د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران پخوانی مرستيال ولسمشر په ۶ كالو بند محكوم شو

نجم الله شينوارى 23.11.2009 07:01

د ايران يوې محكمې دايران پخوانی مرستيال ولسمشر محمد علي ابطحي په شپږو كالو بند محكوم كړی. محمدعلي اصلاح پلوی مشر دی او د ايران دپخواني ولسمشر محمد خاتمي مرستيال وو چې په روستيو ټاكنو كې ولسمشرۍ ته د نوماند اصلاح پلوي مهدي كروبي ستر سلاكاروو .

د ايران حكومت وايي چې محمدعلي  عام وګړي لاريونونو ته رابلل او په ايران كې د اخ اوډب پيښو ته لمن وهله. په نوموړي دا تور هم و چې  ولسمشر نجاد ته یې سپك كتل او په روستيو ټاكنو باندې یې د درغليو تور لګولی و او پايلې یې نه منلې. بل تور پرې ملي يوالي ته ګواښ و .

د ايران دخبري اژانس.ارنا.د خبر له مخې محمد علي د .700زرو امريكايي ډالرو د ضمانت په بدل كې د استناف د محكمې د اخري حكم پورې خوشې شوی.

د محمد علي مدافع وكيل وايي چې دی هيله مند دی چې د استناف محكمه به د لومړۍ محكمي حكم باطل كړي.

محمد علي په ايران كې تر ټولو لوړپوړې چارواكی دی چې دروستيو ټاكنو د مخالفت په تور په بند محكوميږي.