د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو غزل او علامت نګاري

طایرځلاند 13.08.2010 10:21

غزل که په فارسي کې دى او که په اردو کې او په پښتو کې دى خو رزميت، ايمايت ،يې بنيادي ځانګړتيا ده ، شاعران په غزل کې دمعنوي وسعت او دظاهري ښايست له پاره له شعري صنعتونو لکه تشبيه ، کنايه ، استعاره او له تلميح نه کار اخلي،علامت [سمبول ] هم په دې ډګر کې ځانګړى ځاى لري ،که څه هم په لوړ ادبي اظهار کې زياتره وخت اکثر لفظونه علامتي حيثيت لري،خو په غزل کې استعمال شوي الفاظ په ځانګړې توګه له دغه صفته برخمن وي،

علامت که يو لورې ته شعري ښايست دى نو بل پلو همدا علامت دشعر معنوي خوا ته وسعت او هراړخيزتوب هم وربخښي نو ځکه مونږ ويلى شو چې که يولورې ته علامت مونږ ته دشاعري دشعري تجربې او دهغه دذهن روښانه تصوير رامخې ته کوي نوبل لورې ته دعلامت په وسيله مونږ دشعردظاهري جوړښت دښکلآ سره هم مخ کيدلى شو،که له يو لورې مونږته دشآعردانفراديت او ځانګړتيا دپيژندنې مزى په لاس راکوي نو بل لورې ته دشعر دلفظي خوا جماليا تي ارزښت هم روښانه کوي، چې زما په خيال دادواړه مهمې مسلې دي ،نو په همدې اساس ويلى شو چې دغزل او علامت [سمبول]تړون په خپلو کې خورا اوږده ريښه لري ،

که د پښتو غزل په دې اوږد سفريوځغلنده نظر اچوو نو ويلى شو چې دهروخت په غزل کې دحالاتو دغوښتنې سره سم علامتونه راوړل شوي دي ،اودغزل لمن له رنګارنګ سمبولونو نه ډکه ده له ګل،بلبل شمع،پتنګ،سنبل،سروه،چنار.ګودر،ماښام، پيمانه،ميخانه ،ساقي،ذاهد،ناصح،ريبار،اودداسې نوروکلاسکي علامتونو نه راواخله ترننه پورې غزل ته تل دهنر داجامه ورپه غاړه شوې ده او غزل ته يې هنري رنګ ورکړى دى چې له دې سره په کې معنوي وسعت او هر اخيزتوب هم ورکړى دى ،
ددعلامت په اړه يوه تصوردا هم عام دى چې علامت کله هم په ذاتي خوښې او ناخوښې او په انفرادي هځو سره په وجود کې نه راځي، بلکې دتمدني ميراث په توګه په وجود کې راځي ځنې لفظونه دوخت په تيريدوسره علامت جوړ شي ځکه دژبې سره دتعلق لرونکو تصورات، ددې په اړه دهغوي کلتوري ارزښتونه او عقدوي توګه دهغې سره تړلي نظريات دعلامتونو په رامنځ ته کولو کې پوره پوره وڼډه لري، چونکې دغه تهذيبي اقدار،تاريخي حقايق او عقيدوي تصورات ددې ټولنې سره تړلي وي نو داسې نظريات اومفکوره لفظ ته دعلامت اوسمبول بڼه ورکړي چې دموقعې په مناسبت سره په خپل ځان کې نوي نوې اړخونه دمعني له پلوه راوړي،

نو دعلامت يوه خوبي همدا معنوي وسعت شو چې په دې سره لفظ ته معنوي وستعت بخښل کيږي ،ځکه چې دلته لفظ يواڅې لفظ نه وي چې په يوې مشخصې معني باندې دال وي بلکې دلته ورسره ډير ټولنيزاو نظرياتي تصورات هم تړل شوي وي
او همدارازعلامت او سمبول دوخت په تيريدوسره خپل رنګونه بدلوي او دحالاتو دغوښتنو سره سم خپله بڼه دنوې سوچ او نوي تصورسره بدلوي

لکه دترقي پسند ليکوالو په فن پارو کې چې تاسې ګورې زمونږ زياتره نوي ليکوالو دزړو او کلاسيکي علامتونه په نوي مفهومونوکې راوړل چې دپخوانه يې ډير توپير ورکړ

