د اوسني عصر نوماندان او د هغو خورا ډير مصارف
03.08.2010 08:49د ولسي جرګي نوماندانو ترمنځ سيالۍ په ښه تيزي سره رواني دي .خو په ننگرهار کې د ولسي جرګي د نوماندانو بي شميره عکسونو ولسي وگړ ي په دي فکر کې اچولي چې آيا دا نوماندان به بيا د دي مصارفو په اندازه پيسي په پارلمان کې له کومه پيدا کړي ؟
دوي وايي چې د اوسني عصر نوماندان په زرونو امريکايي ډالر يواځې پر عکسونو لږوي . خو دا تر هيچا هم پټه خبر نده. ځکه په ننگرهار کې ډير داسي نوماندان شته چې يواځې يي پر يوه عکس زر ډالر لگښت راغلي . دا چې هغه نوماندان چې په زرونو مصارف يواځې پر عکسونو مصرفوي نو خلک په دي فکر کې اچوي چې دوي به په غونډو او نورو لارو څومره پيسي لږوي . خو اوس سوالونه دلته دا پيدا کيږي.
هغه نوماندان چې په زرونو ډآلر مصرفوي دا دومره ډيري پيسي له کومه کوي ؟
ايا هغه نوماندان چې په زرونو ډالر پر خپلو عکسونو ،غونډ و ،او نورو لارو مصرفوي هغوي به ولس ته خدمت وکړي ؟
ډير خلک چې دي او دي ته ورته پوښتنو ته يي کوم ځواب پيدا نه شې بيا ټولټاکنې يوه لوبه ګڼې او وايي هغه نوماندان چې خورا ډير مصرفونه کوي له هغوي به د خدمت څه تمه وشې.
خو يو شمير خلک بيا وايي چې مخکنيو نوماندانو هم ورته د خدمت چغي وهلي خو بيا يي هيڅ هم ونه کړه.
خبره دا ده که چيرته دا نوماندان وايي چې دوي ولسي جرګي ته د دي لپاره ودريدلي چې خلکو ته خدمت وکړي نو بيا څه فکر کوي يواځي له ننگرهار څخه يوسلو شپيته نوماندان ولسي جرګې ته ولاړ دي او له دوي به يواځې پنځلس نارينه او څلور ښځې ولسي جرګې ته کاميابيږي. ښه هغه څوک چې کامياب شې هغه خو به خدمت وکړي نو هغه څوک چې ډير مصرف هم وکړي او ناکام شې نو هغه بيا څه کوي؟
نو دا به ښه وه چې دا دومره ډير مصارف يي په عکسونو ،غونډو او نورو لارو مصرف کړي واي او که په دغو پيسو يي د هغو بي وځلو کورنيو سره مرسته کړي واي کوم چې اوس هم د سرپناه د نشتون له امله د ګڼو ستونزو سره مخامخ دي دا به ښه وه چې دا دومره ډير مصارف يي پر خپلو عکسونو کړي وايي . او که هغو ماشومانو سره يي مرسته کړاي واي کوم چې په سره گرمي کې گرځي او خلکو ته سپند( لوگې ) کوي ايا د دي خدمت نه به دا ښه نه وه چې هغو خلکو سره يي مرسته کړي واي کوم چې د يوي ډوډي سوال کولو پسي ټوله ورځ په سره گرمي کې گرځې ؟ دا به ښه وه چې دا دومره پيسې يي د موټرو په تيلو مصرف کړي واي او که د هغه بي وځله سره يي مرسته کړي واي کوم چې په سره گرمي کې د مزدور لپاره په ښار کې د شيانو ډکه کراچې ځان پسي راکاږي ؟
دا ټولي هغه پوښتني دي چې د هر ولسي وگړي په مغزو کې گرځې راگرځې او هيڅوک هم ورته ځواب نشې ويلي . په اخره کې د ټولو هغو نوماندانو ورونو نه مې غوښتنه دا ده چې ورونو راځې تير شې د دي ډيرو عکسونو نه نور يي مه چاپوي او د ښار بڼه پري مه خرابوي که رښتيا هم خدمت کوي نو په دي پيسو د هغو بي وځلو کورونه اباد کړي کوم چې په دي ورستيو وختونو کې يي کورونه سيلاوونو ويجاړ کړيدي. دوي ډيرو مرستو ته اړتيا لري که دا کار وکړي نو نه يواځي دا چې د خلکو په زړونو کې به ځاي پيدا کړي بلکې خداي(ج) به هم درنه راضي وي او نه يواځې دا چې دا دونيا به مو ښه شې بلکې د هغې دونيا لپاره چې يو تل پاتي دونيا ده د هغي لپاره به مو هم د ځان لپاره يو څه کړي وي.

