د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نړۍ اوهیواد کې دمدنیت دتاریخي بهیر څو څپرکي

حزب الله اتل 18.11.2010 18:22

د معنوي ډالۍ په توګه دمڼې ګل دودیزې نهمې مشاعرې په ویاړ د میدان وردګو د والي ښاغلي محمد حلیم فدایی لخوا د محمد نبي تدبییر په اهتمام په افغان مسلکي مطبعه کې دزرو ټوکو په شمیر په ۱۳۸۸ لمریز کال د کلید ګروپ په تخنیکي همکارۍ داریانا تلویزویون او نجیب الله مسافر د انځورونو په مرسته په سپین کاغذ په ۱۵۱ مخونو کې چاپ شوی . (( هینداره )) ۱۲ سرلیکونه لري په ښه ډېزاین او رنګه انځورونو سره هینداره دروڼوالي ، سپین والي او حقایقو هینداره ګرځي ، په ښي پښتۍ د سرو ګلونو غوړېدلی فرش په چپې پښتۍ بیا د لیکوال انځور اود کتاب له متن څخه انتخاب دوه پراګرافونه راوړل شوي دي . هینداره د انساني تجربو لړۍ وړاندې کوي څنګه انسان وحشي ځناور اهلي کړل د ترقۍ پړاونه یې ووهل له غارونو راووتل د لوړو ماڼیو خاوندان شول ، نورو ته تجربو لېږدولو او تاریخ پرېښودو له پاره د لیک څخه رانیولې تر کتاب او بیا فلمونو پورې پړاوونه ووهل ، د اسانۍ له پاره یې له ډبرلیکونو بیا تر چاپخانو پورې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې ، د نسل دبقا له پاره یې مېچنې رامنځته کړې ، دانې به یې پکې پرې وړې کولې له هغې به یې ډوډۍ پخوله پدې ډول به یې د خپل ژوند د بقا ژمنه تر سره کوله د ژوند د بقا له پاره یې د نسل لېږدېدنې ته هم پام کاوه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له پاره له یو ځای بل ځای ته سفرونه پېل شول ، دا کار د لومړي ځل له پاره انسانانو له الو تونکو زده کړل دوی څنګه الوزي له یوه ځایه بل ځای ته ځي خپلې اړتیاوې پوره کوي مونږ هم باید والوزو ، ددوی په شان په وچه یې ددې کار د پرمخ وړلو له پاره له حیواناتو کار واخیست خر ، اوښ اونورو ډېرو حیواناتو له دوی سره اوږدې شپې او ورځې سباکولې ، دشتې به یې ورسره تر پښو لاندې کولې ، انسانانو به هم بارانونه ، لوږې ، تندې په سړه سینه وهلې تر څو خپلې اړتیاوې پوره کړي، دا لړۍ په همدې ډول پرمخ تلله ، ورځ تر ورځې دانسانانو پام د ترقي په لور ګرځید ددوی دوامداره تجربو به له یوهیڅ شي یو شی رامنځته کړ ، دا تجربې به بیا دوخت په اوږدو کې د یوه او بل لخوا تکرارېدې تر دې چې د ننیو مدنیتونوبنسټونه ترې وزېږېدل او په خپلو پښو ودرېدل .
دوی دخپلو لاسي جوړو شوو اشیاو د ادلون بدلون له پاره قافلې قافلې له ویوه ځایه بل ځای ته د سفرونو له پاره ځانونه تیار کړل ، دا ډلې ډلې تګ راتګ به دوی ددې له پاره کاوه چې له یوې خوا په یو ځل ډېره ګټه لاسته راوړي او له بلې خوا دلارې په اوږدو کې دغلو له زیان هم په امن وي ، تلویزون رامنځ ته شو ، هرې ډلې د خپلې بقا او نورو ته دخپل عظمت دښودلو له پاره څلي د یادګارونو په ډول پریښودل ، ماڼۍ یې جوړې کړې د خپلو ماڼیو درنګیني او ښکلا له پاره یې له نقاشیو او رنګونو او د ځان د سینګارولو او ښکلي ښودلو له پاره یې له زیوراتو کار واخیست (( هینداره)) هم دهمدې ډول اوږدو تاریخي پړاوونو یادون راتازه کوي ځای په ځای د خپلې موضوع د روڼولو له پاره د اریانا تلویزویون په مرسته اخیستل شوي انځورونه هم په رنګه ډول وړاندې کوي ، انساني تجربو علمي بنسټونه جوړ کړل او د تجربو لېږد د انسان د پرمختګ او ترقۍ لاره هواره کړه ، داتجربې بیا د یو نسل څخه بل نسل ته ولېږدېدې ، څیړندوی بیا هم دانسانانو په بې وسۍ خپله موضوع غزوي یو وخت انسان ترنورو ځناورو ډېر بې وسه ؤ ، هغوی به ځالې جوړولې ، غارونه یې درلودل ، بڼې یې درلودې ، وزرونه یې درودل ، ښکار یې کاوه ، مګر انسان بیا داهیڅ هم نشول کولای . انسانانو لدوی زده کړل په خپلو استعدادونو یې تجربې وکړې او خپلو اسلافو ، اخلافو ته یې په میراث پریښودل ، داهر څه انسان له صفر پیل کړل او دنني تمد نیت بنسټ یې کیښود داتمدنونه اته زره کاله پخوا په اسیا او افریقا کې رامنځته شول مصر ، اشور، کلدې ، بابل اوهند هم ددې مدنیتونو برخه وګرځیده . د سریزې په پای کې لیکوال دخپلو څو ورته اثارو دچاپ په اړه هم لیکلي دي . کتاب په ترتیب سره (( له کرښو تر فلمونو )) ، (( له ډبرلیکونو تر چاپخانو )) ، (( له مېچنې تر ماشینه )) ، (( له الو تونکو ترالوتکو )) ، (( له ارابو ترموټرونو)) ، (( دوریښمو له لارې دورېښمو ترپله )) ، (( دجم له جامه دټلویزویون تر بامه )) ، (( تلګراف او ټلیفون )) ، (( وخت )) ، (( تاریخي څلي )) او ماڼیو پورې هر یوه موضوع په دقت څیړي د دې هر څه له جملې افغانستان هم د ژوند درې دورې لري ، یوه تر تاریخ وړاندې دوره چې انځورونه او صنایع ترې راپاتې دي ، دوهمه دوره د سرودونو دوره یا افسانوي دوره ده چې ویدي سرودونه پکې وویل شول او د اریایي ژوند افسانې پکې وزیږېدلې او درېیمه دوره تاریخي دوره ده چې د لیک له پیدایښت سره راپیل شوه او په افغانستان کې د بیلابیلو لیکونو په وسیله وخت په وخت په ډبرلیکونو ، سکو او نورو مطالب ولیکل شول او دافغانستان د تاریخي دورې ډېرې تیارې یې روښانه کړې .