لکه دقلندر مومند،ايوب صابر،حمزه بابا ،شمش القمر انديش، اجمل خټک ، غني خان، قمر راهي ،صديق کاوون طوفاني عبد الباري جهاني ،او داسې نورو شاعرانو او ليکوالانو چې دکلاسيکي علامتونو ته نوى معنې ورکړي دي او له پخواني تصور يې رابيل کړي دي او دوخت دغوښتنو سره سم يې دې علامتونو ته نوې معنې وربحښلي دي،که څه هم دعلامت رجحان دپښتو شاعرې په نورو اصنافو کې هم شهرت موندلى دى او له ټپې نه رانه ويلې تر نوي صنف هايکو پورې په ټولو کې د علامتي تحريک نښې نښانې ښکاري خو په غزل کې يې څکه زيات شهرت او دغزل سره جوړښت ونيو چې غزل دپاره رمز او اختصار ډير ضروري و او دادواړه تقاضې علامت په ښه شان سره پوره کولى شوې نو ځکه په غزل کې هم ورته ډيره پاملرنه وشوله ;

پښتو شاعرې کې دجديديت يا نوښت په تحريک کې هم دعلامت نګارۍ تحريک پراخه ونډه لرله ځکه که مونږ په پښتو ادب کې دنوښت مسله څيړو نو زياته برخه به علامت نيسي ،که څه هم دنثر په پرتله دا نوښت په شعر کې ډير ترسترکو کيږي،خو ولې بيا هم علامت او سمبول خپله لمن تر لنډې کيسې،تکل او ناول پورې هم وغزوله ، په شعر کې يې ځکه زر ځاى پيداکړه چې دخلکو دحسي تجربو سره دجوړښت خوړلو له امله يې ورسره اړخ ولږيده او په غزل کې خو دايمايت او رزميت داصل له کبله يې بيښي پوخ ځاى نيولى دى که څه هم د نوي غزل علامتي رنګ دکلاسيکي غزل دعلامتي رنګ سره ډير توپير لري ځکه چې په پخواني غزليزه شاعر ۍ کې زياتره علامتونه او سمبولونه دپوخواني فلکوري داستانونو څخه اخيستى شوى وهم هغه دليلى ،مجنون ، دشته ،ښاپيرۍ، شهزاده باچا ملنګ ساحر تاويز خامار ،او داسې نور.

پوه وجه خو يې داده چې هغه دور چونکې طبيعت او خپل نيچرل ته زيات نزدې ونو ځکه به هغوي زياتره علامتونه داسې سازول چې هغه دهغوي دنيچرل او طبيعت سره سمون وخوري، لکه هغه وخت به دهرلوړ شي دپاره دچنار ونه استعماليدله ځکه چې هغوي به له چنار ونې لوړ څه ليدلي نه و،چونکې لوړه ونه به دښايښت يوه نښه وه نو هغوي ددې تصور دپاره دچنار ونه علامت کړې وه. يا مثلا دزلفو ماران ، هغه وخت چې دخلکو مخه به زياتره دځنګلونو او داسې ځايونو سره وه چې هلته به ماران لړمانان و په هغه وخت کې تر ټولو خطرناک هغوي همدا ګڼل ، نو دمحبوب زلفو ته به هغوي ځکه ماران ويل چې دابه هم هغوي ته حطرناک و،

خو په نوي غزل کې په ځانګړي توګه او با العموم په پښتو شعرکې داتصور اوس له منڅه تللي دي،ځکه چې ټولنې دوخت په تيريدو سره دتمدن په لور ځي او تمدني پرمختګ ذهني تصورات هم دځان سره بدلوي ،دذهن تصوراتي بډلون سره زياتره لفظونو ځانونه په نويو مفهومونو کې راڅرګڼد کړل ،دبېلګې په ډول که رحمان بابا وايې

زه رحمان په سل حلقو دزلفو بند يم
لادپاسه پرې پېزوان شو بله نته
نو زمونږ دنن دوردغه جمالياتي تصور داسې بيانوي
که دتيارو سره نسبت يې نه وى
ما به دزلفو عبادت کولو

يا زمونږ دکلاسيکي شاعرۍ په زياتره وخت آيينه دحيرت وتعجب په مانا استعمال کړې ده، خو زمونږ دنن دور شاعرانو بياهنداره او آيينه د صداقت او ريښتينولى په مانا استعماله کړې ده او دې لفظ ته يې نوې علامتي معنى ورکړې ده

اينه که ددې ښار کوڅو کې کيږدم
نو داخلک به اخته خپله په ځان شي [ځلاند]

دنظر ګټه دې جانانه خپل بيلات وګڼه
چې اينه په ګاڼو ولې مخ دې مات وګڼه اظهار الله اظهار

