هرات: د خوګانو په والګي د اخته کسانو شمیر ۱۶ ته ورسید
08.11.2009 14:43هرات ولایت عامې روغتيا د ریاست چارواکي وايي چې د خوګانو په والګي د اخته کسانو شمیر و شپاړسو کسانو ته لوړ شوی دی .
په دې ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمیر تیره اونی دیارلس چې نن یې دری نورې مثبتې پېښې علان شوې .
د هرات ولایت دعامې روغتیا رییس غلام سعید راشد وايي دوی پراخ تدابیر د دې ناروغۍ د نشر د مخنیوي لپاره پیل کړي خو بیا هم دی ناروغۍ د اخته کسانو د شمیر دیرودو امکان لام شته .
ښاغلي راشد وایی :( زمونز توانیدلی یو چی دیوې اونی په لړ کی دخپل دتادبیر په واسته ۲۹ هغه ناروغان دخطر نه وباسو چی ګومان کیده په دغه وایروس باندی اخته شوی ول .)
دخوګانو دوالګی مکروب چې ورته اچ يو اې يو وايل کیږی د درې ډوله زکام، د خوګ، انسان او مرغانو د ویروس دګډوله څخی جور شوی دې.
د خوګ د والګي اعراض د عادي والګي سره ورته دی چې پکې تبه، ټوخی، د ستوني درد، ځان درد، سردرد، سړه لري، کسالت اوستړیا موجود وي.
داكټر راشد وایی :( اخته کسان باید خپل لاسونه په منظمه توګه داوبواوصابون سره ووینځې په ځانګړی ډول وروسته له ټوخی اوپرنجی څخه، دناروغوخلکوسره دتماس نه ډډه وشی او پوزه،خوله اوسترګی مودلاس په واسطه مه موښۍ اوویی پوښۍ .)
دی وايي د دغې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لامل د خلکو ګڼه ګوڼه ده او خلک باید په ګن میشتو ځایونو ته لاړ نشی، یوبل سره لاس او بغل کشی ونکری .
له بله پلو بیا د عامې روغتيا وزارت وايي، چې ګمان كيږي په هیواد کی له شلو زرو څخه زيات كسان د خوګانو په والګي اخته وي.
د عامې روغتيا د وزارت د راپور له مخې تر اوسه د دغې ناروغۍ له وجې اته كسه چی تول افغانان دی په هیواد کی مړه شوي دي.
ويل كيږي، چې نړيوالې ټولنې په دې برخه كې د دارو، درملو د مرستې ژمنه كړې ده او دغه مرسته به ډير ژر هېواد ته وركړل شي.
په فراه ولایت کی اته طالبان وژل شوی دی
فراه ولایت پر پشت رود ولسوالی باندی دطالب وسله والو په یو برید کی اته وسله وال طالبان مړ او ټپیان شوی دی. خو سله وال طالبان بیا ادعا کوی چی په دی نښته کی یی شپاړلس افغان او بهرنی سرتیری یی وژلی دی.
دسیمیز چارواکو په وینا طالبانو دپشت رود ولسوالی د تصرف هوډ درلود چی دامنیتی ځواکنو د کلک مقاومت سره مخامخ شول.
دفراه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقير احمد عسكر وای دغه نښته تيره ماښام هغه وخت را مینځ ته شوه چی طالب اورپکو پشت رود ولسوالی یی دخلکو نه په زوره پیسی اخیستلی او هوډ یی در لود چی ولسوالی تر وسله وال برید لاندی ونیسی.
ښاغلی عسکر زیاتویی چی ددی نښتی په لړ کی څلور طالبان مره او دڅلور نور ټپیان شوی دی .
دده په وینا په دی نښته کی امنیتی ځواکونو تو کوم زیان ندی اوښتی .
له بله پلو بیا طالب ویاند ذبيح الله مجاهد بیا ادعا کړی ده چی دفراه ولايت دپشت رو دولسوالۍ د مسو په کلي کې یی ددريوخارجيانوپه شمول شپاړس تنه کورني عسکر یی وژلی دی .
دفراه ولایت امنیتی چارواکو دغه خبره رد کړی ده .
فراه دهیواد دهغو ولایتونو په شمیر کی راځی چی طالب اورپکی پراخ شتون پکی لړی.
ددی ولایت ده تیری اونی په نښتو کی تر لږ تر لږه سل وسله وال طالبان مړه او تپیان شوی دی .
هرات کی دولس کسه دیوی ترافیکی پیښی قربانیان شول
د هرات – كندهار په لويه لاره د يوې ترافيكي پېښی په ترڅ کې دولس ملکی وګری مره او ټپیان شوی دی .
سمیز چارواکی وایی چی دغه پيښه تيره ورځ د ادرسكن ولسوالۍ په شابید سمیه کی شوی ده .
دارسکن ولسوال نثار احمد پوپل وایی چی دغه نښته په دغه پيښی کی پنځه کسان مړه او اوو تنه نور ژوبل شوی دی.
دغه حادثه ددو عراده تیز رفتاره موټرو دټکر، د موټر چلونکو د بی احتیاطی او دګرندی تګ له کبله را مینځ ته شوی ده .
دهرات په روغتون کی داکټران وایی چی ددو ژوبل شو کسانو صحی حالت نازک دی .
دعامي روغتيا دوزارت معلوماتو له مخې، په هېواد كې تر جنګ او بمي چاودنو وروسته، ترافيكي پېښې په دويمه درجه كې شمېرل كيږي چې هره ورځ د هېواد په ښارونو او لويو لارو كې تكرارېږي.

