د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راوړل شوې دیموکراسی له ځوانیدو وړاندې زړه شوه

قاری حبیب 09.10.2010 00:17

نن داکتوبر اوومه نیټه ده ، ټیک نهه کاله وړاندې په همدې نیټه دنړیوالو دیموکراسي تولیدونکو له خوا په ناخودآګاه توګه زمونږ هیواد د دیموکراسۍ نامزاد شو،څنګه چې زمونږ هیواد څوزره کلن تاریخ لري دیموکراسي هم له اصل نسبه خورا زړه او عمرخوړلې ده ویل کیږي دغه پدیده په پنځمه قبل المیلاد پیړۍ کې په لومړي ځل دیونان په آتن کې وزیږیده ،خوددې پدیدې نړیوال پیژندونکي وایي چې دانننی مروجه دیموکراسي دهماغه څوزریزې پخوانۍ یوناني دیموکراسي برحقه اولاد نه شوبللی او نه یي له هغې سره په یوه تلله تللی شوځکه دوی نننی او هماغه یوناني دیموکراسي دمستقیمې او غیرمستقیمې دیموکراسیو په نومونو سره بیلوي او دې ننني شناخته دیموکراسي ته representative democracy دیموکراسي وايي ،په هرحال زمونږ هیواد چې له آتن او په کې له زیږیدلې (دیموکراسۍ ) دواړو نه مشراو په عمرپوخ وه داهل زمان جبراو بې تمیزۍ بالاخره یوه بې نسبه او پراشوټ شوې دیموکراسي ورپه غاړه کړه .
ددې دیموکراسي واده چې نهه کاله وړاندې په همدې موسم کې دکروزو په فایرونو او دډیزي کټر پټاخودچاودنو په بدرګه پیل شو په لومړي سرکې یې افغانان خورا وارخطا کړل خو نړیوالو مطبوعاتو په پله پسې توګه تکراروله چې افغانان دې ری نه وهي هیڅ خبره نشته ډیموکراسي په همدومره سرخوږي ارزي افغانان باید صبروکړي ترڅو یې ماشومه دیموکراسي ځوانه شي او بالاخره ورته ټولنیز عدالت ،پرمختللی اقتصاد ،او مدني ژوند وزیږوي ددې لپاره چې افغانان بې صبره نه شي او په خوشباورۍ کې پاته شي په لومړیو کلونو کې نړیوالو رسنیو او حتی مطرحو سیاسي شخصیتونودافغانستان دیموکراسي یوازې دیموکراسي نه بلله بلکه خامخا به یي دځوانۍ قید ورسره اضافه کوه او ځوانه دیموکراسي یي بلله په دې توګه دوی هڅه کوله افغانانو ته تلقین کړي چې دیموکراسي یي له خیره په ځوانیدو ده او چې یوځل په عمرلږښه شي بیا به یي ګورئ چې څنګه ګلې باغې ورته ودانوي ...
خوله هغې ورځې پوره نهه کاله ووتل هغو مطبوعاتواو ددیموکراسۍ نړیوال متصدیانو چې په لومړي سرکې یي افغانانوته ددیموکراسي دځوانیدو وعدې ورکولې اوس یې نورې خبرې رااخیستې دي همدانن له دې جملې څخه یوه یې دبرطانیې لومړي وزیر(ډیویډکامرون ) په زغرده ویلي چې مونږ په افغانستان کې دیموکراسي ته ژمن نه یو اونه هلته ددیموکراسي دراوستلولپاره پاته کیدلای شو ،دغه رازددیموکراسۍ هغه موعود نتایج چې افغانان یې په تیرو څوکلونو کې په تمه کړل شوي وه دیوه څرک هم تراوسه نه ده لګیدلی بلکې دهمدې دیموکراسي ترسایه لاندې دافغانانو ټول دیني او مدني ارزښتونو سرچپه شویدي دټولنیز عدالت ځای ظلم نیولی او دښې حکومت داري په ځای یوفاسد رژیم په افغانانو تحمیل شوی دی په خپله دیموکراسۍ دافغانانو ترمنځ دیوې منفورې پدیدې دریځ خپل کړی چې هره ګړې ترې دنجات سوالونه کوي .
که خبره ددې حالت دعواملو شي ، دلته دیوه غربي پوه هغه خبره دکاڼي کرښه ثابیتیدای شي چې وایي (ډیرې بدبختۍ له دې امله راپیداکیږي چې ځینې خلک غواړي نورخلک په زور نیکبخته کړي ) دډیرو له انده په افغانستان کې ددیموکراسي شرمونکی شکست هم دهمداسې سیاست پایله بللی شو دیموکراسی چې په لویدیځ کې له دوه نیمو پیړیو مزله وروسته دشلمې پیړی په پيل کې یې ایله خپل تکاملي سیر بشپړ کړ په افغانانو باندې په یوه ورځ د بمبار اوبارودو په زور منل کیدله نوځکه خوپه نهه کلن سفر کې ددې په ځای په چې مخ په لوړ ولاړه شي او پرمختګ وکړي اټکل شوی تکاملي سیر یي په تنزلي واوښت او له ځوانیدو وړاندې زړه شوه چې اوس ښایي په ټول عمرهم بیادافغانانو زړه پرې راپورته نه شي .