الوی احمدشاه بابا ستره ادبي څېره
04.11.2010 15:50هغه د خوشال بابا په وینا هرسړی پېدا دی خپل خپل کار لره کنه ، داچې زه هم یو زده کوونکی یم ، نوزده کوونکی یم ! اوکه زه یو پلورونکی وم نو په همدې به مې بسنه کوله ، ځکه هر سړی پېدا دی خپل خپل کار لره کنه ، مګر ځینې بیا داسې کسان هم وي چې له خپل کاره سربېره نور نور کارونه هم پرمخ وړي ، په تاریخ کې د دا ډول بېلګوډېر لیدونکي یو ، که په توره ، ا د ب ، هنر ، ښکار اوطب کې ستر خوشال ځلیدلی ؤ ، نو احمد شاه بابا هم په دې ډګر کې له چا پاتې نه ؤ که یې توره چلولې ، قلم یې هم نه دی غورځولی که یې د فوځ له پاره سرتیري روزلي نو په خپله غېږه کې یې شاعران هم روزلي دي ، که د هیواد د پرمختیا له پاره یې ودانۍ ابادې کړي نو د ادب په ډګر کې یې هم ډېرې ماڼۍ ابادې کړې وې ، د دې ټولو زباد بیا دده خپل دیوان دی ، که خوشال بابا د سیاست تر څنګ ا د یب پاتې کیدی شي ، احمدشا باباه هم په دې ډګر کې له چاکم نه دی ، ګران هیواد افغانستان د تاریخ په هره پېړۍ او پوړۍ کې ډ ېر داسې فرهنګیالي او توریالي زامن او لوڼې په خپله غېږه کې روزلي او پاللي دي ، چې دهغوی دټولنیز ژوند په هره برخه ، علم ، پوهه ، ادب او فرهنګ ، توره ، ننګ ، سیاست ، حکمت ، ښکلي هنرونه ، صنعتونه اود علومو او فنونو نور بیلابیل اړخونه ، په دې ټولو کې داسې علمي ، فرهنګي ، حماسي او ملي ویاړلې کارنامې دي چې نه یوازې د خپل هیواد او خلکو له پاره بلکې د ټول بشریت او انسانیت ویاړ او سرلوړۍ سبب ګرځېدلي دي ، دیو هیواد دعلمي ، فرهنګي ، سیاسي او ټولنیز تاریخ په جوړښت او پایښت کې نومیالي علمي ، فرهنګي ، ملي او سیاسي ټولنیز شخصیتونه ډېر څرګنده ، بنسټیزه ونډه لري ، زمونږ هیواد په نومیالیو څېرو کې هم لوی احمد شاه بابا دی چې له څو اړ خیزه شخصیت نه برخمن دی ، تو ره یې هم چلولې او قلم یې هم ، دعلم او د ننګ دډګر اتل دی او په توره یې ملکونه فتح کړي دي اوپه ویاړلیو کارنامو ،غوره اخلاقو ، لورینو اوپېرزوینو یې دخپل هیوادوالو زړونه فتح کړي ؤ ځکه خو یې دهمدې محبوبیت او ګرانښت له وجهې د بابا لقب خپل کړ . د داسې نومیالیو د ژوند او اند څېړنه بیا د یو څو لیکوالو د ځواک وتلې خبره ده او یاکه هرڅومره هم وشي نو دبابا په حق کې به کمه وي . د معاصر افغانستان بنسټګر لوی احمد شاه بابا په توره که ځلیدلی نو په سیاست هم له چا پاتې نه دی د دې خبرې دلیل بیا دهماغه وخت شرایط چې احمد شاه بابا دچین له دولت سره څه ډول چلند وکړښه څرګندیدي داچې زه دلته دبابا ادبي هڅې او زیار څېړم نو لومړی یې داحمد شاه بابا له دیوان څخه پېلوم .
