د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نښانې او ترانې

حزب الله اتل 09.11.2010 19:28

دافغانستان دخپلواکۍ داته اویایمې کالیزې په ویاړ دغازي محمد جان خان دکتاب خپرولو موسسې لخوا په ۱۳۷۶ لمریز کال دزرو ټوکو په شمیر دملت پرنټرز لاهور په زیار دفرشتې عمري په تخنیکې همکارۍ چاپ شوی . نښانې اوترانې په ښه کاغذ په ټایپي بڼه چاپ شوی ، درسالې په ښي پښتۍ د بري څلی ( طاق ظفر) او په چپې پښتۍ داستاد حبیب الله رفیع دځینو اثارو نومونه کښل شوي ، ټولګه ۴۴ مخونه او ۱۲ نظمونه لري ، نظمونه یې ټول ملي رنګ لري ،چې دویناوال لخوا دماشومانو له پاره پنځول شوي دي ، ماشومان زمونږ دټولنې هغه قشردی چې دوی دبل هرشي ترڅنګ دتعلیم له نعمتت هم محروم دي ، ددوی دهمدې حق دپوره کولو له پاره ویناوال پدې ټولګه کې ملي ترانې اوملي شعرونه راوړي ترڅو یې ماشومان زده کړي له یوې خوا پدې کار خپل جرﺉت او زده کړې ته لا ځلا وروبخښي او له بلې خوا به دخپل وطن له تاریخ او جغرافیې خبرشي ، دټولګې په سریزه کې ویناوال زیاتوي : وطن دمور نوم دی ، دکور نوم دی ، دمینې نوم دی ، دمینې نوم دی، اولسونه دهغه دپت عزت ، شوکت اوعظمت دساتلو له پاره سرونه قربانوي ، داذادۍ پدې لاره کې وینې او خولې بهوي او بیا یې هم بهوي . زمونږ دګران کور دساتلو له پاره هر وخت دهیواد دبچیانو دتاریخ په اوږدو کې خپلې وینې بهولي اویرغلګر وته یې شرمناکه ماته ورکړې ، داکار بیا دسکندر مقدوني رانیولې تر ننه دوام لري .
دوطن ترانې دوطن دمینې دپیاوړتیا اوددې سپیڅلې مینې دځلا له پاره جوړیږي اودنړۍ دټولو هیوادولو په ښونځیو ، نورو درسي ادارو ،غونډو او مجلسونو راډو ګانو او تلویزونو کې اورول کیږي او په کتابونو و مجلو او رسالو کې خپریږي . ددې رسالې ډیری ترانې هم داسې ندي پاتې شوي بلکې وخت په وخت خپله دماشومانو لخوا اویا دماشومانو له پاره یا دګران هیواد دحق دپوره کولو له پاره زمزمه شوې دي . درسالې ټول ۱۲ شعرونه ملي رنګ اوخوند لري خو داهرڅه بیا دهنر په جامه سمبال وړاندې شوي دي . په پای کې ویناوال له ډاکټر عبدالله وردګ څخه مننه کوي چې دارساله یې چاپ کړه . دیادولو ده چې دټولګې شعرونه ټولې ترانې دي چې وخت په وخت له راډوګانو او تلویزونو خپاره شوي دي ، که ویناوال ګران افغانستان یاد کړی دی نو (( پوهنه)) یې هم ورسره مله کړې تر څنګه یې په هیوادوالو د (( اتفاق )) غږ کړی او (( ملي بیرغ )) پورته کړی دطاغوت پروړاندې یې (( جهاد )) کړی بالاخره نتیجه بیا (( سباوون )) ده داټول حقیقتا په (( ملي وحدت )) ترسره کیږي ، نو هلته ده چې (( دودانۍ په لور )) به ځوبیا هم (( دیوالي غږ )) کوو بالاخره دخپل دې ټولي ګډونوالو ته یې د(( زنده باد )) ناره پورته کړې .