صومال: د مګديشو په چاودنه كې د ۳ وزيرانوپه ګډون ۱۸تنه وژل شوي
03.12.2009 17:03د صومال په پلازمينه مګديشو كې دچاودنې له امله ۱۸ تنه وژل شوي چې ۳ صومالي وزيران هم پكې وژل شوي دي.
چاودنه د مګديشو په يو هوټل كې چې د پوهنتون د فارغو محصلينو لپاره مراسم پكې نيول شوي وو شوې ده .
امنيتي چارواكي وايي چاودنه ځانمرګی بريد و چې د مراسمو تالار يې موخه و.
په تالار كې ۵ وزيرانو شتون درلود چې د عامې روغتيا وزيره قمرعدن علي او د پوهنې او روزنې وزير احمد عبدالله او د لوړو زده كړو وزير ابراهيم حسن په دغه چاودنه كې وژل شوي دي .
په مګديشو كې د بي بي سي خبريال محمد حسن چې په تالار كې و بي بي سي ته وويل چې په تالار كې ټو ټه ټوټه تنې پرتې دي. هغه زياته كړه په مړو كي ۲ ژونالستان هم شته دی.
د چاودنې پړه تر او سه چا په غاړه نه ده اخيستې خو د تل په څير د صومال حكومت اسلامي سخت دريزه ډلې تورنې كړي دي.
د يادونې وړ ده چې په مګديشو كې اوس هم ډيرې سيمې پوره د حكومت تر ولكې لاندې نه دي او وخت ناوخت د مګديشو په زړه كې وسلوالې نښتې كيږي.
په صومال كې دا وخت د افريقا د ټولنې سوله ساتي ځواكونه د سولې د ټينګښت لپاره په كار بوخت دي چې ځنې وخت د اسلامي وسلوالو تر بريد لاندې وي .
د يادوني وړ ده چې د صومال ولسمشر شيخ شريف دپخوانۍ سخنت دريزي ډلي( محاكم اسلامي ) مشر و چې په صومال كې يې اوس شريعت هم نافذ كړی خو بيا هم دغه ډلې د حكومت خلاف دي او وسلوال بريدونه كوي .

