د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت: په نیمروز کې پنځه وسله وال طالبانووژل شول

محي الدین نوري 10.12.2009 07:20

د نيمروز ولايت پر خاشرود ولسوالۍ باندې دطالب وسله والو په یو برید کې پنځه طالبان مړ شوی دي. دسیمییزو چارواکو په وینا تیره شپه طالبانو دخاشرود ولسوالۍ د تصرف هوډ درلود چې دامنیتي ځواکنو د مقاومت سره مخامخ شول.

دنیمروز والي غلام دستګیر آزاد وایي چې دغه نښته تیره شپه هغه وخت را مینځ ته شوه چې طالب وسله والو ددغه ولسوالۍد نیمروز – خاشرود پر لویه لاره یوه پوسته تر وسله وال برید لاندي ونیوله.

آزاد زیاتوي چې ددې دوه ساعته نښتې په لړ کې پنځه طالبان مړه شوي او دولتي ځواکونو ته کوم مالي او ځاني تاوان نه دی اوښتی.

نیمروز دهیواد دهغو ولایتونو په شمیر کې راځي چې طالب وسلوال په کې پراخ شتون لري.

دا په تیرو لسو ورځوکې دریم وار دی چې د خاشرود په ولسوالۍ کې وسله وال طالبان بریدونه کوي.