اباسين په غورځنګونو کې
03.11.2010 18:57هسې مې په پلو نو لاړې مه تو کوه
تریخ هم د ومره نه یم که شرین نه یم
زه چې پښتنو ته فېض ونه رسوم
نوم را له بد ل کړه ا با سین نه یم
هسې چې سړی د پښتو ا دب دې ارتې او ویړې لمن ته پام وکړي ، تاریخونو پکې داسې ځوانان ښکته اوپورته کړل چې په یادولو یې د انسان ویښتان زیږ شي ، چې ایا دوی هم زمونږ په شان ژوند درلود ؟ زمونږ په شان یې خوراک او څښاک درلود ؟ ایا د وی هم زمونږ په شان په یوې ټولنې کې ژوند درلود ؟ نو د دې ټولو ځواب به یو هو وي ، خو هغوی هرڅه ته فکر کړی ؤ هغوی د چم له کاڼي اوبوټي هم الهام اخیستی ؤ ، هغوی ددې چم په دردونو دردېدلي ؤ ، نو ځکه خویې خپلې اوږدې شپې روڼې تېرې کړي دغه حالات یې بیا د شعر په ژبه په داسې ډول بیان کړي چې د کلماتو په لباس کې یې رانغښتل له توانه وتلې خبره ده ، ددې کسانو له شمېره یو هم اباسین یوسفزی دی چې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې مشر دی ، غورځنګونه یې دپرهرونو د انځورونو ټولګه ده چې د خپلې درنې اوسپېڅلې مور پښتو په نوم یې پرې تړون کړی ، د حیرانتیا خبره خو لادا ده چې یو داسې کتاب چې نه په نصاب کې شامل وي اونه هم د درسي بهیریوه برخه وي ، خوبیا یې هم لوستونکي خوښوي اوحتا تر شپږ او اووه ( ۷ ) ځلو پورې د چاپ په ګاڼه پسولل کیږي ، له دې افتخاراو ویاړه هرسړی نه شي برخمن کیدی ، خواباسین بیا په دې خلکو کې یو هغه دروند شخصیت دی چې زه یې د ده د ذهن دانځورونو ( نظمونو ) په تله تلم او له تاسو سره یې شریکوم ، ما اباسین یوسفزی نه دی لیدلی خو د راډیو څخه مې هروخت دده جادوګر غږ اوریدلی اوبل داچې دده دزړه خبرې د ده د شخصیت ارزونکې ( ټولګه ) راسره ده چې دهمدې ټولګې په ملتیا یې دې ته اړ کړم چې یو څه پرې ولیکم ، کله چې د اباسین غورځنګونه راپرانېزم په واقعي توګه مې په بدن کې غورځنګونه په ولولو راولي دې ته مې سوچ یوسي چې فکر کول بیا داسې فکر اوژور تلل لکه داباسین په شان داهرڅه دې داباسین په شان وي! ډېر نور به هم د اباسین په شان درانه شخصیتونه د پښتو ادب د مور په ارته لمن کې ژوند کوي خودا بیاهم معلومه ده چې مابه نه وي لوستي ، خو اوس داباسین په اړه غږیږم .
که خپله غرق یو که تباه یو هېڅ پروا نه لرو
د خوږو زړونو مسیحا یو هېڅ پروا نه لرو
خلق د ځا نه هم د خپل ماضي تیارې پټوي
مونږ په محفل کې زړونه ښایو هېڅ پروا نه لرو
خپل وروسته والی یې وبولو او که مدنیت ، خو خیر مونږ خو ځان په همدې خوړلی مونږ خو چې نن تردې حالاتو رارسېدلي یو داخو له همدې چې که مونږ په هرډول یو د نورو مو پروا ساتلې ، زمونږ ټپي – ټپي ټټر خیردی ، خو چې د نورو نازولو زړونه راته ټپي نشي ، مونږ خپله ماضي هیرو ، خیر دی که چاراسره هرڅه هرڅه وکړل که چا په ګلونو وویشتو اوکه چا په ازغو ، خو همېش دې ته فکر وړي یو چې په څه ډول ددې نورو محفلونه روښانه کړو ، که زمونږ په کور کې مړی هم پروت وي ، خير دی پښتانه یو نه غواړو چې د چا سر دې چاته ټیټ شي ، دهمسایه سره دهغه خوشالي ښه په شور او زوږ لمانځو .
څوک به ما نه د نظر غېږه را تاو کړي
تود به نشمه که نمر غېږه راتاو کړي
دځوانۍ په وخت کې ګل اسمان ته ګوري
چې شي مړاوې له ډنډر غېږه راتاو کړي
مونږ نه خو چا هم د خوشالۍ په ورځ غېږه نه ده تاوه کړې ، مونږ خو چا هم په کومه لاسته راوړنه نه یو لمانځلي ، مونږ د یار د کوه قاف د غره بادونو هوا او سیلیو داسې ځپلي یو چې که لمر هم رانه غېږه تاوکړي ، نودا په جهر وایو چې تاوده به نشو! دا دهرازغي ځانګړنه ده چې کله ګل تر اوتازه وي څوک هم ورته نزدې نه پریږدي ، خوکله چې مړاوې شي هغه خوند او رنګ یې له منځه لاړشي بیا یې ځمکې ته ګذار کړي ، ګل هم ناځواني کوي د ځوانۍ او ښکلا په وخت کې په مونږ خوارانو هېڅ پام نکوي له ډ ېره غروره ا سمان ته ګوري ، خوکله چې بیا مړاوي شي بیا یې ځای زمونږ خوارانو لمن وي .
