د نامتو افغان لیکوال او ژورنالېست په استوګنځي د امريکايي پوځ برید، ۲ وژلي او ۲ يې بنديان یوړل
21.11.2009 10:53امريکايي پوځ د غزني ښار د وردګو په کلا کې نن (۱۹ نومبر ۲۰۰۹) د شپې پر ۳:۱۵ بجو د مطيع الله آخونزاده پر کور بیرحمانه بريد وکړ. د بريد پر مهال يې چورلکې او درانه پوڅي موټرونه وکارول.
پوځ ملکي استوګنځيونو ته له ننوتلو مخکې دروازې په بمونو الوزولي، کړکۍ يې په مرميو ويشتلې او لاسي بمونه يې کورونو ته غورځولي، چې د ځايي ملکي وګړيو د سخت رواني فشار او وېرې سبب شو. د مطيع الله کور ته له ننوتلو سره سم يې د هغه ۳۰ کلن خورايه حمدالله او ۳۲ کلن خپلوان محمد عظيم ووژل. حمد الله په غزني بازار کې د رېړې پر سر ترکاري خرڅوله او محمد عظيم ناروغ و، چې د غزني ښار ته د علاج لپاره راغلی او د دوی کره میلمه و.
پوځيانو بيا په ډېره بې رحمۍ ځايي سوداګر حبيب الرحمن او صديق الله د ۱۱ام ټولګي زده کوونکی ووهل او له ځانه سره يې يوړل. د کور د ماشومانو لاسونه يې شاته وتړل او د څو پرله پسې ساعتونو لپاره يې پر واورو پړمخې وغورځول. خپل سپي يې په زنانه و پسې ورخوشې کړل او پرې ويې داړلې. دغې وحشتناکې حملې په ټول ګاونډ کې وېره خپره کړه او د سيمې د استوګنو د رواني فشار سبب شوه.
د نورو معلوماتو لپاره او که غواړئ مطبوعاتي راپورونه جوړ کړئ، کولای شئ له لاندې اشخاصو سره تماس ونيسئ:
خيال شير باز، د غزني د پوليسو قوماندان، ۰۷۰۰-۷۸۸۸۰۷
حميد الله، د غزني د والي وياند، ۰۷۹۶-۸۳۸۳۸۳
حاجي نعيم، د سيمې اوسیدونکی او عيني شاهد، ۰۷۷-۶۹۱۵۹۰۰
رحمت الله، يو ماشوم عيني شاهد، ۰۷۹۶-۸۸۹۴۰۳

