د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مړو فستيوال (جشن)

ګلزيه لغمانۍ 04.01.2011 20:13

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دا چې تير کال هم د مړو فستيوال د لومړي ځل له پاره د يوې غونډې په کولو سره ښه په درز کې لمانځل شوي و او زه ورنه ناخبره پاتې شوي وم نو دا ځل مې ورته پوره اماده ګې نيولي وه چې له خيره حتماً به پکې برخه اخلم.
له نيکه مرغه دا ځل يوه هفته مخکې خبر شوم، تلوسه مې لا پسې زياته شوه چې دا به نو لا څنګه فستيوال وي؟ ورځې راباندې هغه د چا خبره د کال هومره تيريدي، بالاخره خداي هماغه ورځ هم راوسته چې ورته په تمه وم، فستيوال په يوه ميلمستون کې لمانځل کيده ، ما هم له ټولو ځان مخکې ورته رسولي ؤ، له لرې مې د ميلمستون په شيشو په راځړيدلى لوحى (جشن مرده ګان) سترګې ولګيدي.
کله چې د ميلمستون مخې ته ورسيدم، ګڼه ګوڼه زياته وه، ځان مې دروازې ته ورساوه، له تالاشۍ وروسته يو هلک چې غټه کتابچه يې په لاس کې وه ولاړ ؤ، وويل: ښه، په دې نږديو کې ستاسو څوک مړه شوي دي؟ حيران شوم، ما ويل اوس ده ته څه دروغ جوړوي. له ځانه سره مې فکر وکړ چې که داسې څوک وښيم چې ژوندى وي نو هسې نه چې خداي مکړه د رښتيا مړ شي، دا چې عمه ( د پلار خور) مې نه درلوده نو ورته مې وويل: عمه، هلک هم لکه تذکره چې راته جوړوي ، د عمه نوم، د عمه د ميړه نوم، د عمه د مړينې علت، د عمه داستوګنې ځاى، د عمه زامن او ددې ترڅنګ زما په اړه معلومات ټول په کتابچه کې ثبت کړل.
د هوټل په زينو کې په ځړول شويو تابلوګانو کې د ښځو او نارينه و عکسونه د ژړا او غم په حالت کې اخيستل شوى وه، هوټل ته ننوتم، عجيبه صحنه وه، د تلويزيونو مايکونه په ستيج کې زياتى نه ځاييدل، د هوټل په منځ کې د خلکو تر منځ لاره د تګ راتګ له پاره پريښودل شوي وه، لږ وړاندې لاړم يو سړى چې خلکو ته رهنمائى کوله وويل: ستاسو مړى نارينه دى که ښځينه؟ ما ورته وويل: ښځينه، د هوټل يوې خواته يې راته لارښوونه وکړه، سټيج دواړو لورو ته ښه له ورايه معلوميده ، بيروبار ورو ورو ډيريده تر دې چې آن د ستيج مخې ته په قالينو خلک کيناستل.
فستوال شروع شو ، لومړې اناونسر اعلان وکړ چې د پنځو دقيقو له پاره ودريږئ او د خپلو مړو سره غمرازې ښکاره کړئ، خلک ودريدل، زه هم ودريدم، لږ وروسته د ژړاګانو، چيغو او غمجنو نعرو او غږونو ټول هوټل په سر واخيست.
ترڅنګ ناست ځوان چې د غاړې لاکت يې په شونډو ښکلاوه هم سلګې وهلې، يو دم يې يوه زوروره چيغه له خولې ووته چې آن ماته يې ژړا راوسته. دا چې ما مې د نيا مرګ کې هم نه ؤ ژړلې نو ځکه ما هم د خلکو له شرمه سپيږمې کش کولې.
لومړى غونډې ته مشر ميلمه چې خواښې مړه شي وه، وينا وکړه، يو څه خوشحاله ښکاريده، د همدې فستيوال د اهميت په اړه يې هم ډېرې خبرې وکړې په خپله وينا کې له دولت نه وغوښتل چې دا ورځ دې هم بايد عمومي رخصت اعلان شي ترڅو خلک ددې ورځ په لمانځلو سره له خپلو ارمانجنو مړو سره وفا وکړي .
