دسولي د عالي شوری د اعتماد وړ کس یې د دریم ګړي او منځګړي په توګه استاد ته درسیدلو لپاره استعمال کړ، بې له شکه چې کامیاب پلان او طرحه یې په کار واچوله. زما په فکر ځانمرګي کس هم عادي سړی نه دی او کیدای شي چې د واحد یار ، مولوي عبدالحکیم منیب او مولوي ارسلان رحماني سره یې پخوا هم پیږندګلوي لرله او د طالبانو په وخت کې د لوړ منصب لرونکي شخص وي.
د سولي عالي شوری چې دوه کاله مخکي جوړیدله نو د ریاست لپاره یې ډیري چني ووهل شوي. د شوری په ریاست د استاد رباني او استاد سیاف چني رواني وي، هر یوه غوښتل چې دغه ثروتمن ریاست ترلاسه کړي.
که څه هم په لومړي سر کې ویل کیدل چې ریاست به یې استاد سیاف ته ورکول شي خو امریکا او اروپا یې مخالفت کاو بل داچې کرزي هم غوښتل چې استاد رباني دلاسه ورنکړي نو د سولي عالي شوری ریاست یې د امریکا او اروپا چې د روسيې رول هم پکې د یادولو وړ دی استاد رباني ته ورکړ. داچې ډیر وختونه استاد سیاف کرزي ته مشورې ورکوي او کرزي پدې وختونو کې استاد سیاف ته هم اړتیا لري نو د هغه سره یې ژمنه وکړه چې د پارلمان ریاست به تاته درکړم. بل سولوي او ملي پخلاینې ریس صبغت الله مجددي ویل چې که د سولي عالي شوری په نوم اداره جوړیږي ریاست یې باید زه وکړم ځکه تیار د سولي او ملي پخلایني ریس یم. د ډیرو چنو او خبرو وروسته مجددي صاحب وویل که زه ریس نشم نو له حکومت سره پریکون اعلانوم او کرزیه ستا حکومت د پردیو په لاس او زور جوړ شوی حکومت اعلانوم. کرزي چې په مصلحتونو کې خاصه ځانګرتیا لري نو امریکا او اروپا ته یې قناعت ورکړ چې د سولي او ملي پخلایني اداره به هم پریږدو ، بودیجه دي ورکول شي او مجددي صاحب دي ریس پاتې شي.که څه هم امریکا او ملګرویې نه غوښتل چې دغه اداره دي پاتي شي ځکه په تیرو کلونوکې یې لاسته رواړوني نه لرلی. ولي د کرزي د ټینګار له امله د نوموړي اداري په پاتي جمهور ریس وکولای شول چې مجددي هم خوشحال کړې او د جیب خرڅ او د هغه د ډیرو میلمنو د خرڅ غوټه خلاصه ورته پریږدي. پدي خو ټول پوهیږو چې د حکومت په منځ کې دننه جنګ او ستونزي د پیسو او شتو په سر دي. له لویه سره خو پروګرام داسي ؤ چې د سولي د عالي شوری ریس به هم د سولي دعالي شوری د مرستیالانو ، منشي او نورو چوکیو لپاره د عالي شوری د خپلمنځي انتخاباتو له لاري ټاکل کیږي. ولي یوازني استاد رباني ؤ چې د جمهور ریس لخوا په انتصابي ډول سره معرفي شو او پاتي چوکیو ته یې کسان د عالي شوری د انتخاباتو په نتیجه کي وټاکل شول.
له پیله په کرزي دا نیوکه وه چې د سولي عالي شوری ریاست ته یې بیطرفه شخص معرفي نکړ، استاد رباني چې د طالبانو سره دجګړي کولو او بیا وروسته د امریکا او ملګرو سره د مرستي او طالبانو د وژلو او له منځه وړلو باندي افغان ملت پیژاندی او همدارنګه دمجاهدینو دکامیابي وروسته یې هم دهغه د حکومت ، وژنو، خرابیو او انارشي خوند لیدلی ؤ له اولي ورځي یې د سولي عالي شوری ته د استاد در یاست سره مخالفت درلود. داچې په ملت کې ډیره مشهوره ده چې کله امریکا په شمال کې په طالبانو بمباري کوله نو استاد رباني به د امریکا د هوایې بمبار د قوماندی مرکز ته ویل چې دا بمونه واړه دي غټ بمونه استعمال کړئ، نو څه ډول به دغسي یو څوک وکولای شي چې په سوله کي رول ولوبوي.
