دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( دریمه برخه )
26.08.2010 10:14اوس راغله خبره دېته چې ښه نو بیا طالبان ولې دپاکستان پر ضد جګړه نه کوي؟
ځواب: دلته به دا پوښتنه په دریو برخو کې ځواب کړو، لومړی دا چې زمونږ اصلي دښمن چې هم مو دایمان او اسلام دښمن دی، هم مو دننګ، آبرو اوعزت دښمن دی، هم مو ددین او هم مو ددنیا دښمن دی، هغه کفار دي، او په ځانګړي ډول په اوس وخت کې امریکایان او ورسره راغلي انډیوالان یې، کوم څه چې مونږ ته الله جل جلاله په خپل پاک او سپېڅلې کتاب قرآن کریم کې په رسا او څرګنده توګه ویلي دي چې ستاسو مسلمانانو دښمنان کفار دي، دا په داسې حال کې چې مونږ ځانونه مسلمان بولو، په قرآن کریم باندې ایمان لرو، نو بیا خو به خامخا دخپل خالق خبره منو، دهغه دکتاب خبره به منو، او که یې نه منو هغه بیا بیله مسله ده چې یو څوک ځانته مسلمان نه وايي، یا خو ځان مسلمان بولي خو هغه وخت چې په اسلام کې یې ګټه وي، ژوند یې ښه په کې برابر وي، که سختۍ ، کړاوونه او ستونزې وي بیا نو خپله مني نه دقرآن او اسلام خبره، مګر نه الله جل جلاله له مسلمان څخه غواړي چې سم مسلمان شي، پوره مسلمان شي، او دا داهل کتابو خوی و چې هغه څه به چې ددوی په ګټه وو هغه به یې منل او چې په تاوان به يې و هغه به يې نه منل، یا به يې چې څه خوښ شول کول به يې او چې خوښ به يې نه شول دهغه یې بیا پروا نه لرله، په دې هکله الله جل جلاله داولې پارې دبقرې دسورې د پنځه اتیاوم آیت په یوه برخه کې داسې فرمایي: (...أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ) آیا تاسو ( یهود) دکتاب ( تورات ) ځینې برخې منۍ، او په ځینو نورو یې بیا کافران کېږۍ؟ نه ده سزا دهغه چا چې دا کار کوي مګر شرمنده ګې او خواري په دنیا کې ، او دقیامت په ورځ به سخت کړاو او عذاب ته ور ګرځول کېږي، او الله جل جلاله کله هم له هغه څه نه بې خبره نه دی چې تاسو یې کوۍ.
په دغه آیت کې الله جل جلاله دیهودو هغه ناروا څرګندوي چې دوی به کوله، تر څو مسلمانان داسې ونکړي، او له دارنګه کړنې څخه ځان وژغوري، ځکه چې په دې سره یې دنیا او آخرت دواړه تباه او بربادېږي، په دنیا کې به يې خواري او شرمنده ګي په برخه کېږي او په آخرت کې به په دوزخ کې سخت کړاو او عذاب ورکول کېږي، الله جل جلاله په توارت کې یهودو ته ویلي و چې تاسو به یو له بل سره جګړې نه کوۍ، یو پر بل به ظلم اوناروا نه کوۍ، له کورونو څخه به یو او بل نه وباسۍ، او کله که ستاسو کوم کس له چا سره په جګړه کې بندي کېدو نو تاسو به هغه خامخا راخوشی کوۍ، پیسې به سره را ټولوۍ تر څو هغه خپل کس را خوشی کړۍ، یهودو څه وکول؟ دوی یو له بل سره جګړې پیل کړې یو او بل يې سره وژل، له کورونو څخه یې ایستل، او بیا به چې جګړه پای ته ورسېده، نو بیا به یې پیسې سره راټولې کړې او هغه بندیان به يې پرې را خوشي کول، چا به چې ورته وویل چې ولې پیسې را ټولوۍ؟ دوی به ویل دا حکم خو الله جل جلاله مونږ ته په تورات کې کړی چې که ستاسو څوک بندي شو نو هغه به خامخا را خوشی کوۍ، ځکه خو مونږ اوس پیسې را ټولوو تر څو هغه خپل کسان پرې را خوشي کړو، او دې ته یې بیا نه کتل چې خو همدغه تورات ورته وايي چې یو له بل سره جګړې مه کوۍ، یو او بل له کورنه مه وباسۍ، خو دوی دا خبره نه منله او هغه بله یې بیا منله، نو الله جل جلاله دغه آیت را ولېږلو تر څو مسلمانان پام ورته وکړي، داسې نه چې دوی هم دیهودو په څېر دقرآن یوه خبره مني او بله يې بیا نه مني، پاتې دې نه وي چې که څوک دقرآن کریم له یو آیت نه هم انکار وکړي او ويې نه مني هغه بیا مسلمان نه دی، بلکې کافر دی، له یو آیت نه انکار کول او له ټول قرآن نه انکار کول یو رنګه دي، دلته یوه خبره باید روښانه شي هغه دا چې یو دا خبره ده چې یوڅوک دقرآن کریم یوه خبره نه مني او بل دا چې مني یې خو کوي یې نه، دبیلګې په ډول یو څوک لمونځ نه کوي خو دا یې عقیده وي چې لمونځ پر ماباندې فرض او دالله حکم دی دا کس دحنفي مذهب دعلمای کرامو له نظره کافر نه دی مګر ګنهګار دی، خو که يې تل همداسې کول او بالکل يې لمونځ نه کولو نو بیا کېدای شي چې کفر ته ورسېږي، او ځینې نور مذهبونه لکه امام احمد رحمه الله هغه یې بیا کافر بولي، هغه وایي که یو کس په قصد سره یو لمونځ پرېښود نو دا کس کافر شو، دا خبره یوازې دلمانځه په هکله ده، راغله خبره نورو احکامو ته لکه زکات، روژه، حج او داسې نور هغه بیا ټول علما وايي چې یو مسلمان تر هغه پورې نه کافر کېږي تر څو چې انکار ترېنه ونه کړي، یانې عقیده یې داسې وي چې دغه حکم سم نه دی او زه یې نه منم که یې عقیده داسې وه بیا نو کافر دی، یوکس زکات نه ورکوي خو دا یې عقیده وي چې زکات دقرآن حکم اوسم دی، همدا رنګه یو کس جهاد مني خو دڅه سستۍ یا ډار له کبله یې نه کوي، دا کس بیا نه کافر کېږي، یو کس داسې وي چې هغه بالکل لمونځ نه مني ملنډې پرې وهي، جهاد نه مني مسخرې پرې کوي، دغه کس بیا کافر دی، په لنډه که ووایو چې یو نه منل دي او یو نه کول دي، په نه منلو مسلمان کافر کېږي او په نه کولو نه کافر کېږي، کېدای شي ځینې کسان چې له قرآن کریم نه پوره نه وي خبر هغوی ته به دا پوښتنه پیدا کېږي چې ښه نو بیا مجاهدین ولي خپل افغانان وژني دا خو په اسلام کې هم ناروا دي چې یو مسلمان بل مسلمان ووژني؟ ددې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې ددې خلکو وژل ځکه اسلام روا کړي دي چې دوی له کفارو سره ولاړ دي چې مسلمانان وژني، کفار دالله جل جلاله او داسلام او درسول الله صلی الله علیه وسلم دښمنان دي، او دوی دوستي ورسره کوي، په دې هکله په قرآن کریم کې ګڼ آیتونه راغلي دي، چې دلته به يې یو څو را واخلو، الله جل جلاله په شپږمه پاره کې دالمائدې سورې په یو پنځوسم آیت کې داسې فرمایي: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ) اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! یهود اونصارا په دوستۍ سره مه نیسۍ، ځینې ددوی دځينونورو دوستان دي، او که له تاسو نه چا له دوی سره دوستي وکوله، نو بېشکه چې هغه له همدوی نه دی، بېشکه چې الله جل جلاله دظالمانو ډلې ته سمه لار ښونه نه کوي, ځکه چې دوی یې نه غواړي.
