پاکستاني چارواکي: ملا برادر مو د سولې د خبرو د خرابولو په موخه نيولی
23.08.2010 08:24د امريکا د نيويارک څخه خپرېدونکي ورځپاڼه نيويارک ټايمز په ننۍ ګڼه کې ليکي چې پاکستاني چارواکو ورته ويلي دي چې د طالبانو دويم لوړپوړی چارواکی ملا عبدالغني برادر یې د امريکايي استخباراتو په مرسته په کراچۍ ښار کې په دې موخه نيولی و چې د نوموړي او د افغان دولت ترمنځ د سولې پيل شوې خبرې خرابې کړي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د دې پاکستاني چارواکي چې د پاکستان په استخباراتو کې کار کوي وايي چې هماغه مهال پاکستان ۳۲ نور طالب مشران هم ونيول او له سبقونو ورکولو وروسته یې خوشې کړل. په دې نيول شوو طالب مشرانو کې ملا کبير، ملا قيوم ذاکر، او ملا عبدالروف خادم هم شامل و چې اوس په کې ملا قيوم ذاکر د ملا برادر ځای ناستی ټاکل شوی دی.
ورځپاڼه ليکي چې ملا برادر اوس په يو کور کې د پاکستاني استخباراتو سره نظر بند دی. د پاکستاني استخباراتي چارواکي په وينا له دوی سره ارام کوي.
چارواکو ورځپاڼې ته ويلي دي چې پاکستان ځکه دا کار وکړ چې د طالبانو دې مشرانو د افغان دولت سره د پاکستان له خوښې پرته په خپل سر خبرې کولې.
پاکستانيانو د امريکايانو په مرسته ملا برادر په کراچۍ کې نيولی و خو حال یې ورته نه ويلو چې ګنې نيول شوی کس د طالبانو دويم سړی دی او کله چې یې خپله ورسره تحقيق وکړ، له هغې وروسته یې امريکايان پرېښودل چې تحقيق ورسره وکړي.
پاکستاني چارواکو ورځپاڼې ته ويلي دي چې پاکستاني استخباراتو په دې معامله کې امريکايان هم وغولول او خپل کار یې پرې وکړ.
داسې ويل کېږي چې د افغان دولت په استازيتوب د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزي او انجنير ابراهيم چې د امنيت په شورا کې کار کوي د طالب استازو سره د سولې خبرو لپاره کتلي وو.