په هرصورت داسي انګیرل کیدله چې امریکا نه غواړي سوله ؤشي نو یواځي یوه ډرامه یې په لار اچولي ده او څه پیسي دي دابه د سولي عالي شوری په نوم استاد او ورسره غړی یې تر ستوني تیري کړي خو امریکا او ملګری به دنیا ته وښئي چې موږ سوله غواړو خو طالبان سوله نه غواړي. که نه څرنګه کیدای شي چې دسولي مشرتوب دی په جنګ کي داخل لوری وکړي، سوله خو په سیمیز او نړیوالو اصولو او قوانینو کې دریمګړی او منځګړی کوی. خو دلته زموږ په هیواد کې هرڅه سرچپه او دزور په اصولو روان دي.
استاد رباني د سولي په لومړیو ورځو کې طالبان د برادران طالبان په نوم یاد کړل او د سولي په دپروګرام سره د یوځای کیدو غوښتنه یې ورڅخه وکړه.
کله چې څه موده وروسته ناهیلی شو او طالبانو منفي ځواب څه چې د سولي ټولو غړو ته د مرګ ګواښ وکړ. داستاد رباني میرمن هم په میډیاکې څرګنده شوه او ویې ویل چمتو ده چې د طالبانو سره د خبرو لپاره قرباني ورکړي. خو پایله بیا هم منفي وه. کله چې استاد رباني پوه شو چې پروسه ناکامه ده او ریاست ته دده ټاکل هم سم نه ؤ نو طالبان یې په ډول ډول سپکو نومونه یاد کړل او د سولي د پروګرام سره د یوځای کیدو په ځای یې وویل چې طالبان دي تسلیم شي او موږ به په هیواد کې د اوسیدو اجازه ورکړو. چې یوه خندونکي او نه منونکي خبره ده.
استاد په نړیوالو کنفرانسونو کې طالبان وړه ډله وبلله او هغه یې بې فرهنګه او بې کلتوره خلک ونومول او هغوي یې یاغیان او ژر ورکیدونکې یاد کړل. برعکس یې د کرزي پردی حکومت مستقل او شرعي حکومت وباله، د بهرنیانو یرغلګر و مړې یې شهیدان وبلل او دهغوی روح ته یې دعا وکړه . یواځي په عامو مجلسونو او نړیوالوکنفرانسونو کې یې داونه ویل چې د یرغلګرو د مړو دي الله عزوجل جنت فردوس نصیب کړي، د طالبانو کسان یې بې لاري او دهغوی شهیدان یې دوزخیان بلل.
درواني اونۍ د یکشنبي ورځ ۱۸ سپټمبر-11 په ایران کې نړیوال اسلامي کنفرانس ؤ چې په کنفرانس کې د نورو افغان سیاسي څیرو ترڅنګ د سولي د عالي شوری په ریاست استاد رباني او د سولي د عالي شوری غړو هم ګډون کړی ؤ. داچې په نړیوالو کنفرانسونو کې هر کله استاد بیانیه ورکوي نو دنورکله په شان یې د ایران په نړیوال کنفرانس کې هم خپل ارشادات او وینا لرله، دکنفرانس یو ګډون کوونکي وویل چې کله هم استاد طالبانو ته په سپکوسپوره پیل وکړه او هغه یې بې فرهنګه او بې کلتوره او د ملایانو او طالبانو د بدنامولو ډله وبلله، دکنفرانس د ګډونوالو لخوا له خجالت او شرمندګي سره مخ شو، ګډونوالو په ډیر شور او زوږ ژغونه پرې وکړل اوورته ولاړشول چې نور استاده بس کړه او نور د مجاهدینو سپکاوی مه کوه چې پایله د استاد وینا ګډه وډه او شرمنده ټیټې سترګې او له پوره ذلت سره مخ شو.
اوس تاسي پریکړه وکړئ چې داډول شخص به څه ډول سوله راوستلي وای چې یوطرف (امریکا او پلویان) ته په پوره احترام قایل او دهغوی هري پریکړي او وړاندیز ته لبیک وایې او بل لوري (طالبانو او مجاهدینو) ته په بې احترامي ، یاغیانوقایل او وایې چې سلاح کیږدې ځانونه بهرنیانو ته تسلیم کړئ. هیڅکله هم استاد سولي ته وفادار نه ؤ.
بله خبره چې مهمه ده دسولي په عالي شوری کې ډیرو پخوانیو جنګسالارانو او دطالبانوسره جګړه کوونکو ته غړیتوب ورکول شویدی چې محقق، استاد سیاف یې ښې بیلګي دي.
زه باور لرم چې کله هم استاد سیاف د رباني د مرګ اوریدلي وي نو په زړه کې به یې ویلي وي چې : شکر دی چې زه نشوم ریس کنه اوس به مړ وای.
