د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حساسه صحنه

ګلزيه لغمانۍ 02.01.2011 12:58

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د برچې لاس بند يې لا له وړاندې په خپل ښې لاس کې کلک کړ، د محلې برقونه هم يو څو دقيقې مخکې تللى و، په ديوال کې د د پخو خښتو نقشونه لکه چې تيار د همده ختلو ته جوړ شوي وي، په ديوال باندې د راځړيدلى ګل شاخونو هم ورسره په کور ته کوزيدو کې مرسته وکړه، همدا چې پښه يې په ځمکه ولګيده، زړه يې بې واره ټوپونه شروع کړل، دې هم لومړى کيناست، نه پوهيده کوم خوا لاړ شي، لاره او لودن ترينه ورک شو، د خپل ستړي زړه د دربهار د ارامولو ناکامه هڅه يې کوله خو کاشکې چې په خپل لاس کې يې واى ځکه چې همدې دربهار يې ډېر څه په زړه کې ورته ګرځول او نه شواى کولاى چې خپل حواس کنترول کړي ان تر دې چې همدې دربهار به کله کله په راتګ پښيمانه کاوه او له ځانه سره به يې ويل چې کاشکې نه راتلم دا په دې چې که په همدې حال کې مې څوک مخې ته ودريږي نو فکر نه کوم چې زه به يې په دې برچه ووهم، له پښو يې هم هغه د چا خبره چې وينه تښتيدلى وه حرکت يې سم نه شو کولاى ، دواړه پښې يې لکه نا سکه چې وي ، په يوه او بله تلى، د بدن يو عضو به يې چې راټينګه کړه نو بله به يې له کنتروله ووته، داسې ستړې معلوميده چې تا به ويل چې همدا اوس په غرونو راختلى، د سپوږمۍ په تته رڼا کې يې د دمې له پاره د ديوال سيورې ته تکيه ووهله، له کيناستو سره سم يې د زړه دربا نوره هم زياته شوه، بيرته يې د مخکې تلو پلان ونيوه فکر يې کاوه چې دلته هره لحظه نور تميدل راته غم جوړوي ، زه بايد زر زر خپل کار خلاص کړم، په ډېر زور يې بيرته ځان په پښو ودروه، ځان يې د لومړي ځل له پاره همدلته د سپين ږيرو غوندې محسوس کړ، د زړه دربهار يې بيا خپل پام ځان ته راواړه ، فکر يې کاوه چې د زړه دربهار به مې خلک هم اوري ځکه چې تر اوسه لا دده غوږونو تنها د همده د زړه اواز په زوره زوره اوريده، شاته يې يو ځل بيا وکتل، فکر يې کاوه چې ډېره لاره به مې وهلي خو کله چې وکتل نو لا د ګل نه تقريباً پنځه شپږ قدمه ديخوا و، بيرته زړه وغورځيده ، نا اميده شو، فکر يې کاوه چې هسې راغلي يم ، هيڅ به هم په لاس را نه شي ، دا يې لومړى ځل و چې په نيمه شپه کې پردې کور ته اوړي، د بل ملګرې ارمان ورغى چې بايد له ځانه سره مې راوستې واى ، يو دم يې يو څه په زړه کې وګرځيدل ، يو دم خوشحاله شو، وروسته يې د شونډو په خوځولو په پسنيدلي ډول له ځانه سره وويل: ولى وډار شم، تر اوسه خو لا هيچا نه يم ليدلى، زه بايد ځان زړه ور کړم.
ګامونه يې چټک کړل، له پارکنګ نه په وتلو کې و چې بيا يې خپله شاوخوا وڅارله ، د کور د لوى ګلدان منځ ته پام شو چې يو څه په کې خوځيږي خو ډېر زر پوه شو چې د ګل افتاب پراس پاڼې د سيلۍ سره اخوا ديخوا کيږي، همدا چې دهليز ته ننوته نو لکه خپل کور يې چې وي ، ډېر زړه ور شو ، نه پوهيږم بيا به يې څه په زړه کې ورګرځيدلى وي چې بيرته راوګرځيده، د دهليز لرګينه دروازه يې په ځان پسې بنده کړه، سيده پاس منزل ته په زينو باندې وخوت، د دويم منزل له کټارې نه يې يو ځل بيا لاندې وکتل، کله چې ښه ډاډه شو نو د اتم نمبر اطاق په لټه کې شو، د اتم اطاق د نژدې کيدو سره يې د تير په څير بيرته د زړه دربهار شروع شوه، دا وار يې په ديوال پورې ځان کلک ونيو او په ديوال پورې په سوليدلي توګه مخکې ته، سترګې يې رډې رډې راوتلى وى، ځان يې له خولو لوند خيشت و تابه ويل چې همدا اوس له حوضه راوتې ده، د اطاق دروازې ته ورسيد، سترګې يې وسولولې، په ځير ځير يې د اطاق نمبر ته وکتل: 8 ، څو وارې يې د مخکنې اطاق نمبر ته هم وکتل چې غلط يې نه کړى....
دې حساسې او حيرانونکې صحنې ته په سينما کې ټول غلې ناست و، په دواړو منزلونو کې چوپتيا وه ، ډيره په زړه پورې صحنه وه، تماشه چيان ټول څک و چې څه به کيږي؟تر څنګ ناست ملګرې مې چې سګريتونه يې په يو بل پسې لګول او لوګې يې له خولې پورته کيدل، ددې هياجانې صحنې په ليدو سره سګريت بند کړ، يوازې يې دوه سترګې پردې ته نيولى وى.
دا وخت په لاندې منزل کې د يو درز نه وروسته يوه زوروه چيغه د يو تن له خولې نه پورته شوه، په ټوله سينما کې چيغې شوې يو دم فلم بند شو ، ټولو چيغې کړى ، مونږ هم په زينو کې له يو او بله مخکې کيدو، ډېر کسان مو تر پښو لاندې شول، ښه وه چې د سينما د څارګرانو له خوا نه د سينما ګروپونه روښانه شول ، ټولو لاره ځانته پيدا کوله، ما هم ځان د خلکو له منځ نه راوباسه، خوشحاله وم چې له مصيبته خلاص شوى يم، د سينما د دروازې تر څنګ يو تنکى ځوان ضعف (ضوف) پروت و ، خلکو ورباندې اوبه اچولې، د هلک رنګ سپين تښتيدلى و، يو دوه کسانو ورته پښې سولولى، لږ لرې څلورو کسانو په خپلو کې خندلې او يو بل ته يې ويل: وا هلکه! هغه د اوبو په بوتل لکه چې همدا بيچاره لګيدلى، بل ورته په خلاصه خوله وويل: هو کنه ستا کانه ورباندې شوې ، په دې حساسه صحنه کې ده ته خپل ځان د فلم هيرو ښکاريده نو ځکه يې فکر کړى چې له پاسه چا په مرمۍ وويشتم.