د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننگرهار کې د کيسټونودوکانونه (ميوزيک سنټري)

سباوون ساحل 15.08.2010 11:30

د طالبانو د ريژيم له منځه تلو سره سم د ننگرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د کيسټونو دوکانونه دومره زيات جوړ شول چې د چا په خبره هر دوه درى متره وروسته به هتمن د کيسټونو دوکان په نظر درته په دغه دوکانونو کې به که چا د کوم هنرمند سندري وغوښتي پيدا کيدي اگر که هغه به پخوانۍ هنرمند وه او که اوسنې. دوکانونه خو څه کوي چې حتئ ځينې وختونه به په واټونو کې هم يوشمير کسان پر نظر راتلل چې څادر به يي غوړولي وه او د مختلفو هنرمندانو کيسټونه به يي پري خرڅول . خو دا د يادولو ده چې طالبانو کابو پنځه کاله حکومت وکړ چې په سندرو غږولو يي بنديز وضعه کړي وه او هر چا سره به يي چې د سندرو کيسټ وليد نو اول به يي کيسټه ورته په سر ماتوله او وروسته به يي له ځانه سره ووړ. دا چې وروسته به يي ورسره څه کوله له هغې به هغه څوک خبر وي چې کله يي د کيسټ سره نيولي وي . پر هغه وخت کې به که د چا پر راډيو کې هم کوم ساز راغې نو ژر به د طالبانو د ويري بندوله خو اوس راځو بيا خپل مطلب ته هغه دا چې په ننگرهار کې ولې د کيسټونو دوکانونه دومره ډير وه يواځنې علت يي همدا وه نو ځکه خو د سندرو د اوريدو مينوال هم دومره زيات وه چې په دي دومره زياتو دوکانونو به يي هم بسنه نه کوله.

خو په دي ورستيو کې په ننگرهار کې يو د کيسټو دوکان هم نه شته دا ځکه چې څه موده وړاند د اول ځل لپاره په ننگرهار کې د کيسټونو د خرڅولو يو دوکان د طالبانو د ريژيم د منځه تللو څخه وروسته په بم والوځول شو دا دوکان د ننگرهار د مرکز جلال آباد په چوکې تلاشې سيمه کې والوځول شو خو په دي کې تر ټول جالبه خبره دا وه چې وسلوالو طالبانو هم وويل چې دوي دا کار ندي کړي.او دولت يي پړ د هيواد پر دوښمانانو ور واچوله خو د ولسي وگړو پر مغزو کې اوس سوال دا پيدا شو. چې په داخل د ښار کې دا نور د وطن دوښمنان څوک شول چې بمي چاودنۍ کوي او د کيسټونو دوکانونه له منځه وړي .خو څه سر به سره خوږو اخر داشوه چې د دي دوکان وروسته دوه دري د کيسټونو دوکانونه نور هم والوځول شول .

دا خو له څه کوي په هغه وخت چې د طالبان ريژيم له منځه ولاړ په همغه وختونو کې په هوټلونو ،او نورو خوراکې توکو په دوکانونو که به هم تلويزونونه ايښي وه او په دومره لوړ اواز به يي غږول که په ښار کې به د کوم واټ په غاړه تيريدي نو که به چا درته ټيلفون کاوه د هغه غږ به ده هم نه اوريده خو په دي ورستيو کې چې کله د کيسټو دوکانونه د بمي چاودنو په وسيله له منځه يوړل شول نو په ننگرهار کې نه يواځې دا چې د کيسټو دوکانونه نشته بلکې ترڅنګ يي هغو دوکانونو هم په جگ اواز تلويزونه غږول بند او يا يي هم بيښي تلويزون غږول پريښي دي. د کومو د تلويزونو له لاس به چې که څوک څنگ په څنگ روان وه نو د يو بل خبري به يي هم نه اوريدي .خو په ننگرهار کې اخر نتيجه دا شوه چې اوسمهاله که چيرته په کومو چپو کوڅو کې کوم يو دوکان پاتې وي هغه به وي او کنه نور خو په يو ځاي کې هم د کيسټو دوکان نشته دي.