له استاد سیاف سره په کړي وعده کرزي هم په تله برابر ونخوت، او استاد ته د پارلمان د ریاست ویاړ په برخه نشو، دوه خبري دي یو داچې استاد سیاف امریکا او اروپا نه غوښت چې د پارلمان ریس دي شي، بل داچې دسنا مجلس مشر هم دسیاف د ګوند اړوند کس وټاکل شو، نو د دواړو مجلسونو ریاست یوه ګوند ته سپارلو په راتلونکې کې ستونزي پیداکولي.
اوازه ده چې استاد سیاف ته هم طالبانو اخطار ورکړی دی او ورته ویلي یې دي چې زموږ تر تعقیب لاندې یې ، ځکه خو اوس استاد د پارلمان غونډو ته ډیر نه حاضریږي، بل داچې له خوشحال مېنې یې هم کډه وکړه او پلرنې ټاټوبې پغمان ته ولاړ. هلته یې هم په ځان او اولاد څو دیواله را ګرځولي دي او ورتګ ورته د طاوس مرغه نیول دي.
استاد سياف چې پوه شو د طالبانو تر تعقیب لاندې دی نو دمسعود دمرګ کلیزه کې یې په طالبانو توندې نیوکې وکړي او هغه یې یومخ له اسلامه وایستل او بیچاره خپل ځانته اوس هم دمجاهد خطاب کوي. وایې پکتیاوال ډیر اطرافي او له ښارونو څخه دباندي پاتي شوی خلک دی، کله چې امریکا یان زموږهیواد ته راغلل نو د کوم پکتیاوال ځوی ورسره په کمپاین کې دنده ترسره کوله، له پلارڅخه یې کلیوال پوښتنه وکړه چې ځوی دي چیرته دی، هغه ورته وویل چې هغه له امریکایانو سره مجاهد دی، نو که داستاد مطلب داوي چې د امریکایانو سره مجاهد دی بیا زه بخښنه غواړم.
د استاد رباني تر مړینې څو ساعته وروسته د مارشال قسیم فهیم سره یوځای استاد سیاف هم میډیا ته څرګنده کړه چې موږ به داستاد رباني لاره تعقیب او پري به نږدو چې دسولي هڅي ناکامه شي. له څرګندونو یې معلومیدله چې د رباني له مرګ وروسته یې بیا د سولي عالي شوری ریاست نښه په مغزو کې ګرځیدلي ده. زه د قسیم فهیم له هغه وینا څخه پوره ملاتړ کوم چې ویې ویل د ریاني لارویان باید له زغم څخه کارواخلي او ګډوډیو ته لمن ونه وهي.
د استاد سیاف تر څرګندونو وروسته کرزي هم په امریکا کې د رباني په مړینه خفګان ښکاره کړاود خفګان ترڅنګ یې وویل چې د سولي د عالي شوری دریاست لپاره به وړ کس پیداکول ورته ګران وي.
الله عزوجل دي وکړي چې کرزي مسئلي ته جدي پاملرنه وکړي او نوموړي ریاست ته په ټاکنه کي دتیر په څیر غلطي ونکړي، متل دي چې له بارانه راغلم ناوې ته کیناستم،داسي نه چې په ځای یې محقق راوستل شي. همدارنګه داستاد سیاف ټاکل هم اشتباه ده ځکه هغه دطالبانو او مقاومت کوونکوسره په مخالفه جبهه کې دی نو دسولي راوستلو لپاره ناپیلی او په جنګونوکې نه شکیل کس ته اړتیا ده.
زه په اخر کې استاد سیاف ته وړاندیز لرم او هیله ده چې غور به پري وکړي. استاده مرګ دهر چا کورته راروان دی، او هر نفس د مرګ څکونکي دی، ستاد جهاد خاطري زموږ په یاد دي او دهجرت په وخت کې د جلوزو کیمپ کې دعوت جهاد په نوم د پوهنتون ابتکار دي هم د پټیدو ندی. زموږ د زړه له تله خوا درباندي بدیږي، نه ښایې چې یوه ورځ تا هم د داډول برخلیک سره ووینو چې دمسلمان له لاسه ووژل شي، ښه داده چې د یرغلګرو څخه جلا او که په ښکاره د یرغلګروسره د جهاد اعلان نشي کولای په پټه خپل دګوند خلک وهڅوي چې د مجاهدینو په لیکو کې ځانونه منظم او جهاد وکړي او خپله هم نور ځان ګوښه او ددولت او بهرنیانو نامشروع ملاتړ پریږدي.