مينګوره: د سي ډي پيتو په مارکېټ کې درنه چاودنه شوې
08.04.2010 08:42مینګوره: د مينګورې په يوه بازار کې چاودنه شوې چې له لامله يې دولس هټۍ زيانمنې شوي، ويل کېږي چې چاودنه د مينګورې په مينا بازار کې د سي ډي او پيتو په يوه مارکېټ کې رامنځته شوې . يوتن سيمه ييز چارواکي ويلي چې پوليسو په دغه مارکېټ کې د چاودېدونکيو توکيو د ځای پر ځای کېدا په اړه خبر تر لاسه کړی و خو مخکې له دې چې دوی ور ورسېږي چاودنه رامنځته شوه.
د ځايي چارواکيو په وینا په پېښه کې چاته د سر زيان نه دی اوښتی.