دادي په دغه آیت کې الله جل جلاله په ښکاره وايي چې له یهودو او نصاراوو سره دوستي مه کوۍ که چا ورسره وکوله هغه بیا دهمغو له ډلې څخه دي، او دا خو دادی ټول دحکومت له چارواکو څخه وخت په وخت آوري چې په خورا ویاړ سره وايي چې امریکا او ناټو زمونږ دوستان دي، زمونږ خارجي دوستان دي، مونږ ددوستو قواوو په مرسته دومره ترهګر ووژل! دومره مو ونیول!
دهمدغه المائدې سورې په اوه پنځوسم آیت کې بیا فرمایي: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ) اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! له کفارو او اهل کتابو ( یهود او نصارا ) څخه هغه کسان چې ستاسو په دین پورې ټوکې او مسخرې کوي په دوستۍ سره مه نیسۍ او له الله جل جلاله نه ویریږۍ که په رښتیا هم مومنان یاست.
دلته هم دادي الله جل جلاله په ښکاره وايي چې له هغو کفارو سره چې ستاسو په دین پورې ټوکې او مسخرې کوي له هغوی سره دوستي مه کوۍ، که په رښتیا سره مومنان وۍ، او مونږه ګورو چې دغه کفار او اهل کتاب زمونږ په دین پورې څومره ټوکې او مسخرې کوي، ټوکې او مسخرې خو پرېږده چې ښکاره یې سپکاوی کوي، کله قرآن کریم په کمودونو کې غورځوي، کله يې دسپو په پښو کې غورځوي، کله یې خپله تر خپلو پښو لاندې کوي، کله درسول الله صلی الله علیه وسلم سپکای کوي، او کفار ټول هېڅ هم نه ورته وايي بلکې لا یې پسې هڅوي او دا دبیان آزادي بولي! او دکابل حکومت بیا له همدوی سره دوستي کوي، خپل دوستان یې بولي، بلکې ننګه یې کوي او وايي چې نه داسې یې نه دي کړي.
په بل ځای کې په لسمه پاره دتوبې دسورې په درویشتم آیت کې داسې فرمايي: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آَبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَۍكَ هُمُ الظَّالِمُونَ) اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! خپل پلرونه او وروڼه دوستان مه نیسۍ که یې کفر پر ایمان باندې غوره بللو، او که له تاسو نه چا په دوستۍ سره ونیول نو همدغه کسان همدوی ظالمان دي، یانې که مو پلرونه او وروڼه هم وي خو چې کفر او کافران یې له اسلام او مسلمانانو څخه ښه او غوره بلل، نو له خپلو پلرونو او وروڼو سره به هم دوستي نه کوۍ، او که چا ورسره وکوله نو بیا همدغه خلک ظالمان دي، ګرانو لوستونکو! ګورۍ الله جل جلاله له کفارو سره ددوستۍ په هکله داسې سخت درېځ نیولی دی، چې که دچا پلار او ورور هم له کفارو سره دوستي کوي نو باید چې له خپل پلار او ورور سره هم اړیکې پرې شي، نن مونږ ګورو چې تر کومه ځایه مسلمانانو دا خبره منلې ده.
