د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چين : د سكرو په كانونو كي چاودنو ۱۷ تنه وژلي

نجم الله شينوارى 29.12.2009 08:53

مصر، قاهره:

د نوي چين په نامه د خبري اژانس دخبر له مخې د سكرو په دوو كانونو كې د چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور بې دركه شوي  دي.

خبر وايي لومړۍ چاودنه د چين د شمال ښار چيكسيو د دنګو د سكرو په كان كې شوې چې ۱۲ تنه كارګر يې له منځه وړي دي.

دوهمه چاو دنه د يونان ولايت د سكرو په يو كان كې شوې چې ۵ تنه كارګريې وژلي او ۶ نور پكې بې دركه شوي چې د ژغورني كار یې روان دی.

ځايي چارواكو د چاودنو لامل خپله كارګر بللي چې د بې پروايۍ څخه كار اخلي .

ويل كېږي چې د چين د سكرو كانونه هر كال د سلګونو كار ګرو ژوند له منځه وړي. يواځي تير كال د دغو كانونو په پېښو كې ۳۰۰۰ کارګرو خپل ژوند له لاسه ور كړي وو .

چين په سلو كي ۷۰  فيصده اينرژي د تيګو له سكرو څخه لاسته راوړي .