فاریاب: پریوې ماشومې جنسی تیری شوی دی
05.11.2009 07:20په فاریاب ولایت کې پریوې ماشومې دجنسی تیري په تور یو ځوان دپولیسو له خوا ونیول شو.
دماشومې پلار ویلي دي چېدغه ځوان هلک درې میاشتې مخکی دده نه کلنه لور له کلي تښتولې وه او جنسي تیری یې پرې کړی دی.
دفاریاب دشيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريك، وایی ١٩کلن حاجي مراد ددې ولسوالۍ په تپه قلعه سيمه کې پر ٩ کلنې نادرې جنسی تیری کړی دی.
د ولسوال په وينا، د ولسوالۍ او د ولايت د مركز ډاكټرانو هم تر تحقیقاتو ورسته پر نجلۍ باندی جنسي تېرى تاييد كړى دى.
ګهریک وایی: ( دغه ځوان هلک یې د سه شنبې په روځ وروسته تر هغه ونیو چېدنادرې پلار پرېعريضه وکړه او دمګړۍ ترې تحیقیقات روان دي . )
د نجلۍ پلار ويلي دي چې ماشومه یې د موټر سايکل په ذريعه له کلي لرې وړل شوې او بيا دحاجی مراد لخوا پرې جنسی تېرى شوى دى .
هېوادمشر حامد کرزی هم څه موده مخکې دهیواد په شمال کې په دی لامل چې د جنسی تيری د عاملانو په نيولو کې يي سمه پاملرنه وه کړی، څو چارواکی له خپلو دندو څخه ګوښه کړل.
په ماشومانو باندې جنسی تيريو د بشري حقونو دبنسټونو جدی انديښنه راپارولې ده.
په هیواد کې د بشري حقونو فعالين په دې مسأله نيوکه کوي چې د جنسی تيريو د قضيو په وړاندې د قضايي او انتظامی بنسټونو جدي عمل نه کول او د عاملينو نه مجازات کول ، ددې سبب شوي چې په افغانستان کې دغه ډول پيښې زياتې شي.
په وران کال کی یواځې په فاریاب ولایت کې پر ماشومانو د جنسي تېري څلور پېښې ثبت شوي دي.

