د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغنمو لار اخر هم په ژرنده وي

قاری حبیب 21.12.2010 17:50

دامریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن تېره ورځ له NBC ټیلویزون سره په مرکه کې بالاخره شفتالو کړه او په میدان یې وویل چې د۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه به درست امریکایي سرتیري له افغانستانه را وباسي ، دا خبره یوځل بیا په میډیا کې په تیره په غربي او دکابل دادارې په مطبوعاتو کې دتودو بحثونو او غبرګونونو راپورته کېدا ته پلمه شوه ، اوتقریبا هرچا یې په اړه یو څه وویل ، اولایې هم په اړه بحثونه ګرم دي .
ځینې وایي حقیقت یې ووایه امریکا له دې پرته بله لاره نلري ، ځینې وایي افغانستان داوږده زمان لپاره امریکایي سوله ساتو!!؟ ته اړتیا لري ، څوک وایې ها له کرزي سره د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونود اوږدمهالي ستراتیژیک مشارکت او ملاتړ پروتوکولونه څه شول ، چې اوس یې په میدان پریږدي او ځینې لاداخیال پلو هم وهي چې کیدای شي خوله یې خطا شوي وي خپله خبره به بېرته تصحیح کړي ،ګوندې ...
خو هغه څوک چې دخفاشیزم یا ځان غولولو انفولونزا لانه دي وهلي په یوه خوله په دې باور دي چې دافغانستان ناکام ماموریت او دامریکااقتصادي وضعې ته په پام سره بایډن ایله اوس رښتیا او په ځای خبره وکړه ،داډول خبرې له څوکلونو راهیسې نور امریکایي او دناټو مشران هم کوي خو هغوی یې ترژبې لاندې په داسې توګه وایي چې خپل کابلي اجیران هم ترې خوابدې نه شي ، مګر حقیقت دادی چې غربیان په نړیواله سطحه تربل هرچا ډیر خپل چاري او دنیمې لارې ملګري دي ، که چیرې خپل حیثیت ته دتاوان اوښتلو وېره احساس کړي ، نوبیاپه ډيره اسانۍ دخپلو کرایه شویو ملاتړو حیثیت په بولۍ کولای شي او په امضاء شویو پروتوکولونو دبطلان کرښه راتیرولای شي .
په دې مابین کې ځینې وایي له افغانستانه دامریکا دتیښتې احتمال ځکه بې ځایه دی ، چې امریکاډیر بدعادت لري یوځل چې په کوم ځای خیټه واچوي بیا په درست عمر هم نه ترې پاڅيږي ، تاسو جاپان ،جنوبي کوریا المان او ځینې نور هیوادونو وګورئ چې دشلمې پیړۍ په لومړی نیمایي کې یې اشغال کړي او لایې هم پوځي قرارګاوې په کې شتون لري .
دغو ښاغلیوته باید ووایو چې دانګریزي یرغل په مهال هم داسې دقیاس څښتنانو افغانستان په هند او بنګال او دشوروي دتجاوز په مهال دمنځنۍ اسیا او ختیځې اروپا په هیوادونو ورقیاساوه ، او ویل به یې انګریز او شوروی چې چیرې پښه کیښوده بیا یې نه پورته کوي ، خووروسته څرګنده شوه چې ددغو ښاغلو قیاس له بنسټه ( مع الفارق ) وه ، افغانستان نه دشوروي شو او نه هم دانګریز بلکې ددغو دواړوتیري ګرو له بړستنې راتیرې شوې پیښې یې په بیخ کې ترې غوڅې کړې چې لااوس هم پرې نګوښي .
دبایډن دخبرو په اړه باید ووایو چې داخبره یې سمه ده چې امریکا به وزي ، خوداچې دی وایي ۲۰۱۴ کال ؟؟، په دې اړه که بایډن په رښتیا دامریکایي مرستیال ولسمشر په توګه دامریکایي اولس او پوځ په وړاندې مسئولیت احساسوي ، باید له سره سوچ وکړي ، په راتلونکو څلورو کلونو کې به دوی څه هغه وکړل شی چې تراوسه یې نه دي کړي ؟؟ ایا طالبان به له منځه یوسي ؟؟ دکرزي رژیم ته به داسې ډراماتیکه وده ورکړي چې کټ مټ ددوی رول ادا کړای شي ؟؟ په دې څلورو کلونو کې به دچین او ایران په رابطه خپل سیمیز اهداف او لیدلی خوبونه رښتیا کړي ؟؟ اوکه ترڅلور کاله بعد کډې باریدو پورې به کوم بل څه وکړي ؟؟؟
دې زماني واټن ته په پام سره خو داډول خیالونه او محالات بریښي ، نو دلته ده چې بایډن خپله خبره پوره نه ده کړې ، دامریکایي چارواکو وروستیو له ناغیړۍ ډکو اظهاراتو ته چې سړی ګوري داسې ښکاري چې نور ورته تقدیر په چپه شوی دی ، اودزوال لپاره یې ټول مقدمات پوره کیدونکي دي ، زمونږ باور دی چې امریکا به ترراتلونکو څلورو کلونو پورې دافغانستان ماموریت ونه پاللی شي بلکې تردې وړاندې به دتیښتې لار خپله کړي .
په داسې وضعیت کې هم دامریکایي او هم دافغان اولس ګټه په دې کې ده چې له وخت نه ګټه پورته کړي ، دواړه باید دنن کار سباته پرې نږدي امریکایان باید زرترزه خپل اشغال پای ته ورسوي او افغانان دیوه خپلواک او سولییز راتلونکي لپاره امادګي ونیسي ، داچې ځینې افغانان له غربي رادیوګانو نه په تاثر دامریکایي اشغال ددوام ویره احساسوي هغوی دې بیغمه اوسي ، دوی باید پوه شي چې امریکایان به تښتی ،امریکایان به تښتی ، ځکه دا دقرآن وعده ده چې ( وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین ) همدا راز داد افغان مؤمن اولس له تاریخ څخه یوه بیمه شوې واقعیت دی ، او بله داچې دغنمو لار اخر هم په ژرنده وي .