او په بل ځای کې په اته ویشتمه پاره کې دمجادلې سورې په دوه ویشتم آو آخرني آیت کې داسې فرمايي: ( لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آَبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَۍكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَۍكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ) اې محمد! صلی الله علیه وسلم کله به هم ته داسې قوم پیدا نه کړې چې په الله جل جلاله او دقیامت په ورځ ایمان ولري او بیا له هغه چاسره مینه کوي چې هغه له الله جل جلاله او دهغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره دښمني کوي، که څه هم چې دا کسان ددوی پلرونه وي، یايې زامن وي، یايې وروڼه وي، او یايې خپلوان وي، ددغو خلکو چې دالله او دهغه درسول له دښمنانو سره دوستي نه کوي، الله جل جلاله یې په زړونو کې ایمان ټینګ کړی دی، او له خپل لوري یې په روښنايۍ، دلیل او لارښونې سره مرسته کړې ده، او ور ننه باسي به دوی هغو باغونو او بڼونو ته چې تر ونو لاندې یې ویالي بهېږي، تل به پکې وي، الله جل جلال له دوی څخه او دوی له الله جل جلاله څخه خوښ دي، همدوی دالله جل جلاله ډله ده، خبر دار! بېشکه چې یوازې همدغه دالله جل جلاله ډله بریالۍ ده.
دا دي دلته هم ګورو چې الله جل جلاله خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وایي چې داسې خلک بالکل نشته چې هم مسلمان وي او هم دالله جل جلاله او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم له دښمنانو سره دوستي او مینه کوي، که څه هم چې پلرونه یې وي، زامن يې وي، وروڼه یې وي، خپلوان یې وي، او الله جل جلاله بیا هغه کسان ستايي چې دالله جل جلاله له دښمنانو سره دوستي نه کوي، دهغوی په زړونو کې الله جل جلاله ایمان ټینګ کړی دی، سمه لار یې ورته ښودلې ده، په آخرت کې به جنتونه ورکوي او یوازې همدغه ډله کامیابه او بریالۍ ده اوبس.
اوس نور نو دهر چا خپله خوښه چې څه کوي، دهر چا ایمان او اسلام دخپل ځان لپاره دی، هر څوک په خپل خپل قبر کې پرېوزي، جنت هم دهر چا خپل دی او دوزخ هم.
پاتې دې نه وي چې هغه کفار چې پر مسلمانانو باندې ظلم نه کوي، او له هغو کفارو سره چې پر مسلمانانو باندې ظلم کوي مرسته هم نه کوي، له دارنګه کفارو سره بیا راشه درشه، ناسته پاسته کول یوازې روا نه، بلکې ښه کار دی، ځکه اسلام دسولې او خواخوږۍ دین دی، پر چا ظلم او ناروا نه خوښوي که څه چې کافر هم وي، په اته ویشتمه پاره کې دممتحنې دسورې په اتم اونهم نمبر آیتونو کې الله جل جلاله داسې فرمايي: (لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ) الله جل جلاله مو له هغو کسانو ( کفارو )څخه نه ایساروي چې له تاسو سره يې د دین او عقېدې له وجې جګړه نه ده کړي، او تاسو یې له خپلو کورونو څخه نه يۍ ایستلي،له دېنه چې تاسو ښه ورسره وکړۍ، له نیاو نه کار ورسره واخلۍ، ځکه چې بېشکه الله جل جلاله نیاومن خلک خوښوي، خبره داده بله نه ده، الله جل جلاله تاسو له هغو کسانو ( کفارو )څخه ایساروي چې له تاسو سره یې ددین او عقيدې له وجې جګړه کړېده، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ایستلي یاست، او یایې له نورو سره ستاسو په ایستلو کې مرسته کړېده، له دېنه چې تاسو مرسته او دوستي ورسره وکوۍ، او که چا مرسته او دوستي ورسره وکوله نو همدغه خلک همدوی ظالمان دي.
کوم کفار چې اوس زمونږ هېواد ته دموسسو او انجیوګانو تر نامه لاندې راغلي دي، فوځونه او لښکرې خو څه کوې، زیاتره یې ددې لپاره راغلي چې دمجاهدینو او ولس تر منځ درز را پیدا کړي، او افغان ولس ته کفر ښه تر نظر ور ولي، نو ځکه خو دوی هم ددښمنانو په ډله کې راځي، کېدای شي ډېر کم داسې هم وي چې یوازې دانساني مرستو لپاره راغلي وي، خو دهغوی پېژندل بیا خورا ګران کار دی، چې هر څوک يې نه شي پېژندلای، ځکه چې هېڅوک هم په ښکاره نه وايي چې دکفر او کفارو لپاره کار کوي، نو ځکه خو هغه انجیوګانې چې دکفارو په ګټه کار کوي او دمسلمانانو دبې لارې کولو هڅې کوي ټولې ددښمن په کتار کې ګڼل کېږي.