ورپسې د نارينه و د مړو په نماينده ګۍ يوه پخه ښځه ستيج ته وبلل شوه ، له اول نه جدي ښکاريده ځکه چې سلام يې هم وانه چوه بيا يې په غوصه ناکه لهجه وويل: تاسو خو لکه د ژونديو فستيوال ته چې راغلي يې، دا خو د مړو فستيوال دى ، خلک خو لږ له ځان سره سوچ وکړي چې چيرته ځم؟ تاسو ما وګورئ چې د خپل ميړه د جنازې پتاسې مې د ټيکرې د پيڅکې پورې تړلې او د ډوډۍ پخولو کالي مې اغوستې دي، نو تاسي هم بايد دې فستيوال ته د لو کالي واغوندئ نه د اختر، ځکه چې همدا اوس زموږ فستيوال په ژوندۍ بڼۀ ټوله دنيا ګوري نو خارجيان به څه وايې چې دوى لکه چې مړو ته خوشحاليږي.
نورې ډېرې خبرې يې هم په زړه وي مګر د يو څو دريشي کړيو انجونو لخوا د کينه کينه اوازونو ددې خبرې قطع کړى، يو څه تاثير لاندې راغله ، بيا يې خپل لاس پورته ونيوه ويې ويل: زه نور خپلې خبرې نه اوږدوم، او د يو تسکين داره بيت په ويلو سره نور خپلو خبرو د پاې ټکي ږدم ، تاسو درانه بايد قلم او کاغذ راواخلئ او زما دا بيت درسره وليکئ:
خلک وايې مړى هيڅ کولې نه شي
زه د مړو سترګو د لاسه در په در يم
اناونسر ترينه مننه وکړه، د مړو په اړه ترانې او شعرونه هم د بيلابيلو کسانو لخوا په ويرجن حالت کې وويل شو، چابه خپل غزل شرينګل، چا بختوګۍ او چا... ، چا ... ته ډالۍ کولی.
دا وخت اناونسر وويل: اوس داسې يو چاته بلنه ورکوم چې د مړو د فستيوال غوره جايزه ورته ورکول کيږي دا ځکه چې د زموږ د پچې اچونې له مخې د کال تر ټولو بدمرغه مړى د همدې ځوان معشوقه ده.
په هوټل کې خلک سره وخوځيدل، ټول څک شول چې دا به نو لا کوم ځوان وي ، ما هم شاوخوا کتل، تر څنګ ناست هلک چې برګ کاو بواي پتلون يې اغوستې و ، د يخن قاق په کالر يې د (ماى نام ايس خان) جمله ليکل شوي وه، پاڅيده، يو څو ملګري يې هم ورسره راغلي وه، هغو ملګرو يی د (به افتخارش) په ويلو سره چکچکې پيل کړي، دا وخت هوټل ټولو ګډون والو ورسره چکچکې بدرګه کړى هلک مايک ته نږدې شو او خپلې خبرې يې داسې پيل کړى: دا چې زما معشوقه لکي جان نوميده ، نو له کومې ورځې نه چې له لکې جان سره زما ملګرتيا پيل شوي وه نو باور وکړئ چې زه هم ورسره لکي (بختور) شوې يم ، خو زه به هغه وخت لکي (بختور) وم چې ما صرف يو ځل هغه ليدلي وه ، ځکه زما او د هغې ملګرتيا دا څلور هفتې کيږي چې په موبايل شروع شوي وه.
يو څو لحظې همداسې چوپتيا وه، بيا يې وويل: څو ورځې کيږي چې لکي جان ته زنګ وهم، تيليفون يې بند دى ، هغې راته ويلي و چې زه ستا د ديدن پسې نا ارامه يم ، کيداي شي ما پسې مړه شوي وي ځکه يې تيليفون بند دي نو ځکه مې د کال د بدمرغه مړو په راجستر پاڼه کې د لکي جان نوم ورکړ او دادې اوس د همغې له برکته جايزه اخلم.
دا وخت د ښځو له تالار نه يوه زړه ښځه راپورته شوه، په لوړ اواز يې وويل: الله! خداي دې تا مړ کړي، د لکې جان لور په ځاې مې همدا ته د ګور ميلمه شي، ، خداې دې خوله کږه کړه چې لکي جانه مړه بولې، بيا يې خلکو ته مخ کړ او ويې ويل: آى خلکو! لکي جان مې لور ده موبايل ترينه دا يوه هفته کيږئ چې په ملي بس کې غلو وهلى، او دا وايې چې لکي جان مړه ده ، نور يې د ستيج پر خوا چټک چټک ګامونه واخيستل، مايک يې واخيسته د مشرانو ميلمنو خواته يې مخ کړ او ويې ويل: رښتيا هم چې د درواغو منزل لنډ وي ، دا زما د لکې جان حق دى، يو تن راپورته شئ او جايزه راته ډالئ کړئ.