د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعالي تحصیلاتو وزارت، او د رشوت رواج

پوهنيار نبي حبيبي 29.12.2009 09:06

شپه او ورځ پدۍ فکر او ذکر کۍ وم چی خدآیه هغه ورځ به څه وخت راشې چی خپل هیواد ته ستون او د خپل ملک او ملت خدمت وکړم! خیر- شپی سحرکیدلي او ورځۍ راباندی شپۍ کیدلی. نیمه شپه به را پورته شوم، خوب به رانه داسی تختیدلۍ وو ګنۍ زما د جسم په ډکشنري کی د خوب کلمه وجود نلري.

بیدار به کښیناستلم، ځان سره به څوچ او فکر کی داسې غرق وم، او غوستل مې چې یو اوتومات قلم وای او زما د ذهن- د وطن لپاره دا زما ‌‌پاک احساسات پداسي نه پاکیدونکي رنګ لیکلي وای او هغه کسانو ته چی اوس ورته خدای ددې موقع ورکړۍ چی خپل ملت وپالي او یو ځل بیایی په پښو ودروي، ورباندی اثرکړی واۍ.

بیا مۍ ځان سره څوچ وکړ – چی د همدی ملت نمایندګانو یوځل نه، په څو څو ځله د مکۍ معظمۍ په داخل کی قسمونه کړي وو چی دوی به یو کیږي او د شهداوو ویني به نه چپه کوي. کله به چی د مکی را وګرځیدل هماغه وړۍ او هماغه شړۍ به وې. د ملت دا نمایندګان خو خدای په هماغه قرآن چی دوی ورباندې ددرواغو قسمونه کړي وو، څوک ورک ، څوک درپدر ګرزي او بعضو ددی دنیا خدای په اماني کړۍ.

په دی ورځو کي یو ښه دوست په دی قانع کړم چی افغانستان ته راوګرزم او د یو وزارت سره په کار بوخت شم. د دوست دعوت مي قبول او کابل ته د ډیرو هیلوسره پس لدي چي په سختۍ مۍ د خپل دفتر څخه دري میاشتي رخصتي واخیسته. د کابل میدان کي دیرش کاله بعد د اول لپاره کوز شوم. د خپلو خلکو هر حرکت مي څیړه او کابل می ددنیا د نورو پسمانده ملکونو سره مقایسه کاوه، اصلا د مقایسی وړ نوو مګر بیا هم ورته ډیر خوشحاله ووم.

خپل خپلوان، دوستان، یو یو را پیداکیده اول یی راسره روغبړ کاوه او څودقیقی پس پوښتنه داوه ، ښه نبي خانه دا وايه چی تنخوا دي څومره مقرره شوي ؟ ځان سره به هک پک شوم چي دا پوښتنه خو ډیره شخصي ده دا خلک ولۍ دا تپوس کوي؟ څو کسانو ته مي وویل وروره زه بي تنخوا کارکوم، تر اوسه کومه خاصه خبره نشته. نو دۍ کسانو خو بیا راسره تماس هم و نه نیوه او بیا یی چاته ویلۍ وو چي ما ورته درواغ ویلي وو.

پس د روغبړه دي سوال ته همیش اماده ووم چی تنخوا مې څو ده؟
مګر ځان سره مي د څوچ کولو چی خدآیه مونږ خو ډیر با غروره ملت یو او پدې هم غرور کوو چي زمونږ کلتور یو پیاوړی کلتور دې! آیا زمونږ دا خلک پدي نه پوهیږي هره کنجکاوي یا د ایرانیانو په اصطلاح فضولي د هر فرهنګ او شریعت څخه بدور خبره ده؟ د بني اسرآیلو او د غوا هغه قصه به راپه ياده شوه او بیا به می فکر وکړ که د اسلام او شریعت ته خبره راشۍ نومونږ ټول افغانان ځان ته نعوذ بالله د خدای ج نمایندګان وایو، بلي خوا چي دا حرام ، رشوت، درغلبازی، چال، فریب، د مسلمان وژل، زنا، شراب، بچه بازي ، په خپلو بچیانو او ښځو ظلم کول، اختطاف هم متآسفانه زمونږ د اوسني کلتور او فرهنګ یو برخه ګرځیدلي او مونږ ځانونه غلي نیولي.

والله که دا ملت ددي په قصه کي وي چی ملت سازي وکړي! هو لاندۍ طبقی وړو رشوتونو ته مخ کړی او همدا یی روزمره کسب ګرزیدلي دبلي خوا سیاستمدارانو غټو درغلیو ته لاس ورپوري کړی او عین حال کی غواړي فقط خپلو بچیانو او خپلوانوته د غټو چوکیو ضمینی مساعدي او مکمل فیوډالیزم یی را مخکی کړی. یا خلک داسی فقیران شوي چه خپل بچیان پلوري او یا داسي فیوډالان وګوری چی هک پک پاتی شی.

هو، دیکی شک نشته چي ښه کارونو هم شوي، مګر نه په دی قیمت چه په دی اوو کالوپه مونږ را وپلورل شول.

بښنه غواړم خبره می اوږده کړه-

خیر وزارت کی د کار کولو لپاره د وزیر صاحب د لیدو پس فوالعاده امر صادرشو او امریی یو څوشیبی وروسته په بله شعبه کی ثبت شو، اسناد می بیا دخارجه وزارته مهر او امضا شول، اداري شعبي د عالي تحصیلاتو وزارت څخه وغوښتل تر څو زما اسناد ارزیابي کړي.

