ننګرهار:دچپليار ولسوال له مرګوني بريده روغ ووت!
25.12.2010 07:50دننګرهار ولاپت دچپليار ولسوال معلم معشوق نن دشنبې په ورځ له يو مرګوني بريده روغ ووت
نوموړې چې نن له کوره خپلې دندې ته روان و دچپليار ولسوالۍ ددولت زيو په سيمه کې يې پر رنجر موټر دناڅرګندو وسله والو له لورېغې دټوپکو ډزې وشوې چې له امله يې ولسوال بچ شو خو يو ساتونکى يې ټپي او موټر يې هم زيانمن شو تر اوسه ددولت کومې مخالفې وسله والې ډلې ددې پيښې پړه پر غاړه ند ه اخيستې
څه موده وړاندې ددغه ولايت د دوربابا ولسوال خورشيد دسرک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوى و