له ښاره دهندارو سوداګرباسي په زوره
خپل شکل ويرولي دي بلاغوندې څه خلک درويش درانى

دويمه خبره داده چې که مونږ دپښتو په کلاسيکي غزل نظر اچو نو په کې زياتره علامتونه له فارسي ژبې نه اخيستل شوي چې په هغې پوهيدلو دپاره فارسي باندې پوهيدل ضروري دي او په نوي غزل کې دعلامتونو استعمال بالواسطه يا بلاواسطه له مغربي ادبي تحريکونو داغيزې لاندې شوى چې پوهې او تحليل دپاره يې معربي تنقيدي اصولوته روجوع کول پکار دي،
او ددې دريم توپير دکلاسيکي غزل سره دا دى چې دلته يې يواځې زړو علامتونو ته نوې مفهومونه نه دي ورکړي بلکې،بلکې ډير زاړه علامتونه يې پرېخي دي او دنوي علامتونو درامنځته کولو هڅه يې کړې دې دنن دورزياتره علامتونه دنورو ژبو او قومونو دتهذيبونو ترجمانه او ښکاروندويه نه دي بلکې دخپلې خاورې او دخپل کلتور نه يې ساه اخيستې ده چې دلوست په وخت کې لوستونکى دهيڅ قسم ذهني مشکل سره نه مخ کوي،

چونکې پښتو نوى غزل دنوي ذهني کيفياتو تازه احساساتو زېګنده ده نو له دې کبله په کې زياتره تلميحات استعارات او علامتونه تازه او نوي دي دنوي پښتو غزل په لوستو سره دلوستونکي په ذهن کې دغزل نوې او تازه فضا ساه اخلي او دا علامتونه او سمبولونه په هرځاى کې تازه او ژوندي په نظر راځي، ورځ شپه ،تياره رڼا ، لمر سپوږمۍ،ستوري اسمان ، سپرلى خزان، څراغ هوا ، ماښام ،سحر ،ديوال سمندر ساحل جزيره بادبان کاروان څاروان حسين يزيد کربلا ښار هنداره شبنم او داسې نور تازه علامتونه دنوي معنويت سره مخ ته راځي ، او په همدې خصوصياتو سره دپښتو نوي غزل فضا بيښي بدله محسوسيږي،

په پښتو شاعرۍ کې دعلامت نګارۍ دتحريک شاعران خو ځانګړي کول ډيره ستونزمنه خبره ده ولې چې دنوي هر شاعر په شعرونو او غزلونو کې داسې ډيرې علامتونه مخ ته راځي چې له دغه تحريک سره يې اړيکې مضبوطې ښکاري
خو دعلامت نګارۍ رجحان، دمثبتو او منفي دواړو اړخونو سره ډير په تيزۍ سره په پښتو نوي غزل کې حوريږي چرته چې نويو غزلګو شاعرانو دخپلو ذهني تصوراتو او وجداني جذباتو او احساساتو داظهار دپاره نوې علامتونه رامنځ ته کړي دي نو هلته ځنې وخت ابهام او تجريدت هم سر راپورته کړى دى،چې تر معنى يې رسيدل ډيرګران او ځنې وخت ناممکن وي چې شايد دارويه دعلامت ارزښت لره له دې کبله صدمه هم ورسوي، داکار زیاتره وخت هغو شاعران کوی چې دفکر له لحاظه کمزوري وي نو هغوي کوښښ کوي چې خپل لوستونکي په ذهني مغالطه کې واچوي ،چې زما په خيال دارويه په خپلو دهغوي مقام ته صدمه روسولى شي

خو ددې سره سره دجديديت تحريک پښتوغزل کې دعلامتونو درجحان عام کولو سره نور هم پښتو غزل دپښتي خاورې سره نزدې کړى دى او او دپښتني کلتوررنګ په کې ښکاره دى داچې دکلاسيکي دور زياتره علامتونو خپل ارزښت له لاسه ورکړى وو او يا يې هم دنني دورغوښتنې نه شوې پوره کولى دجديديت تحريک چې دنورو ژبو په واسطه تر پښتو راغى نو دځان سره يې داسې علامتونه هم راول چې دنن دور دغوښتنو سره پوره پوره سمون خوري، چې پرمټ يې پښتوغزل دنوي فکري جهتونو او نوي شعري رنګونوسره مخ شو، چې که يو لوري ته پښتو غزل داوسني حالاتو هنداره شوه او معنوي وسعت يې خپل کړه نو بل لورې ته دهمدې نوي علامتونو او سمبولونو په وسيله پښتو غزل دنوي فکري اقدارو دپاره يو پيل هم جوتېدى شي ،ځکه چې په نوي غزل کې علامتونو دځان سره نوي فکرونه او نوې شعري خواې هم څرګندې کړي دي چې دژوند او دخپل کلتور سره دنزديکت خوشبوترې هم راځي او دژوند دجدجهد راڼه تصويرونه هم لري