د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاكستان لومړۍ جنګي الوتكه جوړه كړه

نجم الله شينوارى 24.11.2009 16:21

د پاكستان هوايي ځواك ته د چين په مرسته جوړه شوي پاكستانۍ لومړۍ الوتكه وسپارل شوه.

د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هوايي ځواك ته ددغي الوتكي دسپارلو په مراسمو كې د خپلو خبرو په سر كې دچين نه د مرستې مننه وكړه او ویې ويل چين هميشه د پاكستان يو ښه ملګرې وو او وي به.

دپاكستان د رسمي سرچينو د خبر له مخي دغه الوتكه .gf>17 تندر نومول شوي او د پاكستان د هوايي ځواك د وسلو دتوليد په مركز كامره كې جوړه شوې ده.

سرچينې وايي چې دغه الوتكه دورځې او شپې او په هرموسم او حالاتو كې پرواځ كولی شي.

د پاكستان د هوايي ځواك وياند د جيو خبري تلويزيون سره په خبرو كې وويل د تندر الوتكه به د پاكستان د هوایي ځواك د پخوانيو الوتكو لكه a.fاو fg.او ميراج الوتكو ځاي ونيسي.