عالي تحصیلاتو وزارت ته دوه میاشتي پرله پسی ورغلم، هره ورځ راته د وحیدالله بینوا په نوم سړي چی ځان یی د ارزیابي د بخش مدیر راته معرفی کړ چی په یو ټکي پښتو هم نه یوهیده دوه میاشتی د کاره ویستلم اوهره ورځ یی نن او سبا راته کاوه. بله ورځ یو دوست راته وویل حبیبی صاحب څومره ساده سړی یی دا خلک رشوت غواړي. نو مامی دوست ته وویل معاون سره یی وغږیږه، نو معاون یی په ډیره زغرده وویل [ حبیبی صاحب شما خو ازکانادا تشریف اوردید برای شما خو سه هزار دالر چیزی نیست، چون یک عده از استادان بدون شیرینی اسناد را امضا نمی کنند]
نو ورته می وویل استادان څوک دي؟ ویی ویل چی میکنی نمره تلفون مره بګي بعد از وخت همرایم به تماس شو.

ځان سره می بیا یو چورت وواهه او ځان ته مي وویل چي دلته زمونږ افغانان په څه چورتونو کی دي او زه په کوم چورت کي بیده یم.

د خپلو خلکو څخه ډیره مآیوسه شوم – خو خیر په بله ورځ ورغلم بینوا او معاون یی پدی طمعه وو ګنی زه به ورته دری زره ډالر ورشمیرم. ډیر می بی آبه کړ او نزدی وو خپل کنترول د لاسه ورکړم، اسناد می بیرته را واخیستل او بیا می وزیر ته یو خط واسته وو، وزیر صاحب ځان خلاص کړ او ویی ویل په هغوی زما زور نرسیږي او ما پوري اصلا اړه نلري.

دا زمامداران غواړي ملک جورکړي؟ ولي ټولود کرزي پسي راغیستې؟ دا زما او ستا د کاکا او ماما زامن چی په همدی سیستم کي د کالو څخه کار کوي درغلي نکوي؟ رشوت نه اخلي؟ درواغ نه وایی؟

په کانادا کی زما اسناد په یوه ورځ کي مفت ارزیابی کیږی مګر زما ملک چی ماته دهرچا زیات ضرورت لري، زما اسناد د دری زرو ډالرو په مقابل کی راته ارزیابي کوي. او بیا وزیر یی هم زور نلري؟ ددي ټولو خبرو معنی څه ده؟

پدی مسئله د یو وزیر سره وغږیدلم. هغه راته وویل حبیبی صاحب زما په وزارت کي تقریبا دری سوه مامورین کارکوي په دری سوو کي یوسل او نوي کسان نا اهله او غیر مسلکي کسان دي، زه دا ټول کسان منفک کولای نشم. نو ما ورته وویل د حل لاره څه ده د ریفارم معنی څه ده؟ دا ملک به !!!! راته مسکي شو او زمونږ میټنیګ په هماغه ځای پای ته ورسیده.

زه خپلو پاکو احساساتو ته واقعا زه خجالت شوم او واقعاً ما د خپلی پاکي خاوري د زړه د کومی معذرت وغوښت.

ملک می د غلو او رشوت خورو لاس ته ورغلي. پدی هم پوه شوم چی د افغانانو په مینځ کی ډیر داسي خائنین لا تراوسه سا اخلی چی د خپلی خاوري په سر سوداګاني کوی دومره زیات دي چی مونږ باید فقط راروان نسل ته منظر شو،پدی شرط چی دوی څوک مکتب ته پریږدي.

یو بل دوست مي څوکاله وړاندی افغانستان ته د ستنیدو تصمیم ونیوه. یو څه موده وروسته روغبړ ته راغي، د خاورو ډکه او لالهانده قواره می یی ډیره موده پس ولیدله. ورته خفه شوم. خو خیر یو څو ورځی بعد می یو څه نور دوستان ولیدل دا زما دوست یی هم پژانده خو زه خبر نووم. نو دوی ته می وویل زه زم فلانی دوست سره د غرمي وعده لرم ! هغه یوه راته کړل، اوووو هغه لیوني فلاني؟ نو ما ورته په تعجب ولیدل او بیا ورته مسکي شوم او د خدای په آمانی وکړه.

په لاره روان ځان سره می لکه د لیونی خندل. زما دوست چی یو پاک نیته سړی دۍ او په پاکه مینه خپل ملک ته راستون شوی او اوس د زړه د کومی کار کوي خلک ورته لیونې وایی ځکه چی رشوت نه اخلي او درواغ نه وایی.

خپل ضمیر رانه پوښتنه کوله چی ای نبي جانه ملت په چا جوړوي؟ کابل کی چی زه کوم کسان ګورم چی درپدر پیسو پسي ګرزي او بس. ددی په قصه کي ندي چی د بل افغان يا مسلمان زندګي خرابیګي او که جوړیږی، مهمه داده چی دې خپله مړیږي. نه غواړم چی د خپل غیور او مجاهد ملت توهین وکړم مګر دا یو ښکاره حقیقت دی که غواړو چی هغه شیطانان د انسان په جامه کۍ ګرزي وګورو نو باید د کابل چکر لپاره د یو ټکټ بندوبست وکړو.

نو اوس تاسی قضاوت وکړی؟ دادی د عالي تحصیلاتو وزارت او دا زمونږ اوسني رفارمسټ حکومت.
که چارواکي دقیق معلومات غواړی نو لیکوال سره دی پدی ایمل تماس ونیسی.

salampublication@gmail.com