غور: دولایتي شورا کاندیدان د رايو بیا شمیرل غواړي
11.11.2009 07:16دغور د ولايتي شورا لسګونو کانديدانو او پلويانو يې نن سهار، د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا اعلان شوی لمړنی پایلی نمنونکی ومنلی او درایو دبیا شمیرنی غوښتونکی شول.
دغور ولایت سمیز چارواکی وای چی ناخوښ کانديدانو ديوې غونډې پر مهال د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون پر درغليو تورن کړ او وی ویل وچی د بریالی شو کاندیدانو رای تقلبی دی .
په غور ولایت کی ۷۵ کسانو د ولایتی شورا د ۱۵ څوکویو لپاره یی په ټولټاکونو کی ګدون کری ول چی ۳ ښځی او ۱۲ نارینه دلمړنیو ګتونکو په توګه اعلام شوی دی .
دغه لاريون نن سهار د دغور ولایت دمقام مخی ته د۶۰ ناکامه اعلام شو کاندیدانو او دهغوی دپلویانو له خوا په لاره اچول شوی وو.
دغور ولایت سیمیز چارواکی وایی چی دا کاندیدان ادعا کوی چی دبریالی اعلام شوی کاندیدانو رایی تقلبی او یا هم اصلاْ درای اچونی په صندوقونه فیزیکی شتون نلړی .
دغور دوالی ویاند عبدالحي خطيبي وايي:( معترض كانديدانو دټولټاکونو دخپلواک کمیسون چاراواکی په درغلی او درایی په خرڅولو تورن کوی.)
دغو کانديدانو په يوه پرېکړه ليک کې د غور د ولايتي شورا د کانديدانو د رايو د بيا شمېرنې غوښتنه شوې ده .
دغه راز په پرېکړه ليک کې يادونه شوېو چې د ټاکنو دکمېسيون هغه کارکوونکي تر پوښتنو او محاکمې لاندې ونيول شي، چي درغلۍ يې کړې دي .
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې له محلونو راټول شوي ارقام دې دټاکنو دکمېسيون له کمپيوټرونو سره تطبيق کړاى شي.
په پرېکړه ليک کې ګواښ شوى چې که د دوى غوښتنې ونه منل شي، نو د ولسونو په مرسته به لاريون ته وکړي.