د بابا په دیوان کې که له یوې خوا د بابا شاعري خوندي ده نو له بلې خوا د بابا د ژوند ډ ېر نور اړخونه هم په کې خوندي دي ، په شاعري کې یې ملي ، سیاسي ، عشقي هره برخه یې د الفاظو په جامو کې څرګندیږي بابا که دپښتونخوا خړ پړ غرونه ستایلي د خپلې محبوبې څېره یې هم له یادو نه ده وتې که رواني تاثیرات یې بیان کړي نوپه همغه وخت کې یې هم د ادبیاتو د رشد او تکامل له نظره نه دی غورځولی ، که خپله په سیاسي برخه کې د افغانستان ملي مشر پاتې شوی دی نو په ادبي نړۍ کې یې هم د یو چا پیروي کړې ده ، په خپلو اشعارو کې یې فولکلور هم رانغاړلی ، له دې ټولو داپه ډاکه کیږي چې بابا له عام اولس لرې ندی پاتې شوی د ښځو مقام ته یې که درناوی کړی منظومې حماسې یې هم پنځولې دي ، دده اشعار د ده دشخصیت ډېر اړخونه څرګندوي ، د قند هار د بستان بیا په ادبیاتو او په ځانګړي ډول په پښتو ادبیاتو خاص اغېزه ښندلې ، د هغه وخت تعلیم او تربیې ته یې هم پام کړی ؤ ځکه بابا په دې له هرچا ښه پوهېدو چې ماشومان د راتلونکي ګلان دي هغه ګلان چې په غوړېدو به یې د هیواد ډېرې دشتې سمسورې شي ډېری شاړې به زرغونې شي په وچو به اوبه راشي او دا وران ویجاړ هیواد به هم ګل اوګلزار شي ، د شعر له ژبنۍ جولې یې بیا په هغه وخت کې پښتو او مروجې ژبې ترمنځ یې اړیکې ، ورته والی او بېلوالی ښه څرګندیږي اود هغه وخت فرهنګ ښه روښانوي . بابا په خپله غېږه کې روحانیون وروزل داهرڅه یې بیا د نادرافشار په فوځ کې هغه وخت لاچې ۲۵ کلن ؤ زده کړي ؤ ، د ظالمانو له منګلو د مظلومانو د اذادولو له پاره یې ډېرې تودې اوسړې وزغملې ، د خپل عمر په اوږده سفر کې کله هم د خپل اس له شا کوز نشو ، خو سره له دې دومره مصروفیتونو او مسولیتونو یې بیا هم خپل قلم د تورې سره ترڅنګ پورته کړی ؤ ، ځلا یې ورکړه ، له ځانه یې بیا داسې اشعار پرېښودل چې اوس مونږ ترې د هغه وخت ، عصر ، ژوند ، دود ، عنعنونو او ادب څیړو ، دا دهرچا کار نه دی . د شعر ژبه یې هم په ځانګړي ډول دیوې څنډې یا جنوب استازیتوب نه کوي په اشعارو کې د لهجو توپیرداپه ګوته کوي چې بابا د هیواد په هره څنډه کې ګرځېدلی د هماغسې سیمې له خلکو سره یې ژوند کړی د هغوی له حالاتو او افکارو یې ځان خبر کړی ، دې ټولو حالاتو یې بیا په ذهن اغېز کړی او په شعرونو کې یې بیا داهرڅه له ورایه څرګند شوي ، جرګې یې کړي جرګو ته یې بلنه ورکړې په جرګو یې خپلې ستونزې حل کړي ځکه خو هیڅ وخت هم په خپلو کارونو کې پاتې ندی راغلی . ا حمد شاه بابا د سردار محمد زمان خان زوی اوهغه د سردار دولتخان او هغه د سردار سرمست خان او هغه د سردار عمر خان او هغه د سردار معروف خان او هغه د سردار بهلول خان او هغه د سردار کاني خان او هغه د سردار بامي خان او هغه د سردار حبیب خان او هغه د پوپل ( دپوپل نیکه ) او هغه د زیرک بابا او هغه د ابدال ( محمد عارف ) او هفه د ترین او هغه د شرف الدین او هغه دسړبن او هغه د قیس عبدالرشید زوی ؤ . احمد شاه بابا په ۱۳۳۵ لمریز کال په هرات کې زیږېدلی دی په ۱۶ کلنۍ کې په ۱۱۵۰ لمریزکال د خراساني نادرشاه دربار ته تللی او په ۲۵ کلنۍ کې په ۱۱۶۰ لمریز کال په تخت ناست دی او په قندهار کې دیو پنځوس کالو په عمر په ۱۱۶۸ لمریز کال کې وفات شوی دی . بابا ، ضعیفانو سره ضعیف ، زورور سره زورور ؤ په دین کلک او ملت ورته زیات ارزښت درلود ، بابا ، ساده ژوند درلود تصنع او تجمل یې نه خوښاوه ، څومره چې داحمد شاه بابا د فتو حاتو نقشې موثرې وې همدمره یې فضایلو اخلاقو د ټولنې په زړه کې ځای نیولی ؤ ، بابا به لرې ملکونو ته په ا س سفرکاوه دمثال په توګه له پنجاب څخه یې هند ته ۱۳۵ میله لاره په دوه ورځو کې ووهله ، دبابا مور ( زرغونه انا ) د الکوزو قبیلې ته منسوبه وه ، بابا دجلال اباد دعربانو څخه هم ځان ته یوه ښځه په نکاح کړې وه چې تیمور شهزاده یې له همدې میرمنې څخه ؤ . دهندوستان د ګورګاني شهزاده له کورنۍ یې هم بیګم ځانته نکاح کړې وه چې له د ېې یې د اولاد معلومات ندی ترلاسه شوی ، پلاریې دهرات د حکومت ریس ؤ چې د بابا د پېداکېدو په کال وفات شوی ؤ ، د بابا مور دی له هراته څخه فراه ته راوست او په ۱۱۶۶ لمریز کال کې ذوالفقار دی قندهار ته راوست. باب د صابرشاه کابلی له خوا دغنمو د وږي په ډالۍ کولو د افغانستان پادشاه وټاکل شو،هغه په دې وخت کې د ۲۵ کالو ځلمی ؤ ، له خپلو فتوحاتو وروسته خپل هیواد ته په راګرځیدو په ۱۱۷۷ لمریز کال ناروغه شوله اوږدې ناروغۍ سره سره یې بیا هم سفرونه وکړل فتوحات یې وکړل بالاخره دخپل قبرکیندنه یې هم په خپله وکړه دځینو مؤرخینو په وینا په ۱۱۹۶ لمریز کال یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

