د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رښتياچې حقيقت تريخ وي

شبيراحمد 26.12.2009 14:19

نن سباپه کورنوژورنالستانودلاس پورته کولواوآن له اخه توخه دغورځولوپېښي تربل هروخت ډېري شوي دي ترهرڅه جالبه داده چې داغونډي پېښي دهغه چاله لاسه ورسره شوي کيږي اوکيږي به چې دوئ ورته ديوڅه کريډيټ تمه لري اوددې موخي دترلاسه کولوله پاره په هروضح حقيقت سترګي پټوي دوئ نه يواځي داچې دطالب هويت اومرام په رښتوني توګه نه څرګندوي بلکه داولس په ځخمونوهم مالګي دوړوي .
دلته دع حکمت په نامه ( نوردي ژورنالستان هم سرونه ګرېوان ته کړي ) ترعنوان لاندي يوه په زړه پوري له حقايقوډکه اوپه دلائلوولاړه ليکنه شوي وه .
دحکمت صيب دليکني په ځواب کي دس مجاهد( ژورنالستان بايدسرونه ګرېوان ته ټيټ کړي ) ليکنه هم خپره شوه .
ع حکمت که هرڅوک وي خوس مجاهدمستعارنومى بللى سره له دې چې س مجاهدهم خپل نوم راپورکړى مجاهددحکمت صيب خبره يوڅه تائدکړي خومتاسفانه چې لکۍ يې ورکږه کړي وه ده ليکلي وچې زه هم په دې نظريم چې ژورنالستان دي ځان اولس وګڼي اوحقيقت بايدووايي بالکل سمه يې کړي .
ښاغلي مجاهددحکمت پردې ځاى چې ( دغربي نړۍ خپروني طالبان يوانکارناپذيرحرکت بولي خوافغان ژورنالستان يې هسي لابالي خلک ګڼي ) څه کږې کږې ليکلي وې .
زه اګرکه نه طالب يم اونه ژورنالست خودحکمت صيب پورتنۍ جمله په سلوکي درې سوه سيخه بولم ځکه چې دحکمت صيب مقصدلکه مجاهدچې انګېررلى وداسي نه دى بلکه دده موخه داده چې غربي خپروني که هرڅوپه غرب کي دي اوپخپله ددوئ له خواچليږي نوطبعا به يې زيات تمايل همغه لورته وي خودوئ له دې ټولوسره سره په حقيقت سترګي نه پټوي مګرکورنۍ بياله کمپاين څخه په راژباړل شوي خبرپه داسي حال کي تکيه کوي چې پېښه يې په خپلوغبرګوګنهګاروليدلي وي .
ښاغلي س مجاهددحکمت صيب دپورتنۍ جملې په ځواب کي ليکلي ول چې هوګرانه حکمته غربي رسنۍ موځکه يومهم مقاومت بولي چې تاسي پخواهم امريکا راپيداکړئ اواس هم دامريکا په زورپورته پورته کېږئ افغان ژورنالستان خوافغانان دي اوزياتره يې مجاهدين هم دي په خپل هيواديې خوابديږي دوئ تاسوډېرښه پېژني .
ښه ګرانه مجاهده ! طالبان غرب ندي راپيداکړي اونه غرب پيسې ورکوي ترڅوخپل وطنوال ووژني بلکه دخپل هيوادمين اوله اشغال څخه کرکه لري اودهمدې وطن پچيان دي دلته که ستاخبره وهم منل شي نوداسوال درته راپيداکېږي چې غربيانودقدرت په وخت کي ولي پيسې نه ورکولې چې ټول هيواديې له هيوادوالوپاک کړى واى اوميدان طالب اوغربي ته ورپاتي شوى واى ؟
ښاغلي مجاهديوڅونوري کږې هم کړي چې دلته درا اخستلووړندي
يوه خبره چې دده لپاره ډېره مهمه وه هغه داچې په طالبانويې تورلګولى چې تاسوته هرڅ امريکادرکوي اوددوئ په خوله هرڅه کوئ بې دليله يې پرېيښي چې په هيڅ ډول دمنلووړنه ده .
ګرانه مجاهده که تاسوپه رښتياهم اسنادلرئ نوولي يې له خپلووطنوالوسره نه شريکوئ په داسي حال کي چې ځان ژورنالست هم بولئ اوژورنالست دنده خوبه تاسوته ترنوروښه معلومه وي چې څه بايدووايي ؟
خوتاسوهيڅ خپله دنده نده پېژندلي دګردېزقومانداني يادوئ اودابراهيم کاريزپه وحشت ناکه پېښه موخولې موم شوې .
تاسوسره له دې چې خپلي خبري حقيقت ګڼئ خوبياموهم په راقرض شوي نوم ليکلى اوويلي مودي چې زه له طالبانووېرېږم .
نومجاهده وروره رښتيابه سره وايوتاسوبه ترننه داسي خبرنوي اورېدلى چې طالب دي په کوم ژورنالست لاس قدري هم وچت کړى وي خواحسان الله مهجور ته موپه رډوکتل چې دټوپکونوپه کونداغويې وواهه اودې غربيانوهم دډېروپه سينوکي غربي مړدکۍ سړې کړې .