اوس چې کوم طرفته ځې زړه به دې لویږي
ز ما یا د به د رته لارو کې ټو کیږي
بې له تا نه په وطن کې زما څوک دي
جوړې ته راځې چې سترګې مې رپیږي
اوس هم لا وخته ده زه هم پوهیږم چې بغېر له مانه نیمګړی یې اوبغېر له تا زه هم ، د ا ټول له دې معلومیږي کله چې په کومه لاره تېریږې په هریو څیز کې درته زما یاد ټوکیږي ، خو دا یادونه بیا زما له پاره هسې دزړه خوړل دي هسې دزړه خوشحا لولوله پاره فالونه نسیم ځکه نن مې بیا ستا په یاد کې سترګې رپیږي .
کله چې ازغي هم رانه ځان ر ا ټولوي
څوک به مې ریښې ریښې ګریوان راټولوي
زه یې لیونی کړمه او خوایې یخه نه شوه
ګرځي اوس د کلي ما شو ما ن راټولوي
هو! ددې وخت د حاکمانو همدا ځانګړنه ده ، نور به که لا څه کوې ، ودي کړي هرڅه چې کوي خو دالله په طبعیت کې رازغون شوی نبات ( ازغی ) هم نن راته غاړه نه راکوي ، ازغی هم ځانته دومره مغرور دی ، چې ورنزدې شم هسې بېخاره رانه خپل نظر واړوي ، نه غلط شومه ، مونږخواران خو د الله په دې ارته نړۍ د هرچا بدې شو حتا نن ازغی هم له مونږ سره کار نه لري، چا مو هم په ریښې ریښې ګریوان پسې ستنه او تار راوانخیست تر څو شلېدلي ګریوانونه مو وګنډي ، خو ډېر لا داسې شته چې د جوړ ګریوان د څیرلو تابیا مو هم کوي ، لایې زړه یخ نه دی .
دوی دشین سترګي جادوګر کرامات نه پیژني
د وطن خلک ځانته پېښ مشکلات نه پېژني
د هغه دور تصور مې روح په کانو ولي
بیا به زما بچی حجره او جومات نه پېژني
لا هم زما د قام بچي په هماغه درانه خوب ویده دي ، دوی د خپل راتلونکې تګلارې اومنشور په اړه هېڅ اقدام نه کوي ، دوی په دې فکر کې نه کوي چې نن سهار به بیا له کومو کږلېچونو سره مخ کیږي ، خواباسین دی چې دې خلکو ته په جهر نارې وهي ، خو څوک دی چې وایې وري ، دوی چې نن د پردي کلتور په ډنډ کې غرق شوي ، همداسې به غرق وي ، خواباسین ورته له اوسه داخبر ورکوي او لایې له پخوا خبر ورکړی چې له دې وبا ځان وژغورﺉ .
د لته کې قد ر د بهار نه کیږي
په دې وطن کې مې روزګار نه کیږي
ما له بې تو له مینه را کړه اشنا
ز ما په لږه مینه کار نه کیږي
خېر دا ټولې خبرې اباسین په ډېر ښه انداز نړیوالو ته وړاندې کړي چې د دې وطن خلک باید په دې ځان وپوهوي ، ټول ټپه - ټپه شي ، ټول سره راټول شي یوبل ته دومره مینه ورکړي چې د دې لږو لږو مینو د نظر تږي پرې ماړه شي . دا هرڅه په مینه کیږي په اخلاص کیږي په ورورولۍ کیږي ، خو تول نه غواړي بلکې کله چې یې هم ضرورت پېدا شو باید یو تر بل ځار اوقربان کړو او ددې نفرتونو په را زرغونونکو داسې دهېبت چغه پورته کړو چې نور بیا دا توان پیدانه کړي چې څوک ترې په زړه داسې داغمن شي لکه داباسین چې له درده یې بیا نغمې وټوکیږي .
ژوند مو دلمبو په تار تړلی وي او خاندو
زړه مو له حالاتو نه چاودلی وي او خاندو
مونږه ، درد پرستو په مخونو باندې مه ځه
اور مو په سینو پورې نیولې وي او خاندو
له دې ټولو سره سره د وخت حاکمانو او جاګیردارانو ته خپل پیغام په دې ټکو رسوي ، اباسین خپله وینا په نره کوي اونړیوالو ته یې کوي ، د ژوند له دردونو او اورونو خوند اخلي ، هغوی په څپېره مخ هماغسې څپېره پاتې کوي ، څوک چې ورته دردونه پنځوي ، خودا دردونه د اباسین غورځنګ ته د پای ټکی نشي کېښودی بلکې لا یې په غورځنګونو کې شور راوړي او زور راوړي

