د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هرات: یو ماشوم دانسان تښتونکو له منګلو څخه د پيسو په بدل کې ازاد شو

محي الدین نوري 05.11.2009 07:26

یو ماشوم چې څه تبره اونۍ په هرات ولایت کې تښتول شوی وو، تیره ورځ دانسان تښتونکو له منګلو دپیسو په بدل کې ازاد شو.

ددغه ماشوم خپلوانو رسنیو ته ویلي چې انسان تښتونکو ددغه هلک دخوشېکولو په بدل کی ۳۰۰ زره آمریکایي ډالې غوښتي ول خو معلومه نده چی کورنۍ یې څومره پیسې ورکړي دي .

دیارلس کلن فرید احمد تیره اونۍ هغه مهال دهرات ولایت دشکارباغچې له سیمې نامعلومو وسله والو له وتښتاوه چې دمکتب په لور روان وو.

امنیتي چارواکو ددغه هلک دخوشې کیدو په هکله بی خبري ښودلې ده او وایي چې ډیر زر به انسان تښتونکي ونیسي .

دا په داسی حال کې ده چې یو دولس کلن هلک تیره اونۍ دهرات ولایت په څلورمه ناحیه کې دوسله والو کسانو له خوا وتښتول شو چې تر اوسه یې څرک نشته .

په تیره میاشته کې، وروسته ترهغه چې یو ځوان په هرات ولایت کې دانسان تښتونکو له خوا ووژل شو ددې ولایت په سلګونو اوسیدونکولاریون وکړ.

تر دې وروسته دهرات ولایت امنیتي چارواکو لاس په یو لړ پلټونکو عملیاتو پورې کړ او ګن شمیر دانسان تښتونکو ډلې یې ونیولې .

خو په تیره یوه اونۍ کې څلور کسان بیا په دی ولایت کې تښتول شوي دي چې دخلکو اندیښنې یې بیا راپارولي دي .