دپاکستان په هکله دوهمه خبره په دوه برخو ویشلای شو، یو دپاکستان ولس ، او بل دپاکستان واکمنان، دپاکستان ولس مسلمان ولس دی، پر دین مین ولس دی، له دین او اسلام سره یې مینه ده، افغانانو ته دوروڼو په سترګه ګوري، او دا هغه څه دي چې ویلو ته یې اړتیا نشته ځکه هر چا دا په خپله دسر په سترګو لیدلي دي، زه په زغرده او دیو مسلمان په توګه دا خبره کولای شم چې دپاکستان ولس چې له افغانانو سره څومره ښیګڼې کړې دي او لا کوي یې ورسره دنړۍ پر مخ بل هېڅ ولس نه کړي دي او نه به یې وکولای شي، دغه لنډ ایران ته تاسو وګورۍ چې له افغانانو سره څه رنګه رویه کوي، واکمنان یې نه ښیم ولس یې ښیم، تاسو له هغو افغانانو نه پوښتنه وکوۍ چې ایران تللي دي، چې دایراني ولس رویه له افغانانو سره څه رنګه ده؟ نور خو پرېږده، سعودي چې ځان داسلام ټیکدار بولي نورو مسلمانانو ته اجنبیان وایي او خپلو هېواد والو ته مواطنین ، اوکبر خو به یې هغه چاته ښه معلوم وي چې په سعودي کې اوسېدلي دي، او یا پکې اوسېږي، تاسو باور وکوۍ ځينې خلک خو چې ماته دهغه ځای دخلکو درويې کېسې کوي زه بالکل حیران شم، همداسې دنړۍ نور هېوادونه درواخلۍ، که چاته پرته له پاکستاني ولس نه دنړۍ پر مخ بل کوم داسې ولس معلوم وي چې له پاکستاني ولس نه یې له افغانانو سره زیاته ښه رويه او یا يې حتی دپاکستانې ولس درویې په څېر رویه کړې وي او یایې کوي نو مهرباني دې وکړي لوستونکو ته يې دې ووایي، ښه نو اوس له یو داسې ولس سره دجګړې کولو مانا څه کېدای شي؟ آیا عقل دا مني چې له داسې مسلمان ولس سره دې دجګړې اور بل شي؟ که له هر چا سره کوم نقلي یا عقلي دلیل وي چې له دې ولس سره دجګړې کول روا وبولي نو بیا دې هم مهرباني وکوي او را یې دوړي، چې ټول یې ووينو.
