راتلونکي ټولټاکنې او د هغو شفافيت
24.07.2010 10:45که څه هم څه موده وړاندي په افغانستان کې دولسمشري اوولايتي شوراگانو لپاره د نوماندانو له خوا سيالي تر سره شوي خو د نوماندانو تر منځ ناندريو تر ډيره دوام درلوده. چې دولسي وگړو هغه عتماد يي له منځه يوړ کوم چې يي د ټولټاکنو پر شفافيت درلود .چې يو ښه بيلگه يي د ننگرهار په ولايت کې د ولايتي شورا پر سر ناندرۍ وي کومې چې د ټولټاکنو دنتايجو داعلان څخه تر مخه د نوماندانو تر منځ رامنځ ته شوي .همداراز د ولسمشري ټولټاکنې د ولسمشرحامد کرزى په گټه پاي ته ورسيدي ولې بيا هم ځيني نوماندانونيوکې کولې چې په ټولټاکنوکې درغلې شويده او دي ناندريو تر ډيره دوام وکړ.
خو له دي ټولو سره سره يوځل بيا د ولسي جرگې لپاره ډيري نوماندانو خپل کمپاينونه پيل کړيدي چې د افغانستان ټول ولايتونه ولسوالۍ کلي او بانډي د نواماندانو عکسونو نيولي او خپل تاوده کمپاينونه يي پيل کړي دا چې ولسي جرگې ټولټاکنو ته څو مياشتي پاتي دي اود ولسي جرگي لپاره ټولټاکنې به يو ځل بيا په ټول افغانستان تر سره شى خو بيا هم ولسي وگړو په دي فکر کې دي چې دا ټولټاکنې به رڼي او شفافي وي او کنه.
دا ځل به بيا هم د تير په څير د درغليو اوناندريو ډکي وي خو د ټولټاکنوخپلواک کميسون وايي چې دا ځل به ټولټاکنې رڼي او شفافي وي خو ولسي وگړي اوس هم ورته د شک پر سترگه گوري او وايي چې داځل به ټولټاکنې بيا هم شفافي نه وي ځکه دوي وايي چې څوورځي وړاندي يي له رسنيو په مزاري شريف کې د ټولټاکنو د کميسون د سيمه يزه مسول څخه واوريدل چې ځيني نوماندان کم عمر کسان د کارت اخستلو لپاره راولي ترڅو کارتو ورته جوړ کړي که څه هم د هغوعمرونه د اتلسو کالو څخه کم وي چې دا هم د دي گواهي ورکوي چې راتلونکې ټولټاکني به شفافي نه وي.
خو بيا هم د ټولټاکنو د خپلواک کميسون هيله کيږي چې راتلونکې ټولټاکنو په شفافيت کې پوره هڅه وکړي ترڅو د ولسي وگړو د عتماد او باور وړ وي.