راغله خبره دپاکستان دحکومت، زه به په لنډه یوازې دومره ووایم چې دنړۍ پر مخ دپاکستان غوندې پیسه پالونکی او بي غیرته بل حکومت نشته، دپاکستان حکومت نه داسلام پروا لري، نه دکفر، نه خپل پېژني نه پردی، نه دوست پېژني نه دښمن، یوازې او یوازې لوټ پېژني، لوټ ورکړه بیا نو چې څه شادي بازۍ دي ټولې درته کوي، کوم څه چې ټول یې دسر په سترګو وینو، ایمل کانسي یې دڅو ډالرو په بدل کې امریکې ته ورنه کړ؟ سره له دې چې هغه له امریکایانو څخه خپل غچ اخیستی و، او تر ټولو دبې غیرتۍ ښکاره او غټه بیلګه یې داده چې مظلومه ډاکتره عافیه صدیقي ځناورو امریکایانو ددوی په مټ او ددوی له کورنه له ځانه سره بوتلله! ځناورو امریکانو پرته له دې چې کوم انساني ارزښت یا قانون په پام کې ونیسي هغه بېچاره ګۍ یې په داسې ناروا او ظلم سره دتورو پنجرو شاته اچولې ده چې آن دځناور زړه به هم پرې خوږیږي، مګر نه دامریکايي ځناورو زړونه پرې خوږیږي او نه هم دپاکستاني بي غیرتو واکمنو، دومره هم نشي کولای چې ورته ووايي چې ناروا مه ورسره کوۍ، وحشت او بربریت مه ورسره کوۍ، دیو بندي په څېر چلن ورسره وکوۍ، تاسو باور وکوۍ زه چې کله چېرته دهغې کومې کیسې ولولم چې امریکایان ځناور څه رنګه ناوړه او غیر انساني رویه ورسره کوي، بالکل په ځان نه پوهېږم، بیخې له ژوند نه بیزاره شم، دهغې دراخلاصیدو لپاره که نور نه وای باید اسلامي کنفرانس کار کړی وای ځکه چې دا دټولو مسلمانانو لپاره یو لوی پیغور دی، او بیا په تېره چې له هغې سره دځناورو او وحشي امریکایانو دبربریت او وحشت کیسي په اخبارونو او خبري رسنیو کې هم راشي، الله جل جلاله یې دي مرسته وکوي، الله جل جلاله یې دې زر تر زره ددغو ځناورو له نا پاکو منګلو څخه را خلاصه کړي، ښه نو بیا جګړه ولې نه ورسره کوو؟ لومړی خو دا چې له حکومت سره جګړه یې له ولس سره جګړه ده، بیا به په جګړو کې همدغه خوار ولس دربدېږي، کوم څه چې نه یې عقل روا بولي او نه هم نقل، خیر راځۍ جګړه به ورسره وکوو، ښه په څه شي او څه رنګه جګړه ؟ له امرېکې نه مر سته وغواړو؟ له روسيې نه یې وغواړو؟ له ایران نه یې وغواړو؟ له چين نه یې وغواړو؟ له هند نه یې وغواړو؟ ځۍ تاسو لاړ شۍ داسلام په مبارک دين کې داسې یو دلیل را پیدا کړۍ چې له دغو هېوادونو څخه دپاکستان سره دجګړې کولو لپاره مرسته اخیستلو ته جواز ورکړي، دا په هغه وخت کې چې دغه هېوادونه مرستې کولو ته درته تیار شي، کرزيی خو څو څو ځله په دې ګومان چې امریکه او نور یاران یې ورسره دي پرې ور ببر شو او اوس هم شپه او ورځ چېغې وهي چې پاکستان رانیسۍ پاکستان رانیسۍ خو په چا یې رانیسۍ؟ او دا هم که فرض کړو چې جګړه مو پیل کړه او له پاکستان سره ونښتو، نو څه فکر کوۍ چې بیا به حالات څه ډول کېږي، دلته کېدای شي څوک دا پوښتنه وکوي چې ښه چې له پاکستان سره جګړه شونې نه ده بیا له امرېکې سره ولې شونې ده چې تر پاکستان څو څو ځله غښتلې او تکړه ده؟ باید په ډېرو ساده ټکو کې ووایو چې له امرېکې سره جګړه افغانانو نه بلکې امرېکې پر افغانانو ور تپلې ده، افغانان امرېکې ته نه وو ورغلي امريکه افغانستان راغله، او که دارنګه کانه پاکستان یا کوم بل ګاونډی هېواد وکوي نو بیا به یې هم برخلیک دامریکې په څېر وي، ځکه چې خبره به ښکاره او سپينه وي چې هېڅوک به هم سترګې نشي ترېنه پټولای، او بل دجنګي تکتیک له پلوه هم دا ډېر توپیر سره لري چې ته له خپل کور نه په زور راغلی دښمن شړي او دا چې له کور نه بهر پر کوم بل چا یرغل کوې، ځکه سړی په خپل کور کې بلد وي، هسکې او ټیټې یې ورته معلومې وي، ښه پوهېږي چې کله په کوم وخت او کوم ځای کې، او څه رنګه پر دښمن ګوزار وکړي، ولس ورسره مل وي، او بل دچریکي او جبهيي جګړو تر منځ غټ توپیر دی، چریکي یرغلونه په هر وخت او هر ځای کې په خورا کمو امکاناتو باندې کیدای شي، پر دښمن باندې يې ګوزارونه هم پرېکنده وي او مجاهدین هم له ځاني او مالي تاوان څخه ژغورل کېږي، او په جبهيي جګړو کې بیا هر څه ډیر په کاريږي، او بل دا چې یو څوک په خپل کور کې حکومت نه لري نو پر نورو باندې یرغل کول څه مانا لري؟
له پاکستان سره دافغانانو جګړې کولو ته اړتیا نشته دا دي اوس خپله دپاکستان ولس د خپلو واکمنانو په ضد را پورته شوی دی، له پښتونخوا نه نیولې بیا تر پنجاب او بیا تر سند او بیا تر بلوچستان پورې هر څه ټول دسر په سترګو ګورو چې په پاکستان کې څه تېرېږي، او پایله به يې څه کېږي، هغه ورځ ډېره لرې نه ده چې دپاکستان واکمنان دخپل ولس له خوا دخپلو شومو او کرغېړنو کړنو په سزا ورسول شي، دهغې ورځې په هیله.
دریم دا چې له پاکستانه پرته نور ګاونډیان په افغانستان کې داسې لاسوهنه کوي چې دپاکستان په پرتله څو ځله خطرناکه ده، لکه ایران، او روسیه، چې تل دټلوالې تر شا ودرېدلي دي، او دګران هېواد افغانستان دویشلو خوبونه له ډېر وخت راهیسې ويني، کوم ګواښ چې له ایران نه زمونږ ګران هېواد افغانستان ته پېښ دی هغه له بل هېڅ کوم هېواد نه نه دی ورته پېښ، پاکستان خو مو لکه چې وویل خپله ګټه ګوري، که یې له کافر سره ګټه وه بیا سل ځله مسلمان آن چې خپل دکور او کلي خلک ورته وژني لکه چې ټول يې وينو، او که یې له مسلمان سره ګټه وه بیا له مسلمان سره ودرېږي، مګر ایران داسې نه دی ایران دیو منظم او جوړکړای شوي پلان له مخې په افغانستان کې داسې لاسوهنه کوي چې دافغانانو جرړې وباسي، دټولو افغانانو دشیعه کولو خوبونه ویني ، او تر ډېره پورې يې ددې لپاره کار هم کړی دی، ډېر پښتانه یې شیعه ګان کړي دي، دهر ولایت لپاره ځانګړي کسان لري، په ځانګړو ډولونو سره هڅې کوي چې خلک شیعه ګان کړي، ګورۍ دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دشیعه ګانو مذهب په رسمي توګه پېژندل کېږي، ښکاره او په زغرده کار ورته کېږي، نن چې شیعه ګان په افغانستان کې کوم ځواک لري بل هېڅوک یې نه لري، ددوی سلنې ته په کتو سره بل هېڅوک دومره ځواک نه لري لکه دوی، او ددې لپاره یوازې دا هم بسیا کوي چې د ایران چې څه رنګه خوښه وي هغسې په افغانستان کې بدلون راوستلای شي، چې تر ټولو ښکاره بیلګه یې په لمر تلویزیون باندې بنديز دی، او په کابل کې تش په نامه ناست واکمن هم څه نه شي ورته ويلای، ما خو اورېدلي دي نه پوهېږم چې تر کومه ځايه به سم وي چې کرزی له ایران سره خپله ماما خېلې پالي، کزری دشیعه ګانو خوریی دی، او له کړنو خو يې همداسې برېښي، کرزي ته له افغانستان او ګران ولس نه يې خپل ماما خېل زیات ګران دي، ځکه چې ماما خېل په هر چا ګران وي، دماما خېلۍ مینه ځکه ژوره او زوروره وي چې دمور له مینې سره تړاو لري.
له بلې خوا دروس پرهرونه بیا يو څه روغ شوي دي، بیا يې پښې را اوږدې کړې دي، هغه تېر ځل يې چې خوله ورماته شوه په هغه ونه شرمېدل اوس يې بیا وزر کړي دي.
ښه نو اوس مونږ به له چا سره جګړې کوو، دچا مخه به نیسو؟ دپاکستان که دایران او که دروس او تاجکستان، اخوا خو هند هم اوس بډې را وهلې دي، ګرانو لوستونکو! مونږ په داسې یوه ستونزه کې ګیر یو چې هېڅ دوتلو لار نه تر سترګو کېږي، باید لومړۍ خپل لومړني دښمنان له خپل هېواد څخه وباسو، او بیا وروسته له خپلو ګاونډیانو سره داسې رویه او چلن خپل کړو چې هم خپل ځان وساتلی شو او هم دچا خبره نور په نیمه باندې وپوهولی شو، او دا کار کارته اړتیا لري ددې پر ځای چې هسې بې ځایه خبرې وشي، او په تشو خبرو باندې دخپل ځان دښمنان زیات کړو، ښه به دا وي چې لاس په کار شو، شپه او ورځ دخپل سپېڅلي دین او ګران ولس چوپړ ته لاسونه را بډ وهو، خپله ملا دکار لپاره ټینګه وتړو، تر څو یو وخت داسې راشي چې هم په خپلو پښو ودرېدلي وو او هم دوست او دښمن سترګه را نه وکوي، په اوسنیو حالاتو کې له هېڅ ګاونډي سره جګړه کول نه زمونږ دولس په ګټه دي او نه هم دهېواد په ګټه، باید هڅې وکړو چې ددښمن له ماتې وروسته یو او بل ته لاس سره ورکړو، وړې وړې کېسې یوې خواته پرېږدو، دا بده نه ده چې دخپل ورور خبره ومنل شي، سخته او بده خبره یې ددین، ولس او هېواد دګټو لپاره ومنل شي، آن وهل او ټوکل یې ومنل شي، مګر دا په هېڅ وخت او هېڅ حالت کې دمنلو نه ده چې دکافر شاباس هم ومنل شي، ډېر دافسوس ځای دی ګورو درنو لوستونکو! ډېر داسې خلک وو چې دامارت په وخت کې یې دطالبانو وړې وړې تېروتنې یا وړې وړې سختۍ نشوای زغملای، خو نن ګورو چې دیهودو او نصاراوو لویې لويې نا راووې زغمي او مني یې، دیهودو اوکفارو تر لاس لاندې ژوند کولای شي، مګر دخپل مسلمان ورو تر لاس لاندې یې نشوای کولای، خبره څه وه، تاسو په دې هکله څه فکر کوۍ؟ زه خو وایم خبره د مردارو ډالرو ده، اوس هر چا دهېواد دچوپړ او خدمت په نامه ډالرو ته مټې را نغښتې دي، دا چې څومره خدمت یې کړی او یایې کوي هغه خو ټول ولس ته ښکاره او ځلېږي، مګر په هغه وخت کې چې ډالر نه وو، ډبلې ډبلې تنخواګانې نه وې، ځکه خو دډېرو نه هېواد په زړه نه او نه هم ولس.
اوس هم زما سل په سلو کې په دې باندې ټینګ باور دی چې که دغه ډالرخان نه وي ډېر خدمت کوونکي به بیا څوک په هېواد کې ونه ویني، ځکه دوی ته اول ځان بیا جهان دی، که يې دګېډې کار پکې ونه شي، نو بیا ددین، ولس او هېواد خدمت هم شونی نه ورته ښکاري!

